د کابل ښوونيزې ادارې او د پښتوژبيو ستونزې!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62160

دخبریدو نیټه : 2014-11-19


ميراغا ملت مل شېرزاد‎


درنو لوستونکو! د کابل په ښوونځيو او پوهنتونو کې د ځينو ستونزو له امله، چې پښتوژبي زده کوونکي ورسره مخ دي او د دې له مخې يې زده کړې نيمګړې او يا هغومره وړتيا، چې دوی يې لري، نه شي ښوولای. هغه د دوی په درسي کتابونو، ښوونکو....موجودې دي، چې ما د ځينو پلټنو په اساس دا ستونزې درک کړې او د ځينو ليکوالانو ليکنې مې د سند په توګه راوړې، چې له دې ستونزو څخه هغوی هم يادونه کړې.
 (ګوربت وال احمدي، ۲۰۰۵) له پښتو ژبې سره د لنډمهالې او منځمهالې ادارې د چارواكو چلند په اړه
 وايي: سره له دې چې پښتو ژبه په مسلسل ډول د اساسي قانون پر بنسټ د هېواد ملي او لومړۍ درجه رسمي ژبه ګڼل شوې خو دفتري امورو ته د ننه كولو لپاره يې د دې هېواد پخوانيو حكومتي چارواكو هم د پام وړ چارې او عملي ګامونه سر ته نه دي رسولي، بلكي يوازې په لږه پيمانه پرمختګ يې د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه او ارواښاد شهيد محمد داود خان د حكمرانۍ په دورو كې په نصيب شوى دى.
په عمومي توګه پښتانه چارواكي يوازي په دې بريالي شوي چې په ملي سطحه د ځينو اړوندو حكومتي ادارو سرلوحې او د كابل د ښار د واټونو نومونه او داسې نور لومړني كارونه په پښتو ژبه سر ته ورسوي خو په حكومتي ادارو او دفترونو كې بيا پښتو نه ده کارول شوې.
د لنډ مهالې او منځمهالې ادارې په ټوله دوره كې له پښتو ژبې سره داسې چلند شوى چې حتى د يوې بهرنۍ ژبې په څير هم نه دي ورته كتل شوي.
 (ګوربت وال احمدي، ۲۰۰۵) په بل ځاي کې د ښوونې او روزنې په ډګر كې هم دغه څپه په خپل شدت سره روانه بولي. او د كابل ښار په تقريبا څلور ميلوني نفوس كې چې زياتره برخه يې پښتانه دي يوازې تش په نوم دوې نيمه فعالې ليسې شته،چې تدريس يې په پښتو دى، نور نو ټوله زده كړه په دري ژبه ترسره كيږي او د پښتنو اولادونه مجبوريږي چې له خپلې ژبې او كلتور څخه بې خبره په خپل كور كې د ناولي استعمار په سيوري كې شپې او ورځې تيرې كړي .
د كابل په پوهنتون كې چې زياتره محصلين او ښوونكي يې پښتانه دي تدريس سل په سلو كې په دري ژبه تر سره كيږي.
www.benawa.com/pashto/library/25_raheen_makhdom.../60.php
 .
 ) ، )د طالبانو له حکومت وروسته د ديني زده کړو ترڅنګ عصري زده کړو هم ښه وده وکړه، دنړيوالې ټولنې په مرسته د ښوونې وزارت لخوا د هېواد په ځينو سيمو کې د نجونو او هکانو لپاره بېلابېل ښوونځي او مرکزونه پرانيستل شول.
حنيف اتمر، خدای ج شته ، د هغه وخت د کموامکاناتو په درلودو سره بياهم وکولای شول نه يوازې د خپل پښتون ولس لپاره بلکې د نورو قومونو لپاره يې هم ښه خدمت وکړای شو، په هماغه وخت کې د افغان کلتوري ټولنې د ګډې جرګې په نوم يو مرکز هم جوړ شو چې ګڼو پښتون ميشتو ليکوالو او روڼ اندو د مورنۍ ژبې د زده کړې د حق چيغه پورته کړه په هماغه وخت کې د ښوونې وزير ښاغلي حنيف اتمر له دوی سره د هر راز مرستو وعدې وکړې او ان تر دې چې د مورنۍ ژبې د زده کړې په غونډو کې يې هم ورسره ګډون کاوه.
