لوی اختر.. د اسلامی امت د همغږۍ او ورولۍ ورځ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61569

دخبریدو نیټه : 2014-10-03


لوي اختر د اسلامي امت د وحدت او ورورولۍ ورځ ده، هرهغه ځای ته د خوښۍ او سوكالۍ پيغام وړي په كوم ځای كې چې د الله تعالى نوم ياديږي، لوی اختر هغه اسلامي جشن دي چې ټوله اسلامي نړۍ پكې د یووالي، ورولۍ او همغږۍ احساس كوي، سره لدې چې په بېلابېلو ژبو خبري كوي او په بېلوبېلو هيوادونو كى اوسيږي، هوكى! دا د مغفرت او اطاعت لپاره ګډ فرصت او ګډه موکه ده، زيان او خساره ده هغه چا لره چې دا فرصت په ګناهونو او ناروا رواجونو او ډوډونو فاسدوي، او صفا اوښكلا يې د الله تعالى څخه په سركشۍ باندې بدرنګه كوي.
لوي اختر همداراز د هغه موسم اوګولالى بازار څخه یادونه ده چى انسان پکې د الله تعالى سره دخپل آخرت لپاره ګټمن تجارت کوي، نوموړی اختر د ذالحجه له هغه لسو د بركته ډكو ورځو څخه وروسته راځي چى پكى د اطاعت او عبادت اجر او ثواب زياتیږي او رسول الله صلى الله عليه وسلم داسي ستايلى دي (ما من أيام العمل الصالح فيها أحب الى الله تعالى من هذه الأيام..) د الله تعالى په نزد پدي ورځو كى صالح عمل له نوروعادی ورځو څخه غوره دي .
اختر په اسلام كې يوازي هغه خوشحالي نده چې ربانی اساس ونلري، بلكې دا هغه ژور ارزښت دي چې په الله تعالى پوري چى د انسان خالق دي تړلي دي، او د هغه دين په څيښتن پوري تړلي دي چى د بشريت لپاره يى سوكالي راوړي.
محترمو وروڼو! دا د وحدت او اسلامي ورولۍ نیکمرغه مناسبت د حيواني اوشهواني غرايزو پر اساس د ناوړه جشنونه په جوړولو مه بد رنګه کوئ !, او د هغو نيکيو اعمالو ساتنه وكړئ چې د لوی اختر په را رسېدو او تر هغه وړاندي مو په لاس راوړې دي، له حماقت څخه لرې نده چې څوك د خپل نفس د غوښتنو تر اثر لاندي شي او دا ګمان وكړي چې ګواكى لوی اختر د فسق او ګڼاه ډګر دی!. .
د بشريت د تاريخ په اوږدو كې په نړۍ كې په هرمذهب اوهر دين كې په ځاڼګړى توګه اخترونه و, او شته دي ، خو په اسلام كې په دواړه موجود اخترونه كې تر هر څه وړاندې د الله تعالى عبادت او اطاعت پرځای کېږي , داسلام یوه لویه ځانګړتیا همدا ده چې د انسان هرعمل پکې عبادت ګڼل کیږی، كه چېرې د اسلام په لارښونه او تګلاره پل کېږدي . كه كمکی اختر راواخلو چې د روژى د مباركې مياشتې له عبادت څخه وروسته چې د قدرمباركه شپه هم پكې شامله ده راځى , داسي ښكاري چى د يوې مياشتې له عبادت څخه وروسته د الله تعالى د اطاعت اوعبادت خوشحالي څرګندوو , هغه چا لره پكار هم ده چى د خوشحالۍ څرګندونه وكړي چى پوره يوه مياشت يى د ايمان او احتساب سره سره روژه نيولي وي , او د الله تعالى د رحمت او مغفرت غوښتنه ئې کړی وي.
خولوي اختر هغه اختر دی، چى د الله تعالي بنده ګان د الله تعالي كورمكې مكرمې ته ولاړ شي، څرنګه چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مكې مكرمې ته مسلمانان ځي، او د دوي هغه خوږه او ګرانه ترانه له هر ګوټ او لوري څخه آرويدل كيږي (لبيك اللهم لبيك، لبيك لا شريك لك لبيك، إن الحمد والنعمة لك والملك لا شريك لك،) په داسې حال کې چې سپين څادرونه ( احرام ) يى اغوستى وي چى ليدونكى په دوي كى شاهزاده او غريب نشي پيژندلي او ټول خپل ټاکلی مناسك پر ځاي كوي , د عرفات په سپيڅلى غونډۍ باندي راټوليږي , پداسي حال كى چې ټول د الله تعالى څخه مغفرت او عفوه غواړي او الله تعالى دوي ته د مغفرت او بښني وعده وركوي او د ځمكې او آسمانونو خالق پدوي غږ كوي ( راشي زما بنده گانو مغفرت دي وي تاسو ته يقيناً ستاسو بدۍ په ښيګنو بدلې شوې !!) . نوآیا د دي زيرى او لوي كرم او بښني په پايله كى مسلمانانو ته د خوشحالۍ څرګندونه پكار نده ؟ , عيد الاضحى (لوي اختر) د مسلمانانو تر منځ د ژورو روابطو او اړیکو د ټینګښت اساسي لامل دي، لوي اختر په هغه بې نظیره انسانی غونده کې چې په یوه ربانی چاپیریال کې د الله تعالی بندګان پکې راټولیږي شعوري ګډون او مشاركت دي، چى د عرفات له ډګر څخه ټولى اسلامي نړۍ ته د لوېديځ څخه تر ختيځه پوري غزيږي. ..

