مسعود په کابل کی !!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61580
پاچا- کليفورنيا- امريکا
دخبریدو نیټه : 2014-10-05

 

۳۰ سپټمبر ۲۰۱۴

له آرشيفونو څخه:
د فرخار پيښه:

"د ۱۹۸۹ کال د دسمبر په ۲۴ نيټه، د حکمتيار د (حزب اسلامی) ګوند يو لوی قوماندان، سيد جمال، د هغه ورور او دوه نور مشهور افسران د هغه جرم په بدل کی چی دوي هيڅ نه وو تر  سره کړی  د احمدشاه مسعود لخوا اعدام شول. په دوي تور لګيدلی وو چی د احمد شاه مسعود  د شورای نظار شپږ ديرش (۳۶) کسان  يی د اوو (۷) قوماندانانو په ګډون په يو کمين کی د فرخار په تنګی کی وژلي وو، (يوسف. پاڼه. ۱۲۹).
په کابل کی د بهرنيو چارو وزارت د شعبی يو رسمی مقام د نوم د نه ښودلو په شرط په يوه مصاحبه کی ما (بروس ريچارډسن)او سيد نورالحق حسينی ته وويل چی دا حمله پخپله د احمد شاه مسعود لخوا په يو تاکتيکی ډول طرحه شوی وه، په دغه حمله کی پنځه او يا شپږ کسان وژل شوي وو خو  (مسعود داسی ادعا کوله) چی په دی حمله کی شپږ ديرش کسان وژل شوي دي: ( په دی اړه په ليبيا کی د کابل سفير، نعيم اجمل لخوا مونږ ته راپور راکړل شو.۱۱.۲/۱۹۹۷).
په دی اړه  مونږ يو مشهور متل لرو چی وايی (په يو غشی د دوه مرغيو ښکار): مسعود په يو غشی دری نخښي وويشتلي. په يو مثال مسعود غوښتل چی حکمتيار بی اعتباره کړی؛ په ځانګړی ډول چی (حکمتيار) د بهرنيو چارو د وزيرانو په اسلامی کنفرانس  په غو‌نډه کی ګډون کوو، نو په دی اړه هغه (مسعود) غوښتل چی حکمتيار بی اعتباره کړی، دوهمه دا چی مسعود غوښتل چی قاضی اسلام الدين چی د جمعيت قوماندان وو او د نظار د شورا سره يی خپلې اړيکي پری کړي وي، او بله دا چی سيد جمال غوښتل چی د قدرت د ويش په سر د مسعود سره حساب و کتاب وکړی، له مينځه يوسی. زه دوه کسان پيژنم چی ددی حملی شاهدان وو خو د نومونو د ښودلو څخه يی په دی خاطر چی کوم ضرر ورته پيښ نه شی ډډه کوم شی. نو اوس ويلی شو چی مسعود په يو غشی دری ښکاره وکړل.
ددی خونړۍ پيښی له امله، حکمتيار ددی ناوړه پيښی په اړه په مستقل ډول  د تحقيقاتوغوښتنه وکړه. هغه (حکمتيار.ژ) وويل چی دا د دوه قومانداناتو ترمنځ خپلمنځی عمل وو او مونږ بايد د جمعيت (اسلامی.ژ) پر ضد جګړه و نه کړو. هغه (حکمتيار.ژ) همدا راز د دغو (۳۶) کسانو چی په جګړه کی وژل شوی وو د نومونو د افشا کولو غوښتنه وکړه.

