د کتاب پاڼي مي اړولې
ستا تصویر وو پکي؛
په مینه می په لوستلو شروع وکړه
ستا لمر غوندي څېرې،
ستا شوخو؛ غشینو کتلو،
ستا پسرلنیو سترګو
ستا جګي تاندي وني
ستا له میني جوړ انداز؛
په خاموشۍ کي سل الهامونه
راکول.
لا مي وروستۍ پاڼه نه وه تمامه کړې
چې د باران څاڅکو لمده کړم .
ژر مي کتاب غېږ کي پټ کړ
ورو ورو مي ښکلاوه، ژر ژر روانه وم
شیبه ودرېدمه ؛ کتاب مي پرانیست
خو هغه کتاب نه؛
د سپینو پاڼو کتابچه وه !