د (( یو سړی او موټر سایکل)) کتاب – لنډیز

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62275
امان الله ایمان
دخبریدو نیټه : 2014-11-30


یادونه: دا لنډیز هغو دوستانو ته چې وخت یې کم اوکتاب یې تر اوسه نه دی لوستی!
د کتاب لیکواله په دلچسپه موضوع تحقیق پیلوي، له ۷ میاشتو انتظار وروسته، له کرزي سره د لیدو موکه مومي، ولسمشر ته هم دا موضوع دلچسپه ده، میرمن بیټي غواړي د ولسمشر له خولې د ارزوګان د مقاومت د لومړي وخت کیسې واوري او ولیکي.
د کیسې پيل او دوام: کرزی د خپل مقاومت د پیل لپاره ارزوګان ولایت ټاکي او د جنوبي ولایتونو مهمو مشرانو ته د ((سید)) په نوم قاصد په ځلونو استوي، چې د طالبانو په وړاندې دده د مقاومت د پیلدو په اړه یې خبر کړي، سید په دې نه پوهیږي چې څه پیښيږي، خو نوموړی د کرزي ډیر باوري کس دی. هغه کور په کور د کرزي پیغام د هغه ملګرو ته رسوي، دغه مشران چې تر مختلفو قومونو پورې اړه لري، ځینې د کرزي د پلار پخواني ملګري دي او د مقاومت د انسجام په موخه اکثره یې، د کرزي لیدو ته کویټې ښار ته ورځي. دا مهال په کوټه کې د کرزي په کور کې د ډیپلوماټانو، قومي مخورو، ژورنالیستانو ګڼه ګوڼه زیاته وي. په پیل کې د کرزي ټول مخور او جهادي قومندانان زړه نازړه له نوموړي سره ملګري کیږي او دا کار یې د سر په بیه بولي. کرزی دغو مشرانو ته خپل هوډ واضح کوي چې امریکا نور له طالبانو تر پوزو راغلی او دا وخت دی، چې طالبان راوپرزول شي.
د کرزي لیدنې له قومي مشرانو سره دوام لري او د شمال ټلوالې سره هم په تماس دی، دوې اونۍ لا نه دي وتلې چې د سپتمبر ۱۱مه رامنځته کیږي، د پیښې پرمهال کرزی په اسلام اباد کې دی او په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ته هم په دغه ورځ ورغلی و. کرزی د خپل ورور احمدولي د اړیکې په پایله کې خبریږي چې په امریکا برید شوی، هغه دا برید د القاعده کار بولي. هغه د پیښې په رامنځته کیدو نورهم ډاډه کیږي چې (( د طالبانو کار نور خلاص دی)) د کرزي په کور کې ناستې زیاتیږي، د ژورنالیستانو، استخباراتي کسانو، امریکایانو، بریتانویانو او دیپلوماتانو ګڼه ګونه وي او د افغانستان د اینده په باب معلومات مومي، کرزی له قومي مشرانو سره په غونډو کې ددغه برید اغیزې په افغانستان باندې ۷ ورغلو مشرانو ته تشریح کوي.
لیکوالې له هیواده بهر د کرزي په دیپلوماتیکو هڅو او د سولې په پروسه هم خبرې کړې چې څنګه به هغه له غربي دیپلوماتانو سره کتل او هغوی ته به یې د افغانستان هیر شوي برخلیک وریاداوه خو د اکثره دیپلوماتانو به د کرزي غوښتنې مسخرې ته ورته بللې، کرزي هغه مهال چې د رباني د واک پرمهال د بهرنیو چارو سیاسي معین و، سیاسي پاسپورټ یې اخستی و، او له همدغه پاسپورټ څخه په استفاده به یې بهر ته سفرونه کول، کله چې پر کرزي باندې د حکمتیار د پلوۍ تور لګول شوی و، کرزی د وخت د ملي امنیت رییس قسیم فهیم له لوري تر تحقیق لاندې نیول کیږي. د کورنیو جګړو په کش ګیر کې د حکمتیار د ډلې له لوري په دغه ودانۍ راکټ توغول کیږي او کرزی په تیښته بریالی کیږي.
