سعدالدين شپون - امريکا
( د ښکلا مجلې د پرله پسې اتلسمي ګڼي څخه )
ابرا هیم خلیل په کابل کې د فارسي ژبې یو منل شوی نا ظم و. دده لویه مشغو لا، او هم یې د روزۍسوړه دشنا ختو د نظمو نو لیکل وو. وایي چې نظمو نه یې تیار لیکلي لرل، صرف د مړي د نا مه ځای یې تش و.چې به کلبي و مړ یا مقصود ، نو وربه غلل ، دده نوم او شغل او عمر به بې ورته بیان کړل، په بله ورځ به نظم تیار و. څه داسې به و، لکه : کلبي ولد مقصود ، عمرش بشما بخشود او بنده ی اېزد بود ، نې سامري و نمرود . تاریخ وفاتش بود. هاتف ولد ممدود . نو بیا یې همدا نظم په شناختې لیکل کېده. افغانان یې د ځان پورې وایي چې په دوی کې ښه ژوندی اوبد مړی نشته. نو چې څوک داسې سړی مړ شي ،چې په ژوندوني یې نوم په نیکۍ نه وي یاد شوی،او په هما غه ورځ یو بل سړی چې مېږی یې تر پښو لاندې نه وي ازار شوی هم سا ور کړي، ددواړو نو مو نه په نېکۍ یاېږي. عوام خو دا کوي او دا به سړی و مني چې دا نا ځواني ده چې دداسې یوه سړي بد وویل شي چې دځان ددفاع جو گه نه دی، خو چې لیکوال د خپل هرمړ شوي سیال په باب د ځانه ابراهیم خلیل جو ړوي نو بې خونده شي. لویه بې خوندي داده چې دمړه بنیادم د ژوند وني د وخت شخصیت او ځانگړتیا هم خاورې شي. نو خپلو یارا نو ته سوال کوم چې د مړو او هم ژوندو سوانح مه پلپوټوئ، د یوه کس داسې مه لیکئ چې د بل فوټو کا پي وي. خدای پاک بنیادمان) په جو سه او کړو وړو کې( متفاوت خلق کړي او هیڅ یو د بل کاپي نه دی. نو تا سو ورته ځا نو نه مه ابراهیم خلیل کوئ . د هر یوه د ژوند او کار نا مو انځور داسې و کړئ چې د بل نه یې فرق و شي.د بنیادم د ژوند ښکلا هم په همدې رنگینۍ کې ده. یو لوړ دی ،بل سخوټ. یو په صورت ښکلی دی ، بل بدرنگه، یو شعر وایي، بل معر. همداسې هم، ټو لې ، دزیار په وینا،ټولې ښې تانې ، په یوه کس کې مه غواړئ، ما نا سپیتا نې یې مه هېروئ. کیسې به ښې لیکي خو په سلوک کې نا شو لته دی. رشوت به ډېر اخلي خو په مېلمه د ځان غوښې خوري.
ددغې سریزې په رڼا کې به زه د یوه افغان د ژوند د پېښو هغه برخه تا سو ته بیان کړم چې زه ترې خبر یم.
حبیب الله تږی په هما غه ورځ مړ شو چې زه د وطن نه په رخصتۍ امریکې ته ورسېدم. چا را ته د امریکا غږ نه په تلفون کې د ستړې مشۍ نه سمدلا سه پس دا بدزیری را کړ .همداسې د سفر په گونځې دریشي کې،ستړی ستو مانه ور روان شوم. مېرمن او لور یې د چو ترې نه کوز ولاړ، تابوت د صفې په سر پروت و.د وطن په شان د اغزنو او زږو لرگو نه و چې یو یوې خوا ، بل بل اړخ ته دوه نور په سر او لاندې د لرگو په مېخ په بیړه سپرخی شوی وي. دا د سرو څېړیو نه جوړ کنده کاري شوی ، ښوی تا بوت و چې پړکا یې ختله . و چې ور وختم عجیبه نا آشنا صحنه مې ولېده. ږیره صفا خرییلې، ستر گې پټې، ، لاسو نه ،لکه په ملاستې چې لمونځ کوي د نا مه په غوټۍ را کوړې. یو څه ترخه مو سکا مې تر شونډو شوه ، ځکه چې تږی ما هېڅکله په لمانځه نه و لېدلی. غو مبوري یې له اندازې زیات ډډو زما خیال دی چې د ما لو چو نوالې یې په واښکو ور منډلې وې چې مخ چاغ، ټنډ غومبوری ښکاره شي. تر هر شي نا آشنا دا چې دریشي کړی او نکټای اچولی و. تږیه داسې خو مې نه وای لېدلی. نور ورته ټینگ نه شوم، کور والا ته، د خواخوږۍ د مو سکا سره ترې روان شوم.
