لیکوال : انجینر الفت مومند
ملګرو نن ډیر خوښ یم چې نن راته د ارګ لخوا بلنه راکړل شوی ده او زه یې غوښتي یم زه به خپل ولسمشر ته ټولې ویناوي وکړم او ورته به ووایم چې موږ د کومو کومو ستونزو سره مخ یو او زما پشان نور هم دغه ستونزو سره مخ دي، زه د نوی ولسمشر نه هیله من یم چې مهربانې دي وکړي موږ ته دي زموږ حق راکړي، ډیر زیات څه موږ نه غواړو یواځي هغه څه غواړو چې زموږ حق کیږي، موږ ددي خاوري او خپل ولسمشر وینا پرځاي کړه او ددي خبري نه زموږ ولسمشر خبر دي او خوشحاله هم دي نو کله چې دي ددي وینا نه خبر او خوشحاله هم دي نو بیا ځنډ څله کوو نن نو باید زه د ولسمشر نه خپل حق واخلم او زه به دغه کار نن هرومرو کوم خو مخکې ددي نه چې زه دغه کار وکړم زه باید ځان سینګار کړم او خپل څادر چې دري رنګونو نه جوړ دي ځان باندي راتاو کړم اخیر کمه خبره خو نده خپل ولسمشر خواته روان یم ما دا خبره کوله چې زما ملګري په ژړا شول او وویل چې جاوید جانه موږ تا څنګه ځانله پریږدو چې لاړ شي موږ سره ستا ملګرتیا همدمره وه موږ به هیڅکله تا یواځي پري نهږدو نو ما ورته وویل ګوري هغه کسان چې راغلې دي د هغوي نه مې واوریدل چې زما سره لس نور هم مل کیږي هغوي هم ماسره روان دي نو تاسو ووایست زه ځانله څنګه شوم، خو زما وینا چیرته دوي اوریدله بس خپلو ژړاګانو کې بوخت و زما غږ چیرته دوي اوریدو پای کې زه هم دوي په ژړا کړم ځکه دوي سره ما ډیر وخت تیر کړي و او هر یو راته خپله کېسه کړي وه چې ولې د ملې اوردو سرباز شو او څه احساس دلته راوړو خیر ما هم وژړل او دوي هم او پای کې زما لپاره یو سینګار کړي ګاړي راغي او زه پکې د څلورو کسانو لخوا بدرګه شوم او کینولم او دلته زه د خپلو ملګرو نه خپه شوم ځکه دغه خلکو ماته دومره عزت راکړو او زما ملګرو بیا هم ژړل او ځینو خو خپل مخونه په شګو باندی ککړ کړي و ټولو ته مې وویل ګرانو ملګرو تاسو خپه کیږي مه زه به ضرور ستاسو او خپل حق په اړه خپل نوی ولسمشر سره وینا وکړم او همدي وینا سره زما سینګار کړي موټر روان شو لږ ځاې ته نه و رسیدلې چې یو بل ځوان چې شني سترګې زیړ ایښته او جګ قد یې و هغه هم د دغه څلورو کسانو لخوا بدرګه شو او زما څنګ کې کیناستو او موږ روان شولو نو لاري کې مې دغه ښکلې ځوان نه پوښتنه وکړه چې ګرانه ته څنګه یې نو هغه راته په مسکا سره وویل ښه یم خو بس لګ خپه یم ملګرو مې لږ خپه کړم کله چې راتلم نو ددي پرځاي چې دوی خوشحاله وی دوي ژاړل بس همدي خبري لږ خپه کړي یم کنه نن ډیر خوښ یم چې د ولسمشر خواته داسي سینګار کړي حالت کې روان یم هلته چې څنګه ورسیدلم نو خپلې ټولې ستونزو په اړه به خپل ولسمشر ته ووایم ما هم وخندل او وویل مې چې زما او ستا دواړو خیالات او موخه یوه ده زه هم نن همدي کار لپاره غواړم ولسمشر سره وګورم خو موږ ته یې ویلې و چې ما سره به لس کسه وی دا خو ماسره یو ته ملتیا کوی نو پدی کې هغه ځوان وویل چې هغه نور ګاړي ګوري نور ځوانان په هغه نورو سینګار شوی ګاړو کې موږ پسي راروان دي نو ما وخندل او ومې ویل چې بس یو ځل ولسمشر ماسره وګوري، نو ورته به ووایم چې جناب ستاسو امر مې پرځای کړو او خپله خاوره مې د مخالفینو له وجوده پاکه کړه او دا به هم ورته ووایم چې صیب زه د کور مشر یم که سبا په ما څه وشول نو زما پیسي زما کورنۍ ته په وخت ورکړي د کورنۍ حالت مې هیڅ ښه ندي تاسو نه همدا هیله لرم چې دغه برخه کې ماسره مرسته وکړي.