فاروق وردګ صيب به د پوهنې په برخه کې کارونه کړي وي،خو د اوس وخت په ډېرو امکاناتو په درلودو سره يې دومره کار نه دی کړی لکه حنيف اتمرچې د خپلې دورې په کمو امکاناتو ډېر څه کړي و.
د دې ښاغلي په شتون کې د پکتيا په ګڼو لرو او پرتو ولسواليو کې پښتانه زده کوونکي بياهم په سړو او ګرمو سيمو کې پرته له کومې ودانۍ زده کړې کوي.
که په پکتيا کې دا ستونزه ډېره ده خو د ننګر هار په ځينو ولسواليو کې هم دا ډول ستونزې د هيرولو نه دي.
که د خپل ټاټوبي ميدان وردګو په ولايت کې د جنګ او جګړې له امله د دوئ ښوونځي تړل شوي نو د پکتيکا غريب ولايت هم بايد له ياده و نه باسل شي.
که په مزار کې پښتانه د مورنۍ ژبې له زده کړې بې برخې دي خو کابل او همدا ډول نور ولايتونه هم له داسې ستونزوسره مخ دي.
که څه هم په مزار کې ځينو با احساسه پښتنو د مورنۍ ژبې د حق لپاره مبارزه کړې خو لکه څرنګه چې لازمه ده هماغسې کار نه دی ورته شوی.
http://www.zhwandoon.tv/index.php?page=52#sthash.onKUhLxe.dpuf
 ) مصطفى سالک , مارچ 25, 2007 ( د پوهنې وزارت وايي په کابل ښار کې گڼ شمېر پښتانه اوسيږي ،چې ماشومان يې بايد د اساسي قانون له مخې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي.
د افغانستان د پوهنې وزارت پريکړه کړې ده چې په دغه هيواد کې د نوي ښوونيز کال له پيل سره د کابل ولايت په ښوونځيو کې داسې ټولگي پيل کړي چې ټول مضمونونه به په پښتو ژبه لولي.
 ) مصطفى سالک , مارچ 25, 2007 ( په کابل کې پښتو ښوونځي پيليږي .د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې په اوس مهال کې به شاو خوا (٢٠٠٠٠) پښتو ژبې زده کونکي د مورنۍ ژبې له دغه پروگرامه گټه پورته کړي.

د کابل مېشتو پښتنو ځينو استازو د پښتو ښوونځيو د پيل کولو په موخه له څو تېرو کلونو راهيسې هلې ځلې کولې.اوس پريکړه شوې ده چې بشپړ ښوونځي نه خو په ځينو ښوونځيو کې به پښتو ټولگي جوړ شي.

د ياد شوي وزارت سلاکار صديق ويرا وايي چې د پښتو ښوونځيو د پيل کېدو په اړه يې ددغه هيواد له ملي شورا عامو وگړو، مديرانو او ښوونيزو کارپوهانو سره خبرې وکړې او دې پايلې ته رسيدلې چې په اوس مهال کې بايد د کابل په هغو ښوونځيو کې په پښتو ژبه د ښوونې او روزنې لړۍ پيل کړي چې د پښتنو زده کونکو شمېره پکې لوړه ده .

د افغانستان د اساسي قانون د (٤٣) مې مادې له مخه دولت مکلف دى چې په ټول افغانستان کې د متوازنې ښوونې د عامولو او د منځنيو اجباري زده کړو د تامين لپاره اغيزمن پروگرام وضعه او تطبيق کړي او د مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغو سيمو کې چې پرې خبرې کيږي لاره هواره کړي .
 ) مصطفى سالک , مارچ 25, 2007 ( په دې اړه د ځينو زده کوونکو نظرونه راخستې، چې وايي دا چې په کابل کې پښتو ټولگي پيل کيږي نو دې ته هم اړتيا ليدل کيږي چې ددغو زده کونکو لپاره ښوونکي هم په پام کې ونيول شي،
 ځکه چې په کابل کې ډېرو مېشتو پښتنو ښوونکو هم تر دې مهاله په دري ژبه تدريس کړى دى او ښايي چې د پښتو مضمونونو د ښوولو په برخه کې ستونزې ولري. خو د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې دا ستونزه يې هم نه ده هېره کړې. د ياد شوي وزارت سلاکار صديق ويرا وايي چې د دې موخې د پوره کولو لپاره به نوي ښوونکي په دندو وګماري.
