نظام جوړونه پر وخت اجراات غواړي!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61918

دخبریدو نیټه : 2014-11-02

ښه شوه، چې د پخواني ولسمشر حامدکرزي دوره پای ته ورسېده، خو آیا د ډاکټراشرف غني احمدزي په مشرۍ روانه ۵کلنه دوره به لاندې ستونزې هوارې کړي، که د تېر په څېر به زورواکي روانه وي؟

په ادارو کې د فساد د مخنيوي، د چارو د سمبالتيا، اداري سيستم جوړښت، شفافيت منځته راوړلو، د ګمارنې پروسه سريع او خدمتي کولو په موخه پخواني ولسمشر حامدکرزي د چارو اداره، تفيش لويه اداره او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتونو خپلواکې ادارې جوړې کړې، شايد د کرزي صاحب هيله دا وه، چې يادې ادارې د هغه په مشرۍ جوړ شوي نظام کې تغير راولي، ولس ته خدمتونه وکړي، د فساد مخنيوی به وکړي، اداري سيستم به پياوړی شي، د چارو سمبالتيا به منظمه شي، په ملکي ادارو کې ګمارنه به سريع او خدمتي شي، په هېواد کې به ستونزې يو څه کمې شي، او نظام به پښو ودرېږي.

که و ارزول شي، ادارې په ښه نيت جوړې شوې وې، هدف يې هم سپيڅلی و، او په کار وه، چې همداسې کار يې ترسره کړی وی، ولې متاسفانه چې په ادارو کې د سر سړي وطندوسته نه و، د سر سړيو د پارلمان وکيلانو ته سرونه ټيټ نيولی او هر څه يې د هغوئ په خوښه تر سره کول، چې نن مو د ادارو او روان وضعیت دا حال دی.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکه کمېسيون دندې او لايحه د وظايفو معلومه ده، چې په ملکي ادارو کې کمبود بستونه اعلان کړي، او به بيا د ازاد رقابت له لارې هر بست ته وړ شخص د ټولې منلې شوې پروسې وروسته وګماري، ولې پدې کمېسيون کې هره مقرري د پارلمان د وکيلانو په سفارش شوې په ځانګړي ډول ګمرک، ښاروالۍ، مستوفيت، ترانسپورت او هغه ځايونو کې چې د پیسو راټولولو ځايونه دي، که څه هم د وکيل سفارشي په بېسواده وي، ولې بل بېچاره شخص چې هغه به واسطه نه لري په ډېر څه به پوهېږي د تحصيل کچه به یې هم لوړه وی ولې هغه د وکيل سفارش نه لري نه بريالی کېږی، دې کمېسيون ثابته کړه، چې (تحصيل مه غواړه ، د وکيل سفارش غواړه کاندیده) (عقل مه غواړه طالع غواړه رحمانه).