کرزي هیڅکله هم په امریکا کې د اوسیدو هڅه نه ده کړې، او نه په دې اړه کوم سند تر اوسه شته. د کرزي کورنۍ او وروڼو یې غوښتل چې هغه طب ووايي څو له دې لارې خدمت وکړی شي خو هغه د خپل ذوق له مخې د هند په ( هماشیل پردیش) پوهنتون کې د سیاست پوهنځی لولي. هغه د زده کړو پرمهال سیاسي هڅې متداومې ساتي او له همدې کبله په ټولګي کې اکثر مهال غیرحاضر هم وي. کرزی په کویټه کې هم له سیاسي هڅو سربیره په ځینو کورسونو کې د انګلیسي ژبې استاد پاتې شوی دی. کله چې د مجاهدینو په وخت کې کورنۍ جګړې پیلیږی، او طالبان ظهور کوي، په لومړیو کې د کرزي کورنۍ د هغوی ملاتړ کوي، له همدې کبله کرزي هیله من دی چې ددغه ملاتړ په بدل کې، په ملګرو ملتونو کې د طالبانو استازی وټاکل شي، په دې اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري اسناد هم اماده کیږی خو تر پایه دغه کاغذونه ملاعمر نه دي لاسلیک کړي، ځکه هغه په کرزي شکمن او لویدیځ پلوی کس یې باله. له دې وروسته د کرزي او ملاعمر ترمنځ اختلاف زور اخلي او کرزي د طالبانو په راپرزولو پسې لاس بډوهي.
د طالبانو د واک پر مهال، د کرزي وروڼه په کندهار کې یو خیریه پراختیایي بنسټ هم لري، څو د جنوب په بیوزله سیمو کې پروژې پلې کړي. کرزی په ۱۹۹۹ م کال کې د سرطان د ناروغۍ له کبله خپله مور له لاسه ورکوي. تر دې دوه میاشتې مخکې یې پلار د نامعلومو موټرسایکل سپرو کسانو له لوري وژل کیږي، کرزی د خپل مرحوم پلار په جنازه کندهار ولایت ته راځي طالبان د هغه له راتګ څخه خبریږي او د نیولو هڅه یې کوي نوموړی تر نیول کیدو مخکې بیرته کويټې ښار ته په تیښته بریالی کیږي. هغه د خپلو مبارزو او هڅو په لړ کې د امریکا سفارت ته په پاکستان کې بار بار تللی او کله به خپل ملګري لکه والي جان محمدخان او شیرمحمد اخوندزاده به هم ورسره وو. خو د امریکایانو ټوله پاملرنه اسامه ته وه، سعودي طالبانو ته ویلي و، چې د اسامه د ورسپارلو په بدل کې به ورته ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته هم وکړي، خو دغو وړاندیزونو پایله نه وه ورکړې، دا مهال د کرزي دیپلوماتیک پاسپورت پای مومي او پاکستان ورسره همکاري نه کوي، خو د امریکا په مداخله هغه له پاکستان خاورې څخه نه ایستل کیږي.
د سپتمبر له ۱۱مې وروسته د سي ای اې اداره پیچلي عملیات پیلوي، ددې ادارې مشر یې خپلو کسانو ته وايي: ((زه د بن لادن د پرې شوي سر انځورونه غواړم او وروسته د هغه سر دلته راوړل غواړم ترڅو یې ولسمشر ته وښیم.)) دا مهال عبدالحق د هیواد په ختیځ کې له طالبانو سره وسله وال مقاومت پیل کړی دی، هغه د روسانو سره په جګړه کې خپله یوه پښه هم له لاسه ورکړې وه. کله چې د عملیاتو د پیل په موخه د سي ای اې له خوا د پیسو ویش پیلیږي، کرزي دغه مهال د سي ای اې له یو جاوسوس ((ګریک)) سره اړیکې جوړې کړې وې. په واشنګټن پوست کې یو لیکوال دا مهال یوه لیکنه خپروي او کرزي ته د راتلونکي ولسمشر خطاب پکې کوي، خو احمد رشید بیا دا نظریه نه منله. امریکایانو هم دا فکر نه کاوه چې هغه به ولسمشر شي، خپله کرزي هم په دې اړه تر دا مهاله څه نه و ویلي.
