څو ورځي مخکي چي مي د رسنیو څخه د کندهار دولایتي شورا د بریالیو نوماندانو لیست ولیدی نو په لیدو سره مي په زړه کي ډیره ناهیلي او مایوسي پیدا سول ځکه چي داسي څوک می تر سترګو نه سول چي هغه دي د دی خوار او ځوریدلي ولس دپاره د خدمت جوګه سي، او او یا دي هم د خدمت توقع ور څخه وسي، هغسي کسان مي په لیست کي تر سترګو سول چي په دا ۱۳ کاله کي ئې د کندهار ولس په هر څه باندي لوبي وکړې او د هغوئ حقونه ئې په سپینه ورځ باندی و خپلو خیټو ته اچول او همدا راز د خپل قدرت څخه ئې په ډیرو ناروا او غیر قانوني کړونو کي کار ور څخه اخیستئ او یا هم داسي کسان کامیاب سوي ول چي هغه د چا خبره د دوو بوده ګانو خوراکه نه سي سره جلا کولای، ان تر دې چی خپلی خبری ئې نه وي زده او دومره نه سي کولای چي خپلي خبري په کومو الفاظو باندي شروع کړي، چي ښکاره مثال ئې سید جان خاکریزوال، نعمت الله شیردلی، اغالالی دستګیری، سرینا فیضی او داسی نور بې سواده کسان دي .
هغه ورځ زما دپاره ډیره د شرم وي کومه ورځ چي دا ښاغلي په یوه غونډه کي خبري کوي، زیات افسوس را ته ودریږي ځکه چي ټوله خبری ئې په دغه دغه کي خلاصي سي او هغه اوریدونکي حیران پاته سي چي اوس ددا ښاغلو مطلب څه وو، دلوی کندهار تاریخ ته که وګورو نو دا به راته په ډاګه سي چي لوی کندهار همیشه په تاریخ کي د علم او تمدن مرکز پاته سویدی او همیشه ئې په خپله غیږه کي ډیر لوی لوی علما او د پوهي ستوري روزلي دي او د هغه سره تر څنګ ئې د نړۍ ستر ستر امپراطوران هم خپل ملت ته ور کړي دي خو افسوس چي نن ورځ د لوی کندهار اصلي رنګ د داسي جاهلانو او ناپوهانو له خوا و دنیا ته بل ډول معرفي سویدی او هر څوک داسي فکر کوي چي له پیړیو راهیسي همدا ولس په همداسي تاریکیو کي را پورته سویدی خو حقیقت داسي نه دی.
زموږ داوسني مشرانو ستر مشکل دا دی چي په هغو کي د وطن پالني او وطن جوړوني احساس مړ دی ، زموږ و اوسني مشرانو ته خپل جیب ډکول د هیواد تر جوړولو مهم ښکاري او د اولس ځورول تر خدمت کولو ورته بهتر ښکاري هر چارواکي مو تر خپله وسه وسه د دا ملت سره ستر خیانت وکی او ډیر ظلم یې وکی داسي ستر خیانتونه او ظلمونه ددې ملت سره وسول چي تاریخ ئې په ویلو هم شرمیږي هم ستړی کیږي، چي د هغو خیانتونو څخه یو هم دا د بې سواده وکیلانو کامیابه کول د کندهار و ولایتي شوراته دي .
تاسي د ملی امنیت پیشنهاد وګوری چي په روښانه ټکو کې لیکل سویدي چي دا ښاغلي او آغلي هیڅ تعلیمي اسناد نه لري خو نن ورځ بیا په جګه غاړه د یو څو لنډه غرو او چارواکو د زور په مټ سره کامیابه اعلان سویدي او یو ځل بیا پر کندهاري ولس باندي دا بیسواده وتپل سول، نه پوهیږم چي موږ به د دې بیسوادو څخه د څه شي توقع وکړو، دخدای پار دی سرینا فیضي چی ما له نږدې څخه لیدلې خپلي خبري نسي کولای هغه استعداد خو پریږده زه حیرانه دې ته یم چي دا به څرنګه په ښه ډول سره د یو چا سره راشه درشه وکړي نو سیاسي مسولیت خو بیخی لیري دی ، خو افسوس چي د معارف د مفسدو چارواکو په مټ جعلي تحصیلي اسناد ورته جوړ سول او همدا ډول د یو څو نورو لنډه غرو په مالي مرسته بیا پر کندهار باندي وتپل سول د دا سترو همکاریو په مقابل کي به سرینا د هغوي کومو خواهشاتو ته لبیک ویلی وي یو خدای په خبر دی اودهغوی دخواهشاتوبې منلو هیڅ امکان نه لري چي یو داتم ټولګي 16 کلنه انجلی دی دونه په درغلی رایی راخپلي کړي ځکه که چیري ور سره ونه مني نو دا دامکان څخه لیري خبره ده چي پیشي دي د خدای دپاره موږک ونیسي.
موږ کندهاریان خپل حق غواړو او د ولس مشر څخه مو هیله داده چي د دا بیسواده کسانو پر ځای باندی تعلیم یافته او اهل کسان و داسي پوستو ته راولي تر څو و کندهاری ولس ته د خدمت جوګه وګرځي. نور دا زړی سولیدلی چهرې او ازمویل سوي چهرې باید د داسي چوکیو څخه لیري او بر طرفه سي ملت ددوی څخه نفرت لري او د داټولو خیانتونو محاسبه باید ور سره وسي .