تږی قریب نیمه پېړۍ د پېښوریا نو په وینا، زما واقف پاتې شوی و. یار مې نه و، دوست مې نه و ، بلکه زه او دی، تقریبا، لکه مار او ویلنی، یو په بل تپل شوي وو. په پو هنځي کې ، په پښتو ټو لنه کې او لسیزې پس په امریکا غږ کې سره یوځا ی وو. نه دده خو ښېدم او نه زما ور سره جو ړه وه. په پښتو ټو لنه کې به ده زه لیونی بللم او ما به دی شیطان.په امریکا غږ کې به ده نا لوستی بللم او ما خدای خبر څه.ده به ویل ، شپون متن نه تر جمه کوي، بلکه د ځانه حاشیه پر لیکي . ما به دده پورې ویل ،چې عربي توری مو مي پښتو نه کاروي. اوس چې دسړو اسوېلو سره فکر ورته کوم، دغسې وړې وړې سکو نډارې زموږ د اړیکو مالگه وه.تږی په پوهنځي کې ، انقلابی کیڼلاسی و .دببرک سره چې لا کار مل شوی نه و،او دهغه د خپلوان سره چې په کا کا جېلاني مشهور و نا سته پاسته وه. د تقي اراني او کارل مارکس کتا بونه یې په ترخ کې گرځول او د سلیمان لایق سره یې ،چې هغه وخت انقلابي مسلمان و او د همده په شان خو له ور و، تاوده بحثو نه راتلل.تږي په پو هنتون کې ځانله ډله لرله چې بنډارونه یې ور سره کول.د رحیم الهام او نگهت سعیدي سره چې دواړه ورسته پو هاندۍ ته ورسېدل او پرو سږ، په امریکا کې یوپه بل پسې جوخت مړه شول، هم صنفی و.عچیبه ده. درې همصنفیان پرله پسې مري.
تږی زبردست لیکوا ل و، خو ارمان چې لاره یې سیاست ، ژبپوهنې او د کور جوړو لو ته نه وای کږه کړې. د جړ وربل په نا مه لنډې کېسې یې د پښتو د نثر لیکنې د کال جا یزه و گټله ، خو بیا یې هېڅ بې هېڅه ژبپوهنې ته مخه کړه. د پېښویو لیکوال و چې وروسته بیا کابل ته را غی او د قبا یلو د ریاست په مېلمستون کې اوسېده، حسین بخش کو ثر نو مېده، غوړیا خېل و، هغه د ژبپوهنې په باب یوه وړو کې رسا له لیکلې وه چې د پښتنو
بني اسراییلیتوب یې رد کړی او پښتو یې نه سامي ، نه حا مي ، بلکه د اوستا او سانسکرېت تر کیب بللی و.بس نو تږي ته خدای ور کړه او د کوثر نه یې د پښتو ژبپوهنې پنډت جوړ کړ. تږی هم زما په شان یو ستوی و، په یوه وخت کې به یې د مو ضوع یو اړخ لېده او دنورو پروا یې نه کوله . هسې هم کیڼ لاسی و، نو اوس یې کوثر تبر ته لاستی ور کړ چې پښتود عربۍ نه بالکل خلاصه کړي پس له دې دتږي ټولې مقالې په همدې ټکي څرخېدې چې څنگه پښتو دسا میت نه آریا یت ته کړي. په دې وخت نو تږی د پو هنځي نه فارغ او د پښتو ټولنې غړی و.