۱
قاضی اسلام الدين د جمعيت اسلامی قوماندان مخکی له هغه چی د( مسعود لخوا.ژ)   ووژل شی، په تخار کی يوی غونډه ته په قهرجنه لهجه د شورای نظار د جوړيدو (تشکيل) سره چی د مسعود لخوا جوړ شوی وو سخت مخالفت وښود او ويی ويل، " چی ولی مونږ دوو ګوندونو(حزبونو) ته ضرورت لرو، ولی يو ګوند بس نه دی؟ چی دی خبری مسعود ډير سخت په غصه کړ. کله چی غونډه پای ته ورسيده، د غونډی ځينو ګډونوالو هغه (قاضی اسلام الدين.ژ) ته وويل چی ستا ژوند په خطر کی دی، او ددی اوازو خبر په ټول افغانستان کی خپور شو... کله چی قاضی اسلام الدين ددغه غم لړلی غونډی څخه بيرته راګرځيده، په لاره کی ورباندی د خپل تنظيم (جمعيت اسلامی) د غړو لخوا حمله وشوه او په قتل يی ورسو.(حسينی).
د افغانستان د جګړو د وخت مشهور ژورنالست، سيد نورالحق حسينی چی د ۱۹۸۶ کال په اخرو شپو ورځو کی يی د پيښور ښار په يوه خبری کنفرانس کی ګډون درلود، په دغه کنفرانس کی د جمعيت اسلامی مقاماتو د شورای نظار د جوړيدو اعلان وکړ او په اعلاميه کی داسی وويل شول چی ' دا به يو پراخ بنسټه سازمان وی او د ټولو مجاهدينو د متقابل تفاهم څخه به برخورداره وی."  په لازمی ډول بايد وويل شی چی ددغی غونډی چاپيريال چی د بهرنيو رسنيو او جاسوسانو په مصرف جوړ او پخپله پکی حاضر وو د خپلو ګټو د ساتلو لپاره يی ډير په رياکارۍ طرحه کړی وو. (ښاغلی.ژ) حسينی په ډير شدت او  متواتر ډول د جمعيت اسلامی د مقاماتو څخه دا پوښتنه کوله چی ايا دا نوی جوړښت (سازمان) يعنی شورای نظار به خپل اصلی حزب يعنی جمعيت اسلامی ته وفادار وی او که نه؟ خو ددغه افغان ژونالست پوښتني بابيزه او هيچا ورته د قناعت وړ جواب ور نه کړ. په دی اړه (ښاغلی) حسينی وويل چی د جمعيت اسلامی مقامات په ښکاره ډول د بهرنيو رسنيو لخوا چی په دی کنفرانس کی يی برخه درلوده حمايه او تشويق  شوي وو.
ډاکټر السکاندر فيډوتوف د اوکراين د امنيتی خدماتو رئيس (SBU)  چی د (KGB) جانشين شو وويل چی د شورای نظار تشکيل د ماسکو لخوا  په دی منظور چی مسعود پخپلو سياسی مخاليفينو بر لاسی ولری او هم د شوروی لخوا د جمعيت اسلامی په ګوند کی امتيازونه لاس ته راوړي طرحه شوی وو. (فيډوتوف)
کله چی د افغانستان د جګړو مخکښ ژورنالست سيد نورالحق حسينی او بروس جی. ريچارډسن د افغانستان خلقی دفاع وزير شاه نواز تڼی سره په ۱۲ نومبر ۱۹۹۷ کال په راولپنډۍ کی د فرخار د پيښی په باره کی مرکه (مصاحبه) کوله، هغه (شاه نواز تڼی)  په حيرانونکی ډول وويل چی مونږ ددغی پيښی په  باره کی پوره معلومات لرل. هغه وويل چی په دی پيښه کی يواځی 'پنځه کسان وژل شوی وو، هغه (شاه نواز تڼی) د ځينو دليلونو پر بنسټ په دی حمله کی د مسعود لاس لرل او د منابعو د نومونو د ښودلو څخه انکاروکړ. شاه نواز تڼی همدا راز وويل چی په دی حمله کی د مسعود سره د (ډاکټر) نجيب د صمد او کوری (قاری .ژ)ملی مليشو د سيد جمال په نيولو کی مرسته کړی وه.' ( د افغانستان د جګړو د مخکښ ژورنالست سيد نورالحق حسينی لخوا ژباړل شوی).