د تفيش لويې ادارې دنده او لايحه د وظايفو څرګنده ده، دوی چې له جملې يې يوه دنده دا ده، چې دوی په ادارو کې د فساد مخنيوی وکړي، پر وخت د ادارو محسوبي اسناد وګوري او که کومه اشتباه پکې وي هغه رفع کړي او که فساد پکې شوی وي، دوی بايد خپل اړونده مسوولينو ته ليکلی ګزارش ورکړي، د ياد کمېسيون غړي دنده لري، چې د خپلې دندې د ښه سرته رسولو په منظور ولایاتو ته سفرونه وکړي، د سفرونو پرمهال دوی ته سفرخرچ هم د يادې ادارې له لوري ورکول کېږي، چې په هر ولايت کې دوی خپل مصرف وکړي او پر ادارو بوج نشي، ولې دوی چې کله يو ولايت ته د تفیش لپاره ځي تر ټولو زيات فشار پر ښاروالۍ، ګمرک، مستوفيت او ترانسپورت راوړي، اول د ګمرک د دروازې خوله نيسي، په اوله ورځ مسوولينو ته ويل کېږي، چې (دومره ډالره) راکړه، ګزارش به سم وليکل شي، بيا پدې پیسو کې لکه د قربانی څاروی (جوړآمد) کېږي، تر ټولو کوچني ګمرک هم تر (۱۵۰۰۰) امريکايي ډالرو کم نه اخلي نور چې څومره ګمرک لويېږي، ولايت اهميت لرونکی وي او عوايد يې زيات وي هماغه اندازه د دوی باج هم زيات وي، ځکه هلته خو وطندوسته مامورين نشته، ټول د وکيلانو په سفارش راغلي غل دي، چې پيدا کړي پيسې درې برخې کوي، يوه برخه دا مامورين چې ګمرک د وکيل په سفارش مقرر شوي خپل جيب ته اچوي، دوهمه برخه د تفتيش ادارې غلو ته ورکوي او درېيمه برخه وکيل ته ورکوي، تر څو راتلونکي کمپاين لپاره ترې کار واخلي، لکه چې تفتيش ګمرک کې تفیش بشپړ کړي، بيا نو د مستوفيت دروازه ونيسي، او له هغه وروسته د ښاروالۍ، له هغه وروسته نورې ادارې هر يوې ادارې سره داسې چلند کوي لکه د ګمرک ادارې سره یې چې تر سره کړی.

د چارو اداره چې په اخير شپږ اوه کالو کې مشري يې د صادق مدبر په لاس کې وه، د چارو د سمبالښت په موخه منځته راغلې وه، ولې د دې ادارې مشر د هېواد په مهمو چارو کې لاسوهنه کوله، او که لږه بربنډه يې ووایم، مدبر هر هغه پښتون مشر، چې د هېواد جوړونې فکر به ورسره و، د هغه ولايت د څو تنه وکيلانو سره يو ځای به يې ورته منظمه برنامه جوړه کړه، حق او ناحق تورونه به يې پسې وتړل او بدنام به يې کړو، مدبر او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون مشر په پښتون مېشته سيمو کې داسې ناکردې کړي، چې کالونه کالونه به يې کړنې زموږ له ياده ونه وځي.

د هلمند ولايت د خانشين ولسوالۍ ولسوال د ګمارنې به ټول خبرياست چې په ۳۵۰۰۰امريکايي ډالر مقرر شوی، له دې مخکې هم ډېری د شنو ډالرو په مقابل کې مقرر شوي خو خبر به پټه پاتې کېده، ولې دا مقرري پټه پاتې نشوه، پژواک خبري آژانس دا خبر راپورته کړه، ولې تر ننه يې چا پوښتنه ونکړه، د دې ولسوالۍ د امنيه قومندان د مقررۍ پر موضوع هم رسنيو سر نه دی ګرولی، د دې ولسوالۍ قومندانۍ په مياشتو او کلونه نه بلکه په ورځو خرڅېږي او د يوې ورځې قيمت يې ۲۰۰۰۰امريکايي ډالره دی، دا خبر ماته د همدې ولسوالۍ څو ورځې پخواني قومندان کړی، زما پوښتنه دا وه، چې يوه ورځې قومنداني په ۲۰۰۰۰امريکايي ډالره پيدا کېدل يې څنګه دي، پخواني قومندان راته داسې وويل، چې (زموږ د ورځې آمدن تر ۴۰۰۰۰ امريکايي ډالرو دی، خانشین کې بس قچاق زيات دی، چې و به مو نیوه جیبونه به یې را ډک کړل بیا به مو خوشي کړل).

که چيرته د ولسي جرګې د غړو لاسوهنې محدودې شي، او يوازې خپل کار ته متوجه شي، دا به په هېواد د ولسواکۍ بنسټ پياوړی کړي، او څومره چې ولسواکي پياوړې کېږي دومره به موږ ټول پرمختګ کاو.

تا ته مو سترګې دې بابا، هېواد راوژغوره!

آتل يوسفزی