پوهاند ډاکټر سید بهاءالدین مجروح/ عبدالباري جهاني

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61969

دخبریدو نیټه : 2014-11-06



                     
پوهاند ډاکټرسید بهاءالدین مجروح د پښتو ژبي د یوه مشهور شاعر او خدمتګار سید شمس الدین مجروح زوی وو. د ۱۹۲۸ کال د فبروري په میاشت کي د کونړ ولایت د اسمار په اولسوالی کي دنیا ته راغی او د ۱۹۸۸ کال د فبروري په میاشت کي، د شپیتو کالو په عمر د وطن، سولي، علم او رڼا دښمنانو د پیښور په ښار کي وواژه او د پښتو ژبه یې د هغه له نوراني ماغزو او له احساسه مالامال زړه څخه د تل لپاره بې برخي کړه. بهاءالدین مجروح یو فیلسوف، یو عالم او شاعر وو، چي ښايی د هغه د ژوند په زمانه کي یې افغانستان ساری نه درلود او زه یقین لرم چي تر اوسه پوري یې هم خلا نه ډکه سوې او د هغه په څیر بل  سترګه ور، هوښیار او پر وطن او خاوره مین فیلسوف او شاعر لا دې خاوري نه دی زیږولی. مجروح صاحب خپل ځانته شاعر نه وایه؛ او ښايی دغه علت وي چي ډیر کم شعر یې لیکی او موږ ته یې ډیر لږ شعرونه راپاته دي؛خو اشعار یې د مضمون له مخي دومره غني وه چي په خپله زمانه کي یې بې ساري ګڼلای سو. دا اشعار چي هر څومره زیات ولوستل سي په هغه اندازه یې سړی غني مضامینو ته متوجه کیږي او نوي نوي فلسفي مفاهیم او د عقل خبري پکښي پیدا کوي.  د سید بهاءالدین مجروح ځیني شعرونه، په ریشتیا هم د شکل له مخي، پر غوږونو ښه نه لګیږي، ځکه چي چنداني یې د شعر او نظم د روانی خیال نه دی ساتلی، او لکه په تلوار تلوار چی یې لیکلي وي، یوازي یې ژورو فلسفي او علمي مفاهیمو ته پام اړولی دی او غواړي خپلي هوښیاري خبري او د پیغام څخه ډک کلام د خپلو لوستونکو تر سترګو تیر او په اوریدونکو واوري.


د هغه د قدیم یونان د اورفیوس او اوریدیسه داستان، د انګۍ او نرګس داستان، چي هغه هم د قدیم یونان په افسانو اړه لري، په بار بار لوستلو ارزي. که مجروح نه وای نو دا له پند او عبرت څخه ډکي ښکلي افسانې ښايي هیڅکله زموږ غوږونو ته نه وای رسیدلي.


د وطن مور په نوم، ازاد شعر یې د خپل وخت شهکار دی، چي د شکل له مخي کله کله د نثر خوند کوي، خو هم انتقادي او هم انقلابي نظم دی. پر خپل قام باندي ډیر توند ورغلی دی او په حقیقت کي د ده ویده قام دغه راز توندي لهجې ته ضرورت درلود. په دې نظم کي د لاروي او د وطن د مور تر منځ یوه لنډه مرکه ده. دا مرکه د اختر په ورځ ده او لاروی د وطن له مور څخه پوښتنه کوي.
اې د وطن موري!
په ما ګراني په زړه پوري!
زار قربان دي له میروشه
د سپیرو شاړو دښتو شه
خو لعنت دي په بچیو
اې د وطن موري په ما ګراني
نن اختر دی بختور دی
دا کمیس دي پرون تور وو
نن هم تور دی
خو پرتوګ دي څیر ي څیري
نوی نه شو
خو اختر دي مبارک شه
ګراني موري!
اې د وطن موري
ښه دی ښه دی
چي پرتوګ دي خړبخن دی
څیري څیري
د هیچا نه په کاریږي
نه خرڅیږي
ځکه ستا بچي ډیر زښتنه نارینه دي
خرڅوي د مور پرتوګ هم.