ورونو ! اختر يو دير ښه فرصت دي، تر څو هغه ټولنيز اړيكې چې انسان په خپل چاپيريال كې له لاسه وركړي دي، بيرته جوړې او سمون ورکړي، په عيد كې زړونه پاكيږي، غوڅى شوي اړيكې بيرته ټينګيداي شي، دښمني او عداوت له منځه ځي، د دښمنۍ او لريوالي ځاي مينه محبت اونيږدوالي نيسي. ,
او اختر د صلة الرحم لپاره يو ښه فرصت دي، چې الله تعالى يى د مكانت او منزلت په هكله داسي ويلي دي ( واتقوا الله الذي تساءلون به والأرحام إن الله كان عليكم رقيباً) وويريږئ له هغه الله څخه چې سوال كوي تاسې يو تر بله په نامه د ده او وویریږئ له پریکولو د خپلوۍ څخه، يقيناً الله تعالى تاسو څاري . دا هغه مناسب فرصت دی تر څو د هغو يتيمانو سرونه ښكلې كړئ چې ميني او محبت ته تږي دي , پدې ورځ كې د هغه پاك زړونو خاوندانو انسانانو لاسونه د دوي سرونو ته د ښكل كول لپاره خامخا وږديږي. .
درنو ورڼو!په اختر خپل بيوزله ورونه په خپله خوشحالۍ كى ګډ کړئ، تر څو د لږ وخت لپاره دوي له غمجن حالت څخه لري وساتئ او د ژوندانه كړاو ورڅخه هير كړئ. .
ورونو ! اختر د رحمت , خوشحالي , سوكالي او سرور موسم دي , او هغه خلكو ته د خوشحالۍ ورګرځول دي چى خوشحالي له دوي څخه ديوى اوږدى مودى څخه بيله شوي وي اوګواكى بيرته دوي ته دورګرځېدو اراده ونلري , همدارنګه سرور هم دوي ته شا اړولې وي خو د عيد په راتلو دوي ته خوشحالي او سرور د عقيدې او ايمان د ورورولۍ په چاپيريال كى بيرته ورګرځي .
د اختر په راتګ سره انسان ته د ژوندانه له كړاو څخه چې د ژوند په اوږدو كې ورسره لاس اوګريوان وي او ورسره ستومانه وي د استراحت او دمه فرصت پيدا كيږي، په عيد كې هغه كشمكش چې د دنيوي او مادي لاسته راوړنو لپاره روان وي په كرار شي. .
سره لدې چې اختر د خپلوانو او دوستانو تر منځ د راشه درشې فرصت وي، خو په عين وخت كې د هغو خلكو سره د ناستې پاستې فرصت هم برابروي، چې سړي ورسره كوم نسبي او د خپلوي تړاو نه لري , دا دنفسونو د پاكۍ ورځې دي او د خوښۍ او مينې او محبت او ورورولۍ ورځې دي. .
اختر د اسلامي وحدت ، وروولۍ او همغږۍ ورځ ده، اختر هغه اسلامي جشن دي چې ټول اسلامي نړۍ پدي ورځ د يوالي احساس كوي سره لدې چې په مختلفو ژبو خبري كوي او په بېلو بېلو هېوادونو كى اوسيږي , دا اختر هرهغه ځای ته د خوښۍ او سوكالۍ پيغام وړي، په كوم ځای كې چې د الله تعالى نوم ياديږي، هوكى! دا د مغفرت او اطاعت لپاره ګډ فرصت دی , نو زيان او خساره ده هغه چا لره چې دا فرصت په ګناهونو فاسدوي، او صفا اوښكلا يى د الله تعالى څخه په سركشي باندې بدرنګه كوي , نو پدي اختر كې د حيواني اوشهواني غرايزو په اساس جشنونه مه جوړوي او د هغو نيكيوساتنه وكړي چې له عيد څخه وړاندي مو په لاس راوړي دي , له حماقت څخه لرې نده چې څوك د خپل نفس د غوښتنو تر اثر لاندي شي او دا ګمان وكړي چې ګواكى عيد ده لره د فسق او ګڼاه ډګر دی , الله تعالى مو دي شيطان له شر څخه وژغوري او د ده تعالى په اطاعت او عبادت باندى دي صبر او استقامت را په برخه كړي .
د لوي څیښتن تعالی څخه په ټول عجز او خشوع غواړو، چې زموږ کړېدلي او زورېدلي ملت ته د تل پاتې سولې اسباب شوني کړئ.
و ما ذالک علی الله بعزیز.
د ټولواختر دې مبارك وي
Forqani_604@hotmail.com