په کندهار کې د ملاشال د احمدشاهي عصر د مسجد تر نړيدو وروسته ، د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د نادرافشار د وخت د کلا پاتي نښي له منځه وړل کيږي او تيره ورځ يې يوه برخه يوه ځايي اوسيدونکي د لوډر پواسطه له منځه وړې ده .
ځايي مسوولين وايې ، چې دا سيمه د تاريخي ابدي په نوم نه ده ورسره ثبت ، بلخوا موږ داسي اسناد تر لاسه کړي دي چې دا تاريخي سيمه د کادستر رياست د اطلاعاتو او کلتور رياست ته تثبيت کړي او ور وپيژندلې ده .
نادر افشار ، چې درې سوه کله مخکي يې د هوتکيانو واکمني له منځه يووړل او واک ته ورسيد ، د نادر اباد په نوم يې نوی ښار ودان کړ ، دلته يې په ۱۱۵۰ هجري قمري کال يوه نظامي کلا جوړه کړل ، تاريخ ليکونکي وايې ، چې لوی احمدشابابا د تاجپوشۍ مراسم د همدي کلا تر منځ د شيرسرخ بابا په زيارت کي تر سره کړل او د سلطنت تر لسم کال پوري په همدي ښار کې اوسيدی ، چې وروسته يې نوی ښار جوړ کړ او نادر اباد يي له منځه يووړ ، اوس هم د نادراباد د تاريخي ښار څو خټين ديوالونه د نښي په توګه پاتي دي ، چې د له منځه تلو په حال کي دي .
د کلا دا ديوالونه له ورايه ښکاري ، چې د شيرسرخ بابا پر زيارت راګرځيدلي او شاوخوا سيمه يې غصب او کورونه پر جوړ سوي دي .
د عبدالودود په نوم ځايي اوسيدونکي هم تيره ورځ د دې تاريخي نښو يوه څنډه نړولې او خاوره يې ترې وړي ده ، نوموړی خپله پر دي خبره اعتراف کوي او د عرفي قبالي ادعا هم کوي .
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس دواخان مينه پال وايې ، چې ياده سيمه د تاريخي ابدي په نوم نه ده ورسره ثبت ، نوموړی وايې چې د نادر اباد کلا لسګونه کلونه مخکي له منځه تللې ده ، هغه وايې چې ولاړي خټيني ودانۍ څلويښت کاله مخکي جوړي سوي دي ، چې تاريخي قدامت نه لري ،خو د نادراباد د تاريخي ښار د يو څه نښو د پاتي کيدو خبره مني .
بلخوا ځايي اوسيدونکي د دې سيمي شرعي قباله نه لري او خبريالانو ته يوازي عرفي قبالي ښيي ، موږ ته داسي اسناد په لاس راغلي دي ، چې ځمکه دولتي ده او د کادستر رياست له لوري د درې اعشاريه پنځه جريبه په اندازه تثبيت سوې او د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست ته ور پيژندل سوې ده .
په کندهار کې د تاريخي ځايونو د له منځه وړلو لړۍ خورا چټکه سوې ده او د تيرو دوو مياشتو پر مهال په زاړه ښار کې د مقدوني سکندر د دور د نارنج په نوم د تاريخي ودانۍ د ځمکي غصب او د تاريخي توکو پلټل ، د کندهار ښار په لمړۍ ناحيه کې د احمدشابابا کور ته څيرمه د احمدشاهي عصر د مسجد د له منځه وړل او دا دی په تازه پيښه کې د نادر افشار د تاريخي ښار ( نادراباد ) د پاتي نښو ورانول يې بيلګي يادولای سو .
له دا ډول تاريخي ورانيو څخه بريښي ، چې ولايتي اداره د تاريخي ابداتو د ساتني دپاره هيڅ راز هڅه نه کوي .