مار چيچل (Snake bite) اوليه مرسته او د ناروغ درملنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61347
ژباړه: منصور فرزان
دخبریدو نیټه : 2014-09-20


 اوله برخه


هر کال په نړۍ کي د پنځوس زره څخه تر يو لک انسانان د زهري مارانو د چيچلو له کبله خپل ژوند د لاسه ورکوي، په دې کسانو کي ډير هغه کسان دي چي په زراعت او ښکار بوخت وي.
د مار چيچنې ډيري پيښي په ګرم موسم او استوايي هيوادونو کي رامنځته کيږي او هر کال د امريکا په متحده ايالاتو کي تقريباً اتيا زره پيښي رامنځته کيږي چي لدې جملي څخه په اوسط ډول شپږ نفره خپل ژوند د لاسه ورکوي.
زهري ماران مختلف ډولونه لري چي لدې جملې څخه Pit Viper ماران، Coral ماران او داسي نور ډولونه دي چي هره ډله يې ځانته ځانګړتياوي او د زهرو مختلف تاثرات لري.
د Pit Viper مارانو د کورنۍ مهم زهري مار Rattle د په نوم ياديږي چي مثلث شکله سر، بيضوي سترګي او د حرارت حس کوونکي دوه غړي، او د خولې په لوړه زامه کي دوه زهر پيچکاري کوونکي نېښونه لري.
Coral ماران پر خپل پوست باندي توري، ژېړي او سرې پټې لري، خو غير زهري ماران ګرد سر، ګردۍ سترګي او په خوله کي د زهري مارانو په څېر دوه نېښونه نلري همدارنګه د غير زهري مارانو هغه قسمت چي په ځمکه کشيږي د پښتو حساب د اته ( ٨ ) شکله جوړښتونه لري.


د مار د زهرو ځانګړتياوي (Toxicology):

د مار زهر مغلق کيمياوي جوړښتونه لري چي ډير پيپټايډونه (Peptides) او انزايمونه پکښي موجود دي، Peptides د اوعيو (رګونو) Endothelium تخريبوي، د شعريه عروقو نفوذيه قابليت زياتوي چي پدې ترتيب د اذيما او Hypovolumic shock سبب کيږي.
د انزايمونو له جملې څخه Protease او L-amino acid oxidase د نسجي نيکروز سبب کيږي.
Hyaluronidase په انساجو کي د زهرو خپريدل اسانه کوي او Phospholipase A2 د ويني سره کرويات او عضلاتي حجرات تخريبوي او همدارنګه نور انزايمونه عبارت دي له Endonuclease، Acid phosphatase، Cholinesterase، او Alkaline phosphatase.
نوموړي انزايمونه ددې تر څنګ چي موضوعي نسجي تخريبات رامنځته کوي، د زړه او د رګونو په سيستم، تنفسي او عصبي سيستمونو باندي ډير بد تاثرات لري.
د زهرو نور اجزاوي د ويني د لخطه کيدلو ګډوډۍ، د دمويه صفحاتو د دندي خرابوالى، د اوعيو تخريب چي د خونريزي سبب کيږي، Fibrinolysis او Thrombotic squelae پيدا کوي.
د ناروغ اعراض او علايم:
 (لومړى) موضوعي اعراض:
تقريباً 20% د Pit viper مارانو چيچل بغير له زهرو څخه وي چي دې حالت ته وچ چيچل ويل کيږي. پدې حالت کي دناروغ چيچل سوى ځاي د نېښونو په واسطه سورى سوى وي او يا څيري سوي وي او په لږ اندازه درد لري برعکس که چيري زهر داخل سوي وي نوموړي ځاي سوځيدونکي درد لري چي د چيچل کيدو څخه څو دقيقي وروسته رامنځته کيږي، په تعقيب يې پړسوب او سوروالى پيدا کيږي. د څو ساعتونو په جريان کي پړسوب نور هم پر مختګ کوي او په هغه قسمت کي وينه ورکوونکي تڼاکي او Echymosis را څرګنديږي.
پدې ډول پيښو کي لمفاوي سيستم معمولاً دخيل وي چي د Lymphangitis او Lymphadenopathy سبب کيږي. که چيري درملنه نيمګړې او يا وځنډول سي د شديد نسجي نيکروز سبب کيږي.

