چي په نظرکي دي موږ هېرپاته یو
ورانه دُنیا؛ نو، نوره مه راکوه
بالښت مي هرسهارپه اوښکو لوند وي
تر دې ژړا؛ نو، نوره مه راکوه
تا سزاوار؛ نړۍ ته وشړلو
د اور سزا نو؛ نوره مه راکوه
د زړه د ټپ ټکور ته لاس نه پرېږدي
داسي حیا، نو؛ نوره مه راکوه
چي له داغونو یې تر شپو تښتېدو
هغه رڼا؛ نو ، نوره مه راکوه
که مو مخونه ستا له دره اوړي
کښلو ته ؛ سا ، نو، نوره مه راکوه
د طبیعت د تمسخُر موسم کي
پر موږ خندا؛ نو، نوره مه راکوه
هارون د کومي څړیکي درد وژاړي؟
چي خدایه دا؛ نو، نوره مه راکوه.
۱۵-۰۹- ۲۰۱۴
پنجاپ پوهنتون
چانډیګړ - هندوستان