د (خپلواکۍ) اسطوره!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60869
سيف الله مستنير
دخبریدو نیټه : 2014-08-19


تقريبا دوې پېړۍ کيږي، چې پر اسلامي خاورو باندې واکمن د خپلو هېوادونو د (خپلواکۍ) ورځې لمانځي. په افغانستان کې هم د بېلابېلو حکومتونو له خوا دغه ورځ په ډېرو ګرمو مراسمو سره لمانځل کېده، چې تقريبا د ټولنيزو سنتو شکل يې غوره کړی و. خو په وروستيو کلونو کې د امريکا او ناټو لاسپوڅي دولت د دغه ورځې په لمانځلو کې جدي هڅه نه ده کړې او په دې برخه کې يې د ګڼو لوريو نيوکې ځان ته متوجې کړې دي.
په داسې حال کې چې د (خپلواکۍ)  موضوع او د (خپلواکۍ) حق په هغو ولسونو پورې اړه لري، چې تر اشغال او استعمار لاندې وي. په هغو ولسونو پورې هېڅ تړاو نه لري، چې په يوه وطن کې اوسيږي. د دغه مقولې له کارونې څخه موخه دا ده، چې دغه ولسونه هم د هغو ولسونو حقونه ترلاسه کړي، چې ملي دولتونه لري. کله چې د نظامونو او چارواکو له خوا د رعيت له مختلفو نژادونو او اقوامو سره ظلم ترسره شي، نو ښکېلاکګر يو د بل د ګټو پر وړاندې د (خپلواکۍ) موضوع راپورته کوي، ترڅو له حاکم نژاد او قوم سره خپله خاوره ووېشي، خپل شارګونه پرې کړي او تر شته ضعف څخه يې نوره هم ضعيفه کړي. په داسې حال کې چې بنسټيز حل دا نه، بلکې د رعيت پر دغه برخه باندې د شته ظلم څخه د حاکم لاس نيول، منع کول، د خلکو تر منځ مساوات او خپلو خاوندانو ته د هغوی د حقونو ورکړه ده.
د (خپلواکۍ) حقيقي مفهوم د يوه مسلمان د اسلامي ليدلوري له مخې هله ترلاسه کېدای شي، چې هغه مسلمان د اسلامي دولت (خلافت) د دولت تر سيوري لاندې، له هغه مخلص حاکم سره د بيعت په کړۍ تړلی وي، چې د اسلامي امت په نيابت پرهغوی بشپړ اسلام تطبيقوي. نو د اسلامي دولت (خلافت) تاريخ ته د ژورې کتنې په ترڅ کې دا ثابتيږي چې د خلافت د اتباعو تر منځ، اګر که اقليتونه او غير مسلمان هم وو، خو د (خپلواکۍ)  په نامه کوم مفهوم يې ترمنځ اصلا شتون نه درلود. ځکه اسلامي دولت ښکېلاکګر نه، بلکې بشريت ته د اسلام د نور د رسولو او د هغوی تر منځ د عدالت د تامين مناره وه. نو په غوڅ ډول ويلی شو چې (خپلواکي) د استعمار او نوي کلونياليزم د عصر هغه پديده ده، چې مستعمره هېوادونه د يوه ښکېلاکګر هېواد له ولکې خلاص او په مستقيم او يا غير مستقيم ډول يې د بل ښکېلاکګر تر واک لاندې راولي، چې بيا هم (خپلواکي)  کومه څرګنده او حقيقي معنی نه لري. بلکې د حقيقت پر ځای يوې اسطورې ته پاتې کيږي.
هو؛ په نړۍ کې يو شمېر داسې ولسونه هم شته چې دولتونه يې په کورنيو او بهرنيو چارو کې بشپړه (خپلواکي)  لري. هغوی هم د خپلو هغو ايډيولوژيو د بشپړو منلو له کبله دي، چې د هغوی ژوند ته يې نظم او نظام ورکړی دی. د هغوی د ولسونو له عقايدو او باورونو څخه يې سرچينه اخيستې او د هماغه افکارو او نظامونو پر بنسټ خپل مستقل ژوند ته دوام ورکوي.