د زهرو سيستميک تاثر:
کيداي سي ناروغ د جسمي کمزورۍ، زړه بدوالي، استفراقات، د خولې د شاوخوا مېږي مېږي کيدل (Parasthesia)، په خوله کي د اوسپي د مزې او د عضلاتو د شخوالى څخه شکايت وکړي. همدارنګه د شعريه عروقو څخه پراخ ليکاژ او شاک هم رامنځته کيداي سي.
خو د مار چيچنې په شديدو پيښو کي د يوه ساعت په جريان کي د ويني د لخطه کيدلو ستونزي (Coagulopathy) رامنځته کيږي چي ددې ناروغانو د وجود په هره اناټوميکه برخه کي خپل سرې وينه بهيدنه رامنځته کيږي خو کلينيکي اهميت نلري.
د پښتورګو بيړنۍ عدم کفايه چي علت يې Nephrotoxins، Circulatory colapse، Myoglobinuria او Consumptive coagulopathy رامنځته کيداي سي.
هغه بې نظمۍ چي په لابراتواري معايناتو کي ښودل کيږي عبارت دي له:
Hypofibrinogenemia.
 Prolonged thrombin and partial thrombocytopenia.
 Thrombocytopenia.
 Increased Fibrin split products.
 Elevated Creatinine and creatine phosphokinase.
 Proteinuria and Hematuria.
 Anemia/Hemoconcentration.
د Pit viper مارانو برعکس د Coral مارانو زهر Neurotoxic دي چي پر عصبي حجراتو باندي زهري خاصيت لري.
د Coral مارانو د چيچنې له کبله موضوعي زخم معمولاً لږ او يا هېڅ موجود نه وي او د زهرو سيستميک تاثر عبارت دي د قحفي ازواجو د دندو خرابوالى او د عميقو وترونو (Tendons) د Reflexes لمنځه تلل، شايد د څو ساعتونو په موده کي د تنفسي سيستم د فعاليت کميدل يا فلجيدل را څرګند سي.
د چيچل سوي ناروغ سره اوليه مرسته:
1. د ناروغ سره اوليه کومک بايد ژر تر ژره ترسره سي يعني ناروغ بايد د خطر له ساحې څخه يو مناسب ځاي ته د استراحت لپاره انتقال سي.
2. زخم بايد پاک، اړوند طرف بايد بې حرکته کړل سي او د زړه د سويې (Level) سره برابر کړل سي.
3. د يخ په واسطه د زخم ټکور کول، د زخم څيرل او ځبيښل، د سخت تورنيکيټ استعمال، او يا برقي شاټ ورکول ډير خطرناک کارونه دي چي بايد ور څخه ډډه وسي، که څه هم پخوا به د زخم څخه د زهرو د رايستلو لپاره له پيچکاري ډوله Suction څخه استفاده کيدله خو اوس بايد د نوموړو کارونو څخه جداً ډډه وسي ځکه ددې کړنو د ګټو په اړه تر اوسه هيڅ شواهد نسته خو خطـــر يې ډير دى.
4. که چيري يو شخص د يو لوي او خظرناک Pit viper مار په واسطه وچيچل سي نو پدې حالت کي کولاي سو چي يوازي د لمفاتيک او وريدي جريان د بندولو لپاره د يو تورنيکيټ څخه پداسي ډول استفاده وکړو چي د مربوطه طرف شرياني دوران بند نه سي دا کار دا هغه وخت ګټور دي چي د مار چيچنې څخه يو ساعت زيات وخت نه وي تېر سوي. او ناروغ بايد هر څومره ژر روغتون انتقال سي.
د امريکا په متحده ايالاتو کي د Pit viper مارانو چيچني ډير وختونه موضوعي انساج زيانمن کوي او د ناروغ ژوند ته دومره خطر نه رسوي.

په روغتون کي د ناروغ درملنه (Hospital management):
د ناروغ په درملنه کي د مار رنګ، ډول، اندازه او داسي نور بايد ښه وپيژندل سي او يا که مار وژل سوي وي نو بايد په احتياط سره روغتون يوړل سي ځکه دا کار د درملنې په انتخاب کي ډيره مرسته کوي.
د ناروغ څخه بايد بيړنۍ او پوره تاريخچه او د مار د پيژندګلوي معلومات واخستل سي.
د ناروغ په فزيکي معاينه کي بايد حياتي علايم په ډير دقت سره وڅارل سي همدارنګه د زړه، سږو او عصبي فعاليت او حالت بايد تر جدي څارني لاندي وي.

مهم لابراتواري معاينات چي بايد اجرا سي عبارت دي له:
Complete blood count (CBC).
 Coagulation studies (Thrombin time, Partial prothrombin time, Fibrin degradation products)
 Fibrinogen level.
 Electrolytes.
 Urinalysis.
 Creatinine.
 Blood urea nitrogen.
 Creatine Phosphokinase.
د Coral مار په واسطه چيچل سوي ناروغ ته هيڅ لابراتواري معاينات لازم ندي.صرف هغه ناروغان چي عمر يې زيات وي او شديد مسموم سوي وي د هغوي لپاره Chest radiology او ECG لازمه وي.
که يو شخص د Pit viper مار تر چيچلو شپږ ساعته وروسته يا د Coral مار تر چيچلو 24 ساعته وروسته هم اعراض او علايم ونلري پداسي حال کي چي لابراتواري معاينات هم نورمال وي نو کيداي سي چي شخص له روغتون څخه رخصت سي.
ټول هغه ناروغان چي په زهرو مسموم سوي وي په روغتون کي تر 24 ساعتونو پوري تر څارنې لاندي نيول کيږي.
ماخذ:
Sabiston Textbook of Surgery (TOWNSEND) 17th Edition
 Chapter 23rd (Bites and Stings)
 Pages 597 - 600