مینه د انسانی طبیعت برخه ده ، او له همدغې سوچه طبیعت له لارې په انسانی ټولنه کې وده او پرمختګ کوی ، هره ټولنه چی د طبیعت پر ضد وی ناحوالې او کړاونه یی د نورو په نسبت زیات وی ، زه دلته دا څو کرښې د مینې د توپیر او ویش لپاره نه کاږم ، نه یی له غټو کتابونو تعریفونه رانقلوم چی مینه محبت یا عشق دا کلمې له کوم ځایه را وتی څنګه منځ ته راغلی ؟ که تاسو د مینې محبت یا عشق توری د لغت په کتابونو کې وګوری نو ضرور به پې هغه معنا پیدا کړئ چی په کومه معنا تاسو دغو لفظونو ته ګورئ ، او یا مو پخپله ژوند کې عملا د یوې معنا په نوم تیر کړی وی ،
بهر حال مینې ته چی هر نوم ورکړې اصل یی نشې بدلولی ، که یی په اصل باندې د تقسیم یرغل وکړې بیا یی هم کمزوری کولی نشی ، ځینی یی حقیقی او مجازی ته ویشی ، ځینی یی بیا د انسانانو تر منځ بولی ،ځینی بیا پکی د یو طرف او دوه طرفه خبره کوی ،ځینی نور یی بیا صرف د هلک او نجلی تر منځ بولی ، خو ځینی بیا وایی چی تقسیم یی منع دی ،خو بیا هم چی هر څه دې، هغه انسان چې مینه ناک او مینه یی کړی وی په ژوند کی له نورو هوښیار زیرک همدرده او نرم مزاجه وی ، د مینی سره چی یو شئ باید بیخی نه وای او هغه چی ټول عاشقان ترې په یوه خوله سر ټکوی بیلتون دی ، دا سر خوړلی په مینه کی بیخی ډیر دی ، خو همدغه بیلتون بیا د ماینو د همدردی مدرسه ده ، د بښتو ژبې وتلی شاعر ښاغلی درویش دورانی چی له دی مدرسې څه زده کړی وه یی لوله ( بیلتانه د دا هر چا په غم شریک کړم + یار دا بل درومی او زه ورپسی ژاړم ) ورپسې په بل بیت کی د یار ناجایزې غوښتنې منلو ته څومره سخت سر ټیت کړی دی وایی ( ما دا یار دغه غوښتنه هم پر ځای کړه+ نه یی نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم ) دا چې مینه ولې د هر شاعر د شعر موضوع ده ډیره یی نه څیړو لنډ د پښتو ژبې سر لاری شاعر پیر محمد کاروان اعتراف را اخلو چی نوموړی څنګه شاعر شو ، او چا ورته شاعری ورکړه؟؟ ښاغلی کاروان یی داسې ځوابوی ( چا ویل راته چی ته څنګه شاعر شوی ؟+ ما ویل ماته شاعری راکړه جانان)
دا چی ولې په پښتانه ټولنه کې مینه ډیره د بدسترګو د نظر ښکار کیږی ،او عاشق معشوقه د بیلتانه په دردمنولارو سر شی ،نجیب عامر یی وجه او سبب په ګوته کړی دی، ښاغلی وایی( لومړی ځل و په ښه او په بد هیڅ نه پوهیدو + یو ژوند پدې دونیا کې دوباره کول پکار دی ) ښاغلی عامر یی د ژوند له ستر کتاب سره نابلدتیا او ناپوهی په ګوته کوی
په دونیا کی د یوې سروې له مخې تر ټولو زیات خرڅیدونکی کتابونه ناولونه دی ، هر ناول چی لولې د مینی رنګ به ضرور څه نه څه پکې وی ، هغه چی لوستونکی کرښه پسې کرښه په پاڼه پسې پاڼې ویلو ته مجبوروی د مینی تلوسه ده ، دومره تنده د دونیا په هیڅ بله موضوع کی نشته لکه د مینی ، نو د همدې اصل په وجه ناول په نړی کې تر ټولو زیات خرڅیدونکی کتاب دی ، په اردو ژبه کې د خدای بښلی نسیم حجازی ناولونو شهرت د ښې لیکوالې تر څنګ د هغې د ناولونو جالبې موضوعګانې دی ، بلکل یی تاریخ سم د مینې په جامو کی لوستونکو ته وړاندې کړی دی ، کله چی د نوموړی ناولونه پښتو ژبې ته ترجمه شول ، نو ژباړن یی چی څنګه حق ادا کړی همداسې شهرت یی هم ور په برخه کړو، ښاغلی زبیر شفیقی د نسیم حجازی د ناولونو ژباړه په داسی انداز کړی تا وا شفیقی صیب یی شاګرد دی ، کټ مټ همغه مینه همغه انداز ، د پښتو ژبې تر ټولو مشهور کتابونه نن صبا همدا دی ، وجه یی مینه ده ، او مینه د هر طبیعت ضرورت دی ،.
( پاتې شه باران دی ) نوم سره به اشنا یاست ، پدې ناول کې څانګې او غزن سره د هر لوستونکی همدردی دومره وی چی د بې وسئ اوښکې ورته پخپله لمن توی کړی ، اوریدلی می دی چی دا کتاب خواږه لیکوال اوشاعر ښاغلی مصطفی سالک په یو شپه کی او که یوه هفته کی لیکلی دی ، بهر حال چی څومره زر یی لیکلی بل څه ندی بس د مینې پریشر او زور له وجې یی لیکلی دی ،.
د پښتانې ټولنې د سختو رواجونو سره سره بیا هم دا ټولنه د نورو په نسبت د مینې ډیرې کیسی لری ،زمونږ په فولکلوریکو کیسو کې چی کوم خوند دی د نورو په فولکلور کی نشته ، وجه یی مینه ده ، یو طرف دا ټولنه هر څه د مینې او محبت له مخې کوی بل طرف په همدا ټولنه کې د ماینو لپاره هیڅ ځای نشته ، وایی چی څوګ د ډیرو ناحوالو او کړاونو سره مخ وی هغه د ارام ژوند لرونکو په نسبت ډیر تیز دماغ او پلا ن جوړولی شی ، شاید د پښتنو د تیزو دماغو یوه وجه همدا وی چی د نور کړاونو تر څنګ مینه او محبت هم پدې ټولنه کې یو ستر درد دی ، پدې ټولنه کې د ماین زړه د ماتولو لپاره خلک تر اخیری بند ګی وسه پورې کوشش کوی چی د ماین زړه مات کړی ،او که کامیاب شی نو بیا یی هم په ټولنه ښه نوم نه وی ، نو نتیجه یی بیرته د طبیعت خلاف شی ، نو هر څه چی د طبیعت خلاف راوان وی منزل ته نه رسیږی ، کیسه مې د همدې ځایه په را وتلی مشکل را څرخی ....