د زابل ولايت د ښارصفا ولسوالۍ چارواکي وايي ، چې د دې ولسوالۍ څخه د رومانيايي سرتيرو په وتلو سره د افغان امنتي ځواکونو دندي د ستونزو سره مخ شوي دي .
د ولسوالۍ ولسوال وايې ، چې د پوليسو تشکيل يې کم دی او دا مهال يې په وړاندي تر ټولو لويه ستونزه د وسله والو طالبانو له لوري د ښخ شويو ماينونو د له منځه وړلو دپاره د مسلکي پرسونل او سامان الاتو نه شتون دی .
ښارصفا ولسوالي د کندهار او زابل ولايتونو تر منځ د ويش سيمه ده ، چې د زابل د نورو ولسواليو په پرتله ارامه بريښي د ولسوالۍ څخه دا مهال ټول بهرني سرتيري وتلي دي او د امنيت چاري يوازي افغان ځواکونه پر مخ بيايي .
د ښارصفا ولسوالۍ ولسوال عبدالخالق ايوبي وايې ، چې د امريکايي سرتيرو په وتلو سره امنتي چاري سمي شوي دي ، خو د رومانيايي سرتيرو په وتلو چې د کندهار ـ کابل د لويي لاري امنيت يې ساته پر دې لاره امنتي پيښي زياتي شوي ، چې د ولسوالۍ د امنتي ځواکونو او او اوسيدونکو په وړاندي يې ستونزي زيږولي دي . ولسوال وايې ، چې د پوليسو تشکيل يې کم دی خو ولسوالي يې پراخه ده ، نوموړی غواړي چې مرکزي دولت يې د ولسوالۍ د خوندي کولو دپاره د پوليسو په شمير کې زياتوالی راولي .
ولسوال په ټوله ولسوالي کې تر ټولو لويه ستونزه د ماينونو پر ځای کول بولي او زياتوي چې د له منځه وړلو دپاره يې مسلکي پرسونل او سامان الات نه لري ، چې له امله يې زيات وختونه امنتي سرتيري او ملکي وګړي خپل ژوند د لاسه ورکوي .
شهرصفا د کندهار او کابل پر لويه لار پرته ولسوالي ده ، چې د زابل د نورو ولايتونو په پرتله ارامه ده ، خو دلته د بيارغوني تر څنګ د پوهني او روغتيا بهير هم ټکنی دی ، چارواکي وايې چې په اړه يې پيشنيهادونه کړي دي خو تر اوسه يې د هو او يا ځواب نه دی تر لاسه کړی