کرزی عملي ګام اخلي او غواړي روزګان ولایت ته لاړ شي، هغه ته یې د ملګرو او کورنۍ له لوري بار بار ټنیګار کیږي چې ته لاړ نه شي او د سر په بیه به ورته تمام شي، هغه د هیچا نه مني او په یوه لیرې کلي کې د جنازې به پلمه روانیږي، هغه خپلې میرمنې ته ویلي وو چې په ویش سیمه کې یوې جنازې ته ځي، میرمن یې په دې خبره حیرانیږي چې د غاښو برس او کریم څه کوي چې جنازې ته ځي، کرزي ورته ویلي و، چې د نورو تشریحاتو وخت ورسره نشته: (( که په څو اونیو کې دې زما په اړه معلومات وانخستل، پوه شه چې زه نور ژوندی نه یم)) دروازه یې بنده کړه او له کوره ووت. کرزی په جیپ موټر کې له خپلو اعتمادي ملګرو سره له کویټې ښار راوزي، شته کسان نه پوهیږي کوم لور ته ځي، هغه هیچا ته هم د خپل مقصد او منزل په اړه نه و ویلی، کله چې موټر روانیږي، د هغه د ورور احمد ولي سترګې له اوښکو ډکې دي چې ګواکې د وروستي ځل لپاره خپل ورور ګوري، خو ګاونډیانو ته به یې ویل هغه اسلام اباد ته تللی دی. هغه د چمن په ګڼ بازار له خپلې وړې ډلې او خپل وراره احمد سره په ۲ موټرسایکلونو له پولې دیخوا کندهار ته په له ګواښونو ډکه لاره اوړي، په لاره کې د کرزي موټرسایکل پنچر کیږي، د اول موټرسایکل ملګري بیرته ورته په شا راځي او دوی په دوهم موټرسایکل سپریږي.
نوموړی شوراندام ته رسیږي، دا شپه نو په کندهار بمبار هم شوی دی، خلک له کورونو تښتیدلي دي. لیکواله میرمن وایي، کرزی ددې حالت په ویلو سره په غلی شو، او تر خوله یې څه نه وتل، کلیوالو څخه پوښتي چې څه حال مو دی؟ خلک ولې تښتیدلي دي؟ کوربه ورته وايي چې موږ خو هسې مرو د ماشومانو مو خیال ساتو. میرمن وایي ولسمشر بیا خاموش پآتې شو، داسې ښکاري چې کرزی د وخت حالاتو سخت زورولي وی او لکه په اوږو یې چې دروند بار پروت وي. د کرزي له سترګو اوښکې توییږي، له جیبه یې دستمال را وایست او د خپلو سترګو اوښکې یې پاکې کړې، بیا یې په خبرو پيل وکړ: (( هغه ماشومان نه ویریدل، له کوربه مې پوښتنه وکړه چې ولې ماشومان نه وریږي؟ میرمنې له ولسمشر پوښتنه کوي چې څه شي اغیزمن کړې؟ کرزی وایی: (( هماغه شیبه راته ځان سخت ګرم ښکاره شو، د هغو ماشومانو له کبله. زه وویریدم چې ښایي هغوی زما د شتون له کبله ووژل شي ځکه طالبان زما په وژلو پسې وو. ))
کرزی په کندهار کې د ملاعمر له کور په لږ واټن کې په یو کور کې دی، د تلیفونونو له لارې له مختلفو کسانو او ادارو سره په تماس کې وي، له کندهاره حاجي منډ په نوم دده یو ملګري تر اروزګانه ځي څو لاره وګوري چې صافه ده کنه؟ په کنډ کپر سړک مازدیګر مهال د اروزګان په لور سفر پیلوي، په لاره کې یې طالبان موټر دروي، له کرزي سره په کڅوړه کې ۲ ثریا تلیفونه هم دي، طالب ورته وايي: (( کڅوړه خلاصه کړه!)) هغوی مقاومت کوي او اخر جنجال تر طالب قومندانه رسیږي، په دې پلمه چې په اروزګان کې یې د کور یو غړی په بمبار کې وژل شوی او بل زخمي و کویټې ته یې د درملنې لپاره بیولې وو، نو عجله لري، بالخره کڅوړه نه پرانیزي او اجازه ورکول کیږي، که هغه کڅوړه خلاصه شوې وای او طالب قومندان مقاومت کړی وای، ښایي کرزی افشا شوی او وژل شوی وای.
