لیکوال : اریک مارګولیس
نېټه : ۸ / ۹ / ۲۰۱۴
ژباړن : نثار احمد صمد
واشنګټن ډي سي ـ « موږ باید د عراق او سوریې اسلامی دولت (داعش) ، القاعده ، د سوریې اسد ، حماس ، حزب الله ، طالبان ، شهاب ، د اوکراین شریر روسکیان ، یمني حوتیان ، ایران ، سوډان ، د لیبیا او مالی اسلامپال ، د نایجریا بوکو حرام ، په آسیا کی سره چینایان مات کړو . بلی هو ، او باید د لتویا دفاع هم وکړو او د یوګندا د « خدایی پوځ » سره هم وجنګیږو .»
په واشنګټن یعنی هغه ځای کی همدا نظر دی چی هلته نړیوال پولیس د داعش په باره کی تبی نیولی دي او ځکه یوه عصبی حمله ورباندی راغلې ده چی ګواکی د منځني ختیځ دغی بلا ټول هیواد په منګلو کی ونیوئ . خو څنګه چی انتخابات رانږدې کیږی ، نو سیاست وال تر عادی حالت ډیر چټیات وایی . که موږ او تاسی د جمهوریت غوښتونکو پُر ګویانو ( ډیر ګډېدونکو ) ته غوږ ونیسو نو داسی ګومان به وکړو چی د داعش آس سپاره به کلیو لینډ په توره وپېیی .
نو زما پوښتنه دا ده : کوم « موږ » باید د پورتنیو ټولواشرارو او مجرمانو مخنیوئ وکړو؟ لوی فریډریک څه ښه ویلی دي : « هر څوک چی د هر څه دفاع کوی ، اصلأ هیڅ هم نه ساتي . »موږ باید دا هم ورسره علاوه کړو چی : « هغه څوک چی هر ځای په جنګونو کی مصارف کوی، پای به یې ملا ماتېدنه وی . او هغه څوک چی په بهر کی د استعماري ویاړ له پاره خپلی داخلی اړتیاوی په باک نه راوړي نو ځان پخپله تر ضربې لاندی راولی . »
امریکایی استعمار نور نو د هغه نړیوال مسلط وضعیت تر عهدې نسي وتلای چی د ۱۹۴۵ راهیسی یې د یو اوڅار طاقت او ثروت په حیث را پیژندلی و . د هېپس برګ امپراتور « پنځم چارلیس » او بیچاره « دوولسم لویًس » هم د کټ مټ ستونزو په غیږ ورغلي وو . کله چی د خورا مغلقو ستونزو سره مخامخ کیږو ـ لکه امریکا چی همدا اوس په عراق او سوریه کی پکښی راګیر ده ـ نو کله کله تر ټولو ښه ستراتیژي دا وی چی قطعأ هیڅ هم باید ونکړو . په دغسی حالت کی اړونده مشکل ښایی رفع سی یا دا چی پخپله پای ته ورسیږی .
خو د اوباما حکومت د نوو محافظه کارانو ، جمهوریت غوښتونکو او جنګ طلبه خپرونو تر زیاتېدونکي فشار لاندی دی چی وایي باید پر سوریه حمله وکړو او په اوکراین کی د روسیې سره ښکر په ښکر سو .
ولسمشر بارک اوباما لږ څه مخکی یوه ناغوڅه څرګندونه وکړه ، یعنی دا چی په عراق او سوریه کی یې د داعش په وړاندی کومه خاصه ستراتیژي نه ده غوره کړې . په دې سره جمهوریت غوښتونکو چیغی او نارې ووهلې . ښاغلیً ولسمشره ، وخت ته ګوره . احمقان د ملایکو د پښو ایښوولو پر ځای هم تور لګوي .
زه د منځني ختیځ د یو پخواني اړخ او د جنګي صحنو د یو تجربه کاره خبریال په حیث دا وایم چی هیڅ پلان نلرل پخپله یو ښه پلان دی . واشنګټن د خپلی بهرنۍ تګلاری له امله یوه داسی ناولې او شومه چټلي جوړه کړې ده چی نه لاس اچونه به یې د خوښي وړ چاره وی . ځکه ، ډیر کوچني جنګونه به په هغه دام کی د امریکا راګیرېدل وی چی اسامه بن لادن ورته ایښی دی .
