که څه هم چې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د پلېکېدو لپاره لومړۍ هڅه سردارد محمد داوود خان وکړه، کوم مهال یې چې په افغانستان کې د جمهوري نظام د رامنځتکېدو اعلان وکړ او د حکومتدارۍ په پروسه کې د ډیموکراسۍ د اساساتو څخه د ګټې اخیستنې لپاره یې کړنې په لاره واچولې، خو په ټول تاسف سره چې خونړي کمونیزم پخپل څنګ پورې یو پیاوړی دیموکرات نظام نه شو زغملی، نو ځکه یې د خپلو تاليڅټان په مرسته له منځه یوړ، خو د یادونه وړ ده، چې په ټول شهامت او میړانه سره یې د افغانستان د باتور ملت د ولسمشر په توګه خپله دنده تر سره کړه او د وطن او ملت په لار کې یې خپل ځان قربان کړ.
عموما په ورسته پاتي هېوادونو کې دا راز هڅې د ديموکراسۍ د پلېکېدو لپاره ریښتنې او اغیزمنې وې، ځکه چې خپلواکې وې، د بل په اشاره او هڅونې باندې متمرکزې نه وي، د پردیو د اهدافو لپاره ګمارل شوې نه وي، د پردیو د اهدافو تر دمخه د هېواد ملي مصلحتونه په کې نغښتي وي.
خو له بدمرغه کله چې ډیموکراسي د شعار په توګه د لوېديځ د استعماري ځواک له اړخه د ځینو مادي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په پام ونیول شي، بیا خپل ریښتنی حیثیت، مفدیت او مثمریت له لاسه ورکوي. موږ په ډېرو اسلامي او ورسته پاتې هېوادونو کې د دغه استدلال شواهد په روښانه توګه موندلی شو.
په افغانستان کې تر دریو لسیزو خونړیو جګړو وروسته، چې افغانستان په کې خپل ټول بنسټونه له لاسه ورکړل او د حکومتدارۍ تول سیستم او نظام له منځه ولاړ، د ډیموکراسۍ د پلېکېدو لپاره د جرمني هېواد د بون په ښار کې یوه لوی تېروتنه وشوه، کوم مهال چې د ډيموکراسۍ تر شعار لاندې د امتیاز او مصلحت پر اساس حکومت را منځ ته شو، د افغانستان ځینې سیاسی او نظامي حرکتونه او ګوندونه د ځینو نیوکو پر بنسټ ترې بهر پاتې شول او حکومت د ځینو هغو سیاسي او نظامي ځواکونه څخه د امتیاز او مصلحت پر اساس را منځ ته شو، چې د طالبانو د نظام پر راپرزولو کې د امریکا او د لوېديخ د استعماري ځواک سره یې په یوه ډول نه یوه ډول مرسته کړې وه.
له هماغه مهاله د افغانستان حکومت او سیاسي واک د ځینو کړیو په منګولو کې ښکیل شو، او را منځته شوي حکومت و نه شوکولای، چې د نوموړو کړیو له منګولو څخه ځان وژغوري او د ډیموکراسۍ بهیر په افغانستان کې د سمون لور ته په حرکت کې شي.
دلته اړینه ده، چې څرګنده کړو، چې دا تېروتنه د دیموکراسۍ د تمثیل لپاره په افغانستان کې په خپله د ديموکراسۍ ټېکدارانو ( استعماري ځواک) وکړه، چې په افغانستان کې يې نوموړی تهداب ګوږ کېښود او بیا د خینو دلایلو پر بنسټ څرګنده کوو چې دا تېروتنه پلان شوې وه او همدا یو لوی دلیل دی، چې لوېدیځ هر کله د ډیموکراسۍ د پلېکېدو په هکله ریښتنی نه دی پاتې شوی. الجزایر، تونس، ترکیه، مصر، یمن ...هېوادونه د بیلګې په توګه یادولی شو. ديموکراسي د شعار په توګه د خپلو مادي مصلحتونو د خوندیتوب لپاره ګماري، خو په حقیقت کې هغه حقوق چې د ډیموکراسۍ د ارزښتونو پر اساس خپلو ولسونو او وګړو ته ورکوي، هغه په اسلامي هېوادونو او ورسته پاتې هېوادنو کې پر ولسونو او وګړو نه لوروي. د دغه استدلال لپاره شواهد په اسلامي نړۍ او وروسته پاتې هېوادونو کې بې شمېره دي، خو موږ به د دغې حقیقت د موندلو لپاره په افغانستان کې د وروستیو ټاکنو د بهیر سره لږ تم شو.
حقیقت دا دی، چې په ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو کې منځلارو اسلامی خوځښتونه د استعماري ځواک سره د لوبې په څرنګوالی پوهېدلي، له کوم مهاله چې منځلارو اسلامي خوځښتونو د استعماري ځواک سره د دوی د اصولو سره سم د لوبې ډګر ته ور ووتل او استعماري ځواک یې د خپلو اصولو او ارزښتونو( دډېموکراسي) پر بنسټ له ژورې ماتې سره مخ کړ، نو بې ځنډه په لټه کې شول تر څو د لوبې اصلو ته بدلون ورکړي، او د یوه نوې تکتیک پر بنسټ لوبه پر مخ یوسي.
په افغانستان کې هم چې کله افغانانو په خپله پرېکړه وکړه او په دې باور را ووتل تر څو د ډیموکراسۍ بهیر په افغانستان کې سم کړي، لوبه پخپله په لاس کې واخلي، نو هغه هېوادونو چې د افغانستان په سیاسي کشاله کې ښکيل دي، په دې لټه کې شول تر څو د لوبې اصول بدل کړي او په پای کې د افغانستان سیاسي برخلیک داسې لور ته سوق کړي، چې د دوی مادي او استراتیژیک مصلحتونه پکې خوندي پاتي شي.