دخدای کړه و، په همدې وخت کې تږی او الهام دواړه په ژبپو هنه کې د لوړو زده کړو د پاره امریکا ته، دواړه د مشیگان ان آربر ته لاړل، بیا نو کال ته زه هم په یوه سکا لر شپ امریکا ته را غلم. چې ستون شو ، سړی په بله اوښتی و. نور نو کیڼ لاسی نه و او نه یې لیکنې مارکسستي وې.
پښتو ټولنې ته ددویم ځلی راتگ نه وروسته سړی بدل و، در سته ورځ به ناست و، ساړه اسویلي به یې اېستل ،چې ما به پوښتنه ترې کو له، ده به ویل شپنه سر مه پسې خوږوه، ورسره به یې دا پاړسی فرد وایه: ماهم از دست رد خود، چیزها بخشیده یېم. پوه شوم چې سړی په کومې شین سترگې مین شوی دی. همداسې هم و چې بیا یې واده ورسره و کړ . دهمدې کا لونو یوه خا طره مې په یاد ده. با چا خان او اودل صمد خان پښتو ټولنې ته راغلي وو. صمدخان چې اوس هم یادوم، نو ملایکه را یاده شي، سپینې جا مې، سپینه ږیره، سپین مخ . موږ ترې د سیا سي تبلیغ تمه لرله، او زړو نه مو تخ نخ کېدل چې یوځل بیا د با چاخان په، دزیار په وینا، شتون کې، دده له خولې، هما غه مشهوره خبره واوژو چې “ با چا خان شف شف وایي خو شلتا لو )شفتا لو( نه وایي”، خو ده توره دړه راو غو ښته او هلته یې په تبا شیر د پښتو رسم الخط ، چې ده خپله جوړ کړی و لیکه او دهر توري چې ده لیکه ، دلایل یې ویل.ده به ښځه، ښه ځه او د واول په ځای ه ، ی او الف لیکه. خپل نوم یې، خدای مې دې غاړه نه نیسي، اودل صمد لیکه که اودل سمد. ور پسې د با چا خان د خبرو نو بت شو . با چا خان کمې خبرې کولې، په پښتو ژبه نه بلکه په پښتنو او ددوی په شعور یو څه و غږېد، نور غلی شو. بیا نو د پښتو ټو لنې غړو ته خدای ور کړه،خپل مینځي بحثونه او جنجال دومره زیات شو چې نور با چا خان او اودل صمد خان هېر وو، چا د خبرو مو قع نه ور کوله. په همدې وخت کې تږی پاڅېد اوپه لوړ، پارېدلي غږ یې وویل، “ اغیار په موږ پورې رښتیا وایي چې پښتا نه بې ادبه
قام دی. د با چا خان او صمدخان غو ندې مشران دلته ناست دي او موږ په بې حیا یۍ پخپلو مینځو کې شور بگت جوړ کړی دی او په گستاخۍ سره ددې په ځای چې ددوی ارشارد ته غوږ شو، انډو خر مو جوړ کړی دی. د تږي دخبرو سره په سالون خا مو شي را غله . بېنوا، رشتین ، خادم او لنډه دا چې د پښتو ژبې زیاتره مشران را ټول وو . هېچا زړه ونه کړ چې د تږي ځواب ووایي.
تږی د پښتنو د قضاوت په کچه د هما غه اول نه یو ښکلی هلک و او تر آخره ښایسته پاتې و. په ونه تر اوسط نه لوړ، ځر ز ې سړي خورې سترگې، یوه مر موزه موسکا په شو نډو، لکه چی مخا طب ته وايي، زه پو هېږم چې څه دې زړه کې دي. ما تل مې ورته ویل تا په همدې مو سکا خلک تېر ایستلي.غاښو نه یې تر آخره لکه د مرغلرو لړ، جوسر او سپین.
