په کوم ورځ چي ولس مشر کرزي خپله وینا میډیا مخ کې وکړه چي ما ته امریکایان وایې چې امنیتي تړون لاسلیک کړه کنه د هیواد کړکیچ به مو د بهران سره مخ شي نو هغه ورځ موږ ولس غلې پاتې شولو او داسي د غوره آند سیاسي چارو شنونکې هم پیدا نشو چي دي موضوع باندي رڼا اچولې وي او ولس یې د راتلونکې کړکیچ نه بیداره نه کړو او نن هماغه د کرزي ویناوي دي چي مخ په ریښتیا کیدو باندي روانې دي ټاکني وشوي خو پایلې لاتراوسه ندي معلومي خلک د ولږي او فقر نه سر ټکوي او نه زموږ نوماندان او نه نړیوال ورته کومه خاصه پاملرنه کوي له بلې خوا ګاوندي هیوادونو خپلې لاسوهني دومره زیاتې کړي چي اوس سیاسي چارو شننونکې هم ددوي پلوي کولو سره ځان ددوي ملاتړي بولې چي ددي نه داسي بریښي چې اوس دوی هم پدي هېره کې دي چي کچیري هیواد بهران حالت نه راونهوځی نو باید موږ خو یو ملاتړي ولرو دوي یواځي د خپلو کورونیو غم وړي دوي د هیواد ګونډو، یتیمانو څه غم وړي له بلې خوا هېواد مو ځانځانۍ داسي حالت کې شتون لري چي تیر وخت باندي به شکر وباسي کچیري دا حالت همداسي دوام پیدا کړي نو افغانستان به نه دا چي خپل حکومتي نظام دلاسه ورکړي بلکه خلک به هم د بیلتون غوښتونکو قطار کې راشي دا خبره خو جوته ده چي امریکا نه غواړي چي افغانستان بیا د تیارو خوا ته لاړ شي خکه پدي کار سره به افغانستان دومره څه دلاسه ورنه کړي څومره چي به امریکا او د هغي متحدینو ته توان ورسیږي خو نه پوهیږم چي ددي سره سره امریکا ولې دي کړکیچ ته د پای ټکی نه ږدي حال دا چي که وغواړي نو بس یو عشاره باندي یې کولې شي خو نه کوي ځکه امریکا سره ځیني خپلې موخي شتون لري چي هغي کې دی تراوسه ندي بریالې شوي او کله هم چي دي پردي ډاډ من شو نو تاسو به وګوري چي بیا دا معضله د ټاکنو څنګه په چټکې سره پای مومي خو ځیني خلک بیا وایې چې دا یوه لوبه ده چي پیل او پاي نه امریکا او کرزي صیب د مخکې نه خبر او کیداي شي چي اوسني دوه نوماندان هم پدی موضوع باندي خبر و خو خپلو شخصي ګټو لپاره یې دي لوبه کې ګډون کړي او یواځي کس چي ددي لوبې ګډون کوونکې نه و هغه د افغانستان ولس و خو اوس ښایې چي ولس هم ددي لوبي نه خبر شوي خو اوس ورته اوبه د ورخه تیري شوی ښکاري نو اوس یواځي د لوبې هینداره کوونکې په صفت خپل رول لوبوي، ځیني خلک بیا وایې چي امریکایانو دداسي حالاتو راوستولو نه موخه خلکو ته ددي خبري جوت کول دي چي کچیري موږ تاسو ملاتړ پریږدو نو تاسو بیا هیڅ نشي کولې خیر دا خوبونه تیر ځواکونو هم ځان سره راوړي و بیا پایله هم ولیده خو ځیني خلک بیا وایې چي نن سبا د ټاکونو داسي کړکیچ سره مخ کیدولو نه موخه دا ده چي امریکایان او د هغي سره مل کس غواړي یو بل کس د واکمني څوکۍ ته ورسوي که داسي وشي نو په راتلونکې کې به خلک د راي ورکولو باندي نور باور ونه کړي او واټن به د موجوده حکومت سره نور هم زیات شي که نړیوال ددي معضلي کوربه وی نو دا ددوي یوه لویه تیروتنه ده چي دي کار ته دوام ورکوی او د موجوده واکمن سره پدی کار کې ملاتړي دي، خو نور بايد د افغانستان ولس لږ ویښ شي کنه د هیواد دښمنان او ځیني خاین سیاسي کارپوهانو لامله به موږ هیواد به د ډیرو زیاتو ستونزو سره مخ شي چي د ستونزو پیل یې د ټاکنو بهیر اوږد مهال کیدولو نه معلومولې شو نن هیواد موږ ته اړتیا لري نن زموږ هیواد موږ نه د یو کیدو او په ګډه ددغي کړکیچ پای ته رسیدو لپاره موږ نه د یو پاڅون غوښتنه کوي نور باید چي موږ ولس داسي غلې پاتې نشو او دي کړکیچ ته پای ورکولو یواځینی لار هم موږ یو او پای کې زه یوه یادونه کوم هغه کس ته چي که دي پدی آند دي چي داسي کړکیچ راوستولو باندي به راتلونکې کې دي ځانله بیا موقف جوړ کړي نو دا ددي لویه تیروتنه ده د افغانستان خلک اوس هغه خلک ندي چي تاسو ورته آند کوي نن د افغستان ولس هم د پوهي خاوند دي او هم د سیاسي ډګر کې د سياست یوه برخه ده نو اوس دي ولس سره داسي لوبي کول خپل ځان باندي ملنډي وهل دي پدی هیله چي د ټاکنو دا بهېر نور پای ته ورسږی او نړیواله ټولنه هم د تیر وخت پشان تیروتني کولو نه ډډه وکړي.