کرزی ارزوګان کې لومړی د کلي د ملاامام کور ته ورځي، هغه چې پخوا یې ورسره ملګرتیا وه، د کرزي لیدو ته ډله ډله خلک ورځي، معلم رحمت االله چې وروسته د ارزوګان والي مقرریږي هم خبریږي او دکتو لپاره د ملا کور ته راځي، د کرزي په شاوخوا د پوپلزیو مشرانو شمیر زیاتیږي او د خلیلي په مشرۍ د دغه ولایت هزاره ګان چې ۱۰ سلنه جوړوي له دې کبله چې طالبانو ځپلي وو، له کرزي خپل ملاتړ اعلانوي. د ملا په کور کې د کرزي د تلیفونو نو چارچ خلاصیږي. سید کندهار ته لیږي چې ۲ نور تلیفونه ورته راوړي، دا مهال کندهار ښه سم تر بمباریو لاندې دی، کرزی خپلو اړیکو او له مشرانو سره کتنو ته دوام ورکوی خو هغه تر دا مهاله زورور نه و.
هغه ته به د سي ای اې له لوري په خلاص مټ پیسې راروانې وې، دا مهال به د سي ای اې مشر او دفاع وزیر د هغه نوم ولسمشر ته یادواوه – دا مهال امریکا اندیښنه ښيي چې ولې د افغانستان سویل لا هم خاموش خو په شمال کې هر څه په چټکۍ سره په مخ درومي، له کرزي يې کسان غوښتنه کوي چې په ترینکوټ دې امریکایان بمونه واچوي، هغه یې نه مني داسې وایي: (( څنګه له امریکایانو وغوړم چې په خپل وطن کې مې بمونه واچوي)) او په ترڅ کې یې ولسي وګړي ووژل شي. دا مهال د ارزوګان ښاروال خبر دی چې کرزی په اروزګان کې دی، هغه ته د کرزي د یو ملګري له لوري چې پخوا یې له کرزي پیسې هم اخستې وې، خبر ورکړل شوی وو.
عزیز چې د کرزي ملګری دی له کویټې څخه ارزوګان ته راځي او د عبدالحق د وژلو خبر له راډیو اوري، عزیز مایوسه کیږي او فکر کوي چې له دې لوستي( کرزي) کس سره به په ارزوګان کې څه وشی، کله چې له راډیو کرزی د عبدالحق له وژلو خبریږي، وايی: (( یو غوره اتل ووژل شو)) هغه له ټولو خطرونو او ګواښونو سره بیا هم په اروزګان کې پاتیږي.