لاروی د وطن مور ته ډیري خبري کوي. پخوانۍ خبري او زوړ تاریخ ورته یادوي، په اصطلاح د زړه پر زخمونو یې مالګي دوړوي. د وطن مور هم بالاخره خپله خوله پرانیزي او په سرو سترګو د لاروي جوابونه وايی. او په یوه ځای کي ورته وايي:
په ما هر پسات چي کیږي د شپې کیږي
وهل کیږم، تړل کیږم، په تور تم کي
چي سبا شي بیا خبریږم
چي بچو خپلو بچو یمه تړلې
یوه بل نوي میړه ته یې واده کړې
یو تربور یې دی شړلی
بل تربور ته یې ورکړې
په دې شاني خرڅوي ما
په ظالمو مستبدو، زورورو
به بار باري ودوي ما
عمر تیر شو
ناوي توب مي نه ختمیږي
دا چي ته یې تاریخ بولې
څه بیان کړي؟
داسي وايي:
یوه ناوې وه چي سل کرت واده شوه
هغه زه یم.
اوس نو وایه
چي په زور ظلم واده شي
څو څو واره
په جبري نکاح پالنګ ته راښکل کیږي
په رڼا ورځ سرې ډولۍ کي راوړل کیږي
بیا چي شپه شي توره شپه شي
په زوړ کټ کي تړل کیږي، وهل کیږي
چي تا ولي بکارت نه دی ساتلی
اوس نو وایه
د دې هسي مور اولاد به څه اولاد وي؟


او د نظم په پای کي، چي د سردار داوود خان د جمهوري ریاست په وروستي کال کي لیکل سوی دی، د وطن مور  لاروي ته وايي چي زامنو مي بالاخره یوه بل میړه ته، چي پخوا هم ورسره اشنا وم، واده کړم او ما ته یې ویل چي دا هغه د پخوا سړی نه دی، ډیر بدل سوی دی او تا به ډیره ونازوي؛ خو اوس دوی پخپله د هغه د لاسه په چیغو چیغو ژاړي.


خو چي شپه شوله تور تم شو
بیا هم هغه ټکول و را ښکودل وو
د قرنونو تجربه تکراریدله
شومه غلې
څه موده لا تیره نه وه
چي زما بچي بدذاتي
راته راغلل
په ژړا په واویلا شول
چي دا نوی پلار تر نورو هم ظالم دی
هم وهل هم ټکول کړي هم وژل کړي
««««««««««
اې زما کمبخته زویه لارویه!
دا زړې خبري ولي یادوې ته
په پرهار مي ملګي ولي دوړوې ته
د تیر وخت را یادول څه پکاریږي؟
دا نن شپه راته بلا ده
له سبا ورځي ډاریږم
چي به کله ما تړي څوک
د بل چا لاس ته سپاري څوک.

 


د کنړ سیند د بهاءالدین مجروح یو بل شهکار دی چي په ۲۷۸ بیتونو کي د مثنوي په شکل لیکل سوی دی. دا مثنوي ځکه پر سړي نه غمیږي چي یوازي د کنړ سیند ته نه دی لیکل سوی بلکه د کنړ د سیند پر غاړه د ډیرو زیاتو پیښو او حوادثو بیان دی، چي یوه له بلي سره چنداني اړیکی نه لري او هره یوه یې بیل هدف لري او ځانته یو بیل داستان دی. مجروح صاحب د نا آشنا سندري په نوم شعري مجموعې په څلویښتم مخ کي لیکي« دا منظومه د آزاد شعر په بڼه د ۱۳۵۵ کال د عقرب د میاشتي په یویشتمه پیل شوه. زه هلته د استاد حبیبي په ملګرتیا د یوه رسمي هیات سره تللی وم، او د سید جمال الدین افغاني د زیږیدو د ځاي په باره کي مو پوښتني کولې.


