لیکوال : انجینر الفت مومند
خلکو پخوا ویل به چې ګوړه ګوړه وایه خوله به دي خوږه وې دغه وینا نن د متل نوم غوره کړي دي او دغه متل نه پخوانې ولسمشر ښه بشپړه ګټه پورته کړه او دیارلس کاله یې موږ باندي واکمنې وکړه موږ هم چې اوس به مو خوله خوږه شي اوس به خوږه شي او همدي اند کې د جناب ولسمشر صیب د واکمنۍ دوره پای ته ورسیده خو د ګوړي خوږوالې مو ونه څکو اوس د نوي ولسمشر راتلو سره خلک د پخوانې ولسمشر ویناو ته ځير شول او وپوهیدل چې ددوي وینا او عمل کې څومره واټن شتون درلودو، خیر دا وینا به دلته قفل کړو او پدي به بسنه وکړو چې د تیرو بدو کړونو نه پند او ښه کړنو نه ګټه پورته کړل شي. اوس نن سبا نوی ولسمشر خپلو کارونو باندي پیل کړي دوي هم د تیر ولسمشر نه ځان کم نه بولې او ولس ته یې خپله لومړنې وینا کې د اداري فساد لري کولو، د شایسته سالاري راوستلو ژمنه وکړه دا چې دوي خپلو دغو ویناوو کې څومره بریالې به وې دا به ددوي راتلونکې وښایې چې دوي څومره د تیر ولسمشر سره ورته والې او توپیر لري البته د واکمنۍ پر مخ وړلو چارو او کړونو کې. اړینه موضوع داده چې که چیري یو هیواد کې په دولتي او شخصي اداراتو کې بهرنې کارکوونکې شتون ولري نو دي ته اداري فساد ویل کیږي او کنه او ولې دغه کسانو ته نن سبا د افغانستان په دولتي او شخصي ادراتو کې برخه ورکړل شوي ده حال دا چې ورته دندی پرمخ وړلو لپاره زموږ ډیر ځوانان د ټاکنو پیل نه مخکې په تلوسه باندي ناست و او نن هم دغه فرصت لاسته راوړو لپاره ماتل دي ، له بلې خواکچیري دوي زموږ هیواد داخلې چارو مخ وړولو کې ښکیل وي نو ایا زموږ د هیواد داخلې چاري به پرمختګ وکړي هیڅ کله نه که دوي دلته دنده کوي نو دا پدي معنا نه ده چې دوي د دندي موخه باندي دلته راغلې ډیر ددوي څخه د هیواد داخلې چارو راپور خپل هیواد استخبارتو ته ورلیږې او پدي ډول زموږ هیواد سولې فضاء هم ویجاړوي( زه د نوي ولسمشر نه دا سوال کوم چې کچیري د یو کس د کور داخلې چاري سمبال نه وی نو دغه کس ته لمړي پکار دي چې خپل کور داخلې لانجی حل کړي که د بهرنیو مناسباتو ښه کولو کې دي ځان بوخت وساتې ؟) په افغانستان کې د هر هیواد کارکوونکې شتون لری د پاکستان، ایران، امریکا او داسي نورو هیوادونو نه راغلې دي او د افغانستان دولتي او شخصي اداراتو کې دنده سرته رسوي له بلې خوا دوي تنخوا هم لوړه وي دوه او دری زره ډالره نه خو کمه نه وي که ولسمشر اصلاحات غواړي نو باید لومړي دغه کسانو چارو ته ځیر شي او دوي کې هغه کسانو ته اجازه ورکړي وی چې موخه یې یواځي دنده وی نه بل کار که دغه برخي ته ولسمشر پاملرنه وکړي نو ډير ځوانان به پکار او ډیر د هیواد وران کاران به لمنځه لاړ شي، کچیري ولسمشر داخلې چارو سمبالولو کې اوس ځان ښکلیل نه کړې نو بیا سبا به ددوي نه هم لار ورکه وي د تیر ولسمشر پشان او ولس نوی ولسمشر نه ډیر هیله من ښکاري ځکه دوي د نوی ولسمشر کړنې او مهارتونو په اړه یو څه مخکې د مخکې نه اوریدلې دي، پدي هیله چې نور زموږ هیواد دولتي چارو کې بهرنیان شتون ونه لري البته هغه بهرنیان چې هم ددي هیواد ډوډي وخوري او هم ورسره بیا دوکه کوي لکه نن سبا چې د هیواد دولتي چارو کې ځیني پاکستانې او ایرانې کسان شتون لري دوي یو وخت کې دوه دندي سرته رسوي خو به حقیقت کې یوه دنده دوي موخه وې او هغه هم دا چې د افغانستان هر شیبي معلومات باید خپل هیواد ته واستوي ما ډیر خلک په خپله ولیدل چې د هیواد دولتي او شخصي ادراتو کې دندي مخ ته وړي او ددي خبري پخلې خو زموږ پارلمان او ولسي جرګې خلکو هم کړي دې ځینو د هیواد سره د زیاتې میني لمخي نو ځینو بیا په پارلمان کې د یو او بل باندي د تور لګولو په اساس ولس ته ځان څرګنده کړ چې ددوي پارلمان داسي اشخاصو نه تشکیل وي نو دوی به ددي نورو چارو مخه څنګه ونیسي پاي کې همدا وایم چې کچیري نوی ولسمشر دغه لړ کې خپل کوټلې ګامونه پورته نه کړي نو له یوي خوا به زموږ هیواد ځوانانو سره ستره جفا شوي وی او له بلې خوا به د هیواد سولې پروسي ټینګښت کې خنډونه رامنځ ته کړي دغه د بهرنیانو شتون په دولتي اداراتو کې د کابل بانک نه مهم ترینه موضوع ده کچیري نوی ولسمشر ورته ځیر شي له بلې خوا ځینې سیاسي کارو شننوکې دا هم وایې چې ګویا اشرف غني ددي لپاره چې ولس لږ غلې کړي ځکه د ټاکنو پروسو پایله ډیره نه مننونکې ډول باندی پای ته رسیدلې وه نو همدی لپاره دي داسي وینا ته اړیتا درلودو چې ولس په هغي باندی غلې او خپله واکمنۍ مخ ته بوځي او دغه ویناوي چې ولسمشر صیب وکړي خپل تحلیف مراسمو کې دا یواځي نمایشي وینا وه او نور دا چې ددوي ویناوي حقیقت کې به څومره پلې شي زموږ سیاسي کارو شننونکو ویناو څومره حقیقت ته نږدیوالې ومومو نو ددي قضاوت به راتلونکې ته پریږدو.