د پوهنې وزارت وايي چې په اوس مهال کې يې د ځانگړو پښتو ټولگيو د جوړولو پريکړه کړې ده ، خو د اوږده مهال لپاره په پام کې لري چې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې په دواړو رسمي ژبو (پښتو او دري) زده کړې پيل کړي
 او هغه په دې توگه چې ابتدايي زده کړې به د ماشومانو په مورنۍ ژبه وي وروسته به ورسره ځينې مضمونونه په دويمه ژبه پيليږي،چارواکي استدلال کوي چې په داسې کولو سره به د افغانستان ټول زده کونکي په پښتو او درې ژبو لاسبري پيداکړي .
سربيره پر دې به په اساسي قانون کې راغلې نورې سيميزې ژبې هم د يوۀ مضمون په توگه په خپلو سيمو کې ښوول کيږي
www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=2843&sid...
 (ولي شاه طبيب، ۲۰۰۶/۹/۱۸) په کابل کې بايد د پښتو ژبې ښوونځي پرانيستل شي، هر ماشوم حق لري، چې په مورنۍ ژبه زده کړې وکړي. د اچې بيا هم په کابل کې ټول ښوونځي په دري ژبه دي، دا ډېر د خفګان ځای دی . يو وخت په کابل کې د خوشال خان خټک او رحمان بابا دوه ليسې فعالې وي ، اوس هغه هم نشته.
ولي شاه طبيب، ۲۰۰۶/۹/۱۸) زموږ دا غوښتنه د ټولو ماشومانو د فطري، بشري او مدني حقوقو يادونه ده.
د طبي پلوه کله چې ماشوم اړ کېږي، چې په بله ژبه زده کړه وکړي، نو د ماشوم پردماغ باندې ډېر ې منفې اغيزې پريوزې او د ماشوم ټول پام د نا اشنا ژبې لورته اوړي او د ټولګي درسونو ته دومره پاملرنه نه کوي.
دبل پلوه په ټولګي کې زده کوونکي د فارسي ژبيو د ملنډو څخه په ويره کې وي، چې الله ج مه کړه کومه خبره ګډه وډه ونه کړي، چې د فارسي ژبيو د خندا نه شي.
 (ولي شاه طبيب، ۲۰۰۶/۹/۱۸) زمايوډير نژدي دوست چه په کابل کې اوسيدو، ميلمه کړی وم ، زما دادوست اوميرمن يې هغه دخلکو خبره دواړه سوچه پښتانه وه . کله چې مې دهغه د کورزنګ وواهه نو دهغه ماشوم بچي ددروازي له شا را غږ کړه (کيست )، دروازه يې راخلاصه کړه اوپلار يې هم راورسيد دروغبړ په حال کې مي خبره ترغوږ ورتيره کړه ،هغه بيچاره وويل چې په کور کې ټول پښتو خبري کوي ،خوداټول دښوونځي اغيزه ده ، اوداخبره سل په سلوکې رښتيا ده چې دښوونځي چاپيريال ډيره اغيزه لري . موږ با يد ډېر خوشاله شو، چې زموږ ماشومان ترکمني ،ازبکي ، دري او نورې ژبې زده کړې؛ خو په دې شرط چې خپله ژبه هيره نه کړي.
ولي شاه طبيب، ۲۰۰۶/۹/۱۸) دافغانستان د اساسي قانون د (۴۳) مادې اخري بند داسې وايي، چې د مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغو سيمو کې چې خبرې پرې کېږي لاره هواره کړي.
www.benawa.com/fullstory.php?id=9176
 (دپوهنې وزارت، ۱۳۹۰ ل ،ل )په مورنۍ ژبه زده کړه يو شعار نه بلکې يو فطري اوطبيعي حق دى ، چې انسان يې د ترلاسه کولو حق لري او حکومتونه وظيفه لري ،چې د دې حق د رسولو لپاره لازم سهولتونه او مناسب شرايط برابرکړي.
 (دپوهنې وزارت، ۱۳۹۰ ل ،ل )د پوهنې وزارت رهبرۍ په مورنۍ ژبه زده کړه د هېواد د هرې ژبې د خاوندانو يو خداى وركړى، قانوني، مدني، طبيعي او انساني حق بولي او هيڅکله به د دې حق د تامين په برخه کې د دې حق د سياسي کولو او يا هم ترينه د نا مشروع سياسي، ژبنيو، او توکميزو مسائلو لپاره د استفادې اجازه ورنکړي.
