د هند او امريكا د اړيكو نوي پړاو (لومړى برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6072
غلام جيلاني ځواك
دخبریدو نیټه : 2006-03-11

غلام جيلاني ځواك
 د هند اوامريكا ترمنځ د اتومي همكاريو په هكله تړون په سيمه كي د يو ډير ژور او هر اړخيز بدلون پيلامه ده. دا تړون به وروسته د سيمي د سياسي اړيكو انډول او جوړښت كي بنسټيز بدلون راولي.
 پاكستان اوهند تقريباً سره يوځاي د اتومي چاودنو په سرته رسولو نړيوالو ته اعلان كړه چي د اتومي وسلي درلودونكي دي، په پايله كي دواړه هيوادونه د يو شمير نړيوالو بنديزونو سره مخ شول. په ښكاره پاكستان د ترهګري سره په جګړه كي د امريكا ملګري دي، خو امريكا د هند سره د اتومي همكاريو په هكله كوم تړون چي لاسليك كړ، حاضر ندي همداسي يو تړون پاكستان سره هم لاسليك كړي، ددي تړون په لاسليك كولو نه يواځي دا چي هند به وكولاي شوي د امريكا او نورو هيوادوڅخه اتومي تكنالوژي اواتومي بټيوته د سون مواد ترلاسه كړي بلكي دا تړون دهند اوامريكا ترمنځ د لا پراخو سياسي، اقتصادي او پوځي اړيكو ته لارپرانيزي، هند به ددي تړون له امله وكولاي شي دننه په هند كي دخپل مخ په ودي صنعت لپاره د انرژي اړتياوي پوره كړي، د هند چټكه اقتصادي وده او امريكا اوغربي نړي سره نژدي پوځي اقتصادي، او سياسي اړيكي به هند سره مرسته وكړي چي د يو بشپړ سيمه ييز ځواك بڼه غوره كړي.
 پاكستان لپاره دا يوه ډيره ستره ناكامي ده، پاكستان د هند اقتصادي او پوځي ځواكمنتيا ځان لپاره يو ستر ګواښ ګڼي. ښكاره ده پاكستان د هند پرګټه د دورستيو پرمختياو په وړاندي لاس ترځنه كښيناستي نشي او هرو مرو به نوري لاري چاري لټوي ترڅو وكولاي شي ځان هند سره د سيالي جوګه كړي او يا لږ ترلږه د هند په وړاندي د خپل ځان د ساتني او خونديتوب وړتيا ترلاسه كړي، په دي توګه امريكا سره د هند نژديوالي اود پاكستان او امريكا ترمنځ د واټن زياتيدل به د ټولي سيمي په سياسي اړيكو ډيره ژوره او اوږد مهاله اغيزه ولري . د نن ورځ په ليكنه كي غواړم دوه سوالونه ځواب كړم. لومړي امريكا د اتومي همكاريو په هكله د تړون لپاره ولي هند ته پر پاكستا ترجيح وركړه او بل دا چي ددي تړون اغيزي به د سيمي په سياسي اړيكو څه وي.
 زما په اند د لاندي دلايلو پربنسټ امريكا دا تړون د پاكستان پرځاي د هند سره لاسليك كړ:
 ۱ - پاكستان يوغير طبيعي جوړښت دي او د يوي سياسي حادثي په نتيجه كي منځ ته راغلي د پاكستان فنا اوبقا د پاكستان د پوځ دبري اوماتي پوري تړلي ده په كومه شيبه چي د پاكستان پوځ ماته وكړه په هماغه شيبه بيا پاكستان نشته، نو په يو داسي هيوادكي چي شتون اونه شتون يي د يوي پوځي ماتي پوري تړلي وي،هلته اوږد مهاله سياسي او پوځي پانګه اچونه او بيا په تيره هغي هيواد سره د اتومي همكاريو تړون لاسليك كول په هيڅ توګه د عقل سره اړخ نه لګوي.