اسلامي امت ته هم د هغوی عقيده، بشپړ او کامل نظام ورکوي. ترهغه چې هغوی د خپلې عقيدې له مخې نظام درلود، نو امت هم ريښتينی خپلواکۍ درلود، دولت يې د نړۍ لومړی دولت وو، په نړيوال ډګر کې يې لومړۍ او وروستۍ خبره کوله او کفري هېوادونو او چارواکو به د خپل منځي ستونزو پرمهال اسلامي دولت ته د حکميت په توګه پناه وړله.
خو د خلافت له سقوط وروسته امت د خپلې عقيدې پر بنسټ نظام له لاسه ورکړی او داسې چارواکي الله سبحانه وتعالی ورباندې مسلط کړي، چې شکلونه يې د انسانانو، خو زړونه يې د شيطانانو دي، نه له خپلو ولسونو څخه ويريږي، نه پر هغوی رحم کوي، امت ته يې د حنيف شريعت د نشتوالي او د ليرې کېدو له امله سخت تريخوالی ورڅکلی، هغوی ته يې د لوږې او ډار جامې وراغوستې دي، ذليل او سپک کړي يې دي او دا هغه حالت دی چې الله سبحانه وتعالی يې په اړه داسې فرمايلي دي:
وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكاً وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى۱۲۴ قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِي أَعْمَى وَقَدْ كُنتُ بَصِيراً ‏۱۲۵ قَالَ كَذَلِكَ أَتَتْكَ آيَاتُنَا فَنَسِيتَهَا وَكَذَلِكَ الْيَوْمَ تُنسَى ‏۱۲۶ طه.
يعنې: او هرڅوک چې زما له ياد څخه مخ واړوي (له احکامو او آسماني کتابونو څخه)، تنګ (سخت) ژوند به ولري او د قيامت په ورځ به هغه ړوند حشر کړم. هغه به ووايي: اې پروردګاره ولې دې زه ړوند حشر کړی يم؟ زه خو په دنيا کې ليدونکی وم. الله سبحانه وتعالی ورته وايي: همدا ده (د خپلې نافرمانۍ پايله دې و ګوره). زما آيتونه (آسماني کتابونه او د هدايت دلايل) تا ته ورسېدل، خو هغه دې ناليدلي وګڼل؛ همداسې ته نن هم نه ليدلی شمېرل کيږې (او له نوم او نښې پرته اور ته اچول کېږې).
نو څوک چې له اسلامي شريعت څخه د يوه حکم تطبيق پرېږدي، الله سبحانه وتعالی به يې هغه حکم ته سخت محتاج کړي، اوسمهال الله سبحانه وتعالی دغه امت د اسلامي نظام او شريعت د نشتوالي د ستونزو او سختيو له امله د نظام او شريعت سخت محتاج کړي دي، ترڅو امت له هرڅه د مخه خپل ناوړه حالت او د هغوی کفري افکارو او احکامو شتون ښه درک کړي، چې پر دوی يې پلي کوي .... او بيا د اسلام هغه واقعيت ښه وپېژني چې الله سبحانه وتعالی د هغوی د دنيوي او اخروي خلاصون لپاره را استولی دی، له همدې امله موږ په امت کې وينو چې د خپل رب د دين او مبداء لور ته راګرځي، خو ښکېلاکګر او لاسپوڅي يې هڅه کوي، ترڅو د هغوی تر منځ د وېش بېلابېلې مفکورې بنسټيزې کړي او د الله سبحانه وتعالی له منهج څخه يې لا نور ليرې کړي.
