په ( ۱۹۱۹م کال ) کی دجامعه ملل دبنسټ ایښودولو نه وروسته د نړیوالو منازعاتو د حل په مقصد یو حقوقی جوړښت پیدا شو، د نړی په کچه د حقوقو د واکمنی په استقامت د « بریان کلوگ» پکت په ( ۱۹۲۸م کال د اګست میاشت ) کی ، یو اوچت ګام پورته کړ: په دغه پکت کی جګړه د یوه استثنآ یعنی مشروع دفاع حق په منلو سره د نړیوالو منازعاتو د حل د یوه وسیلی په توګه منع شوه.
(دایرةالمعارف په ۱۹۳۲ م « دفاع مشروع » حق داسی تعریفوی: تر تیری لاندی شوی هیواد ، چتک او فی المجلس ځواب متعرض ته) مشروع دفاع حق وای.
.په ۱۹۴۵ م کی دملګرو ملتونو دسازمان د تاسیس نه وروسته جګړه د نړیوالو اختلافاتو د حل د یوی وسیلی په توګه منع وګرځول شوو او ( د منشور ۲ او ۴ مه ماده ) په اساس ټول وسله والی نښتی غیر قانونی اعلام شو. او دمنشور د7 فصل سره سم چی ټول اختلافات دسوله ایزو لارو په بنسټ باید حل شی ومنل شو، د منشور ۷ فصل ( ۵۱ ماده ) په مخکنی استثنآ ( مشروع دفاع حق ) باندی یو بل استثنآ( نړیوالی سولی او امنیت ته ګواښ ) ور زیات کړ.
د امنیت شورا په ۲۰۰۱ م د سپتامبر په ۱۲ او ۲۸ ( ۱۳۶۸ او ۱۳۷۳ نمبر ) پریکړو کی امریکا ته د انفرادی او ډله ایز دفاع حق په ورکولوسره په افغانستان کی د هغه هیواد نظامی عملیاتوته په اصطلاح حقوقی بنه ورکړه. نوموړی عملیات په نیویارک کی د تروریستی عمل ( د ۲۰۰۱ م ، د سپتامبر په ۱۱ ) په ځواب ، د « بی پُلی عدالت » تر نامه لاندی پیل شو.
خو دغه پریکړه دملګروملتونو دمنشور سره واضح په حقوقی ټکر کی ځکه وو چی د مشروع دفاع حق هیڅ کله د وقایوی جګړی د تیوری سره سمون نخوری . ځکه چه وقایوی جګړه دفاعی حق تعرضی حالت ته را اړوی . دواړه یعنی دفاع او تعرض یوبل سره په تضاد کی قرار لری . نو په دی اساس افغانستان کی د امریکا لاسوهنه د مشروع دفاع حق د اصل سره زیات سمون نخوری . نوموړی لاسوهنه، ددفاع حق د خپلی اصلی محتوآ څخه باسی او د منازعاتو د حلولو غیر اصولی لاری خلاصوی.
د سزا نړیوال دیوان اساسنامه ( ۱۷ اګست ۱۹۹۸ ) په ۷ مه او ۸ مه ماده کې ، د جنګي جنایت او بشریت ضد جنایت په بحث کې ، جنګي جنایت داسې تعریفوي : « په ارادي او شعوري دول د یو وژونکې او ورانونکې برید استقامت هغې خواته تاکل چه په کې د ملکیانو مرګ ژوبله حتمي وي. ملکي شته منیو او طبعي چاپیریال ته نه جبران کیدونکې تاوان ورسیږي او د دغو تولو په بدل نظامي لاسته راوړنه د پام وړ نه وي ».
همدارنګه امریکا + انګلیس نظامی ائتلاف چه د طالبانو په حکومت باندی یرغل وکړ ، د نیویارک په سوداګریز مرکز باندی ترورستی برید ، بن لادن اوالقاعدی ته حواله کول نه د طالبانو حکومت یا افغانستان دولت ته .
متحده ایالتونه دټولو نړیوالو اصولو اومنشورنو خلاف په 2001 لمړی کال داکتوبر په اوومه نیټه خپل په مدرنو اتومی، بیولوژیکی، اوکیمیاوی وسلو، سمبال لښکر په افغانستان کی پلی کړ اودهیواد په کور اوکلی کی دافغانانو په بی رحمانه وژلو یی لاس پوری کړ. امریکایی ځواکونه په دغه یرغل کی هیڅ ډول جنګی اصول، بشری حقوق اوانسانی کرامات په پام کی نه دی نیولي، اودبیولوژیکی وسلوداستعمال څخه نیولی بیا ترانفرادی وژنو پوری پیښی پکی په ځلونو تکرار شوی دی.
