دوستانو سرسایه اوږد مبحث دی. که مو خوښه وي د اخترد سرسایې یا صدقة الفطر په پېژند به یې پرانېزو.
د عید ویوکی د عاد ( عود ) له کړ ( فعل ) څخه اخیستل شوی دی. یعود د راګرځېدو په مانا دی یانې هر کله چې یو ډله خلګ له ستونزو څخه ووځي او سوکالي ته ور وګرځي نو دې ورځې ته عید ویل کېږي.
د عید ویوکی یو ځل په قرآن کریم کې هم یاد شوی: « اللهم ربنا انزل علينا ما ئدة من السما ء تكون لنا عيدٱ لاولنا و آخرنا و آية منك. »
فطر عربي ویوکی دی چې د روژې ماتولو، خوړلو یا بشپړولو ته ویل کېږي. هغه صدقه چې د روژې تر پای ته رسېدلو وروسته ور کول کېږي؛ صدقة الفطر یا سرسایه بلل کېږي.
صدقه هم د یادې ژبې ویوکی دی او هغه شتو ته ویل چې څښتن د خوښۍ په موخه یا بېوزلانو ته ور کول کېږي او یا هم د ښېګڼې په چارو لګول کېږي. صدقه درې لاندې ډولونه لري:
لومړی: فرض صدقه لکه زکات
دویم: واجبه صدقه لکه سرسایه، نذر، قرباني او نور
درېیم: نفلي صدقې لکه زموږ او ستاسو خيراتونه او له یو او بل سره ښېګڼې
د سرسایې د ورکړې حکم:
دینپوهان د سرسایې په فرضیت او واجبوالي کې او همدارنګه وخت او اندازه کې سره یوه خوله نه دي. امام ابوحنیفه رح یې واجب ګڼي او نور درې ستر امامان ( ائمه ثلاثه ) رح یې فرض ګڼي.
دا کاملاً یوه لویه موضوع ده او دلته یې په اوږدو ججول اړین نه ګڼم که اړتیا وه بیا به یې په خپل وخت کې وشنو.
د سرسایې د وجوب لپاره د نصاب پوره کېدل او نه پوره کېدل هم د درې سترو امامانو رح او امام ابوحنیفه رح تر منځ خبره یوه نه ده. ائمه ثلاثه وايي چې د سرسایې د وجوب لپاره هیڅ نصاب نشته بلکې هغه مسلمان چې د ځان او د هغه چا لپاره چې کفالت یې ده ته ور په غاړه دی د یوې شپې ورځې تر خواړو ډېر څه ولري؛ سرسایه واجب ده.
یانې هر ازاد مسلمان چې د ځان او کورنۍ لپاره د یوې شپې ورځې خواړه لري؛ پر هغه د سرسایې ورکړه واجب ده. ( بخاري-۱۵۰۳ او مسلم-۹۸۴ )
دوی دا دلیل وړاندې کوي چې د نبي کریم صلی الله علیه و سلم د احادیثو په زېرمه کې یو ځای هم له سرسایې سره د نصاب ویوکی نه دی یاد شوی. همدارنګه درې واړه امامان د خپلې خبرې د لا پختنګ لپاره د حضرت ثعلبه ابن ابى صعير حدیث شریف هم راوړي؛ قال رسول الله: صاع من بر او قمح علي کل اثنين صغير او کبير حر او عبد ذکر او انثي غني او فقير، اما غنيکم فيزکيه الله تعالى و اما فقيرکم فيرد الله تعالى عليه اکثر مما اعطاه.
بل لور ته امام ابو حنیفه رح وايي چې د قرآن کریم په آیتونو کې په سرسایه باندې د زکات اطلاق شوی دی لکه:« قد افلح من تزکي و ذکر اسم ربه فصلي.»
په آیت شریف کې « صلوة » د « صلوة عید » مانا شیندي او له « تزکى » څخه موخه د سرسایې ور کړه ده. دا خبره هم خپل دلیل ګرځوي چې ډېر ځلې په احادیثو کې « صدقه الفطر » ته « زکوهّ الفطر » هم ویل شوي دي لکه د عبدالله بن عمر روایت چې وايي: ((فرض رسول الله زکوة الفطر.)) او یا هم ((کنا نخرج زکوة الفطر.))
رسول الله صلی الله علیه و سلم د واړه و زاړه، ازاد و غلام او هغه چا نفقه چې تاسو ته در له غاړې وي؛ د سرسایې ( د فطر د زکات ) د ور کړې امر کوي. حضرت ابن عمر رض وايي:
« أمر رسول الله صلى الله عليه وسلم بصدقة الفطر عن الصغير والکبير والحر والعبد ممن تمونون.» ( دارالقطني-۲۲۰ او بيهقي-۴/۱۶۱)
او یا هم: « صدقة الفطر عن کل صغير و کبير و ذکر او انثي يهودي او نصراني، حر او مملوک.»
له حضرت عثمان رض څخه په یوه کمزوري روایت کې راغلي دي چې په هغو وختو کې به یې د مور په ګېډه کې د ماشوم سرسایه هم ور کوله. دا کار حنبلیان اوس هم مستحب ګڼي.
د سرسایې حکمت:
په یوه حدیث شریف کې له حضرت ابن عباس رض څخه روایت دي چې رسول الله صلی الله علیه و سلم سرسایه د روژتي د ښکنځاوو او چټي خبرو بدله او د بېوزلانو خواړه ګڼلي دي.
