عارف ، هند کي دغوره محصل لومړی مقام خپل کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61574
شریف الله دوست – هلمند
دخبریدو نیټه : 2014-10-05

 

 
هغه افغانی ، ځانګړې توګه هلمندی ذهن او ماغزه چي دجګړو متواترو لمبو یې د مخ پوست سوځلی ، د جنګ - وژنو تور انځور يې فکري مرکز اشغال کړی ، د جګړو دود يې پر دماغ پروت ، دتپل سوي جګړې پر مړو ایرو یې لوبي کړي او رالوی سوی ، بیا هم د ایرو دې غمي ( بسم الله عارف)  په خپلو غوره  انساني او اسلامي اخلاقو ، روڼ استعداد او ذهني لیاقت ،  دهند نیمي وچي وګړو سرونه د ځان په وړاندي خم کړه .
دا يې ثبوت کړه چي د افغان بشري اخلاقو او اوړتیا بشپړه فلسفه لاژوندۍ ده او د نړۍ داسي ټولنو ته د اخلاقو ، وړتیا او لیاقت د شکست چلنج ورکوي چي ځانونه په نړۍ کي دتمدن سالاران ګڼي .
دا منو چي په موږ کي سیاسي ړوندوالی سته ، خو په خوښۍ چي اخلاقي او استعدادي ړوندوالی مو ندی مېلمه سوی ، افغاني فطرت او زموږ کلتوري ماهیت هم دا وښودل چي افغانان دا استعداد لري چي  د نړۍ پر خاورینه کُره علمي او اخلاقي سیالۍ په اسانۍ سره وګټي.
دا څرګنده ده چي زموږ د اسلامي اعتقادي تقویت تر څنګ مو کلتوري روزون او سمون هم نړۍ کي مثبت اغېز لري او د متقابل درنښت دا شریف او نجیب آریایی دود لا افغانانو کي خوندي دی.
هلمند مېشتی (بسم الله عارف) چي دا مهال د هندوستان پلازمېنې ډهلي ته نږدې د اتورپردېش ایالت  په (امیټي پوهنتون) کي چي شاوخوا څلرویشت زره محصلین پکښي په زده کړو بوخت دي د انجینرۍ څانګي دماسټرۍ په برخه کي په لوړو زده کړو بوخت دی. تېره اونۍ پکښي د کال  (غوره محصل سیالي)  جوړه سوې وه ، چي  هرکال  داکتوبر په لومړی نېټه دا ډول سیالي جوړیږي ، یاده سیالي په پنځو پړاوونو کي د څارونکو تر ژور نظر تېريږي  ، د پروسې د شفافیت په موخه څارونکي د هند له ممبی څخه ورته راځي ، سیالۍ ته د ولاړو محصلینو ټولي خواوي ( علمي ، کلتوري ، اخلاقي ، استعدادي، جرائت ، ټولګی کي چلند ، له استادانو سره چلند ، حاضري ، صنفي فعالیت او لیاقت  ، ټولنیزه ګزاره ، سپورټي وړتیا او نورو...) برخو کي محصلین ازمویل کیږي.
په نیکمرغۍ سره چي دې سیالیو کي د نارینه وو په برخه د افغانستان له هلمند ولایت څخه ( بسم الله عارف) لومړی مقام خپل کړ په په دې ویاړ سره يې د سلطان محمود غزنوي ، سلطان محمدغوري ، شیرشاه سوري او  احمدشاه بابا  روحونه  خوښ او افغانستان يې سرلوړی کړ ؛ په ښځینه برخه کي شل کلني هندۍ (ونیتا) لومړی مقام تر لاسه کړ.
دښاغلي بسم الله عارف دا بریا دي لومړی ټولو افغانانو ، هلمندیانو او د عارف صاحب درنې کورنۍ ته مبارک وي.

د مراسمو یو انځور