پا ړسي یې ویله که انگلیسي، هماغه د کلي د پښتو زیږ خج یا اکسنټ په کې له ورا یه ښکارېده. دفارسي “بلکه” ته یې بل که)لکه ولکه( ویل. ع او ح یې د کلي د ملا په شان حلقي تلفظ کول او کله کله به یې د” مه گفتم” په ځای “ما گفتیم” ویل .
تږی په اکاډمیک ډگرکې پو هاندو،د ما سټرۍ نه خو یې زه خبر یم. ځینو لا ورسره ډاکټری هم تبی کو له، خو په خپله یې ځانته ډاکټر نه وایه، او نه یې نور القاب حتی پوهاندي په نورو زباتله. دا بد عادت د هند د وچې نه راغلی او، د تږي په وینا، د پښتنو د درنښت سره نه لگي. دهند خبرې، د تږي یوه بله کیسه را یاده کړه.
په امریکا غږ کې یو پېښوری هم وو. یوه ورځ د نواز شریف خبر را غی چې د افغانستان په باب یې څه ویلي وو. تږي هغه تر جمه کاوه او د ځانه سر ه لگیاو ښکنځلې یې کولې، “ دده دین د پلار څه و څه کړي ، ددې وندو پدرنالت) تږي به هندو ته ووندو ویل(. پېښوري لالا ورباندې غږ کړ، “ تږی صیب، دا څه څه وایې؟ دمسلمان نه هندو جوړوې؟” تږي وویل، لالا، بښنه غواړم، یو به په وروڼو کې نفاق نه را ولې، ددوی دین د پلار څه و څه کړي، چې د اباسیند نه پورې غاړه وي، ټول ووندوان دي.”
د تږي خا طرې به په خپلو څو اندېښنو ختمې کړم.
په دغو کې لو یه دا چې که تږي د جړوربل سلسله نه وای پرېښی، زما په اټکل به د پښتو دداستان لیکو نکو په سر سړیو کې شما ر و. ډېر ور لنډ شوی، په درشل یې ولاړو، بس یو کنډو قدرې لار پاتې وه جې زموږ د ادب مشال شي. خو ژبپو هنې ته یې لار کږه کړه. بنیادمان همداسې وي،ښه په دمه کې روان وي، وروستي تلاش ته یې واڼۍ سستې شي، توره ډال کېږدي. د تږي یو کمال داو چې پښتو جملې یې بې چو خسه وې، چې حتی زیار چې په پوزه مچ نه پرېږدي د تږي په گرامر اقرار کوي. تږي په امریکا کې د پښتو په ژبې، گرامر او د پښتنو په تاریخ ، کافي مقالې، رسالې او کتا بو نه لیکلي دي. انگلیسي ژبو ته د پښتو د زده کړې مروج کتا بو نه هم زیاتره د تږي دي. هغه ورځ چاویل چې د تږي گرامر نیمگړی او نا سم دی. ماویل، “ څه پوه شوې؟” ده ویل چې امریکایي شا گردا نو ته پښتو ور ښیم او د همدې گرامر نه کار اخلم. تږی رایاد شو چې یوه سړي سره یې بحث و. هغه ښاغلي په پټه خزانه کې، د را غلو نظمو نو په تاریخي اهمیت یوه اوږده تحلیلي رساله هم لیکلې وه اوعلمي رتبه یې هم پرې اخیستې وه، خو اوس یې د پټې خزانې په باب شکو نه ښودل. نو تږی چې یو څه ، بلکه ډېر، رډ گویه و، دا پښتو متل ورته تېر کړ چې “ وراغ ...خوری، مښو که څڼي” نو اوس دغه امریکایي افغان هم امریکا یا نو ته د تږي د کتاب له مخې درس ور کاوه او هم یې غلط باله.پرون زما یار، متین سرباز چې په ویرجنیا کې ټکسي چلوي په تلفون کې وویل چې په فاتحه کې یوه لیکوال دتږي پورې ویل چې هغه خپله هغه کتابچه لرې غوځولې وه چې د افغانانو د تلفون دنمبرې په کې وې . سرباز ویل چې په ما د لیکوال دا خبره بده ولگېده چې په ژوندوني یې یارانه ور سره وه ،اوس یې بد ویل. نو مې ورته وویل، که ټول افغانان ستا په شان وي، تږي د سړو کار کړی دی.
