دومره لويه دنده هم نده يواځې دپکتيا دملي راډيو تلويزيون مسوليت راپه برخه دی ، دې ته هم يو شمير ملګرو هڅولی يم چې په دولت کې پدې بست يا څوکی کار وکړم ، لومړۍ خو مې خوښه هم نه وه ځکه چې په دې برخه کې مې کار کړی وو خو ځان راته ددې جوګه نه مالوميده چې زه دې ديوې دولتي رسنۍ مسول وټاکل شم ، خو بيا هم ددوستانو دې کور ودان وي چې زه يې ددې وړ وګڼلم چې پدې څوکۍ کار وکړم ،
دادی درې نيم کاله مې پوره شول په لومړيو کې مې شاوخوا يوکال سرپرستي وکړه خو بيا دازاد رقابت له لارې دې بست ته بريالی شوم ،
هغه څه خدای ته مالوم دي چې ددې ولس غږ به مې ترکومې دولت اونړيوالو ته رسولی وي او ترکومه به يوه ښه منيجر پاتې شوی وم اوترکومه به مې خپل کارونه سم ترسره کړي وي ، خو تل مې هڅه کړې چې پخپله اداره کې يو دوستييز نظام رامينځته کړم ځکه چې ددې لارې ډير کار کيدلی شي خو دپاک رب په مرسته په دې توانيدلی يم چې همداسې يو دوستييز نظام رامينځته کړم چې څو هر مامور دخپلو چارو ترڅنګ دنورو سره هم مرسته وکړي او ادارې ته دخپل کور په څير وګوري .
هغه داصلاحاتو سيستم هم دې اداره کې پلی شو چې مسلکي کسان پکې ګمارل شوي دي او ازموينه ولايتي کميسيون اخيستي ده چې ددې ادارې د۲۳ تنه تشکيل څخه ۵ پنځه تنه اجير ۳ تنه اداري ۵تنه تخنيکي ۵ تنه دراډيو او پنځه تنه دتلويزيون کارکوونکي دي چې په دې کې ۷ تنه دژورناليزم نه فارغ ځوانان جذب شوي دي اوتخنيکي هغه خلک دي چې له ۲۰ نه ۳۵ کلونو يې دفرستندو په جوړولو کې کار کړی دي ، فکر کووم چې دفرستندو چلولو مسلکي يواځيني خلک به پکتيا کې همداوي چې دپکتيا په ملي راډيو تلويزيون کې خپلې دندې پرمخ وړي ،
ددې رسنيو څخه راډيو هره ورځ ۱۲ ساعته يو ځايې نشرات لري او تلويزيون يې ۲ ساعته سيمه يېزې خپرونې او ۱۴ ساعته ريلي خپرونې لري چې دامسوليت اولارښوونه دخپل عالي مقام له لورې شوې چې دتلويزيون په برخه کې بايد مونږ يواځې بايد سيمه ييز خبرونه ولرو نور بايد ټول دافغانستان ملي تلويزيون وچلوو ، پدې اداره کې دسهار د۸ بجو نه دماذديګر تر پنځو بجو رسميات وجود لري چې دوقفې په وخت يانې د۱۲ / ۱ /او ۲ بجو د ورځې هم دچا کار ندی ځنډول شوی ، داځکه چې زه خپله دپکتيا ديوې ولسوالی اوسيدونکی يم نو دتذکرو ، پاسپورټ ، دموټرو پليټ ، اونورو ضروري اسنادو دورکې اعلان دهمدې مرجع څخه کيږي نو دلته ډير هغه خلک راځي چې هغه دولسواليو اوسيدونکي وي نو دالازمه ده چې په وخت يې کار خلاص شي او خپلې پاتې چارې پرمخ يوسي او يا کورته په وخت سره ځان ورسوي ،
دلته دچاسره صليقوي برخورد ندی شوی ځکه دايوه دولتي رسنۍ ده دلته به دولتي پروګرامونه نشروې دخلکو هيلو ته به هم انعکاس ورکوې خو په هغه چوکاټ کې کوم چې مونږ ته عالي مرجع راليږلی او بار بار يې وړانديزونه او لارښوونې کړي دي ،
دپکتيا ولايت ۱۳ ولسوالي لري دافغانستان ملي راډيو تلويزيون دولايتي راپورتاژ په نوم يوه خپرونه لري چې په مياشت کې به يو ولايت ورته يو ۱۵ يا ۲۰ دقيقه يې راپورتاژ چمتو کوي خو خوشبختنا په کال کې مونږ ۲۴ راپورتاژونه پخپل ولايت اوپه هره ولسوالی جوړ کړي دي چې زمونږ سره پدې برخه کې مرسته شوې او په ۱۵ ورځو کې زمونږ يو راپورتاژ نشر شوی دی چې پدې کې مو دهرې ولسوالۍ څخه دوه دوه راپورتاژونه په بيلا بيلو موضوعاتو ترتيب کړي او دنشر په موخه مو عالي ادارې ته ليږلي دي ،
مونږ هغه پلان بشپړ کړی دی کوم چې مونږ جوړ او دافغانستان دملي راډيو تلويزيون مشرتابه موافقه کړې ده چې له امله يې زه ددريم ځل دپاره هم مثبت وارزول شوم ، او دادی څلورم پلان هم بشپړ شوی چې دپلي کيدو دپاره يې کار جريان لري ،
بل داچې رسنۍ داسې اداره نده چې کاريې چاته ښکاره نه وي نو دورځې به کار کوې او دشپې به يې خلکو ته واضح کړې چې دادی په دې برخو مې رپورټونه جوړ کړي او ستاسو خدمت ته په دې وخت وړاندې کيږي ورته غوږ شی ،
که مونږ يوه بله اداره دمثال په توګه راوړو نو که ووايې چې دوی ټوله ورځ کار کړی دی خو داسې مثال به وړاندې نه کړي چې ښکاره وي او خلک يې عملا وګوري نو درسنيو او بيا په ځانګړې توګه دخپلې ادارې خبره کووم چې دهرې ورځې کار دشپې اوورځې دراډيو اوريدلی شي او دتلويزيون څخه يې ليدلی شي ،
اوس خبره داده چې زما نوم عاشق الله اخلاص يار دی دهمدې پکتيا چې دنده هم پکې لرم اوسيدونکی يم لومړی مې دکرنې پوهنځي لوستی دی ، او بيا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له لورې په بورس دهندوستان دولت ته تللی يم چې دعمومي ژورناليزم په ډګر کې مې نيمه عالي تحصيلات ترسره کړي دي چې د لوړو زده کړو وزارت سره ثبت دي او ارزيابي شوي دي او دريمې زده کړې مې هم دهندوستان په دولت کې دمنجمنټ په برخه کې دماستري په کچه د ( عملياتي ادارې او رهبري ) په څانګو کې ترسره کړي دي چې دا اسناد مې هم دباندنيو چارو له وزارته خلاص او دلوړو زده کړو وزارت کې مې په ازموينه ورکولو سره ارزيابي کړي دي ، او ددوه کلونو دپاره مې دپکتيا دځوانانو چارو دآمر نده داطلاعاتو اوفرهنګ رياست په چوکاټ کې ترسره کړې ده .
په ۱۳۷۷ کال مې فرهنګي هڅې پيل کړي دي چې يووخت دسليمان غر مجلې مرستيال چلوونکی ، دولسي هېندارې مجلې مسول مدير ، دسهار ادبي اوفرهنګي ټولنې چې په ۱۳۷۷ کال کې تاسيس شوې وه فعال غړی او اوس دسليمان غر کلتوري ټولنې مسول يم ، ددې ترڅنګ نور فرهنګي فعاليتونه هم لرم ، په ادبي او مسلکي برخه کې څو ناچاپ کتابونه هم شته دې چې دچاپ وس يې راسره نشته دی ، دوه ژباړې مې هم چاپ ته تيارې دي که خدای کول ددوستانو په مالي ملاتړ به چاپ شي ، همداډول ښې اړيکې مې ژوند دی ، ددوستانو سره يو ځايې ژوند او مشورې مې هم دژوند اساسي برخې دي .
خو اوس نه پوهيږو چې ولې (( سيالي غير سالمه شوه )) دادی کال په پوره کيدو دی چې په ټلفون کې راته بيلا بيل اخطارونه راکول کيږي دبيلا بيلو ټلفوني شميرو راته زنګ کيږي او په انټرنيټي سايټوڼو کې په مستعارو نومونو راپسې تبليعاتو صورت موندلی دی ، که ما هرڅو هڅه کړې چې راشی سره کښينو ، خبرې وکړو ، ټلفوني اوږد بحث وکړو ، سکيپ کې وغږيږو ، پداسې ډول خبرې راسره وکړی چې غږ مې هم ونه پيژنم خو ستاسو مقصد واخلم اوپوه شم چې اصلي خبره څه ده او لامل څه ده ؟
بس بحث نشته دی ، قناعت نشته دی ، استدلال نشي کولی ، په انټرنيټي سايټونو کې هم بيا ورک وي خو خبره يې داده چې (( دنده)) پريږه اخير به هم راډيو تلويزيون زمونږ په لاس کې وي ، خو ښه به داوي چې پخپله ولاړ شې ، زه وايم چې دلته خو قانون شته دی ، لايحه شته دولت شته اصول او مقررات شته دي نو څنګه يو څوک په زور دې ته اړ شي چې دنده پريږدي او کورته لاړشي ، تردې چې (( له مينځه به ولاړشې )) .
نو زما په نظر همدې ته به غير سالمه سيالي ويل کيږي ، اوس خو په دې نوي دولت کې وزيران ټول سلب صلاحيت دي ليرې کول اوټاکل دمامورينو بند دي تراوسه داصلاحات اداري سيستم هم له مينځه ندی تللی اودادی چې مخکې مې هم ياده کړه يوه مياشت نده پوره چې ددريم کال لپاره مثبت وارزول شوم ، زه وايم چې که هرڅوک رقابت کوي نو رقابت دې په سالم ډول ترسره کړي او داسې چلند دې نکوي چې په هغې سره ستونزې قوم ته لاړې شي کلي ته لاړې شي له وړو خبرو لويې جوړې شي او داسې خبرې ترې جوړې شي چې داواري لپاره يې څوک بيا ګام هم نشي اخيستلی .
نو د ورونو نه مې هيله داده چې دا ډول تربګنيو ته بايد لمن ونه وهل شي او دخپل افغاني اصيل کلتور له مخې خپلې چارې پرمخ يوسي ، متل دی چې (( باران هم حال وايې )) نو نور اوږدولو ته اړتيا نشته دی او دې هم ضرورت نشته دی چې (( يو څوک دې په مرګ وګواښل شي چې څو ورته څوکۍ خالي شي او ده ته پاتې شي آمر شي )) .
بيا هم هيله لرم چې دوستان داډول خبرو ته جدي پام وکړي او سيالي په سالم رقابت سره وکړي .
په درنښت
عاشق الله اخلاص يار
دپکتيا دملي راډيو تلويزيون مشر