شعر او موسیقي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60315
سرور وکیلي
دخبریدو نیټه : 2014-07-20


شعر او موسیقي :شعر اوموسیقي دوه جلاجلانومان دي؛خوپخپل ذات کي هم هریوخپلواکه کړنلاره (method) پوهان اوهنر پالونکي لري . مګربیاهم دومري پیوندسره لري،چي ته به وائې یوه مڼه ده دوه ځایه سوې . په بنسټ کي شعر کلام دی اوځانګړي خبري دي،چي ځانګړي خلک ئې کوي او ځانګړي خلک په پوهیږي . دا ورځنی کلام او ورځنۍ خبري نه دي .
شعرد شاعر د ذهن، فکر ،شعري منطق اوآغېزمندسوي احساساتو دښکلا محصول دی .
چي ویل کیږي اورېدل کیږي او منظومي اړخ ئې دغزل یاني سندري (lyric) لوی چوکاټ اوفورم جوړه وي . دغه سندره یاغزل ادیبان اوفُضلا ئې په چوکاټ کي د ادبیاتو او ژبپوهنه کي څېړي او سپړي ئې اوځیني ئې بیالکه ټولنه دساز په ږغوکي اودسندرغاړو په آوازوکي اوري، خوښه وي ئې؛ دمانااوښکلاڅخه ئې خوند اخلي .
دلته پر دغه پورته ټکي باندي موسیقي اوشعر سره
« شیرو شکر» کیږي او یو واحدځني جوړیږي . داهغه حَسّاس ځای دموزیک او دشعر دی،چي په دغه بزم کي دسازاو آواز دخوښۍ څخه نسوویلای،چي کم یوئې لومړی توب لري .
دلته شعر په خبرو کي ښکلا (esthetics)
دمانا اوپیغامه ډک یومقفه يي منظوم دی،چي دغه بیاپه ساز او آواز کي روح ته بېداري اواحساس دخوښۍ وربخښي .
موسيقي عربي ګړه ده،چي په لاتیني یوناني انګلسي ورته موزیک (music) وایي یاني دساز آواز هنر. د سازونوآلې چي شعر پکښې شرنګیږي په څوډوله دي . لکه : تاري آلې (رباب،سرینده،ګیتاره،ویلون اونور)؛ بادي یاپوکیز آلې (تُولکه،تروم،سورنا،بادي تُولکي،نی،کرنا اونور)؛ پرده یي آلې لکه : (ارمونه، پیانو، ارګل،اکوردِیون اونور)؛ دوهلو آلې لکه : (تبله، ډونبکی،ډُول،زېربغلي،جاز،دَرّیه اونور)؛ نوري دسازآلې هم سته . په دغه ټولوآلوکي بېله د« وهلو» آلو شعر پکښې ږغېدای سي،مګرپه ډُول او تبله کي نه . ډُول اوتبله خاص دموسیقي خوند ورډېره وي او په «سور» کي ورسره ټـُنـّګیږي، باید دموسیقي آلُو د « سور » سره سمه وي . شعر د آواز په ډوّل بېله دموسیقي آلاتونه په ښه آوازکي ویل کیږي اوهم په هري موسیقي آلي کي جلادنغمې په ډوّل راځي . هیڅ یوساز به بې شعره اوآوازه نه وي . موسیقي هغه هنردی،چي دشعرسره سم په موسیقي آلاتو کي دانسان روح تازه کوي اوخوښ ئې ساتي . موسیقي بې شعره هیڅ ګمان نه کیږي .
موسیقي دشعر سره تړلې ده . شعر دموسیقۍ دهنر لویه برخه جوړوي . او هم دغسي موسیقي د شعرونو خوند،هنر اوښکلا راباسي . ترحتی چي صوفیان ذکر په منظوم ډَوّل له دَرّېـي سره زمزمه کوي، چي جذب سي او له خوده نه بې خوده سي او خوند پرواخلي .
دموزیک هنرمند مخکي له مخه یو شعر کمپوز (compose) کوي آهنګ ئې دموزیک اوږغ سره سم وي . دغه شعر بیاپه ساز او آواز کي آوروي . هیڅ یوډَ‌وّل موسیقي بې شعره نه وي .
استاداسدالله غضنفر وایي :
 (موسیقي او شعر دواړه غږن او مُصَوِت هنرونه دي او په همدې خاطر سره نږدې ګڼل کیږي . جرمن مفکر او فیلسوف هګل وایي چې موسیقي دبنیادم فکر نه شي بیانولای نوځکه شعر ورسره ملګرتیا کوي . امیر خسروبلخي چې په دهلوي مشهور دی، دشعر او موسیقي دواړو استادو . هغه شعر ناوې ګڼي او موسیقي يې ګاڼه اوپسول . . .
اوغضنفر صاحب وایي : یو داچي تر بې ردیفو غزلو ردیف لرونکي غزلونه ممکن ښه موسیقي ولري او بله داچي تر ولاړو ردیفو روان ردیفونه بهتر دي . روان ردیف هغه ته وایي چي دحرکت تصور وزېږوي . . .) په تاند کي دارواښاد کمین په یاد مقاله / اسدالله غضنفر د ګوګل څخه .