استاد حبیبی د هیات سره پشد ته پوري ووت، او په زیارتونو ګرځیده او دعا یې کوله چي که خدای تعالی د هغو زیارتونو له برکته ورته د سید او د هغه د پلار د زیږیدو او استوګني ځای ور وښایی. مګر څرنګه چي ما د کنړ سیدان پیژندل، د هغوی د پلرونو او نیکونو له کراماتو څخه خبر وم او ښه پوهیدم چي هغوی به د استاد حبیبي دعا هیڅ قبوله نه کړي، نو ځکه زیارتونو پسي لاړ نه شوم.  د جالې په غاړه د هغوی په انتظار کښیناستم او د کنړ په تماشه شوم.
رښتیا هم د کنړ زیارتونو استاد حبیبي ته هیڅ ځواب ونه وایه، مګر د کنړ سیند زما سره خبري وکړې او د هغو خبرو څخه دا منظومه جوړه شوه. بیا دا د آزاد شعر منظومه ښاغلي بینوا ته اهدا شوه.»
 د کنړ سیند
که دي راکړه شرابونه دریابونه
په کاسو د آسمانونو
په سرو وینو د شفق رنګ
که نیشه شوم، لیونی شوم
نو کیسه به درته وکړمه ستا خپله، زما خپله
ته با درده بینوا یې
د پښتو ژبي باچا یې
خدای دي ډوب کړه
ستا سندره مي په غوږ کي انګازې کړي
ښه سندره د ځوانی ده
ښه پیغام د ځلمیتوب دی
تا ویلي: غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ
دا رازونه دا خیالونه
څاڅکي څاڅکي تويېدل د زړه پیاله کي
بیا پیاله شوله لبریزه
بیا دریاب شو
دا زما د زړه دریاب شو
در روان شو
خدای دي ډوب که.


د کنړ د سیند په اوږده منظومه کي، چي د پښتو د شعر یو شهکار دی، مرحوم مجروح د یوه لاروي په حیث، د کنړ له سیند سره د زړه خواله کوي او د کنړ سیند یا د هغه سوالونو ته  جوابونه وايي او یا هغه د خپل ځان په باب ورته ږغیږي. مرحوم مجروح وايي چي ماته مي پلار وویل چي ستا په شعرونو کي ډیر ښه پیغام پروت دی مګر هیڅ وزن او قافیه نه لري. بهتره به وي چي په شعر کي قافیې ته هم یو څه پام وکړې. دی وايي تر دغه وخته ما هر څه د آزاد شعر په شکل لیکل خو د خپل پلار له توصیې  او غوښتني سره سم مي دا منظومه د مثنوي په شکل ولیکله.


لاروی:


د کنړ آزاده سینده مست خراب یې
ناپایاب لکه زما د زړه دریاب یې
نه دمه کړې نه دریږې نه آرام کړې
نه دي شاته، نه دې خواته نظر پام کړې
هی بهیږې شورماشور کړې تر ابده
ماوراء د دې دنیا له ښو اوبده
هی روان یې درومې درومې تل تر تله
ابدي سندره وایې خوږه خپله


دریاب:


زه راځمه د پامیر له هسک سواده
د پریانو د دیوانو له هیواده
دغه سیمه زما سیمه له ما ښاده
دا دنیا زما دنیا په ما آباده
داستانونه د مرګ ژوند راکي روان دي
هم د نن، هم د پرون، د هر زمان دي.


