زړه می پکی وسو ټوله ځان کی پکی وسو
وسومه لمبه شوم دین ایمان می پکی وسو
ورورمی پکی وسو، تنکی ځوان می پکی وسو
زوړمی پکی وسو او ارمان می پکی وسو
ګټی نورو یو وړی د پردو پردی جګړه ده
موږه خاکستر شو خو ددوی جوړه میله ده
وینه می کباب شول او هډوکی می ایره شول
بڼ می پکی وسو او بیا بان می پکی سو
ورکه می پر ځمکه د خپلوان هدیره شول
باغ او بڼ می وسو او جهان می پکی وسو
بس ده عزیزانو نوره بس دغه جګړه ده
موږه خاکستر شو خو ددوی جوړه میله ده
ورک می ولسونه شول کلی کنډواله شوله
اوښکی دی روانی ولسونه اواره شوله
یو بل سره وژنو ټوله مځکه راته سره شوله
هر لورجنازی زما زلمیان می بیچاره شوه
مونږه سره تقسیم شو د ورور ورور ځنی ګیله ده
زموږه ختمیدل زموږ رقیبانو ته میله ده
هر لورجنازی زما تشی خاطری زما
ړنګی شوی دیری زما خاوری پرګنی زما
مړه می امیدونه شول هیلی ارمانونه شول
پاته تش یادونه شول، پاتی افسانی زما
پاڅیږی د خوبه، پر دوی لمر پر موږ لا شپه ده
موږه خاکستر شو خو ددوی جوړه میله ده
ای ساده ولسه دا تر څوبه لا خوبونه کړی
څو به خپل ځان وژنی خو د نورو صفتونه کړی
ځمکه دی طلا ده هر یو غر دی د لعلونه ډک
ته لکه سوالګر هری خندا دی امیدونه کړی
مټی دی را نغاړی، راځه خپله دا جهان جوړ کړه
وایی نوزادی راځه دا ګران افغانستان جوړه کړه