مونږه د اور په پوکو ناڅو خپله نه ګډيږو
مونږ د ډالر او د کلدارو په وير نه مړيږو
منو چې ټول عمر مو وينه په اسلام ورکړې
خو يو عادت لرو پيسو باندې هيڅ نه بسيږو
هغه د لنګ پنجابی سرو سره تللی نه شو
مونږ پښتانه يو د قاغذ په بيعه ښه خرڅيږو
ښه که د غرونو ليوني يو د بازونو ښکار کړو
ولې د کونډو د يتيم په اوښکو نه زوريږو
موږ ميخانې لرو بې بيعې ډک خمونه لرو
سهار بيګا يې څښو تشيږي نه او نه مستيږو
د جنت لاره د کابله تېره شوې که ده
اصولي ووايه صرات له پله کله لويږو