تر څو سوالونو جوابونو وروسته، لاروی د کنړ سیند ته وايي:


اې زما د زړه دریابه راته وایه
ستا په غاړه یو انسان پروت دی بیځایه
په دې سیمه کي میشته له ډیره وخته
په تن لوڅ په ګیډه وږی تل بد بخته
په دې وږې تشه ګیډه نا توانه
ښخ ویده دی کړي خوبونه پریشانه
دا انسان څه شان انسان څه یې راحت دی
دا خوبونه تعبیر غواړي لوی زحمت دی
ما ملکونه هیوادونه ډیر لیدلي
هنګامې د انقلاب مي اوریدلي
هلته دوري چي دنیا بیا رڼا کیږي
آ چي لمر ځي سمندر کي پنا کیږي
هلته شور دی غلغلې دي کوم طوفان دی
یو جاکړ ترې هیبت ناکه را روان دی
دا طوفان شي لوی لوی غرونه لړزولای
شي سیندونه دریابونه وچولای
هم د اور په شان لمبې کوي سیزل کړي
هم ګرداب یې ښکته ښکته ډوبول کړي
را روان دغه سیلاب دی پدې لوري
غرهار یې همدا اوس اورم له دوري
دا انسان چي دلته پروت دی ستا په غاړه
خبر نه دی له سیلابه کور ویجاړه
ځم ورځم ورته به غږ کړم چي بیدار شي
د عالم له ټیټ او پاسه خبردار شي
یا به دی آخر خبر شي له خپل ځانه
یا به ما ځان سره ورک کړي له جهانه.


بالاخره د کنړ سیند لاروي ته خپلي خبري کوي. دا د اوږدې منظومې نتیجه ده. دا د حرکت هغه فلسفه ده چي د مرحوم مجروح نا کراره زړه عقیده ورته درلوده. د کنړ سیند لاروي ته وايي چي تر پوري د کنړ پر غاړه پروت انسان همت ونه کړي او تر څو په خپل همت دا مځکه او طبیعت ځانته ایل نه کړي همداسي به وږی تږی پروت وي. زه به آزاد بهیږم او پر خپلو څنډو به د چا په ژوند او مرګ کي ری نه وهم.


د زړه دریاب
لارویه! زه خو ستا د زړه دریاب یم
ستا د زړه په شان نارامه نا پایاب یم
ماته ګوره زه آزاد یم زه مختار یم
هر خوا ځم کله په لار کله بې لار یم
پدې خپل پراخ بستر کي پرون تللم
نن هم هر طرف ته رغړم زغلم زغلم
کوتې، خوني، بانډې، کلي ړنګومه
پټي، زمکي، ویالې، پولي ورانومه
دا انسان ماته زاري کړي پرې آفت دی
دا زما آزادي ده ته اسارت دی
دې انسان خو هنګامې دي تیري کړي
افسانې یې اورېدلي هیري کړي
سیلابونه پرې راغلي ترې به تیر شي
بیا به راشي بیا به لاړ شي بیا به هیر شي
تر څو پوه په علت نه شي د رنځونو
د ریښتیني انقلاب په لوی رمزونو
دی به داشاني بندي د خپل زندان وي
کندو تش، ماشومان وږي، کور به وران وي
بم د عقل په لاس ورکړه ورزده چل کړه
د تنقید، شک اوتردید اور ورته بل کړه
تنفر او انزجار ورته بیان کړه
د غضب، قهر احساس ورته عیان کړه
دا احساس قوي احساس بدلون راوړی شي
دا قدرت د نن پرون بت ماتوی شي
ورته وایه: له خپل ځانه نفرت وکړه
له خپل ژونده منزجر شه همت وکړه
د غضب په اور ایري کړه ړنګي بنګي
د قدرت او اقتدار بتخانې تنګي
نو به هله ته سړی شې ته انسان شې
آزادی د لوی منزل په لور روان شې
لارویه! زه خو ستا د زړه دریاب یم
ستا د زړه په شان نارامه نا پایاب یم
آزاد راغلم، آزاد رغړم خپل وطن کي
کله کوږ ځم کله سم د غرو لمن کي
څو د دې بزګر بچي پوه به کار نه شي
را پانڅي را ویښ نه شي په قار نه شي
اور یل نه کړي د دې دښتي په اغزو کي
ستي نه کړي لړمان، ماران لمبو کي
را وانخلي بیا کلنګ بیل او ټسکوره
قلبه نه کړي د دې ملک زمکه په زوره
د ذهنونو شړ ډاګونه آباد نه کړي
په باغونو په ګلونو زړه ښاد نه کړي
د آزاد آزاد فکرونو نوو نوو
د تازه فکر تخمونو نوو نوو
کښت ونه کړي له سهاره تر ماښامه
کر ونه کړي ډیر کلونه شامدامه
دا سړی به په قرنونو انسان نه شي
هیڅ آزاد به له خپل بند او زندان نه شي
زه به تل راځم راځم له هسک سواده
د پریانو د دیوانو له هیواده
داستانونه به زما موج کي روان وي
هم د نن هم د پرون د هر زمان وي
زه بې وړمه تل تر تله په دا لوري
سمندر کې ډوبومه هلته دوري.