نو دغه ښکلې ځوان وویل ګرانه ته ورته دا ووایه خو زه ورته یو بل څه هم وایم نو ما ورته وویل څه نو هغه وویل چې ولسمشر صیب که زما د یو څو میاشتو تنخوا مخکې راکړي راتلونکې میاشت کې مې واده دي او یو څه پیسو ته اړتیا لرم نو ما وخندل هلکه دا خبره ونه کړي نو پدی وخت کې زموږ ګاړي ودریدو او موږ ګورو چې د ګلانو ګیډي زموږ لوري ته راوړل کیدي موږ مخ ته یې کیښودلې لږ وخت تیر نه و چې هغه نور ځوانان هم راغلل او زموږ سره یو قطار کې شول او د هغوي مخ ته هم د ګلو ګیډي کېښودل شوی ما وویل ګرانو ملګرو ټول پخیر راغلې نو ټولو په یو خوله وویل ژوند ژوند نو زړه مې قرار شو او دوي هر یو نه مې پوښتني پیل کړي نو هر یو خپل د راتګ لامل په اړه راته وویل یو وویل زه نن ولسمشر ته ددي خبري یادونه ضرور کوم چې موږ سره ثقیله سلاح نه شته او موږ همدي لامله زیات تلفات ورکوو یو بل وویل چې زه خو ورته وایم چې جناب زموږ پستو کې داسي وسلې شتون نلري چې هغه باندي موږ دښمن لري نه په نښه کړو ددي کس خوا ته ناست کس وویل چې زه خو خپل ولسمشر نه همدا هیله لرم چې زموږ هوایې ځواک دی پیاوړي کړي ترڅو هغوي د بازانو پشان او موږ لاندي خوا نه د زمرو پشان د دښمن څرمن وباسو نو ددي کس خبري ټول په مسکا کړل ددي کس خوا ته بل سرباز وویل چې زه کور کې یو خور او یو مور لرم که سبا په ما څه کیږي نو باید دوي ته زما د ولسمشر پام ووسي یو بل ددوي په منځ کې غږ پورته کړو چې زما تنخوا بنده ده دا زما شپږمه میاشت ده او ماته هیڅ پیسي ندي راکړل شوی نو موږ ټولو وویل چې هر یو به خپل نوبت سره خپلې ستونزي د ولسمشر پر وړاندي وایې پدی کې ګورو چې توري عینکو کسانو یو ډله راغله او موږ شاه خواته ودریدل پدی کې نوی ولسمشر د لري نه خلکو سره وینا کوله او راغي موږ څنګ ته ودریدو او یو شیبي وروسته مخ په حرکت شو نو پدی کې هغه ځوان چې سبا یې واده و چیغي شروع کړي او وویل ولسمشر صیب زما سبا واده دي زما سبا واده دي خو ولسمشر همداسي خپل حرکت ته دوام ورکړو زما څنګ ته ورسیدو نو ما ورته وینا پیل کړه نو زما مخ نه هم همداسي تیر شو او پای کې موږ ټولو سربازانو مخ نه تیر شو خو د یو کس فریاد ځواب یې ورنه کړو ما وویل ولسمشره ته زما پوره وړی شوی او بیا موږ یې بیا هغه ګاړي کې کینولو او روان شولو نورو نه خبر نه یم خو کله چې زما موټر یو ساعت حرکت وکړو نو پرما باندي زما د کلې بوی ولږیدو نو پام مې وکړو نو د کلې منځ کې د خلکو منځ کې قرار لرم او لږ وروسته کله چې زه یې رواخیستم او کټ کې واچولم نو هله د مور څیري ګریوان او د خور اوښکو ته مې وکتل نو پوه شوم چې ما خپل ځان د هیواد پخاطر فدا کړي دي ما خو خپل دنده او فرض پرځای کړو خو زما ولسمشر زما پوره وړي پاتې شو.