په برتانيه کې د مدني ټولنو او افغانانوله خوا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60198

دخبریدو نیټه : 2014-07-14

د لوی اوسپېڅلي توانا خدای په نامه
 پرېکړه ليک
 نيټه:۱۳/۰۷/۲۰۱۴ م (۲۲ چنګاښ ۱۳۹۳ هـ.ق)، لندن انګلستان
 په برېتانیه کې ديوشمېر مدني ټولنواستازو، علماؤ، قومي مشرانو، کارپوهانو، جهادي قوماندانانو او د ځوانانو د ټولنو استازو د لندن په ښار کې، نن ۱۳۹۳ کال د يکشنبې ورځ د چنګاښ دويشتمه نيټه يوه تاريخي او شانداره پرتمينه غونډه وکړه. غونډه د قرآن کريم د څو آياتونو په تلاوت پېل شوه او بيا د ګران هېواد افغانستان په سياسي حالاتو او په خاص ډول د ټاکنو د ملي پروسې په بهير کې د ځينو داخلي اوبهرنيو کړيو او افرادو په لاس وهنه او دسايسو په جوړولو او غیر قانوني اقداماتو او ګواښونو په اړه يو شمېر ګډون کوونکو، کارپوهانو او د مدني ټولنو استازو علمي تحليلي ويناوې وکړې او خپل ليدلوري يې په مستندو شواهدو حاضرينو ته وړاندې کړل. د غونډې په پای کې د ويناوالو د دريځونو پر بنسټ او د ګډون کوونکو مدني ټولنولخوا بنخه (٥) فقره ایز پرېکړه ليک تسوید او د رأيو په اتفاق تصویب شو.
د غونډې ګډونوالو د ټولو ملي او دولتي ادارو او نړيوالو دوستانو او په افغانستان کې د دې ملي پروسې مرسته کوونکو څخه په جدي توګه هيله وکړه، د دې پرېکړه ليک محتوی په نظر کې ونيسي او مراعات يې کړي.
۱. د نېکه مرغه د امرېکې د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير ښاغلي جان کيري په منځګړتوب ظاهراً دواړه ټاکنیز ټیمونه پرون د شنبې په (۱۲/۰۷/۲۰۱۴م ) نیټې سره توافق ته ورسیدل. مونږ دا توافق د ایجاد شوي حالاتو او کړکیچونو په وجود کې یو نیک فال ګڼو خو بيا هم د انتخاباتو د مستقل کميسيون او د شکایاتو د اورېدلو کميسيون باید ټول درج شوي شکايات په عادلانه توګه وڅېړي، ناپاکې رائی د پاکو رائیو څخه بېلې او باطلې اعلان کړي او د انتخاباتونتايج د ترتيب شوي او اعلان شوي زماني جدول مطابق اعلان کړي او په نتيجه کې سياسي واک نوي منتخب رئيس جمهور ته په سوله ایز ډول انتقال کړي.
۲.​د دواړو انتخاباتي ټيمونو او پلويانوڅخه يې، جدي غوښتنه کوو چې د هېواد د نافذه قوانينو ته احترام وساتي او مراعات يې وکړي او د انتخاباتو د دواړو کميسيونونو سره هر اړخېزه همکاري وکړي چې خپل کار او وظايف په شفافه او احسنه توګه سرته ورسوي اونهايی پايلی اعلان کړي.
۳.​د نړيوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د ټولو نړيوالو دوستانو او په خاص ډول د امريکا متحده ایالاتو څخه هیله او غوښتنه لرو چې د افغانستان ملي واکمني، ځمکني بشپړتيا، قوانينو او نورمونو ته احترام وساتي او د ټولو ملي او دولتي اورګانونو سره خپله هراړخېزه مرسته جاري وساتي ترڅو د انتخاباتو ملي پروسه، چې د زرګونو افغانانو د سر په قيمت او وينو په تويدلو تمامه شوي ده، په بريالیتوب سره سرته ورسېږي او په ديموکراسۍ د ولسونو باور نور هم لا زيات شي.
۴.​مونږ د افغان د غيور ولس د پاکو رايو په نتيجه کې د يو قوي، مرکزي، با ثباته منتخب ملي حکومت غوښتونکي يو او د ائتلافي يا مؤقتي حکومت د رامنځ ته کولو دپاره هر ډول فشارونه او تحميلي هڅي ردوو.
۵.​مونږ د انتخاباتو د ملي پروسې په دوران کې، او په خاص ډول د وروستیو ورځو ټول غيرمدني حرکتونه، ګواښونه، زورواکي، فشارونه، سياسي لجوجيت، قومي او سياسي را پارونکی ويناوې په کلکه غندو او د ولسواکۍ د اصولو او نورمونو خلاف ئي ګڼو.همدارنګه مونږ په لندن کې د یوڅو تنومتعصبو پردي پالو افرادو د چهارشنبې د رځې (۰۹/۰۷/۲۰۱۴)لاریون غندو او د ملي ګټو او نورمونو ضد عمل يې ګڼو او دا په ډاګه کوو چې دوی په هيڅ ډول د افغانانو استازيتوب نه شي کولای. په پای کې مونږ د ټولوسياسي ګوندونواو ټولنو او په خاص ډول د انتخاباتي تيمونو څخه په درنښت هيله او غوښتنه کوو چې د قوانينو په رڼا کې د ديموکراسۍ ټولو اصولو اونورمونو ته غاړه کېږدي او مراعات ئې کړي او د انتخاباتو پايلې په ورين تندي ومني اود اعلان په صورت کې سمدلاسه بايد بايلونکې کانديد ګټونکي کانديد ته مبارکي ووائي ترڅو نوي نسل ته يو مدني کلتور په ميراث پرېږدي.
د يو پياوړي، مرکزي، باثباته او سوکاله افغانستان په هيله
 په درناوی
 په برتانيه کې د مدني ټولنو او افغانانوله خوا
 لندن، ۱۳/۰۷/۲۰۱۴

 


Address:
 Th Society of Afghan Residents in the UK
 West Acton Community Centre
 Churchill Gardens
 London W3 0JN
 United Kingdom
 Tel: 0208 993 2129, 0208 993 8168