بالاخره، د ژمي په یوه سړه او غمجنه شپه کي، د تورو شپو استازو او د وطن او رڼا دښمنانو دا د علم او پوهي ډیوه، چي شعر یې د ژوند یو وړوکی اړخ وو، د تل لپاره خاموشه کړه. د هغه دراوزه یې وټکوله، مجروح صاحب هیڅ دا فکر نه وو کړی چي د تیارو استازي به حتی د ده په څیر یو بې آزاره فیلسوف او عالم د ژوند ختمولو ته هم ملا تړلې وي. هغه ور پرانیست او د وره له پرانیستلو سره د مرمیو باران جوړ سو. د هغه له اور او شوره ډکه سینه او د هغه له عقل او علم څخه ډک سر یې په ګولیو سوری سوری کړ. دا چي بیا به بل مجروح کله پیدا کیږي، ښايی پیړۍ وغواړي. د هغه په قدر پوهان پوهیدل او د جهالت او ابوجهل استازي یې نه په هغه ورځ په اهمیت پوهیدل او نه به ښايي تر نن پوري ورته متوجه سوي وي، چي د دوی نامردو ګولیو څه لمبه خاموشه کړه.


د پیښور مشهور شاعر همیش خلیل ولیکل:


په خزان وهلې څانګه یو بلبله
زما کورکي په سر وینو ژړیدله
په سرو سترګو د حسرت کي نوحه ګري
خدای خبر دی چي د چا سانده ویله
وې یې اې د افغانۍ دُدرخو ادمه
د آرزو باز دره ستا وسوزیدله
ما وې: څه وايې بلبلي هیڅ پوه نه شوم
دا د چا په فرقت ژاړې بې بدله
وې یې: دا دغم خبر مي دی راوړی
خوله مي ډکه شه له خاورو په څو ځله
که څه ونه وایم سوزم لمبه کیږم
د هجران لمبې مي خیژي له کوګله
چي یې زه درته وایم د غم په ژبه
د زخمونو ګلدسته ډکه منګوله
هغه ګل د زمانې لاسونو ومروړ
د وطن د رابیا ګلي له کاکله
په ارزو د خپل چمن د ښیرازی وو
نیم بسمل هسي مجروح وو له ازله
د خپل سر په صدقه یې کړه روښانه
د افغان د تقدس ډیوه شوه بله
د وطن د آزادی په استقلال یې
د ګلونو په ځای وینه وشیندله
هغه روڼ مشال بې وخته تیارو ونغړد
چي تیاره د غلامۍ به یې غندله
د شرابو په ځای ستا هغه همفکره
سره پیاله د شهادت نن ونوشله
په ګلشن د پسرلي په امیدونو
ما لیده د هغه وینه بهدیله
د مراد کښتۍ طوفان کړه دړي وړي
بس یو څو قدمه وړاندي له منزله
ما وې: څوک دی د کوم ځای او څه یې نوم دی
را نمایه اې کمبختي ژر کړه هله
وې یې: ماه د پښتونخوا له کوه طوره
موسی خویه پښتنو ته ځلیدله
د پیړو له انتظاره پیدا کیږي
د مجروح غوندي دنیا کي کله کله
بویه بیا چي بهاالدین غوندي مور راوړي
په آسانه که پیدا شي ده مشکله
چي پخپله په خپل کور کي ډیوې وژني
های توبه د داسي قوم له تغافله
  د پښتو غزل بابا حمزه شینواري ولیکل:
که هر څو پخپله لاړو په راحت شو
خو په زړونو د دوستانو یې قیامت شو
ښه ثابت یې دا شرف د سیادت شو
چي فایز په مرتبه د شهادت شو
هغه بدر چي د شمسه مقتبس وه
چي کسوف پرې د مرګي راغلو ظلمت شو
له جمال افغان نه پس په پښتونخوا کي
هم دا یو بهاءالدین وو چي رخصت شو
د پښتون د بدبختی نه به څه وایم
چي غروب یې دا کوکب د سعادت شو
په تحقیق موت العالم موت العالم دی
پرې شاهد دغه ریښتینی روایت شو
دا یوازي د مجروح د بابا نه دی
دا یې غم دی چي په برخه د ملت شو
حمزه دا خلا به ډکه په مشکل شي
خو که فضل د پاک رب په دې ملت شو.
عاصي هشتنغري ولیکل:
ته قاتل شوې خو دانش دي قتل نه کړو
مرګه! هیڅ عقل شعور وژلای نه شې
په ماښام دي د هجرت قافله لوت کړه
خو د سپین سحر نه نور لوټلای نه شې
د عرفان او د عمل مجروح شهید شو
شه په ګور یې نُور د ټولو روح شهید شو
پاتي ویني ویني باغ ترې په خندا شه
په مرقد یې د سبا سپینه رڼا شه.