اوس چې دطا لبانو او القا عده له برکته یوشمېر افغانان په امریکا کې له وزگارۍ بچ شوي ،ټول یې دتږي پوروړي دي.
د )نر کیشکر( په نا مه زماد یوې لنډې کیسې مفکوره هم د تږي ده. فرق دادی چې تږي را ته تېره کړه، ما ولیکله. یوه بله یې هم راته کړې،خو تر اوسه مې نه ده لیکلې، چې دده کوم بوډا کلیوال، په اول ځل،د شېوه کیو نه کابل ته راغلی او دچا نه یې پوښتلي وو چې “ هغه گوډ اودرامان لا هم با چا دی؟” مقصد یې امیر عبدالرحمن خان و.
یوه بله یې د یوه تکړه پښتو نستاني، انوارالحق گران وه چې کابل ته را غلی او د حکو مت مېلمه و. دا د تږي د فا کو لتې د وخت خبره ده چې د پښتو نستان آوازه تاوده وه اوحکو مت په پټه د پښتنو مشران کابل ته بلل ،عزتو نه یې ور کول او بیایې په کابل رادیو کې مره کې ورسره کولې. تږی وایي، “ موږ په لیلیه
) هاسټل( کې د شپې خبر شوو چې وتلی پښتو نستانی مبارز راغلی، د کابل هوټل کې یې ور له ځای ور کړی. نو سهاردوخته ، بې سبناري، یوه ډله ملگري ورغلو. چې کوټې ته ور ننه وتلو، نو سپین سری گران صیب مو ولېد چې دسبناري په خوړلو لگیا و. لاسو نه مو ورله ښکولول خو ده چپ لاس را وړاندې کړ ، په هغه بل یې پراټې خوړلې. موږ یو څه خجا لته شوو چې په بد وخت ور پېښ شوي وو. نو لږ لرې ورته په ادب منتظر کښېنا ستو. ښایسته، ږیر خرېیلی،سور مخ ، ښایسته پښتني پوزه... وروسته تر پراټو، د پیر وي او شا تووارو ور سره د سخي کبا بو وار راغی چې گران صیب برید پرې خښ کړ. موږ غلي ناست و ، هغه هم څه نه ویل، نوالې وې چې وهلې یې. چې دا خلاص شو، نو پېشخدمت ، د تاودې ډوډۍ سره د سر ښوروا راوړه . گران صیب په هغې لگیا شو. داسې شیان په مېز و اوڼل شول چې زموږ ناړې ورته بهېدې او کو لمې مو کرت وې. تر ښورا وروسته فالوده را غله او بیا نو د شودو چای د بسکېټو سره. په دې نیم ساعت کې چې گران صیب په خوراک بوخت و،زموږ سره خبرې خو څه کوې، لږ تر لږه را ته کتل یې هم نه، لکه چې موږ هډو موجود نه وو. چې هر څه ختم شو نو د خوب خونې ته ننه ووت، شېبه پس دریشي کړی بهر را ووت او ساعت ته یې کتل. په همدې وخت کې د قبایلوچارواکی، ارسلان سلیمي را ننه ووت او له چسپې برگړندۍ پس دواړه بهر ووتل. موږ بېنوا لیلیې ته را ستا نه شوو. هلته هم د سبناري وخت تېر او درسونه شروع وو.” ما تږي ته ویل چې دا ټول د لوږې تاو دی چې ته پرې په غو سه یې. ده وویل، داهم ده او بله دا چې موږ یوه ډله شاگردان یې د بڼکې په شان سپک و گڼلو.
تږي به تل د خپل کلي مثالو نه راوړل. د یوه کلیوال دا خبره یې یادوله چې ویل یې ،خدایه اوس پوه شوم چې زه دې ددې دپاره نه وژلم چې یو ځلې یو پک هندو هم را باندې و گورې.
داو هغه تږی چې ما پېژانده اود ساړه اسویلي سره به یې یادوم.