د تاريخ يوه ناليکلې خاطره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60834

دخبریدو نیټه : 2014-08-18

 

ليکوال: عبدالنافع همت

 

سقاوي ايله جاريان غزني ته رارسېدلي ول او سخته جګړه روانه وه. غازي امان الله خان د دې لپاره کندهار ته راغلی و چي د کندهاريانو ملاتړ خپل کړي او د سقاو د زوی حبيب الله کلکاني پر ضد د مقاومت جبهه جوړه کړي. د قومونو مشران، ديني عالمان، تصوفي مخور او پوهان يې وروغوښتل چي د ولس په استازيتوب په دې اړه سلا مشوره ورسره وکړي.  د قومي مشرانو په ډله کي زما مشر ورور  وکيل ګلبدين خان هم شامل و. وکيل صاحب زه هم له ځانه سره بوتلم او د غازي امان الله خان د هرکلي لپاره د کندهار ښار چارسو ته  ورغلو.

د کندهار ښار څلور بازاره لري چي د تقاطع نقطه يې ( چارسو) بولي.  دا چوک هغه مهال سرپوښه و او په احمدشاهي دوره کي د امنيې قومانداني وه.  دا ځای ځکه د غونډي لپاره غوره سوی و چي يو خو د ښار د څلورو بازارونو له خوا خلک اسانه ورته راتلای سوای او بل خوندي ځای بلل کېده.

 که څه هم د ښار څلور واړه بازارونه له خلکو ډک ول، خو مشران په چارسو کي ناست ول. څو دقيقې وروسته غازي امان الله خان راغی، غازي امان الله خان ډېر ستړی و، کالي  يې په خاورو سپېره وه، پر سپين مخ يې ګرځونه پراته وه، خو تور برېتونه يې بيا هم ښه روښانه او ښکلي  ښکارېدله. د ده په ليدو په مجلس کي چيغي او ژړاوي پورته سوې، ځکه دا يوازي غازي امان الله خان نه و چي په خاورو لړلی و، بلکي د ملت د غرور څلی نړېدلی او د افغان عزت پګړۍ په خاورو کي پرته وه. په دې وخت کي هر چا هڅه کوله چي ځان پاچا ته ور ورسوي او لاسونه يې ورمچ کړي.

يوه کندهاري مېلمه پال وويل چي پاچا ستړی او وخت هم کم دی، روغبړ بس کړئ چي اصلي خبري پيل کړو. غازي امان الله خان ولاړ سو او خبري يې پيل کړې، په سترګو کي يې اوښکي رغړېدې او په ژړغوني اواز يې وويل: ما ستاسي په ملاتړ او ستاسي لپار ه د افغانستان خپلواکي واخيسته. دا کار مي ځکه وکړ چي تاسي ازاد او ارام  ژوند وکړئ، اوس هم ازاد ياست خو کله چي ارامي نه وي نو ازادي هم مانا نه لري. تاسي خبر ياست چي د سقاوۍ په اړودوړ کي زموږ بيت المال لوټ او زموږ د ترقۍ ټول پروګرامونه ودرېدل. دا چي کندهار زما پلارنی او اصلي وطن دی او تاسي مي مشران ياست ،نو زه تاسي ته راغلی يم چي زما ملا وتړئ، زه خپلي خبري پای ته رسوم، نوري خبري به له تاسي څخه واورم.

يوه سپين ږيري لاس پورته کړ او د خبرو اجازه يې وغوښته. غازي امان الله خان په اشاره اجازه ورکړه او هغه خپلي خبري پيل کړې: موږ تر تا ډېر غمجن يو، هغه ازادي چي د زرګونو شهيدانو په وينه ګټل سوې وه يوه سقاوي غله غلا او بيا يې له خاورو سره خاوري کړه. موږ د ازادۍ په جګړه کي ستا سره ودرېدو، انګرېزان مو تر پولي واړول، آن دا چي د پولي ها خوا ته زړو چمن مو هم ونيو، اوس بيا هم حاضر يو چي ستا په ملاتړ وجنګېږو.  تا خو موږ ته خپل زړه تش کړ او خپل شکېدلی ګرېوان دي موږ ته راښکاره کړ، خو موږ ستا د پاچاهۍ په ټوله موده کي دا فرصت پيدا نه کړ چي تا ته خپل دردونه بيان کړو، اوس چي ته کندهار ته راغلې يې ستا يې قدم او زموږ يې لېمه، خپل خلک يو او دا غم د کور غم ګڼو، په خپل غم کي د هر چا خبري او هر ډول خبري خپلي خبري وي، موږ چي څه وايو دا پېغور نه، بلکي يوه تشه ګيله يې وګڼه.

