د روژې پنځلسمه تحفه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60203

دخبریدو نیټه : 2014-07-13

یکوال : نثار احمد صمد

 

 ګرانو دوستانو ، روژه مبارکه هم نیمایی ته ورسیده او خدای دی وکړی چی تیرو برخو څه نا څه معنوی ، روحانی او ایمانی ګټه رسولې وی . ښایی هغو کسانو ته چی د دین په چارو کی کهالت او عطالت لری ، که نور څه نه وی اقلأ معلوماتی خو واقع سوي وی ! څه معلومه ده چی ژوند به نوره یاري هم وکړی که یا ؟! څومره نامناسب ، ناوړه او نامطلوب کارونه مو کړي دي ؟! آیا یوه ذره ګټه یې رارسولې ده ؟ راځی چی نور نو په ځان کی عملأ تغیر راولو تر څو الله تعالی مو حالت راتغییر کړی ( الرعد ـ ۱۱ ) ؛ که نه همدا په اصطلاح آش او همدا کاسه به وی او خوله به مو راسوځوي . نو دا هم پنځلسمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله من یم چی د دې تحفو د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

دوې پښېمانۍ
 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : داسي هیڅ شخص نسته چي مړ سي او پښېمانه دي نه وي . نو ژوند غنیمت وګڼئ نیکۍ وکړئ او ګناهونه پرېږدئ. صحابه وو وویل یا رسول الله (ص)! د پښېمانۍ سبب څه شي وي ؟ ويې فرمایل : که نیک وي په دې پښېمانه وي چي ډیري نیکۍ يې ولي نه دي کړي او که بدکاره وي په دې پښېمانه وي چي د ګناهو څخه يې ولی ځان نه ساته ( ترمذي ) .
هو ، څومره عالی پوهاوئ او خبردارئ دی چی هر ډول پلمه او حیله راباندی بندوي . حضرت علی (رض) څه ښه ویلی دي : « خورا بد خلک هغه دي چی د نیکۍ په مقابل کی بدي کوی ، خو خورا ښه خلک بیا هغه دي چی د بدۍ په مقابل کی ښېګڼه کوی .» نو وخت او موقع باید راڅخه ضایع نسي ، یعنی د وخت په باره کی باید بخیل اوسو! هیله ده چی همدا اوس لا د خپل آینده او نامعلوم ژوندانه لپاره حتی الوسع توښه برابره کړو ، داسی نه چی بیا ناوخته سی او پښېماني وکړو .

څلور عجیبه پوښتنی
 د حضرت علی (رض) څخه یې پوښتنه وکړه چی :
لومړی ـ واجب او تر هغه هم واجب څه دی ؟
 دوهم ـ نږدې او تر هغه هم نږدې څه دی ؟
 درېیم ـ عجیب او تر هغه هم عجیب څه دی ؟
 څلورم ـ سخت او تر هغه هم سخت څه دی ؟
 ویې فرمایل :
واجب د الله اطاعت دی او واجب تر د ګناه پریښوول دی .
نږدې قیامت دی او نږدې تر هم مرګ دی .
عجیب دنیا ده او عجیب تر هم د دنیا سره مینه ده .
سخت قبر دی او سخت تر هم هغه ته خالی لاس ورتلل دی .
هو ، که څوک د الله اطاعت کوی لاکن جسماني یا معنوي ګناه هم کوی نو اطاعت یې نیمګړی دی بلکی اول باید ګناه پریږدی چی کامل مؤمن سی . دا چی څوک قیامت یادوي خو مرګ ته چمتوینه نه نیسی یعنی ځان له خیرو ( ګناهونو ) څخه نه پاکوی نو کامل مؤمن نه دی . څوک چی د مال او دولت مینه صحیح نه بولی خو په هغې پسی غوټې وهی نو نیمګړی مؤمن دی . او څوک چی ګور ته تلل منی خو ظلم ، حق تلفي ، فریب او خیانت هم کوی نو ګور ته تلل اصلأ نه منی بلکی درواغجن دی ! الله دی ټول ګنهکاران اصلاح او فلاح کړی