که یوه لور ته د افغانستان کړېدلی ملت د جګړو د نړونکو پایلو سره لاس او ګریوان دی؛ خو بل لور ته د دغه بدمرغه کړکیچ څخه د وتلو لپاره د جګړو د نمایشی بدیل " دیموکراسۍ" سره هم لاس او منګولې نرموې او د نوموړې مکرجنې "دیموکراسۍ" سره چې د افغانستان دښمنانو د افغانستان د کړېدلي ملت د غولونې لپاره غوره کړې ده، د راکړې ورکړې په پایله کې د افغانستان د سرلوړی ملت سیاسی شعور او پوهه دومره لوړه شوې، چې ډېر په روښانه توګه په دې پوهېدلی، چې د خپل ځان د ژغورلو لپاره باید د رېښتنې" دیموکراسۍ" د پروسې سره سم خپله رایه وکاروي، خپله رایه د امتیاز ورکولو او مصلحت پاللو لپاره نه بلکې د برنامې لپاره وکاروي، د افغانستان د هر اړخیزې پراختیا لپاره، نو ځکه ټول راووتل او د خپلې ارادې د تمثیل لپاره يې په پراخه کچه رایه وکاروله، په داسې سیمو کې چې ښخینه وګړي د ډېر شدید اړتیا څخه پرته له کورونو څخه نه وځي، ښځینه وګړي په پراخه کچه د رایه اچونې لپاره ووتل، تر څو د افغانستان په سیاسي چاپیریال کې هغه بدلون را منځه ته کړي، کوم چې د افغانستان د کړېدلي ملت راتلونکي د مصلحت نه لېري ، تضمینوالی شي، تر څو خپل برخلیک د رېښتنې "ډېموکراسۍ" د معاصر اصولو سره سم په خپل لاس وټاکي، ټول شته ګواښونه یې و منل او نړۍ ته یې دا پيغام په ذغرده ورکړ، چې افغان ملت یو متمدن ملت دی، که د تورې شرنګ یې د نړۍ تر ګوټ ګوټ رسېدلی، نو د قلم، معرفت، علم او پوهې ...په ډګر کې هم تر هیچا کم نه دی، خو بنسټيزه ستونزه بیا هم دا ده، چې نوموړی ملت د داسې سیاسي مشرتابه او بهرنيو استخبارتي دسيسو سره مخ دی، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د دوی په برخلیک لوبې کوي.
اوس که افغانانو په ټول صداقت سره دډیموکراسۍ د پلېکېدو په لار کې سزښندنې ته چمتو شول او ټول ګواښونه او کړاونه یې و زغمل او راووتل خپله رایه یې د خپل سیاسي برخلیک لپاره استعمال کړه، نو هرو مرو به د خپلې رایه د سرنوشت د ټاکلو په انتظار وي. که هغه بهرني او کورني بنسټونه چې د ټاکنو د پایلو د اعلانولو څخه مسؤول دي او د قانون پر بنسټ راتلونکې حکومت ته د خلکو د رایو پر بنسټ مشروعیت ورکوي، له خپل مسؤولیت څخه سرغړونه وکړي او د قانون د روحیې څخه خلاف د ټاکنو د پایلو د اعلان څخه دمخه د کوم سیاسي جوړجاړي په نتیجه کې کوم حکومت اعلان شي نو دا به د ډیموکراسۍ د پلېکېدو په لار کې ډېر ستر ګواښ وي، دا به د ملت له ارادې سره ستره جفا وي، دا به د یوه غیر منسجم او ضعیف حکومت لپاره لار هوارول وي، چې د وظایفو په اجرا کې به هره ورځ تکر را منځه ته کېږي.
که د ټاکنو پايلې د ټولو جزئياتو سره ملت ته اعلان نه شي، په افغانستان کې به پخپله د ډيموکراسۍ پلويان د ډيموکراسۍ پر تابوت باندې وروستي ميخ وټکوي. بيا به افغانان هيڅکله د ډيموکراسۍ پر ارزښتونو اعتماد و نه کړي، بيا به هيڅکله افغانان په هېواد کې د سياسي زعامت د ټاکلو لپاره د ديموکراسۍ پر پروسه (انتخابات) باندې تکيه و نه کړي، بيا به هيڅکله افغانان پر خپل سیاسي زعامت باندې باور ونه لري.
که ملت د ډیموکراسۍ لوبه درک کړې او پرې پوهېدلي دي، هيله ده، چې سیاسي زعامت هم په دې اړه خپل مسؤولیت په ټوله امانت دارۍ سره ادا کړي.
که د نوماندانو تر منځ د هیڅ ډول توافق څرک نه ليدل کېږي، او هره ورځ د یوه او بل په دروازه کې ولاړ وي، بیا دا ښه ده، چې دا دوره په افغانستان کې د سیاسي آزموینې د دوره په توګه اعلان او هر نوماند په مستقلانه توګه دوه دوه کاله حکومت وچلوي، افغان ولس ته به خپله وړتیا ثابته کړي، د دوه کلونو په موده کې چې هر نوماند ښه حکومتداري لرله په طبیعي ډول به بیا د ملت اعتماد خپل کړي.
د افغانستان کړېدلي ملت نور دا وضعیت نه شي زغملي، او د خپلو مشرانو څخه د ترحم او زړه سوي تمه کوي، چې پر خپل هېواد ورحمېږي، د بهرنیو د دسیسو ښکار نه شي، د پردیو په سیالۍ کې خپل ملت ونه کړوي. پای