۲

د حکمتيار غوښتني  د مسعود لخوا په ډيره ستغه لهجه له پامه وغورځول شوي او د پنځو وژل شويو کسانو له نومونو څخه يی يواځی د يو نوم افشا کړ. د فرخار پيښه کی غربی رسنيو په ښکاره د  حکمتيار د شخصيت پر ضد بی شرمانه  او نفرت انګيز تبليغات شروع کړل چی د ګلبدين حکمتيار شخصيت د نړيوالو په سترګو کی بی اعتباره او نظر انداز کړی. بنآ مسعود د هغه دروغو او خاينانه طرحه شويوپلانونو پر بنسټ د صبغت الله مجددی حکومت د خارجه وزير (حکمتيار) پر ضد ولمسو اوټول دولتی کارونه يی د لوی خنډ سره مخامخ کړل. د مسعود د کودتا له امله مجاهدين په څو ګروپونو وويشل شول او تر هغه پوری يوه لويه ګډوډی روانه وه ترهغه چی طالبانو ظهور وکړ. په هر حال دا يواځنۍ پيښه نه وه. هغه سيال قوماندانان چی د قدرت په لټه کی وو د احمد شاه مسعود لخوا په ډيره بيرحمانه توګه له منځه يوړل شول. (وګورۍ: ډاکټر نبی مصداق، ډاکټر محمد صديق نورزوی، ايريک. س. مارګوليس، الکساندر. ای. ليخاوفسکی، س.ايی. ګريګوروف، جنرال بوريس ګروموف ( په افغانستان کی دشوروی دڅلويښتم ځواک قوماندان.ژ)، ليونيد شبارشين،، او د شوروی اتحاد د جاسوسۍ مديريت، ددی بيلګو (اسنادونو) د کره کولو (تصديق) لپاره کولۍ شۍ چی په لاندينيو ياداشتونو کی ورته اشاره شويده ملاحظه کړۍ).
(ښاغلی) ايرک مارګوليس، چی د جنګی پيښو مشهور خبريال، پلټونکی (تحقيق کوونکی) او ليکوال دی په نړيواله سطحه پيژندل شوی کتاب 'امريکايی راج، آزادی يا ښکيلاک، د اسلامی نړۍ او غرب تر منځ د جګړی حل' په ۱۹۶ پاڼه کی ليکلی دي:
مسعود به په ظاهری لحاظ داسی ځان ښودنه (تظاهر) کوله چی د شورويانو پر ضد جګړه کوی، خو په حقيقت کی مسعود خپلي ټولي جګړيزی هڅي د پښتنو مجاهدينو د هغو جنګی فعاليتونود شنډولو وظيفه په غاړه لرله چی د پاکستان د جاسوسی سازمان (ISI) لخوا ورته د شورويانولپاره  د سالنګ داکمالاتی ستراتيژيکی لاری بندولو او د سالنګ سرنګ(تونل) د الوځلولو وظيفه ورکړل شوی وه.
' د شوروی ځواکونو سره په لس کلن جهاد کی، تاجک ټبره پوځی مشر احمد شاه مسعود ته د کمونيستانو پر ضد د ګوريلايی جنګونو... د قهرمانۍ 'د پنجشير زمری' لقب د غرب لخوا ورکړل شوی وو'، خو په حقيقت کی هغه (مسعود) د ډير پخوا څخه د شوروی د کی- جی- بی، جاسوسی سازمان سره اړيکي درلودلي، داهغه واقعيتونه دي چی اوس د شوروی د کی- جی- بی(KGB) جاسوسی سازمان د مامورينو او د جی- آر- يو(GRU)  روسی پوځی جاسوسی سازمان په ياداشتونو کی را برسيره شويدي.'


۳


په دی اړه د ځينو تائيد شويو منابعو ياداشتونه:
په ليبيا کی د افغانستان د پخوانی سفير اجمل محمد نعيم سره په ۱۱ نومبر ۱۹۹۷ کال  د بروس جی. ريچارډسن مصاحبه، چی د افغانستان د جنګونو د مشهور خبريال سيد نورالحق حسينی لخوا په پيښور (ښار) کی ژباړل شويده.
فيډوتوف، الکساندر، داسيا يی او افريقايی تاريخ استاد، د(پخوانی.ژ) شوروی اتحاد د کميو نيسټ ګوند غړی، د اوکراين د پخوانيو ولسمشرانو، ليونيد کرافچوک او کوچما سلاکار، د اوکراين د جاسوسی سازمان (SBU) پخوانی مامور.  (SBU)د (KGB) جاسوسی سازمان وارث دی، ښاغلی بروس جی. ريچارډسن ورسره په دوهم نومبر کال ۱۹۹۲ مرکه کړی وه.
 فيډوتوف الکساندر په دغه پورتنۍ مرکه کی شخصآ بروس جی. ريچارډسن ته وويل چی " زه فيډوف، د (KGB)  هغه مامورچی ډګروال زخين قاديروف نوميږی پيژنم چی احمد شاه مسعود ته به يی پيسي وروړلي." ۲ نومبر کال ۱۹۹۲.
ګريګوريف، س.ای (Gregor’ve,S.E.). پنجشير له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۹۰ پوری: مسکو، ۱۹۹۷،پاڼه ۴۰، ترجمه پروفيسور ايان هلفنټ، د سلواکی ژبو او ادبياتو د شعبی آمر، هارورډ پوهنتون.
افغانستان کی 'محدود ځواک' ليکونکی ګروموف بوريس. وی. (Gromov, Boris, V) په افغانستان کی د شوروی پوځونو د څلويښتم (۴۰) ځواک عمومی قوماندان: مسکو، ۱۹۹۴، پاڼي. ۱۸۸- ۱۹۷.
سيد نورالحق حسينی، د (افغانستان.ژ) د جنګ مخکښ خبريال،  پيښور کی د افغان اطلاعاتی او اسنادو په مرکز کی بروس جی. ريچارډسن ته په يوه مرکه (مصاحبه) وويل: " ما د مسعود کسان وليدل چی د شوروی عسکرو په ټانکونو سپاره وو. دوي (د مسعود کسانو) به د (شورویانو) سره خندا او ټوکي مسخري کولي، ډير وختونه داسی شويدي چی مسعود او شورويانو به په ګډه سره په مجاهدينو حملي کولي." پيښور، لسم نومبر ۱۹۸۶.
ليا خوفسکی ای.ای. (Liakhovskii A.A.,) شوروی جنرال، تاريخپوه او د "پلاميا افګانه" ليکونکی، ماسکو، ۱۹۹۹، پاڼي. ۴۸۵ – ۸۶، ۶۳۰-۶۷۴، ' د سوړ جنګ تاريخی پروژه' واشنګټن ډی.سی.، چی د متخصص ګيری ګولډ برګ لخوا ژباړل شويدی.

