ليکوال: فرهاد داوري
پتيال د هغو ګوتو په شمار ځوانانو له ډلي څخه و، چي د ژوند له ډېر ابتدايي حالت څخه لوی سياسي منزل ته ورسيدی. ده په خپل کم عمري واټن کي لويه سياسي فاصله طی کړه، ده د خپل پوخ او ژور فکر له امله په سياسي ډګر کي ځانګړی ځای پيداکړ. پتيال ځوان و، خو فکر يي پوخ و، دده سياسي شعور پوخ سوی و، دده سياسي اراده غښتلې وه، دده افکار له يوې خوا د افغاني ټولني له سياسي جوړښت او سياسي تګلاري سره سم جوړ سوي وه او له بل پلوه د نوي سياست او معاصرو سياسي آندونو سره پر يوه لاره روان وه. ښاغلي پتيال د ټولني لپاره اصلاحي سياست په کار اچوی، دده په سياسي آندونو کي د ټولني ناوړه سياسي قواعد مردود سوي دي، ده له يوې خوا د ټولني پر سياسي ژوند واکمني کول او له بلي خوا يي د خلکو ترمنځ پراخ اصلاحات غوښتل.
په سياسي برخه کي پتيال د پرمختګ او د حقيقي سياست غوښتونکی و، دده تګلاره د ټولني د سموالي پر لور وه، دده د خلکو مرګ نه غوښتی، ده په چل، درواغو او فريب باندي سياست کول نه غوښتل، بلکي ده رېښتني ولسواکي او د خلکو ږغ غوښتی، ده له يوې خوا پر خلکو سياست کوئ او له بلي خوا يي خلکو وېښول او هڅول غوښتل، دده آند پر رېيښتني ولسواکۍ ولاړ دی، دی په خپله پاڼه کي وايي ((زيات و کم دوه نيم زره کاله تر مخه نامي يوناني سياستپوه (پرًکليس) د لومړي ځل لپاره د (ډيموکراسۍ) ږغ پورته کى او د خلکو په خوښه د ټاکل سوي مشر او حکومت غوښتنه ئې وکړه. دغه ډول حکومت په دنيا کي د اول وار لپاره د يونان تر نورو ښارو دمخه په (اتن) کي په داسي حال کي جوړ سو، چي د يونانيانو د مدنيت پر تاريخ يوازي دوې سدۍ تېري سوي وې. موږ چي د پنځه زره کلن مدني تاريخ خبره شوړولې ده، لا ولي د ډيموکراسۍ هغه وجود زغملاى نه سو، چي نورو ملتونو دوه نيم زره کاله دمخه منلى دئ؟. موږ لا هم د (سوټکراسۍ) له فرهنګه ځانونه را ايستلاى نه سو، لا هم د وحشي او ځنګلي دور پيروي او متابعت د يوويشتمي پېړۍ په لباس کي کوو. د جهان د ملتونو د مدنيت او ډيموکراسۍ څېړلو په سلسله کي زموږ لپاره شين شرم په کار دئ، چي لا هم د انتخاباتو فرهنګ ته عقيده نه لرو او يو پر بل مو سوټي سره را اخيستي دي.)) پتيال په پورته آندونو کي د ټولني پر هغو خلکو باندي نيوکه کوي چي د قدرت په لاسته راوړلو کي د زور او تشدد څخه کار اخلي، دی خلکو ته دا سپارښتنه کوي چي د ټاکنو او رايو د لاري سياسي قدرت ته ورسيږي، نه د زور، په پورته ډول ښاغلي پتيال د (سوټکراسي) اصطلاح کارولې ده چي دا د افغانانو په منځ کي د کوتک، توپک او زور د لاري قدرت غوښتلو لپاره کارول کېږي. همدارنګه دی پر هغو افغانانو هم نيوکه کوي چي يوازي په تاريخي شملې باندي وياړي، دی دوئ ته دا سپارښتنه کوي چي له دي وياړونو راووزي او لاس په کار سي.
پتيال د سياست په معاصر تعريف پوهيدی، ده سياست له نوي عصر او نوي زاويي څخه ليدلی و، دده په آندونو کي داسي څرګنديږي چي دی مترقي غوښتونکی افغان سياستوال و، دده افکار د ټولني د پخوانيو او زړو قواعدو څخه راوتلي وه، بلکي د افغاني ټولني لپاره يي نوی سياسي فکر او نوی سياسي ژوند غوښتئ.