صدیق الله بدر وایي :
 (دشعر یوه ښکلا موسیقیت ګڼل کیږي اوهمدغه موسقیت دشعردمعنی اومفهوم په لېږد کې ستره ونډه لري . . . (( شعر له کلیمو جوړیږي، موږ چي کله خبرې کوو، نو په هغو کې ممکن موسیقۍ ته اهمیت ورنه کړو، ځکه موږ غواړو یوه خبره یو چاته ورسوو . فرضاً زه وایم : کابل لوی ښار دی . په دې جمله کې مې اصلي هدف د کابل د لویوالي په اړه غواړم خبرې وکړم .
خو کله چې موږ شعر اورو، یا شعر لیکو یا شعر وایو هلته موسیقي هم ډېر لوی اهمیت لري .
په شعر کې کلیمې نه یوازې معنی لېږدوي، بلکې یوه موسیقي هم لېږدوي . ) پیکار؛دراز په لټه کې شاعر – هنر اوفرهنګ – ادبیات . (Google Mosic)
صافی ستوري : عنوان (pm) دلیکني نېټه : ۲شنبه اګست ۱۴، ۲۰۰۶ ۴۶: ۶ کي لیکي : ( . . . دعربي،فارسي او پښتو په کلاسیکه شاعرۍ کې چې کومه توجه قافې،عرض، لحن او بحر ته شوې او کیږی تر ډير حد د موسیقی فن پورې تړاو لری . چون دموسیقۍ او غناهنر په اسلامی ټولنو کې د دینی او نورو ملحوظاتو په لحاظ وده نه ده کړی شعر په دې ټولنه کې دا تشه یو څناڅه ډکه کړی . ) ګوګل :
د علیرضا زرعی لیکنه په ګوګل کي . تر دې سریزي لاندي دشعر اومسیقۍ په باره کي لیکي :
دونکته درباره دو مطلب قبلی دربارهِ دو استاد
 د دغي مقالې څخه کټ مټ د ده په ژبه چي دی څه نظر د شعر اوموسیقۍ په باره کي لري یو وړوکۍ پاړکۍ راوړمه : دی وایي :
 (-1 اصولاً موسیقی برخلافِ شعر وبرسیاق علم روانشناسی وحتی گاهی ریاضی، برای القای بهتر موجودیتِ پیامِ خود بر «تکرار» استوار است . یعنی ریتم های موسیقی به طور متناوب و در فواصل زمانی تکرار می شود و این تکرارها در پیام رسانی، موتیف ها وجمله بندی های موسیقایی ونت ها نقشی کلیدی دارند . (برای دریافتِ توضیحات بیشتر می توانید به کتاب مرجع وگرانسنگِ مرحوم استاد خالقی «سرگذشت موسیقی ایران» مراجعه کنید) درست برخلافِ شعر که «تکرار» اگر همانند تکرار برخی واژه ها در غزلیات سعدی «نامرئی» نباشد، به شدّت از زیبایی شعر می کاهد و ایرادی اساسی برای آن محسوب می شود. (تعبیر من در خصوصِ توضیحاتِ ذیقمت استاد شفیعی کدکنی درخصوصِ«تکرارهای نامریی» در شعر سعدی، اینست که : در تاریخ شعر فارسی فقط سعدی است که این «تهدید را تبدیل به فرصت کرده است» ) .)
ښاغلی لیکوال دلته دوو شیانو ته ګوته نیسي : لومړی وایي،چي دموسیقی ریتم (rhythem) پر تکرار ولاړ اوپرله پسې په یو معین وختي واټن کي تکرارکوي،چي په دغه تکرار ولو سره پیغامونه او موتیفونه (motif) بیان وي .
هرڅه چي شعر دی تکرار نه مني . که څه هم د «کدکنی» له نظره دسعدي په شعر کي نه لیدونکي تکرار لیده کیږي . یوازي سعدي دی،چي دغه تهدید ته ئې مجال ورکړی .
څرنګه چي لیدل کیږي شعر او موسیقي په بنسټ کي سره یوتړلي او نه جلا کېدونکي واحد دی . خو شعر بېله موسیقۍ یو خپلواک کلامي هنر دی دژبي په ادبیاتو کي . بېله موزیک هم په ټولنه کي خپل ځانګړی ځای لري . خو هر څه چي موزیک دی بېله شعره به ډېر نیم ګړی وي .
داټوله ژبپوهان،هنرپوهان،موسیقي پوهان او کمپوزیتوران چي دشعر او موسیقۍ ترمنځ د دوی اړیکي بیان وي خاص داښیي، چي شعر څرنګه او په څه هنر په مسیقۍ کي خپل ځانګړی مقام لري او ساز ته څومره ښکلا ورکوي او بیا دغه موزیک دشعر خوند او پیغام څرنګه و اظهار ته راباسي، چي اوریدونکي خوند پرواخلي . چي دغه ټوله ستایني سره یوځای راسي دموزیک او شعر خوند راباسي. هیڅ یوموزیک (بې ډُوله)بېله شعره نه تصور کیږي .
لیکونکی محمد سرور وکیلي
 اخځونه :
۱:- لیکنه : اسدالله غضنفر/ داواښادکمین په یاد. ګوګل
 ۲:- لیکنه : صدیق الله بدر/ پیکار دراز په لټه کي شاعرـ هنراوفرهنګ ـ ادبیات . ګوګل
 ۳:- لیکنه : علیرضا زرعی/ دونکته در باره دو مطلب قبلی دربارهِ دو استاد . ګوګل
 ۴:- ویکیپيدیا
 ۵:- فرهنگ فارسی عمید دوجلدی ؛ تألیف حسن عمید