الحمد لله و الصلوة و السلام علی رسول الله و علی آله و اصحابه و من والاه.
دوستانو د اودس، پنځه وخته لمانځه او روژې احکام او شرایط مو پدې خاطر له ذهنه نه الوځي چې تل ور سره سر او کار لرو خو ځینې عبادات لکه حج چې په عمر کې یې ادا کول یو ځل فرض دی، د لوی اختر قرباني او یا هم عمره او د فطر صدقه ده چې په کال کې یو ځل تر سره کېږي. نو پدې اساس یې احکام تر ډېره په ذهن کې نه پاته کېږي. ښه مې وګڼله چې د عرفات او لوی اختر د ورځو د احکامو او فضایلو په اړه لنډ مالومات در سره شریک کړم.
د لوی اختر د ورځو ستروالی:
ستر څښتن جل جلا له په همدې ورځو باندې قسم کړی دی
والفَجْر وليالٍ عَشْر- سوره ۸۹ او ایت نمبر ۱ او ۲
ژباړه: په سهار ( سپېدو ) او لسو شپو باندې قسم دی.
په آیت کریمه کې د یادوو شوو لسو ورځو په اړه دینپوهان بېلابیل نظرونه لري:
لوی عالم، شاه ولي الله ډهلوي رح په دې اړه وايي: له [الفَجْر] څخه موخه د لوی اختر ورځ او له [وليالٍ عَشْر] څخه بیا مراد تر لوی اختر وړاندې لس ورځې دي.
ابن تيميه او ابن قيم رحهم هم همدا خبره غوره ګڼلې ده.
ابن کثير رح بیا د ایت کریمه لس شپې؛ د لوی اختر لومړني لس ورځې بولې او په دې برخه کې د جیدو علماوو لکه عبدالله بن عباس رض او همدا راز د ابن زبير رض پر پله تللی دی.
دا لس ورځې د عبادت ځانګړې ورځې دي چې باید د الله جل جلا له زیاته یادونه پکې وشي او همدارنګه لوی عبادت یانې حج هم په همدې ورځو کې کېږي.
ستر څښتن جل جلا له فرمايلي:
وَأَذِّن فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ * لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ- د حج سوره، ۲۸ نمبر ایت.
ژباړه: او په خلګو کې د حج اعلان وکړه، نو تاته به راځي پلي او سواره په هره ګړندۍ تګې سپرلۍ. د خپلو ګټو لپاره به له هره لري ځایه راځي، او په معلومو ورځو کې د الله جل جلا له نوم یاد کړئ په هغه څارویو چې در کړل شوي دي.
ځېني دینپوهان په دې عقیده دي چې د نړۍ بهترنې ورځې د لوی اختر لومړۍ لس ورځې دي چې د عرفات ورځ هم پکې شامله ده. عرفات هغه ورځ دی چې الله تعالی پکې د جهنم دروازې تړلې وي، د خپلو بنده ګانو دعاګانې قبلوي، د هغوئ ګناهونه بخښي او جنت ته یې دننه کوي.
ډېری صحابه کرام او ستر علماء وايي چې: د أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ موخه د لوی اختر اولې لس ورځې دي.
په یادو لسو روځو کې دوهمه ستره ورځ د لوی اختر ورځ ده چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم یې په اړه فرمايي:
إِنَّ أَعْظَمَ الْأَيَّامِ عِنْدَ اللَّهِ تَبَارَكَ وَتَعَالَى يَوْمُ النَّحْرِ ثُمَّ يَوْمُ الْقَرِّ- د ابو داود سنن
ژباړه: رښتیا هم چې الله جل جلا له ته تر ټولو ورځو غوره ورځې د قرباني او د قربانۍ تر ورځې وروسته ( یانې د لوی اختر دوهمه) ورځ ده.