لكه څنګه چې ژبه د افهام او تفهيم لپاره يوه مهمه وسيله ده، په همدې توګه د پوهنې وزارت رسالت لري ، چې د مروجو او رسمي ژبو د ساتنې ترڅنګ د هېواد په ټولو ښوونځيو کې د زده کوونکو ترمينځ داسې فضا او شرايط رامينځ ته کړي چې د هيواد هر وګړى وکولاى شي په دواړو رسمي ژبو زده کړه ترلاسه او د دريمو رسمي ژبو د بقا، دوام او غښتلتيا لپاره د تدريس او زده کړې له لارې علمي، کلتوري او تفريحي پروګرامونه برابر کړي.
www.ghorzang.net/
 (سليمان بادرګي وال، ۱۳۸۷ لمريز) د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون فراغت غونډه نيولې وه او په دې غونډه کې افغان ولسمشر حامد کرزي هم ګډون درلوده، افغان ولسمشر دې غونډې ته اوږدې خبرې وکړې او محصلينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې تاسې بايد قومي او ژبنيو تعصبونو ته لمنه ونه وهئ او تعصب په ځای پراخ ملي فکر ولرئ. په دې غونډه کې شپږو هغو محصلينو ته چې په لوړه درجه له پوهنتون څخه فارغ شوي ول په خپل لاس سندونه ورکړل او ما چې يې نومونه وا وريدل، درې څلور يې پښتانه ول. بيا کرزي صيب هغو شپږ غوره محصلينو ته چې سږکال يې په کانکور کې لوړې نومرې اخستې وې نقدي ډالۍ او بهرنيو هېوادونو ته د لوړو زده کړو په موخه د لېږدولو وژمنې ورکړې. چې په همدې ډله کې دوه تنه د کاپيسا، دوه تنه د پروان يوتن د تخار او بل يې نه پوهيږم د کوم شمالي ولايت و خو هيڅ يو يې پښتون نه و. همدا لړۍ روانه وه ، په تالار کې دوه پښتانه زده کړيالان پورته شول او په دېر قهر يې خبرې کولې او د لوړو زده کړو د ناسم چلند په اړه يې شکايت کولو. په نوموړي زده کړيال يې غږ قطع کړو او د سټيج خواته ورغی او له کرزي يې و پوښتل چې ولې سکالرشيپونه د يوې سيمې کسانو ته ورکوې؟ موږ ګورو، چې په ټول پوهنتون کې د سويلي ولايتونو ( پښتانه) زده کړيالان غوره او لايق دي. دا څنګه کيدای شي، چې په تکړه زده کوونکو کې دې يو هم پښتون نه وي.
moe.gov.af/ps/announcement/7103
دلته د دې ستونزې له منځه وړلو مسوليت په لويه کې د پوهنې او لوړو زده کړو وزيرانو او بيا ريسانو، مديرانو او په ترتيب سره ښوونکو ته اړونديږي. د يادونې وړ ده ، چې دا ستونزه يواځي په کابل کې نه بلکې په نورو ډېرو ولاياتو کې هم شتون لري، خو اوسه پورې د حل په موخه کوم اقدام نه دی شوی او د ښاعليو درنو وزيرصاحبانو خو ورته يا پام نه دی او يا يې مخه د کوم لوري ډپ ده.
د موضوع په اړه لاندې وړانديزونه لرم
- په دې اړوند که د پوهنې وزارت په نصاب کې دې ستونزې ته پاملرنه وکړي او په داسې سيمو کې، چې د دوه ژبو( پښتو او دري) زده کوونکي شتون ولري، کتابونه په دواړه ژبو ( يو عنوان په يوه او بل عنوان په بله ژبه وليکل شی).
- داسې ښوونکي وګمارل شي، چې لږ تر لږه دواړه( پښتو او دري) ژبو باندې پوه شي.
- د پوهنې وزارت دې، دې ستونزې ته په نورو ولاياتو کې هم پاملرنه وکړي.
- د پوهنې وزارت دې، دهیواد په کچه دې ستونزې ته د حل بنسټيزې لارې ولټوي