یو څو شپی په لاوس کی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62142
احمدجان نوزادی‎
دخبریدو نیټه : 2014-11-18

 


 

 هوایی پاکه خلګ یی ښکلی
 جګړه کی نشته زړونه سپیڅلی
 هر پلو ګورم ښکلا ښکلا ده
 طبیعت ښکلی دا هم اسیا ده
 مینه ښکاریږی دلته څیرو کی
 خشونت نشته دی پرګنو کی
 کلي یی شنه دی سند یی بهانده
 ورور ورو خو ځیږی نه دی څپانده

 ښار او بازار کی یی بیر بار وبار دی
 هر پلو ګورم هر څوک خوشحال دی
 مسکا مسکا ده دلته په خولو کی
 جنګ جګړه نشته ددوی مغزوکی
 که یی واړه دی که یی زاړه دی
 د مینی ډک دی سره خواږه دی
 نه کی دوکی شته نه کی فریبونه
 څومره نیکمرغ دی دا ولسونه

 دلته نه ګورم لوړ بلډینګونه
 دلته نه ګورم زرین قصرونه
 خو دلته ګورم یو اتحاد دی
 دی اتحاد کی لاووس اباد دی
 دا ولسونه ټوله یو شان دی
 سره یو زړه دی سره یو ځان دی
 ټوله روان دی پر یو کرښه
 دلته قانون دی د ژوندو پرښه


 دلته را یاد شوه ماته دردونه
 زما په وطن کی جګړی مرګونه
 راته په زړه می خوار ما شومان شول
 ورته سکول نشته فکرونه وران شول
 واړه، اخته دی په مرضونو
 زاړه لګیاه دی بس په جنګونه
 ځوانان می غرق دی بس په نشو کی
 څوک په عیشو کی څوک په مرګوکی
 دلته خندا ده هلته ژړا ده
 دلته ده مینه هلته غو غا ده
 دلته وفاق دی هلته نفاق دی
 دلته دوستی هلته شقاق دی

 بس یو اسما دی او یوه ځمکه
 څوک کی کړی مینه څوک ور نه کرکه
 انسان پیدا دی مینی دوستی له
 نه خشونت له نه بد مرغی له
 نوزادی لیکه ورته شعرونه
 ګوندی را ویښ شی دا ولسونه

 لاوس
 د ۱۳۹۳ د عقرب ۱۴ مه