 ۲ – په نړيواله ټولنه كي دا انديښنه ورځ په ورځ مخ په زياتيدو ده چي د پاكستان اتومي وسله كيداي شي نړيوال امنيت ته په يو ګواښ واوړي، ځكه چي ترهګرو اوبنسټ پالو دپاكستان په ټولو سياسي او ټولنيزو پوړونو كي د پام وړ نفوذ پيدا كړي، ډيرداسي شواهد اودلايل شته چي پاكستان اوس هم د ترهګرو ملاتړكوي، بنسټ پالو سياسي ګوندونو او ډلو تل د پاكستان پوځ او آيي ايس آيي سره نژدي ملګرتيا درلودلي ده، په بنګله ديش كي د پاكستان جميعت اسلامي ډلي يوي څانګي (البدر) د پاكستاني پوځ سره يوځاي د بنګالي وطنپالو پرضد جګړه كوله، د افغان جهاد پرمهال دبنسټ پالو او آيي ايس آيي ګد كار لا پراختيا وموندله او بالاخره دهمدي بنسټ پالو په مرسته پاكستان وكولاي شول په افغانستان كي د طالبانو پروژه پلي كړي او په كشمير كي د بنسټ پالو په مرسته دهند دولت ته ستري امنيتي ستونزي وزيږوي. ترهګرې، بنسټ پالان او د پاكستان استخبارات سره نژدي همكارى لري، نو په هيڅ توګه ناشوني نده چي د پاكستان اتومي وسله او تكنالوژي د ترهګرو لاس ته ولويږي كه دا كار وشي نود نړي امنيت به د يوستر ګواښ سره مخ شي، نو په داسي حال كي چي د پاكستان اتومي وسله نړيوال امنيت ته يوګواښ ګڼل كيږي، پاكستان سره د اتومي همكاريو تړون لاسليك كول به د دي ګواښ د لاپياوړي كولو مانا ولري. له بلي خواد پاكستان دولت ونشول كولاي د اتومي تكنالوژي د خپراوي مخه ونيسي، د ډاكټر عبدلقديرد شبكي افشاكيدل ثابته كړه چي پاكستان د اتومي تكنالوژي دخونديتوب په هكله يو باوري هيواد ندي.
 ۳ – دترهګري سره په جګړه كي هم پاكستان ونشول كولاي په خپلو ژمنو پاتي شي، اوس ټولي نړي ته په ډاګه شوي چي پاكستان دترهګرو د روزني او پالني يو ستر مركز دي او اوس هم پاكستان له ترهګري او بنسټ پالني نه د يوي سياسي وسلي او وسيلي په توګه كار اخلي، ترهګري اوس يوه نړيواله ستونزه ده او ټوله نړي ورسره په جګړه بوخته ده، پاكستان د ترهګرو په ملاتړ عملاً ټولي نړي اوانسانيت سره د دښمني لار نيولي. او بالاخره دا چي تراوسه هم ولسواكي په پاكستان كي بنسټيزه شوي نده پاكستان د خپل عمر ډيره برخه د پوځي جنرالانانو تر واكمني لاندي تيره كړي، پاكستان كي واك د پوځ په لاس كي وي او كه د كوم سياسي ګوند اصلي واك د آيي ايس آيي په لاس كي وي.
 نوپاكستان پرخپل څه كم شپيته كلن عمر كي ثابته كړي چي له هراړخه يوناكام دولت دي، پاكستان كي ولسواكي نشته، پاكستان او س هم د ترهګرو ملاتړ ته ادامه وركوي او دا كلكه انديښنه وجود لري چي دپاكستان اتومي وسله د ترهګرو لاس ته ولويږي، او حتي د پاكستان دولت هم ونشول كولاي د پاكستان د اتومي تكنالوژي د خپراوي مخه ونيسي. نو پاكستان په هيڅ توګه ددي وړ ندي چي د اتومي همكاريو تړون ورسره لاسليك شي.
 خوهند په ډيرو دلايلو دا وړتيا لري چي امريكا ورسره د اتومي همكاريو په هكله تړون لاسليك كړي. ترټولو دمخه په سيمه كي د هند سياسي او پوځي اهميت دي، هند په سيمه كي له چين نه وروسته ترټولو ستر اقتصادي او پوځي ځواك او په نړي كي ترټولو ستره ولسواكي ده، په هند كي له كومي نيټي چي خپلواكي يي ترلاسه كړي تردي دمه ديكتاتوري او يا پوځي حكومت واكمني نده كړي، ولسواكي هلته بنسټيزه شوي او د هند دسياسي كلتور يوه برخه ګرځيدلي. هند ثابته كړي چي داتومي تكنالوژي د نه خپراوي په هكله د باور وړ يوهيواد دي، نو هند په سيمه كي د يوستر سياسي اقتصادي او پوځي ځواك په توګه دا وړتيا لري چي په سيمه كي د امريكا د يو ستراتيژيك ملګري په توګه امريكا سره ګډه همكاري ولري، خو څرنګه چي دمخه وويل شول پاكستان په هيڅ توګه دا وړتيا نلري.