حبیب الله رفیع ولیکل:


نیشې د استبداد یې د احساس سترګي ړندې کړې
لګیا دي د فکرونو کور او کلي ورانوي
افسوس چي د مجروح غوندي پوهان له منځه باسي
د علم دښمنان د علم څلي ورانوي.


د هیواد دې هوښیار او سرګردانه لاروي، د وطن له مور او د کنړ له سیند سره د یونان د سقراط په څیر د زړه خواله وکړه او د خپل خدايي عقل سره سم یې داسي هوښیارجوابونه تر لاسه کړل چي تر څو پوري دا اولس ژوندی وي، او چي تر څو پوري د اوریدلو غوږونه او د لیدلو سترګي لري په درد یې لګیږي. دا هوښیار لاروی بالاخره د هغه د ځان ځانی ښامار په اثر کي، چي په اصل کي د اژدهای خودي په نوم، په روانه دري ژبه لیکل سوی او بیا د آزاد پښتو نظم په شکل په پنځو دفترونو کي چاپ سو، له افغانستان څخه نیولې د مهاجرت تر خیمو او سرګردانیو پوري د خپل اولس سره ګام په ګام ملګری دی. هر سوال یې فلسفي دی او هر جواب یې د عقل له چینې څخه اوبه چښي. د دې هوښیار لاروي ټول هدف د خپل قام ویښول، پاڅول او خپل جهالت او غفلت ته متوجه کول وه. خدای خبر چي دا سترګه ور لاروی به لا چیري روان وو، خدای خبر چي څونه مزلونه به یې لا په مخکي وه، خدای خبر چي د عقل څخه په ډک سر کي یې لا څونه خبري پاته وې،  چي د ابوجهل د ټولګی ملګرو او د تور تم او تیارو استازو د پښتنو بې بخته قام د داسي روښاني ډیوې څخه بې برخي کړ چي دې اولس نه تر هغه وخته درلودلې او نه یې بیا تر نن پوري په نصیب سوې ده. مجروح د افغانستان په تاریخ کي د هغو ټولو هوښیارانو قافله سالار دی چي د ابوجهل استازو یې په سر کي د دومره عقل او د ډیوو په شان سترګو زغم نه درلود. هغه د د خپلي بې انتها هوښیاری او له حده زیاتي تیرې ژبي قرباني سو.