امریکا په جنګ کې له ایټمی وسلو یوازنی استفاده کونکی هیواد پيژندل کیږي چې په عین حال کې دنړۍ خورا قدرتمن ایټمی سلاکوټونه هم په اختیار کې لري . په جاپان کې ددوهم نړیوال جنګ په وروستیو کې دهیروشیما اوناګاساکي دایټمی بمباریو آثار تراوسه ختم شوي نه دي . چی دمظلومه اوبی دفاع افغانانو په هیواد کی هم د کیمیاوی ایټمی اوبیولوژیکی ممنوعه وسلی وکارول شوي خودجاپان اوافغانستان توپیر دادی چی په جاپان باندي داستعمال شوو وسلو څخه نړیوال په عام ډول یادونه کوی خو دغریبو افغانانو حالت لا اوس هم دنړی دیرو وګړو څخه پټ پاتی شوي. په نیویارک کی دبشر دحقونو اداره منلي ده چی دافغانستان په ختیځ دننګرهارولایت په توره بوره باندی د2001 کال دبمباریو په ترڅ کی هغه بمونه کارول شوي د ي چی په خبل ترکیب کی یی یورانیمی مواد لرل چی په همدی علت يه سییمه کی اکثره ماشومان معلول دنیا ته راځی دغه سازمان دنورو بشری سازمانو څځه غوښتی دی چی په دی هکله څیړنی وکړي.ددی ترڅنګ په افغانستان کي دکاناډا طبی مرکز څیړونکو په دغه موضوع کارپیل کړی چی په دغه برخه کی ډیر معلومات یی هم ترلاسه کړي مګر دځینو نامعلومو دلایلو په اړه د دغی څیړنی بشپړ اومکمل معلومات تراوسه پټ ساتل شوي، ددغه مرکز ریس دبی بی سی سره په مرکه کی داپه واضحه ټکو کی وویل چی دځینو افغانانو دتشو ادرارو دمعاینی په وخت کی ددوی په تشو ادارارو کی یورانیمی مواد لیدل شوی دي، همدا ډول تیدومین ددغی موسسی اداری مامور هم چی په 2003 کال په افغانستان کی وو دخپل کار به جریان کی دکندهار، ننګرهار، کندز، دخلکو په معایناتوکی یورانیمی مواد شتون تایید کړي، دافغانستان درسینو اواطلاعاتو مرکز د1390 کال دثور په 3 مه دچاپیریال ساتني داداری یوراپور خپور کړ چی پکی ویل شوی وو چی په افغانستان کی دکیمیاوی وسلو اویا هم قسماً اتومی وسلو استعمال دژوندانه دچاپیریا ل ته ترنورو انسانی فعالیتونو څوځلی زیات زیان وراړولي دي ، همدا ډول ولسمشر حامد کرزی هم د2011 کال دجون دمیاشتي په 25 مه په خپله وینا کی په دی اعتراف وکړ چی په افغانستان کی بهرنی ځواکونه دبماردونو علاوه په افغان ولس کیمیاوی وسلی هم کارولی دي همدا ډول ولسمشر کرزی دکیمیاوی وسلو کارول افغان ولس ته دبهیرنیو ځواکونو یوه بده ډالي وګڼله.
دامریکا دمتحده ایالاتو په تاریخ کی دمتحده ایالتونو ترټولو اوږده اوپرلګښته جګړه دامریکایی ځواکونو جګړه په افغانستان کي ده، په متحده ایالتونوکی دهارورد دپوهنتون دراپور له مخي تر اوسه پوری په افغانستان کی د متحده ایالتونو تر مشري اییتلافی ځواکونو 3423 عسکر وژل شوي چی له دی جملي څخه 2287 تنه کسان دامریکی دمتحده ایالتونو دپوځ غړي دي، دغه جګړه 50000 ټپیان پرځای پریښی اودمتحده ایالتونو دټول پوځ 56 سلنه کسان په بیلابیلو روحی ناروغیو اخته شوي دي ددغی جګړی لګښت دصحی خدمتونو دلګښتونو په شمول 6 تریلیونه ډالرو ته رسیږي. چی په دی حساب سره هارورد پوهنتون راپور سره سم په دغه جګړه کی دیو امریکایی سرتیری لګښت په یو کال کی یو مییلیون ډالروته رسیږي. خو له بلی خوا دغه جګړه افغانستان اوافغان ولس ته اوپه خاصه توګه پښتنو پرګنوته دسراومال درانه زیانونه اړولي دي.
دیوخپلواک افغانستان په هیله
اخيستل شوی بیلا بیلی منابعی