د دغه حقيقت تر ټولو غوره بېلګه په ټوله اسلامي نړۍ کې د دغو لاسپوڅو، خاينو او ظالمو چارواکو، د هغوی د کفري نظامونو د راپرځولو لپاره د امت فکري، سياسي او مادي جګړه ده، چې تر ټولو متبارزه بېلګه يې عربي پسرلی دی. دغه بهير به تر هغه دوام وکړي، ترڅو امت د خپلې عقيدې سره سم واحد اسلامي نظام رامنځ ته کړي. خو د دغو مبارزو د ناکامۍ لپاره د ښکېلالکګرو کفارو او د هغوی د لاسپوڅو نظامونو هڅې، هغه څه دي، چې تاسو يې په سوريه، عراق، افغانستان او ... هېوادونو کې د سر په سترګو ګورئ، لکه څنګه يې چې په تونس، مصر او ليبيا کې د امت انقلابونه بېرته د غربي ثقافت پر بنسټ نظامونو خوا ته وتښتول شول، خو په سوريه کې يې دغه چاره په آسانۍ سره ترسره نکړای شوه، په افغانستان کې يې هم ونشو کړای لږ تر لږه د ډيموکراسۍ -الف با- د خلکو په ذهنونو کې ځايناستي کړي. نو ښکېلاکګر د خپلو لاسپوڅو نظامونو په واسطه هڅه کوي، ترڅو داسې چارې ورباندې تحميل کړي، چې هغوی مايوسه او پښېمانه کړي، ورپسې بېرته هغه منحط حل ورته وړاندې کړي، چې د هغوی لپاره وژونکي زهر دي. لکه په عراق کې د صدام استبداد، د شيعه د عکس العمل سبب شو او بيا د شيعه په سياسي دور کې د هغوی د استبداد پر وړاندې د داعش ظلم او دې ته ورته د کردانو د سياسي جوړښت د رامنځ ته کولو لارښوونه، ټول هغه څه دي، چې په امت کې د دويم ځل لپاره بيا تکراريږي.
په افغانستان کې هم ولس په خپل ټول متانت سره ډيموکراسي رد کړه. له څه د پاسه ۳۰ ميليونه ولس څخه تقريبا ۳ ميليونه کسانو د جمهوري رياست په وروستيو ټاکنو کې ګډون وکړ. هغوی هم ډيموکراسۍ او د ډيموکرات ولسمشر د ټاکلو لپاره رايه ورنه کړه، بلکې اقوامو خپلو قومي مشرانو ته رايه ورکړه او پاتې ۳ يا ۴ ميليونه رايې د لاسپوڅي حکومت، ټاکنيزو کميسيونونو او د کانديدانو د استازو له خوا په جعلي ډول صندوقونو ته واچول شوې. نو غرب چې په افغانستان کې د خپل فکر او نظام پر وړاندې د افغانانو دغه وچه او محکمه څپېړه وليده، هڅه يې وکړه، ترڅو داسې يو حالت ورباندې تحميل کړي، چې هغوی مايوسه کړي او داسې يوه حل ته يې وهڅوي، چې غرب په ستراتيژيک ډول ورڅخه ګټه پورته کړي او د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس په لسيزو-لسيزو نور هم وکړوي. نو دلته يې هم د افغانستان د مسلمان او مجاهد ولس تر منځ د قوم پالنې مفکوره، د شوروي د جهاد پرمهال د افغانانو او د هغوی د پاکستاني انصارو ترمنځ، د مليت پالنې مفکوره لا بنسټيزه کړه او په نژدې راتلونکې کې به دغه مفکورې په ژورو ناورينونو بدليږي، چې کېدای شي د پښتونستان، بلوچستان، خراسان او د اسرائيلو په څېر اسماعيليه دولتونه رامنځ ته کړي. 