۴

د شوروی اتحاد د مسلحو ځواکونو داستخباراتو عمومی مرکز، عنوان:" د پنجشير زمری"، د مقالی لمبر ۱۸، (شميري. ۸۸۲/۸۳ – ۳- ۵- ۷۷، دوسيه ۸۰، څوارلسمه څانګه، لاسوند ۷۷) د ايلنا کريټوا د ژباړنو اقتباس، د اطلاعاتو مرکز، ماسکو.
د امريکايانو راج، آزادی يا ښکيلاک، د غــرب او اسلامی نړۍ تر منځ د شخړو حل، د تاريخ مشهور ليکوال او د جنګ د صحنو وتلی خبريال، ايرک س. مارګوليس، خپرنيز کال ۲۰۰۸، پاڼه.۱۹۶.
ډاکټر نبی مصداق، تاريخپوه او ليکوال، د هغه معتبره ليکنه وګورۍ: سياسی کمزورتيا او بهرنۍ لاسوهنه/مـداخــله، ۲۰۰۶، پاڼه. ۱۶۲.
ډاکټر محمد صديق نورزوی تاريخپوه او ليکوال: د صديق نورزوی  هغه  لوی کتاب چی تاريخی جايزه يی ګټلی او د اهميت وړ تاريخی معلوماتو مجموعه ده، وګوری. "دافغانستان د رهبرانو لخوا د متحده ايالاتو او ملګرو ملتونو رهبرانو ته د افغان مهاجرينو په اړه د مهاجرت د ناخوالو او دردناکو قيصو بيان، ۲۱ سپټمبر ۱۹۷۸-۷- اکتوبر ۲۰۱۳."
ليونيد شبارشين، د (KGB) د لومړۍ څانګی (شعبی) د خارجی استخباراتو متقاعد مدير، "د ماسکو لاسونه"، ماسکو، ۱۹۹۲، پاڼي. ۱۷۷-۲۱۴.
د افغانستان د خلقی دفاع وزير شاهنواز تڼی سره د پاکستان د راولپنډۍ په ښار کی د " بروس جی. ريچارډسن او سيد نورالحق حسينی مرکه (مصاحبه)، چی د جنګ مخکښ خبريال اوپه پيښور کی  د افغانستان د اطلاعاتو او اسنادو د مرکز نماينده وو لخوا ژباړل شويده، ۱۲ نومبر ۱۹۹۷.
د"ايږ (خرس) لټ (تلک)، د افغانستان نا ويل شوي قيصي " ليکوالان يوسف مومند او مارک ادکين، لندن ۱۹۹۲.
په دی باره کی ځينی معلومات پخوا خپاره شويدي: " په افغانستان کی د شورويانو د هشت (ترور) پای ته ورسيد، بروس جی. ريچارډسن، ۱۹۹۶، ۱۹۹۸، پاڼي. ۷۳، ۷۴."
بروس جی. ريچارډسن.
درنو لوستونکو: د بروس ريچارډسن انګليسی ليکنه چی زما ژباړن لخوا پښتو ته اړول شويده، د احمد شاه مسعود جنايتونو او خيانتونو ته چی په څلورمه پاڼه کی په سور رنګ په نخښه شوی پاملرنه وکړۍ. ستاسو د توجه څخه مننه.
په درنښت
پــا چــا
ژ: ژباړن: