نور محمد مشهور په (مکی) د علی محمد ځوی د کابل ولایت د موسهی والسوالۍ د عبدالرحیمزیو د تنګی اوسیدونکی دی ، پلار یې یو غریب کاره سړی وه او تر لس کاله وړاندې مکی او د ده ورونو ، خوشحال، خاټک او خاټول هم دهقاني کوله، په افغانستان کې د ولسمشر کرزي د حکومت په رامنځته کیدو سره مکي په یوه وزارت کې د ګارد په توګه دنده ترسره کوله ، مکي د وخت په تیریدو سره د کورنیو چارو وزارت ته لاره پیدا کړه او هلته یې د نظامي څارنوال په توګه دنده پیل کړه ، مکي په خپلو دوو نورو ورونو خاټول او خټګ هم د پولیسو اکاډمي وویله او دواړه افسران شول، خوشحال یې چې له درې میاشتنې صحي کورس څخه فارغ شوی وه په کلي دواخانه خلاصه کړه او یو څه وخت وروسته یې په کوم وزارت کې دنده پیل کړه .
نورمحمد مشهور په مکی اوس ډګروال دی او د کورنیو چارو وزارت په نظامي څارنوالی کې دنده ترسره کوي له ده سره یې یو ځوی ایمل هم نظامی څارنوالۍ دی، د مکی مشر ځوی پوپل نومیږي چې د مخابراتو په وزرات کې دنده لري ، نورمحمد په اصل کې یو بې سواده کس دی خو اوس ډګروال دی او ظلمونه یې یو بشري جنایت دی .
دا چې مکي او ورنو یې قدرت ترلاسه کړ نو په کلي او کور کې یې هم کبر غرور او لویي پیل شوه ، له نن نه درې کاله وړاندې یې د خپلو تربرونو ( مجید، زیارت ګل، ظابط خان او نسیم ) سره په یوه دیوال لانجه راغله ، وهل او ټکول یې سره وکړه خو دا چې مکی په قدرت کې وه نو د هغو هلکانو له ډلې یې یو بندی کړ، که څه هم چې سپین ږیرو هڅه کوله چې دغه لانجه هواره کړي خو څارنوال نور محمد مکي وار مخکي کړ نسیم او زیارت ګل یې دواړه په بې رحمانه ډول شهیدان کړل.
له زیارت ګل څخه یو دوه کلن ځوی او نسیم چې یوازې یې کوژه ده کړې وه ښځه د پلار په کور پاتې شوه ، نسیم او زیارت ګل دواړو تاندې ځوانۍ لرلې او په خپل کلي کې یې حتی یو میږۍ هم نه وه ازار کړي .
تر دې وژنې وروسته د یوې لنډې مودې لپاره څارنوال مکی او ورونه یې ورک شول خو یوځل بیا یې د پخوا په څیر خپلې دندې پیل کړې او چا ترې پوښتنه هم ونه کړه ، دا چې نورمحمد څارنوال وه نو دواړو ته یې دوسیه جوړه کړه ، دوسیه بیا د دیوال د جګړې نه وه بلکې د وسله والو طالبانو وه ، (په دوسیه کې لیکل شوي وه چې وسله والو طالبانو نورمحمد مکی ته کمین نیولی وه او په مخامخ جګړه کې دواړه ووژل شول).خو اصلي کیسه دا نه وه ، د سیمې اوسیدونکي وایي کله چې نسیم او زیارت ګل دواړه د مکی او د هغه د ورورنو له لوري په تنګي کې محاصره شول نو زیارت ګل مکی ته وویل : ( هر څه چې کوې وکړه خو ګوره چې نسیم ته څه ونه وایې ، هغه مې ډیر نازوالی ورور دی ، په خورا شوق مو ورته کوژده کړې ، سل هوس او ارمانونه لري ، ما په دار وځړوه ، ما مړه کړه خو نسیم ته څه مه وایه ) همدا وه چې مکی په دواړو ورباندې کړه او دواړه یې شهیدان کړل.
تر دې کیسې څه موده تیره شوه مکی یو شمیر سپین ږیرې او جرګې د نسیم او زیارت ګل کور ته ورولیږلې خو دا چې مکی په ښکاره ډول ظلم کړی وه نو هغوۍ جرګې ته ځواب ورکړ، بلاخره دا چې مکی ظابط خان چې یوه پښه یې د افغانستان د خپل منځي جګړو پرمهال د ماین په چاودنه کې له لاسه ورکړه وه د هغه له مشر ورور مجید سره بندیان کړل ، دوۍ ته یې هم د طالبانو دوسیه برابره کړه . دواړه یې په بند کې دې ته مجبوره کړل چې روغه ورسره وکړي او همداسې وشول ، روغه دکابل په یوه هوټل کې وشوه او په روغ کې د وژل شویو کسانو له ورور مجید بغیر نور هیڅ چا ګډون ونکړ، ان تر دې چې مجید خپله مور په دې خاطر له کوره وشړله چې روغه یې نه کوله. د نسیم او زیارت ګل د قتل په بدل کې یې د هغوۍ کورنۍ ته 18 لکه افغانۍ ورکړې ، چې 4 لکه یې بیرته مکي واخیستې چې زما کور یې لوټ کړی دی .
د دوو ځوانانو پور یوازې 14 لکه افغانۍ شو، روغ شاوخوا دوه میاشتې وړاندې وشوه او دوۍ بیرته کلي ته تګ راتګ پیل کړ، خپل کور یې دوباره یې رنګ او روغن کړ او هغه د چا خبره بی خاره خپل کلي ته تګ راتګ کوي .
د تیرې جمعې په ورځ په کلي کې د یوې کوژدې په مراسمو کې موټر ځغلول پیل شول، او د نورمحمد د ځوی اجمل موټر د همدغه کلي د یوه بل اوسیدونکي محمد رحیم د ځوی خلیل له موټر سره ټکړ شول. تر ټکر وروسته څارنوال مکی خلیل او یو بل داسې کس(نور رحمن) چې اصلآ په دغې قضیې کې دخیل نه وه بندیان کړل.
نور رحمن د شهید نسیم او شهید زیارګل د د تره لمسی دی ، خو اوس یې د یوه تروریست په نوم په نظارت خانه کې واچوه ،ترافیکي پیښه او تروریست فکر کوم سره ډیر توپیر لري.
څارنوال مکي داسې جنایت وکړ چې که نن یې د شهیدانو له کورنیو سره په زوره روغه وکړه نو الله تعالی ته به څه ځواب ورکړي، په دې ظالم یې زړه یخ نشو او لا هم په کلي کې مظلوم او بیچاره په یو او بل نوم ځوروري او بندي خانو ته یې لیږي .
پوښتنه دا ده چې د دومره ظلمونو سره سره یوه حکومتي چارواکي هم په دې غوږ ونه ګرا وه، ایا داسې څوک چې پوښتنه وکړه چې یو څارنوال ولي له خپل دولتی موقف څخه دومره ناوړه ګټه اخلي؟داسې ناوړه ګټه چې د بې ګناه وګړو د شهیدان کیدو او بندیانیدو لامل ګرځي.
د کورنیو چارو وزارت له درانه مقام څخه هیله کوه چې حق ، حقداره ته وسپاري او د بې ګناه کسانو له ازار او اذیت څخه ډډه وکړي. که په ریښتیا هم په افغانستان کې اسلامي نظام واوسي نو باید چې مجرمینو ته سخته سزا ورکړل شي.