« والصدقة تطفى الخطيئة كما يطفى الماء النار. » ( الترمذي )
ژباړه: اوبه چې څرنګه اور بې اغېږي کوي همدارنګه صدقه ګناهونه له مېنځه وړي.
نبي کریم صلی الله علیه و سلم په یوه بل مبارک حدیث شریف کې فرمايي چې: عن جرير رضي الله تعالی عنه قال رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم صوم شهر رمضان معلق بين السماء والارض ولايرفع الا بزکاة الفطر. ( رواه ابوحفص ابن شاهين في فضائل رمضان )
ژباړه: له جریر رض څخه روایت دي چې رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل: ژوره تر هغه پورې د ځمکې او اسمان تر منځ را ځوړنده وي او د قبلېدو ځای ته نه ور هسکېږي چې سرسایه ور نه کړل شي.
څوک باید سرسایه ور کړي؟
هر آزاد مسلمان چې د نصاب څښتن وي یانې ۵۲.۵ تولې سپین زر ولري؛ د خپل ځان او د هغوی چې کفالت یې د ده په غاړه وي؛ د سرسایې ورکړه واجب ده. که یې نابالغه بچیان شته ولري؛ دی کولای شي چې د هغوی سرسایه د هغوی له مال څخه ور کړي. یاده دي شي چې د روژې نیول او نه نیول د سرسایې د ورکړې مخه نه شي ډبولای.
د زکات نصاب ۲۰۰ درهمه سپين زر دي چې وزن یې ۵۹۵ ګرامه کېږي. نن سبا د کابل په بازارو کې د یوه ګرام سپينو زرو بیه کابو ۵۰ افغانۍ ده چې ۵۹۵ ګرامو بیه یې ۳۰۰۰۰ افغانۍ کېږي.
که کوم ماشوم د اختر په شپه تر سپېدو ( صبح صادق ) وړاندې وزېږېد؛ سرسایه یې باید ور کړل شي او تر سپېدو وروسته پيدا شو؛ سرسایه پرې نشته. همدارنګه که څوک د یادې شپې په لومړۍ یاده برخه کې ومړ؛ سرسایه یې ور نه کول کېږي خو که په دویمه یاده حصه کې کې وفات شو؛ سرسایه یې ور کول کېږي. د لېوني بچي سرسایه ور کړه هم لازمه ده.
د سرسایې د ورکړې وخت، ډول، مستحقین او اندازه:
د سرسایې ورکړه تر روژې وړاندې او د روژې په ورځو کې هم روا ده خو د اختر په ورځ یې تر لمانځه وړاندې ور کول غوره کار دی البته تر لمانځه وروسته هم ور کول کېدای شي.
یو کس زیاتو وړو کسانو ( چې د نصاب څښتنان نه وي یا په بله ژبه د زکات مستحقینو ) ته سرسایه ور کولای شي او یو وړ کس له ډېرو کسانو څخه سرسایه اخیستلای شي. خو آریزه خبره دا ده چې سرسایه باید کس ته ور کړل شي یانې د خیر و ښېګڼې په کارونو کې یې نه شو لګولای او همدارنګه په مزدوري کې یې چا ته نه شو ورکولای. امام ته د اجرې په ډول ساسریه نه ور کول کېږي. که امام بېوزله وي؛ دي سرسایه ور کړل شي خو د مزدوري په نیت نه. کافر ته زکات ور کول رواه نه دی خو سرسایه ور کول کېدای شي مګر که مسلمان ته ور کړل شي؛ ښه خبره ده.
مېړه خپلې ښځې ته او ولټه ښځه مېړه ته او همدارنګه د مور او پلار او بچیو د سرسایې د راکړې ورکړې دود ناسم دی. څوک کولای شي چې خپل ورور، تره، ترورو، ماما خلاصه هغه چا ته چې زکات ور کول کېدای شي؛ سرسایه هم ور کړي.
ابو سعيد خدري رضي الله عنه وايي چې موږ به د رسول الله صلی علیه و سلم په وخت کې یوه صاع غنم یا وربشې یا خرما یا پوڅه او یا هم ممیز د هر کس سرسایه ور کوله. ( بخاري-۱۵۰۵ او مسلم-۹۸۵)
په یوه بل حدیث شریف کې راځي چې موږ به د رسول الله صلی علیه و سلم په وخت کې یوه صاع خواړه د سرسایې په ډول ور کول. ( بخاري-۱۵۱۰)
دینپوهان پدې خبره متفق دي چې د سرسایې اندازه یو زرو یو سلو لس ګرامه غنم او یا یې هم ځايي بیه ده. امام ابوحنیفه رح د غنمو بیه بهتره ګڼي ځکه چې بېوزلان په خپله خوښه څه ور بانې پېرودلای شي.
ابن قيم جوزي رح وایي په حدیث شریف کې د څو حبوبات لکه غنم، وربشو، خرما او ... له یادولو څخه داسې برېښي چې هغه مهال په مدینه کې د ډېری خلګو خوراکتوکې ( قوت) دا شیان وو. که په نور ځایونو او وختونو کې د خلګو خوراکتوکې بل څه وي لکه شیدې، غوښه، ماهی؛ هغه دې په سرسایه کې ور کړي. د جمهورو دینپوهانو هم همدا وینا ده چې همداسې کار دې وشي چې د ټولنې د خلګو خوړنیز یورنګتوب را منځ ته شي. خو د صدقې په اندازه کې یې یوه ژبه نه دي. امام ابو حنيفة وايي چې غنم دي نیمه صاع وي او نور څه دي یوه صاع وي مګر درې واړه ستر امامان ټول توکې یوه صاع واجب ګڼي.