د هلمند پېژندني سيمينار او فرهنګي سرغړونې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61972

دخبریدو نیټه : 2014-11-07

 


د هلمند مدني ټولني اداره


ټول هيوادوال او فرهنګپال په دې خبر دي چي د روان ۱۳۹۳کال غبرګولي(جوزا) پر دوهمه هلمند ولايت کي د هلمند پېژندني په نوم د هيواد په کچه لوی سيمينار جوړ سو ، ياد سيمينار کي په قصدي او عمدي ډول ځينو کړيو ملي او فرهنګي ارزښتونه تر پښولاندي کړل چي په لاندي توګه ترې يادونه کوو :
د (هلمند پېژندني ) په نوم يو ورځنی علمي سيمنار اصلي طرحه کوونکې هلمند ولايتکې رښتني فرهنګپال ، درې خصوصي پوهنتونونه هر يو لکه (( بُست خصوصي پوهنتون ، آراکوزيا خصوصي پوهنتون ، وادي هلمند خصوصي پوهنتون )) ، هلمند مدني ټولنه ، او هلمند ادبي بهير )) وو چي د سيمينار طرحه يې جوړه او تر جوړېدو شاوخوا دوې مياشتي مخکي يې ليکوالو ته دمقالو سر ليکونه ورکړل.
کله چي د سيمينار د جوړېدو چارې نژدې سوې او خبره يوازي د مېلمنو راتګ او دسيمينار د ورځي معلومولو ته را ورسېده ، يوه ورځ ، هلمند ادبي بهير کي د سيمينار علمي کمېسون ته ، داطلاعاتو او کلتور رئيس ښاغلی عليشاء مظلوميار هم را وغوښتل سو تر څو د سيمينار د جوړېدو پهاړه ورته معلومات ورکړل سي او په همږغۍ سره ياد سيمينار مخته يوړل سي.
مظلوميار صاحب خوښي وښوده او دا يې نيک ګام او ښه ابتکار وباله خو غوښتنه يې وکړه چي هلمند ولايت او اطلاعاتوکلتور رياست هم د يو تمويلونکي بنسټ په توګه په دې لړليک کي درسره ونيسئ تر څو دا بنسټونه شپږ سي ، په وينايې چي تر څو دسيمينار پله نوره هم درنه سي ، مظلوميار ژمنه وکړه چي د سيمينار لګښت به هم ولايت او اطلاعات کلتور رياست په غاړه واخلي.
د سيمينار کميسون ورسره ومنله ، ورځ وټاکل سول ، له کله چي ولايت او اطلاعاتو کلتور رياست په دې علمي او فرهنګيپروسې راګډ سول ، هڅه يې دا وه چي د سيمينار معنوي کريډټ دځان په ګټه تمام کړي ، همداسي يې وکړل ، دسيمينار په چارو کي يې ځيني مغرضانه لاسوهني پيل کړې ، لومړی يې دسيمينار په ورځ د تالار څوکۍ د علمي اشخاصو پر ځای د روابطو د ټينګولو پر ځای خپلو ځينو بېسواده انډيوالا نو ته ورکړې ، د خپل کريډيت لپاره يې چاري سرته ورسولې د کابل او کندهار څخه راغلي د پوهنتون استادان د شا څوکيو کي د مجبوريت له مخي کښېناستل، د سيمينار د ورځي تر تېرېدو وروسته ، کله چي په سيمينار کي د سيمينار د ټولګي د چاپ پرېکړه وسوه ، مغرضو اشخاصو ته نوره هم د شخصي ګټو اوادارې د غوړه مالۍ لپاره لاره خلاصه سوه ، دا سرغړونې له پيله تر پايه بيخي زياتي دي چي يوڅو يې د نمونې په ډول را اخلو:
د چاپ په وخت کي دسيمينار په ټولګه کي زهرجني لاسوهني وې چي ، ديادو پوهنتونو، هلمند ادبي بهير او هلمند مدني ټولني بشپړ نومونه ترې په لوی لاس ووتل او تش يوه يادونه يې هم ونه کړل ، په داسي حال کي چي اصلي مستحق کسان او دسيمينار طرحه کوونکي او علمي تمويلونکي هم دا بنسټونه وه .
هغه علمي پلاوی او کمېسون چي په دې برخه کي يې بې درېغه او نه ستړي کېدونکي هڅي وکړې په لوی لاس د ځينوشخصي سليقو او تعصباتو پر بنسټ د ځينو ليکوالو او استادانو نومونه ووتل.

دا چي دسيمينار ټولګه دغيري علمي او غيري مسلکي اشخاصو لاسونو ته ولوېدل دا کار د دې لامل سو چي د سمينار ټولګه کي بې شمېره تېروتني رامنځته سوې تر دې چي د ټولګې اصلی رنګ يې پيکه کړ.

يوه لويه علمي او فرهنګي غلا دا ده ، چي د يادي ټولګي داهتمام او ترتيب چاري نورو سرته رسولي خو په خوراسپين سترګې سره يې ځينو کړيو د ترتيب حق ځانته ور کړی دی.


د کمېسون د پرېکړي سره سم چي ياده ټولګه به دولايت په مالي لګښت له دو زره څخه تر پنځه زره پوري په تېراژ چاپيږي ، خو لومړی په پرېکړه ليک کي لاسوهنه سوې هغه د سيمينار دورځي پرېکړه ليک په اصلي بڼه نه دی خپور سوی بل دا چي د سيمينار د ټولګي يوازي زر ټوکه چاپ سوه چي دا شمېر يوازي د هلمند ولايت بسنه هم نه کوي .
پرېکړه :
دهلمند فرهنګپال او هلمند مدني ټولني پرېکړه چي لومړی به فرهنګي سرغړونکي په نښه او د ولس په وړاندي رسوا کړي ، تر څو ولس خپل رښتني خدمتګاران او ځانغوښتونکي څېرې وپېژني ، دوهم قدم کي به د ټولو فرهنګي تخطيو ، غلاوو او سرغړونو څخه پاکه د دوهم ځل لپاره د سيمينار ټولګه چاپ کيږي