نورموقلم مه ماتوئ‎

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62146
زرمینه عظیمی‎
دخبریدو نیټه : 2014-11-18

 


 


نن مې بیا قلم واخیستله خو دلیکلو توان راسره نه و
 نن بیا دتعلیم دلاړې یوه بله پیغله مې سترګو سترګو ته کیږده
 نن بیا زما دیوې پیغلې وینې په سرک توی شول
 اوبیا؟؟؟
 همداسې بې پوښتنه پاتې شوله
 بیاې دپوښتنې کس نشته
 نه پوهیږم چې څه وکړم ؟
 که قلم پریږدم
 که په کورشم
 نو داسره به مې خپل دتعلیم دښمنان بریالۍ کړي وي
 او دابه مې خپل ځان اوملت سره لوی جفاکړئ وي
 نه پوهیږم څه وکړم؟
 اوڅه ولیکم
 فقط یوانځورمې ستړګوته کیږی
 هغه دسرک په غاړه کې دقدسې ټوتې ټوتې غوښې دي
 چې دپوښتنې کسې یې نه و
 هغه هلته یوازی خپل دهیلو سره وه
 او هغه هیلې سره لاره یوازې لاره
 نو هې دتعلیم دښمنانو بس کړئ ؟
 نوربس کړئ
 نورموقلم مه ماتوئ