دټاکنود دوهم ځل نتيجو افغانستان د ننګونو (چيلنجونو) سره مخامخ کړ!!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60118
پاچا- کيلفونيا- امريکا
دخبریدو نیټه : 2014-07-10

 

۹ جولای ۲۰۱۴

 

په افغانستان کی د دوهم پړاو ټاکنی يو ډير حساس پړاو ته ورننوځی. د سه شنبی په ورځ د جولای په اتمه، ۲۰۱۴، ډاکټر عبدالله عبدالله د لويی جرګی په خيمه کی د خپل بری اودده په اصطلاح تقلبی رايو په اړه خپلو پيروانو ته په يوه بيانيه کی وويل چی زمونږ ټيم بريالی دی. لومړی خو بايد وويل شی چی د لويی جرګی په تالار کی لکه چی په ويډيو کی ليدل کيږی د ولسمشر کرزی عکس د ستمی شورای نظار د لوچکانولخوا راښکته کيږی بيا څيرل کيږی او پر ځای يی د عبدالله عبدالله عکس لګول کيږی. په دغه ويډيو کی دا هم ويل کيږی چی "فاير نه کنين"، دلته بايد فکر وشی چی د شورای نظار اوباشان د لويی جرګی خيمی ته پوره مسلح راغلي وو. اوس پوښتنه داده چی د افغانستان دامنيتی ځواکونو وظيفه څه وه او څه ده؟ د امنيتی ځواکونو وظيفه دا ده چی په داسی حساس وخت کی هر څوک چی دغسی غونډو ته ننوځې بايد تالاشی شي. يعنی دلته بايد وويل شی چی د عبدالله عبدالله او د شورای نظار ستميانو سره د کابل د امنيه قوماندان ظاهر ظاهر چی د يوی ورځی لپاره د کار څخه ګوښه او پر سبا يی بيا د کابل د امنيه قوماندان په توګه وټاکل شو، حتمی او ضروری په دغه جرم کی شريک عنصر دی. د شورای نظار د ستمی اوباشانو دا عمل په هيڅ صورت د منلو وړ نه دی او لازمی ده چی د قانون په اډاڼه کی ددی پيښی پوښتنه وشی او مرتکبينو ته يی سزا ورکړل شی. دا ډير ښه کار وشو چی د شورای نظار د اوباشانو لخوا د ولسمشر کرزی عکس پر ځمکه غورځول کيږی او يا هم څيرل کيږی. ځکه کرزی د شمالی ټلوالی اوباشانو ته پخپله کابينه او حکومت کی ډيري مهمی رتبی او پوستونه ورکړل، خو د شمالی ټلوالی ناسپاسه رزيلانو د کرزی ددغو امتيازاتو په مقابل کی رزيلانه، لوچکانه او د تعصب نه ډک عمل تر سره کړ، دا ځکه چی کرزی پښتون دی.


 يو متل دی چی وايی "سزای قروت آب ګرم " ولسمشر کرزی د شورای نظاراوباشانو ته ډير امتيازات ورکړل، او يواځی دا نه چی پښتانه يی له نظره وغورځول بلکه د افغانستان د نورو قومونو حقونه يی هم تر پښو لاندی کړٰل. که تاسو وګورۍ په افغانستان کی ډير وزارتونه د پنجشيريانو اود شورای نظارد اوباشانو څخه ډک دي اوهم د افغانستان ټول سفارتونه د دغی ډلی د نمک حرامو عناصرولخوا اشغا ل شويدي.
ډبل عبدالله لومړنۍ خبری په پښتو پيل کړې، البته د قرانی اياتونو د لوستلو څخه وروسته، پښتانه بايد په دی ونه غوليږی چی ګواکی عبدالله په پښتو ژبه خبري کوی نو حتمآ بايد د پښتنو سره د زړه د کومی مينه او علاقه ولری، دا ټول سياست او رياکاری ده. ای! بی اتفاقه پښتنو خپل تاريخی رسالت ته متوجه واوسۍ چی څوک مو تير نه باسی.

په درنای
پــــا چــــا