دې ته ورته په ۱۹۱۹م کال کې امان الله خان که له يوه پلوه يې له انګلستان څخه ظاهرا آزادي واخيسته، بل پلو په سياسي او فکري ډول د اروپا د نورو هېوادونو مقلد پاتې شو. اصلاحات يې د مصطفی کمال اتاترک په څېر له غربي مډل څخه کاپي کول او د افغانستان د مسلمان ولس هر ډول افکار او احساسات يې ناليدلي ګڼل. چې بالاخره ډېر ژر تش په نامه (خپلواکي) د ګڼو لسيزو لپاره د اوږدمهالي استعمار سبب شوه. يوازې هغه مهال افغانان له جګړو خلاص وو، چې بريتانيه او روسيه به دغه سيمه د حايل په توګه کاروله. کله به چې د هر لوري ګټې تهديد شوې، نو سيمه به د نيابتي جګړو ډګر وه. دغه سناريو د شوري له اشغال وروسته د امريکا او ناټو له خوا د کمونستي روسيې پر وړاندې وکارول شوه او تر ننه دوام لري.
نو د افغانستان مسلمان ولس که هرڅومره د جګړې د مخنيوي هڅې وکړي، مګر بيا هم په سيمه کې د دخيلو ښکېلاکګرو دولتونو له خوا په جګړو کې ښکېل کيږي. زموږ په خاورو کې همدغه نيابتي جګړې دي، چې ښکېلاکګر هېوادونه له لويو او نړيوالو جګړو څخه خوندي ساتي. ځکه د امتونو او ولسونو ترمنځ ټکر او جګړې د هغوی د ګټو له امله رامنځ ته کيږي او دغه ټکرونه کله فکري، کله د نظام (د ژوند په طريقه) او کله هم د ولسونو ترمنځ د ګټو له امله دوام مومي او دا په بشري ټولنو کې طبيعي او حتمي چاره ده. خو ننيو ښکېلاکګرو ته دا مهمه نه ده، چې د هغوی نيابتي جګړه دې زموږ په خاورو کې دوام وکړي بلکې هغوی ته دا مهمه ده، چې نړۍ له لويې نړيوالې جګړې څخه خوندي کړي، ترڅو ګڼ ښکېلاکګر هېوادونه پکې جګړو ته داخل نشي. له همدې امله يې نړيوال سازمانونه لکه ملګري ملتونه او د هغوی بېلابېلې ادارې جوړې کړې دي، ترڅو د دوی ترمنځ په نړۍ کې له لويې جګړې پرته استعماري ګټې وويشي.
له همدې امله امت ته اړينه ده، چې د اوسني نړيوال واقعيت په اړه جدي له سره نوې کتنه وکړي. ملګري ملتونه، نړيوال قوانين، نړيوالې موسسې، په امت کې ملي دولتونه، د هغوی کورنی او بهرنی رول او ... د اسلامي عقيدې له مخې دقيق وپېژني او په اړه يې قاطع شرعي اقدام ته مټې راونغاړي. يعنې نړۍ په اوسني حالت کې د سولې، ثبات او انسانيت خواته نه ځي، بلکې د جګړې، ظلم، وحشت او حيوانيت لور ته روانه ده، ځکه بشري قوانين، په نړيواله سطحه د بشري ناورينونو سبب شوي دي او دا د تر ټولو غوره امت دنده ده، چې بايد دولت ولري، د نړۍ د دولتونو ترمنځ د صدارت مقام خپل کړي، ولسونه د الهي منهج پر بنسټ د خير روښنايۍ ته په نړيواله سطحه راوبولي او همدا د اسلامي امت، د هغوی د راتلونکي دولت (خلافت) پر وړاندې لويه الهي وجيبه ده.
‏كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ ...‏۱۱۰ آل عمران.
تاسو (اې د محمد صلی الله عليه وسلم پيروانو) تر ټولو غوره امت ياست، چې د انسانانو په ګټه پيدا شوي ياست (ترهغه چې) په معروف باندې امر کوئ او له منکر څخه منع او په الله سبحانه وتعالی ايمان لرئ.