سمایل پلیز

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62161
زبیربابکرخېل
دخبریدو نیټه : 2014-11-19

 

 

 د نوي ډهلي یوه لوکس رسټورانټ ته له یوه نیپالي او یوې هندۍ خبریالې سره
 ولاړم.له کښیناستو سره سم، د رسټورانټ کارکوونکي د میز پر سر ایښودل شوې
 شمع بله کړه. آرامه او زړه راښکونکې نغمه غږیده. د فکري آرامتیا لپاره یې
 داسې ګروپونه لګولي وو چې نیمه تته رڼا یې کوله. نورو میزونو ته مې پام
 شو: ډیری میلمانه  یې پیغلې او ځوانان وو. هره خبره یې په خندا بدرګه
 کوله،څیرو یې د خوشحاله او ارامه زړونو حال بیانوه.
  د کامرې  فلش وپړکید او بیا ور سره سم وویل شول:  نه نه، یو بل
 واخله،زما نوم یې واخیست: ( یار، سمایل پلیز! )
د نیپالي ملګري غږ و، خو زه له دې ځایه ډیر لرې تللی وم. خپل وطن کې وم.
نو  څنګه موسکی شوی وای؟ زه خو له خپلې کیمرې سره د چاودنې په سیمه کې
 ګرځېدم. هلته پرې شوي هډونه او سوزیدلي جسدونه خواره واره پراته ول. پر
 زمکه وینې، څپلکې، لونګۍ، د سودا ګانو کڅوړې او … لیدل کېدې.