کله چي ملت ستا په مشرتوب ازادي وګټله، نو تر هغه وروسته تا موږ هېر کړو او درباري غوړمالان دي پر ځان راټول کړل، يوازي کندهاريان نه، بلکي ټول پښتانه دي هېر کړل، هغه قهرمانان چي له انګرېزانو سره يې په جنګ کي ميړانه وښووله تاسي په ملي اردو کي ځای ور نه کړ، اکثره يې خوابدي سول.  ستا د دفاع وزير يو داسي څوک و چي د ازادۍ ګټلو پر مهال مېړانه خو څه کوې چي موږ يې نوم هم نه و اورېدلی، آن دا هيڅ اصل او نسب يې  معلوم نه و،  کله چي ته د اروپا په سفر بوخت وې، نو هغه ناځوانه ټولي وسلې سقاويانو ته ورکړې او دا دی اوس يې موږ او تاسي نتيجه وينو.

بله خبره دا ده چي تاسي له جرمني څخه څو زره ميله سپکي او درنې وسلې رانيولې، خو دا وسلې مو د پښتنو په سيمه کي زېرمه نه کړې، که له هغو وسلو څخه مو يوه برخه په کندهار کي خوندي کړي وای، نو اوس به موږ تش لاس نه وای. يو متل دی وايي: ننګ په غله او جنګ په وسله. اوس موږ په تش لاس څه کولای سو؟ د دولت ټولي سپکي او درنې وسلې له سقاويانو سره دي،  خو بيا هم که وسلې نه لرو نو پښتني غرور او ستا غوندي غازي او زړه ور پاچا خو لرو، موږ ستا سره په سر او مال ولاړ يو، خو يو وړانديز لرو، هغه دا چي که مرو او که پاته کېږو، که په سمه کي يو که او په غره کي، هر ډول حالت چي راباندي راځي تاسي به له موږ سره پاته کېږئ او له افغانستان څخه دباندي به نه وځئ.

نورو سپين ږيرو هم دغه يوه خبره کوله چي موږ ستا ملګري يو خو تاسي به له افغانستان څخه نه وځئ. غونډه ژر پای ته ورسېده او پرېکړه وسوه چي هر مشر دي ځوانان د جنګ لپاره تيار کړي. تر دې وروسته مشران ولسونو ته ولاړل، ډولونه ووهل سول، ځوانان راټول سول، لښکر جوړ سو او د سقاويانو جنګ ته ور ووتل، خو دا چي کندهاريان په تش لاس وه، نو مقاومت يې نتيجه ور نه کړه  او د سقاويانو لښکر تر غزني راواوښت او کندهار ته راورسېد.

د پښتنو عادت دی چي دښمن يې کورته راسي نو نر او ښځه، ځوان او زوړ د ژوند تر اخيري سلګۍ پوري جنګ کوي. په دې وخت کي د پخوا په پرتله لس واره ډېر نور ځوانان جنګ ته تيار سول، د جنګ ليکي له سره تنظيم سوې، ټولو کندهاريانو باور درلود چي سقاويان به خامخا ماتوي، د ازادۍ اتل غازي امان الله خان به تر کابل پوري بدرګه کوي او بيرته به يې د کابل پر تخت کښېنوي، خو ناببره اوازه سوه چي غازي امان الله خان د چمن له لاري له افغانستان څخه وه وت. دې اوازې د جنګ ليکي ماتي کړې او سقاويانو کندهار ونيو. يو په تش لاس جنګ کول او بل د  مشر تېښته د دې لامل سوه چي د کندهار جبهه ماته او سقاويان کندهار ونيسي.

 دا سمه ده چي غازي امان الله خان يو پاک زړی، مهربان، صادق او پر وطن مين مشر و،  خو د حکومتي چارو د ادارې لپاره د خلکو په پېژندلو کي يې لازمه پوهه او زيرکتيا نه درلوده. دا ډول پوهه په حکومتدارۍ کي د ملاتير ګڼل کېږي او په نتيجه کي يې کار اهل کار ته سپارل کېږي، خو هغه سياسي مشر چي دا پوهه و نه لري نور که هر څومره لوی مفکر او مدبر شخصيت وي کار يې نتيجه نه لري.   

يادونه:

دا کيسه مي له خپل پلار ارواښاد حاجي عبدالکريم خان څخه اورېدلې ده. زما پلار کيسه راته کوله چي کله د سقاوۍ د اړودوړ پر مهال غازي امان الله خان کندهار ته راغی، نو زه هم د خپل  مشر ورور وکيل ګلبدين خان سره د هغه  ليدو ته ورغلم. وکيل ګلبدين خان الکوزی د کندهار يو قومي مشر او د محمد ظاهر شاه او محمد داود په دورو کي د ولسي جرګې وکيل و.  

 ع، همت