د دې ورځې د لوړوالې په اړه نبي کریم صلی الله علیه وسلم یو ځای داسې فرمايي:
عن أبي هُرَيْرَةَ قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ:دُلَّنِي عَلَى عَمَلٍ يَعْدِلُ الْجِهَادَ؟ قَالَ:لاَأَجِدُهُ. قَالَ:هَلْ تَسْتَطِيعُ إِذَا خَرَجَ الْمُجَاهِدُ أَنْ تَدْخُلَ مَسْجِدَكَ فَتَقُومَ وَ لاَ تَفْتُرَ، وَتَصُومَ وَ لاَ تُفْطِرَ؟ قَالَ: وَمَنْ يَسْتَطِيعُ ذَلِكَ؟ بخاري شریف
ژباړه: ابو هريرة وايي چې یوه ورځ یو سړی پیغمبر صلى الله عليه وسلم ته راغلی او ویې ویل چې: ما ته داسې چار را وښیه چې بدله یې له جهاده سره سمه وي. رسول الله ورته وویل چې داسې چار نشته. بيا یې ورته وويل چي: ته داسې کولی شې چې کوم وخت مجاهد له خپله کوره ووځي او ته جومات ته داخل شې، دومره لمونځ وکړې چې ستړی نشې او په دوامداره توګه پرته له ماتولو روژه ونیسې؟ هغه ځواب ور کړ چې دا د چا په وسه پوره ده؟
نبي کریم صلی الله علیه وسلم د دې لسو روځو د فضلت په اړه فرمايي:
عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ عَنْ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم أَنَّهُ قَالَ: مَا الْعَمَلُ فِي أَيَّامٍ أَفْضَلَ مِنْهَا فِي هَذِهِ). قَالُوا! وَلَا الْجِهَادُ ؟ قَالَ، وَلَا الْجِهَادُ، إِلَّا رَجُلٌ خَرَجَ يُخَاطِرُ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فَلَمْ يَرْجِعْ بِشَيْء. بخاري او مسلم
ترجمه: له حضرت عبد الله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي رسول صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي چې د الله تعالی په نزد داسې کومه ورځ نشته چې ښه او نیک عملونه دي هغه جل جلا له ته دومره خوښ وي. صحابه کرامو وویل چې؛ اې د الله رسوله: ایا جهاد هم د دې ورځو د نیکو کړنو په اندازه نه دی؟! هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو جهاد هم پدی ورځو کې د تر سره شوي ښه کار ( عمل ) سره سم نه دی.لاکن پرته له هغه کسه چې خپل سر او مال دواړه ور سره یوسي خو یو هم را نه وړي ( یانې چې د الله تعالی په لاره کې شهید شي.)
پدې لس ورځو کې د ښه چار ( عمل ) بدله د الله تعالی په لاره کې تر جهاد هم ډېره ده.
دا ورځې دي ځنګه ولمانځل شي؟
لومړی: حج یا عمره دي پکې وشي: عن أبي هريرة رضي الله عنه: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما، والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة. بخاری، مسلم او نسائی.
حضرت ابو هريرة رضي الله عنه څخه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د یوې عمرې کول د بلې هغې تر کولو پورې د هغو ګناهونو کفاره ده چې د دوی دواړه تر مېنځ تر سره کېږي. د قبول شوي حج بدله یواځې او یواځې جنت دی.
دوهم: مسلمان دي پر خپلو ټولو تېرو ګناهونو که هغه غټ وي او یا هم وړوکي؛ د زړه له تله توبه وباسي.
درېیم: تسبیح ، تحمید ، تهلیل او په رسول الله صلی الله علیه وسلم بانديې دي درود وویل شي، له ابن عمر رضي الله عنه څخه حدیث روایت شوی چې: ما من ایام اعظم و لا احب الی الله العمل فیهن من هذه الایام العشر فاکثروا فیهن من التهلیل و التکبیر و التحمید-رواه احمد.
د تهلیل تکبیرونه دي وویل شي ځکه سنت دي. امام بخاري صاحب ليکلي دي چې :كان ابن عمر وأبو هريرة يخرجان إلى السوق في أيام العشر يكبران ويكبر الناسُ بتكبيرهما- بخاري شریف.
ژباړه: ابن عمر او ابو هريره ( رضهم ) دواړه به د دې لسو ورځو په بهیر کې بازارونو ته وتل، تکبیرونه ( الله أكبر الله أكبر، لا إله إلا الله، والله أكبر الله أكبر ولله الحمد ) به یې ویل او نورو خلګو به هم ور سره بدرګه کول.
