په افغانستان کې د نوي دولت رامنځ ته کیدو وروسته خلکو د هیواد بیا روغونې کې ډیر فعال ګډون کولو مظاهر وکړه او د زړه نه يې ددي هیواد بیا جوړولو هیلې پرانیستي همدا شان په نورو چارو کې هم خپله فعاله ونډه اخیسته خو دغه لیوالیتا د حکومت نه پاملرنه ولس هم ورو ورو مړاوي کړو او ولس د خپل دولت نه واټن واخیستو دغه واټن یو وخت لپاره بیرته کم شو ځکه هغه وخت د افغانستان سیاسي کار پوهانو دغه معضله د حکومت سره شریکه کړه او ولس یې بیرته دي ته قانع کړ چي دولت یې ځینو ستونزو لامله دغه موضوع ته فکر نه و خو دي کار هم دومره دوام ونه کړ کله چي په هیواد کې د سیاسي کارپوهانو شمیره دومره زیات شو چي اوس یې شمیر کول هم ګرم دي او ددي لامله لوي توان هغه سیاسي کارو شننونکو ته ورسیدو کومو چي په ریښتیا دي هیواد خلکو او ددي هیواد پرمختګ ته تلوسه وه همدا لامل دي چي نن سبا خلک د سیاسي چارو شننونکو وینا اوریدو پرځاي د نغمې او یا د کوم بل سندر غاړي سندره اوریدلو ته ترجع ورکوي او ددي لامل هغه خاینین دي چې د بهرنیو کړیو لخوا ملاتړ کیږي او زموږ هیواد کې د بل کس ستراتیژي او پالیسي مخ وړلو ته کار کوي چي دغه خبري نن سبا داسي حالت راوستي چي اوس د افغانستان ولس ته د سیاسي کارو شننونکې نوم واخلې ته به وي ما ورته د کوم دښمن نوم اخیستي وي او دغه نفرت او کینه چي نن د افغانانو په زړه کې راپیدا شوی ددي ټولو لامل هغه کسان دي چي خوري او څکې خو ددي هیواد خو غلامي د هغه چا کوی چي ددي هیواد او ددي ولس په توان دي نو اوس داسي حالاتو کې ولس به څنګه یو موضوع درک کړي او خپل ځان نه به یو غبرګون وښایې کله چي داسي کسان شتون ولری تاسو شاید یاست نن سبا ډیر سیاسي کار پوهان تلویزونو ته بلل کیږی او ورنه نظر اخیستل کیږی خو ددي پر ځاي چي هغه څه ووایې چي د افغانستان ولس ورنه تمه لري هغه څه وایې چي د بادار لخوا ورته ویل شوی وی پخوا به یو سیاسي چارو شننونکې یو موضوع باندي خپل نظر ورکړو نو سبا باندي به خلکو د هغي نظر ستایو او ویل به یې چي فلانکې نن ډیري ښې خبري وکړي په ریښتیا چي د هیواد مینه ورسره ډیره ده خو نن سبا د افغانستان ولس چي د یو سیاسي کارو شننونکې خبره واوري نو وایې دا بی غیرته دا بی ناموسه دا د پیسو دلال او بیا تلویزیون ګل او د هغه سیاسي کارپوه په اړه خپلو ملګرو ته ښه په مړه خیټه نوم بدي ورته وکړي چي دا ټول قصور د هیواد دننه هغو کسانو لامل دي چي د ولس او ددي حکومت پنوم خو یادیږی خو غلامې بیا د هغه چا کوي چي دي ته پکې ګټه وی نو داسي حالات چي شتون ولري نو دوي بیا هم ګرم نه دي خو غټ توان چي اوس دي لړ کې چاته ورسیږی هغه بل څوک نه بلکه همدا سیاسي کارپوهان دي, شته دوي کې ډیر په وطن مین خو وایې چي د وچو له کبله لامده هم سواځي نن سبا دغه کانه زموږ سیاسي کار پوهانو باندي شوی او دغه حالت نه کیداي شي اوس دوي هم خبر وي خو باید چي دغه لړي نور پاي ومومې کنه دداسي کارونو دوام هم د ولس او د دولت په توان دي.