غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60493
عبدالباري جهاني
دخبریدو نیټه : 2014-07-31



ساقي پر خپل قول پښیمان سو وایه چیري به ځو
له میو تش خُم د مغان سو وایه چیري به ځو
موږ د سپرلي د سباوون په هیله شپې سپیني کړې
په شپه کي زیری د توپان سو وایه چیري به ځو
 « پورته شاهین کښته ښکاري په لاس کي غشی لینده »
اوس خو نصیب راته حیران سو وایه چیري به ځو
نور به غزلي د وصال افسانې نه څڅوي
زموږ په قسمت رنګ د هجران سو وایه چیري به ځو
موږ د ظالم له لاسه پورته کړل په سوال لاسونه
نن چي غلیم راته اسمان سو وایه چیري به ځو
موږ آزادی ته په قفس کي وزرونه ما ت کړل
چي خپل وطن راته زندان سو وایه چیري به ځو
رویبار به څنګه پیغامونه تر منزله ور وړي
غماز په کور کي د جانان سو وایه چیري به ځو
موږ د لستوڼي د ښامار له زوره نه وو خبر
نن یې هر غاښ د زهرو کان سو وایه چیري به ځو
جهاني تا چي هر قدم ورته لیمه فرشول
د سر سودا ته دي روان  سو وایه چیري به ځو
۲۰۱۴ د جولای شپاړسمه     ویرجینیا