څوک له غره راکښته سوی او ویلي یې دي چی امریکا باید د جنوبی چین د سمندرګي څخه نیولې د پیرو تر ځنګلونو پوری د ټولی نړۍ پولیس وی ؟ امریکا باید په ویتنام ، لاؤس ، کمبودیا ، افغانستان او عراق کی د جنګونو تر بایللو وروسته نور نو پر خپله پوځي ډوله بهرنۍ تګلاره اومبالغه آمیزه بین المللی پلمو جوړولو باندی له سره غور وکړی . هغوی نسي کولای چی پر نړۍ باندی د چین او جاپان څخه د پور په پیسو واک وچلوی .
د اوباما دا فیصله چی غواړی لږ شمیر امریکایی پوځیان اوکراین او عراق ته ولیږی ، د جنګ له اساسی قوانینو څخه سرغړونه ده ، یعنی : په اعظمی متمرکزه ځواک سره یو ګړندی برید کول . ډیره پریشانونکې خبره لا دا ده چی په توره بحیره کی د امریکایی سمندري پوځ ګزمې خطرناکه لمسونی دي . که باالفرض د روسیې سمندري واحدونه د « اونټاریو جهیل » ته راسي ، نو څه به کوو ؟
پر روسیه باندی د بندیزونو په خاطر د اروپایی اتحادیې ورپوری وهلو ( ټېل وهلو ) پخپله لویدیځ هیوادونه تر روسیې ډیر ځپلی دي . اروپایی اتحادیه اوس مجبوره ده چی کروندګرو او هغو صادرونکو ته پیسې ورکړی چی په روسیه کی یې تجارتونه تړل سوي دي .
نهه میاشتی مخکی د ولسمشر پوتین دغه وړاندیز چی په اوکراین کی دې یوه ټولپوښتنه وسی ، د نوموړی چټلۍ د رفع کولو یوه معقوله لاره وګرځېده او ډیره داخلی آزادي یې رامنځته کړه .
په همدې ترتیب ، د داعش په ارتباط به دا تر ټولو ښه ستراتیژي وی چی هغوی ته په بین النهرین کی ، د ترکیې په شمول د سیمه ییزو هیوادونو لخوا د دغو تازه میدان ته سوو د ټکولو او ځپلو تر وخته د واک او ځواک اجازه ورکړه سی .
خو هغه امریکایی جمهوریت غوښتونکي بازان چی عراق او افغانستان ته د امریکایی پوځیانو بیا لیږل غواړي ، باید په دغه خورا ډارونکي نمبر پوه سي : ۲۵۳۰۰۰ پخواني امریکایی پوځیان په همدغو دوو هیوادو کی د جنګونو له امله د دایمی دماغی شدید رنځ څخه ځوریږی . هغوی به د ژوند تر پایه مسلسل علاج او روغتیا پالنی ته اړتیا لری . دا لا څه ، تقریبأ اته زره امریکایی پوځیان په دې جګړو کی وژل سوي دي .
پر عراق هوایی بم ورۍ هره ورځ امریکا ته په ۷٫۵ ملیونو ډالرو تمامیږی ، یا د جون راهیسی ۵۶۲ ملیونه ډالره . دا مبلغ خو د نوبل د سولی د جایزې د ګټونکې بارک اوباما د عراق د جنګ یوه کوچنۍ برخه ده . د جورج بوش د عراق جګړې خو تر یو ټریلیون ډالرو هم زیات خوړلی دي . دا هر څه په داسی وخت کی جریان لری چی۴۴ ملیونه امریکایان هره ورځ په وړیا خیراتی خوړو سره پایی او زیربنا هم په ټوله امریکا کی له مځکی وهل سوې ده .
لکه دوی چی په « بیټی فورډ کلنیک » کی د مخدره موادو او شرابو معتادانو ته وایی چی : « فقط ووایه چی یا » [یعنی نور یې نه استعمالوم] ، نو پخپله هم باید همداسی وکړي . یا دا چی که امریکایان په رښتیا هم د مځکی پر کره باندی ډیر کوچني جنګونه غواړي ، نو باید اضافه مالیې ( ټکسونه ) هم ورکړي تر څو د دې پر ځای چی د هیواد په ملی پور کی خپل مصارف پټ کړی ، برعکس پوځیانو ته یې ورکړي .
خو امریکایان نن په دوو داسی ځایو کی په جګړو بوخت دي چی آن په نقشه کی یې هم نسي پیدا کولای ، پای