ولې د پوهنې غله غندو؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60933
ډاکټر ظهیر
دخبریدو نیټه : 2014-08-24

 

پوهنه او راتلونکی دوه مترادف مفهومونه دي. له ښې پوهنې پرته ښه راتلونکی نشته او خراب تعلیم د خراب راتلونکي حتمي کېدل دي. همدا لامل دی چې په جګړه کې ښکېل هېوادونه په ملکي سکتور کې تر ټولو ډېرې سرچینې په پوهنه او په سوله کې اوسېدونکي هېوادونه د ټولو سکتورونو په کچه تر ټولو ډېر منابع په تعلیم لګوي.
د پښتنو لپاره د دې سکتور اهمیت په دې کې دی چې د پښتنو ستونزه د ناپوهي ده او که د ناپوهۍ لرې کولو په برخه کې څه نه کېږي نو معنا دا چې د دوی د ستونزې د حل لپاره څه نه کېږي. د همدې اهمیت پر بناء، لازمه ده روښانه کړای شي چې د پوهنې یا فیس بوکي اصطلاح، وهنې وزارت د فساد را سپړنه کومه شخصي، ګوندي، یا بله غیرملي انګېزه نه لري، بلکې یواځې او یواځې پر معقولو او ریښتیو دلایلو او عیني ګواښونو بناء ده چې غواړم ځینو دې ګواښونو ته نغوته وکړم.
په لاندې دلایلو د پوهنې د وزارت د غلو غندل او د روان ناوړه بهیر په اړه غږ پورته کول اړین دی:
لومړی: په اتفافي ډول زموږ ستره ستونزه او د برمرغیو سرچینه بې علمي ده. په پښتني سیمو کې د معارف تش په نامه فعال مکاتب د چارواکیو او عام ولس توجه له ستونزې بلې خوا ته اړوي مګر جهل د لمر برڅکي په چټکیا خپرېږي.
دویم: د دولت امکانات ( تنخواګانې، قرطاسیه، بشري منابع او وخت ) ضایع کېږي.
درېیم: په پښتني سیمو کې تر نیمايي زیات د نظام ولسوال بې کفایته بګړور مخالفین په معارف کې مقرر شوي دي او له معارف وزارت څخه د مخالفینو د تمویل عمده سرچینه جوړه شوې ده.
څلور: دود داسې دی چې جنوب، لوېدیځ او د شرق او مرکزي افغانستان په ډیری ولایاتو کې باید د پوهنې کلیدي کسان د نظام ولسوالو مخالفینو په واسطه د معارف وزارت ته ور وپېژندل شي. د طالب له خوښې پرته څوک په معارف کې دنده نه شي تر سره کولای چې ښه بېلګه یې نن د غزني په قره باغ کې د وسلوالو په زور د معارف د مدیر لرې کول دي.
پنځم: په یوه سپېڅلي ډګر ( پوهنه ) کې د چور  دکلتور عامېدل.
شپږم: د معارف ولایتي او د ولسوالیو کارکونکي له جګړه مارو وسلوالو سره د بندو ښوونځیو او د پوهنې نور امکانات سم په نیمه جلا کوي چې بیا د همدې پیسو په مټه جګړه مار پُل، سړک، روغتون او مسجد ورانوي.
اووم: مطلق نالوستي کسان؛ د دوولسم پاس په نوم سند تر لاسه کوي او بیا په ادارو کې د اهلو/وړو کسانو ځای نیسي چې دا بیا په خپل ځای زموږ په نظام کې د نااهلتیا او فساد د جبهې پرانیستل دي.
اتم: په هغو پښتني سیمو کې چې ښوونځي پرانیستي دی؛ اکثره طالب ښوونکي او د دولت ضد وسلوال خپل شاګردان په پردۍ او خونړۍ روحیه روزي او په ځینو سیمو کې جګړه مار په ښوونځیو کې زده کوونکیو ته د ماین جوړولو او جګړه ایزو تخنیکونو روزنه ور کول کېږي.
نهم: کله چې د طالب په شرایطو ښوونځي پرانیستل کېږي، په داسې حال کې چې زده کړې معدومې او د نشت برابرې وي، خو د طالب له غاړې مسؤولیت اوړي او پر دولت ور تپل کېږي. یعنې دا چې معارف وزارت د طالب پر جرم پرده اچوي، او د کاذب انځور په ورکولو ولس له خپل تیاره راتلونکي غافلوي.
لسم: د فساد له منځه وړل او غندل د هر انسان وجداني دنده، د هر مسلمان دیني وجیبه او د هر افغان ملي مکلفیت دی.