 د دې وطن په نصیب نه دي رسیدلي خلک
چي یې میندلي دي په کاڼو یې ویشتلي خلک
د ړندو ښار دی له ډیوې سره خپلوي نه لري
د سترګه ورو ډلي ډلي دي وتلي خلک
د هر وګړي په څیره کي بلاګاني ویني
دلته هیندارو ته لا نه دي دریدلي خلک
جهاني تمه د مردی د لیونتوب کیسه ده
په هر ولات کي چي ښاغلي وي ناولي خلک.


پوهاند مجروح د یوه هوښیار او سترګه ور لاروي په حیث خپلو وطنوالو ته په تیارو کي د اژدها او شیطانانو خبرداری ورکاوه؛ خو غوږونه کوم وه چي د خپل دې هوښیار لاروي له پند څخه ډکي خبري واوري او هغه اژدها وویني چي لاروي یې کلونه کلونه د ناڅاپي حملې خبرداری ورکاوه. کلونه تیر سول. د هوښیار لاروي پر قبر به خدا زده څو ځله پسرلني واښه شنه سوي وه چي د هغه د پیش بینی سره سم، د ده وطنوالو، یا د خپل نیمګړي عقل په سلا او یا د دښمنانو په ټونګ په هماغو غم لړلو تیارو کي سفر پیل کړ. ځانونه یې په لوی لاس د نور او ډیوو څخه محروم کړل،خپلو کلیو او ښارونو  ته يې په لوی لاس اورونه واچول او په تپو تیارو کي یې د خپلو وروڼو په وینو لاسونه سره کړل.


عبدالباري جهاني
د تورتمونو ښار:
موږ د رڼا له کوره لپي د نور ډکي کړلې
لکه ماشوم پوځونه
د تاریکیو پر لور وخوځيدو
موږ ته پلرونو کیسې کړي وې د تورو تیارو
د کوه قاف د جګو غرونو د ژورو درو
د ځناورو او دیوانو د لښکر د نارو
موږته سپین ږیرو نکل کړی وو د شپو د سپرو
موږ ته هوښیارو سترګه ورو خلکو
په سل په زر ځله دا وویله
چي که تیارو ته ځی ډیوې به اخلی
د نور له کوره لپي نه ډکیږي
موږ په لمنو موږ په لپو کي رڼا واخیسته
پر اوو، لسو او پر شلو لارو
څوک د میږي او څوک د باد په قدم
د تور تمونو ښارته وخوځیدو
او هلته ټولو لاري ورکي کړلې
کوم لاروي یو ځلي چیغه کړله
چي د تیارو شیطان ډیوې وژلي
د نور چینې یې ټولي وچي کړلې
د ستنیدو لاري یې وتړلې
تاسي پر کومه خوځی!
په دې تیارو کي به لا څونه مخ په وړاندي ورځی
زه په تیارو کي اژدها وینمه
د ځناورو انګولا اورمه
زه پیریانان زه ښاماران وینمه
اې د تور تم د کږلیچو ملګرو!
دا زما آواز چاته رسیږي کنه؟
تاسي پر کومه خوځی؟
خو سمدستي یوې ناولي زیندی
د لاروي ستوني کي ټولي چیغي وچي کړلې
د تورتمونو د ښار
د هري تړي هر پیچومي سره
ړانده وګړي سره ولګیدل
دوست او دښمن پکښي چا نه پیژندل
د جنګ اورونه پکښي و توریدل
بس یو په بل یې تودول تیغونه
بس یو په بل یې سړوله زړونه
بس یو د یل یې پرې کول سرونه
لاري کوڅې د مړو ډکي سولې
کندې درې له مړو ډکي سولې
څو لیونیو چیغي پورته کړلې
د تورتمونو مسافرو واوری!
د تورتمونو مسافرو واوری!
چیغي هغه ګړی خاموشي سولې
او په تور تم کي لا رواني دي د وینو ویالې.