پورتني تکبیرونه دي خلګ د عرفات د ورځې له ماسپښین او حاجیان دې د اختر د ورځې له ماسپښین وروسته د هر لمانځه په پای کې؛ د اختر تر درېیمې ورځې ووايي!
څلورم: جنګ جګړې، درواغ، غیبت او هر بل ناوړه او غیرشرعي عمل دي نه تر سره کېږي.که څوک له کوم ملسمان وروره سره خپه وي، کینه او دښمني دي یوې خواته کړي او روغه دي ور سره وکړي.
پنځم: پدې ورځو کې د روژې نیول ډېر زیات ثواب لري. د عرفات د ورځې روژه پرته له حجاجو؛ نورو مسلمانو ته سنت ده. ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم یې په اړه فرمايي:
صِيامُ يُومِ عَرَفة، أحْتَسِبُ على اللهِ أنْ يُكَفِّر السنَة التِي قَبْلَه، والسّـنَة التِي بَعْده. مسلم شریف.
ژباړه: امېدواره یم چې د عرفې ( عرفات ) د روځې روژه به د تېر او راتلونکي کال ټولو ګناهونو ته بدله وي.
له حفصې رضي الله عنها څخه روایت شوی دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم د عاشورا د ورځې، د دغو لسو ورځو او د هرې میاشتې د دریو ورځو روژې نه پرېښوولې.
شپږم: قرباني کول ابراهیمی سنت دی. هغه کسان چې شته لري قرباني ور باندې واجب ده.
د قرباني شرعي حكم: په حنفي مذهب كې قرباني كول په بډایوو خلګو واجب او په دوه ډوله ده:
الف_ واجب
ب_ مستحب
په لاندې حالاتو كې قرباني واجبېږي:
اول_ كوم وخت چې مسلمان پر ځان باندې قرباني كول نذر کړي، كه څه هم فقير وي.
دوهم_ كه چېري يوه فقير سړي د قرباني په نیت څاروی وپېري نو لازمه ده چې هغه حيوان قرباني كړي.
درېیم_ د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د امت په شتمونو کسانو باندې په لوی اختر کې د الله تعالی څخه د مننې په موخه او د ابراهيم عليه السلام د سنت د ژوندي پاته کېدو په خاطر، واجب ده.
قرباني په لاندې وختو كې مستحب ده: مسافر او يا هم فقير ته چې نذر يې نه وي منلى.
د قرباني د واجبېدو شرطونه:
د قرباني لپاره د دوه سوو شرعي پیسو په اندازه شتمني شرط ده. دغه پیسې تقریبا له ۵۹۵ ګرامه سپینو زرو سره برابرې دي. نن سبا د کابل په بازارو کې د یوه ګرام سپينو زرو بیه کابو ۵۰ افغانۍ ده چې ۵۹۵ ګرامو بیه یې ۳۰۰۰۰ افغانۍ کېږي، اړینه ده چې دا اندازه پیسې به د ورځینو اړتیا څخه زیاتې وي.
اووم: د کلام الله تلاوت دي وشي او په یوه شپه ورځ کې دي دوولس رکعاته رواتب سنت وشي.
اتم: په کثرت سره دي د دې لسو ورځو په شپو کې د الله جل جلا له ذکر وکړای شي. حضرت سعید بن جبیر رضي الله عنه له عبد الله بن عباس رضي الله عنه څخه روایت کوي چې: پدې لسو ورځو کې به یې تر ډېر زیات حتی تر خپل وس پورته عبادت کاوه او ټینګار به یې کاوه چې د شپې څراغونه مه مړه کوئ.
نهم: له خپلوانو سره دي خپلوي وپالل شي.
لسم: ځینې علمار په دې ورځو کې د رمضان د قضايي روژه را ګرځول مستحب بولي خو حضرت عمر رضی الله عنه او حضرت علي کرم الله وجهه وايي چې پدې ورځو کې دي نفلي روژې ونیول شي نه قضايي.
په پای کې دي ټولو افغانانو ته اختر نېکمرغه او بختور وي!