کرزی د خطر په احساسولو سره خپل جنګیالي زیاتوي، د وردجې په لوري ځي، غره ته د ختلو پر مهال یې د جنګالیو شمیر ۷۰ تنو ته رسیده، ځینې پکې د عمر له پلوه سپینریږي دي چې نشي کولی غره ته وخیږي، په وردجې کې ۲ شپې تیروي او بیرته راګرځي، د عبدالحق د وژل کیدو د خبرو په اوریدو سره د هغه وراروه احمد له اروزګانه بیرته کویټې ته ستنیږی، چې د عبدالحق په شان ونه وژل شي. او په ځای ېې بل جنګیالی عبیدالله له کویټې څخه رابلل کیږي. دا مهال په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سلام ضعیف رسنیو ته د یو کنفرانس له لارې وایي چې د کرزي په شمول یې ۲۵ تنه نیولي دي، د کرزي ملګری سید فکر کوي چې نور یې کرزی له لاسه ورکړی او بې برخلیکه شو، د کرزي فامیل هم په کوټه کې د خبر په خپریدو پریشانه کیږی رسني هم خبر ورکوي چې کرزی وژل شوی دی، د کرزي کورنی نیویارک ټایمر ته دا مهال ویلي و، چې که هغه وژغول شي نو په بدل کې به یې یو لوی خیرات کوی. خو د کرزي ورور احمد ولي تر پایه د خپل ورور وژل نه مني، هغه به ښایي خبر و چې ورور یې نه دی وژل شوی.
د اکتوبر په پای کې یوه ډله امریکایي کمانډو افغانستان ته د تګ پاره چمتو کیږي. ددغه ډلې مشري د امیراین په نوم یو کس کوي. د دورجې په جنګ کې د کرزي کسان دوه تنه طالبان په جګړه کې نیسي، د کرزي کسان هیله من دي چې هغه به ووژني، خو کرزي په خوږه ژبه ورسره خبرې کوي او تشویقوي یې چې خپلو کورونوته لاړ شي او کرار کښیني. دا نو هغه مهال دی چې کرزی له څه مودې پس چې په ټوله نړۍ کې یې د وژلو خبر څو ورځې مخکې خپور شوی وو، بی بي سي ته وايي چې هغه ژوندی دی او د یو ازاد افغانستان لپاره مبارزه کوي، خبریال یې په دې خبره هیښ کیږي. د سي ان ان ټلویزیون د اروزګان د هراوت نقشه ښيي او داسې وايي: (( دا هغه ځای دی چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو پخوانی معین حامد کرزی پکې اوسیږي او په مقاومت بوخت دی. ))
له دې وروسته کرزی او ډله یې د چارچینو په لور ځي او د کرزي د مقاومت ملګري له هغه پوښتي : (( ته یې داسې وګڼه طالبان مو په ګونډو کړل، تاسې وزیر او یا هم ولسمشر شوی، له موږ سره به څه وکړئ؟ ایا موږ به مو په یاد یو؟ کرزی په ډاډه غږ ورته وایي (( هو! بلکل به مو په یاد ساتم، زه تاسې نه هیروم))په چارچینو کې دوه ورځې خطرناکې دي د سیمې خلک د کرزي ملاتړ نه کوي، د کرزي له ۳۵ تنه ملګرو څخه چې امریکایي وسلې یې هم اخستې وې، یوازې ۷تنه پاتې کیږي، طالبان یې له وړاندې په ورتګ خبر وو، بیرته د وردجې په لور روانیږي، په غرونو کې لالهانده ګرځي او ملګري يې د خپل مشر د استراحت لپاره ځای ګوری. په لاره کې کرزی په یوه ګله اوښانو مخ کیږي او له کوچي سره ګوري، په کرزي پسې طالبان راځي او له کوچي څخه هغه پیسې هم اخلي چې کرزي ورکړې، هغه طالبانو ته د کرزي ادرس غلط ورکوي او طالبان هم په هغه غلط پل ځي. د کرزي هغه کوچی لا اوس هم نه دی هیر د روژې په میاشت کې یې ارګ ته راغواړي پیسې هم ورکوي. د کرزي د کسانو مورال کمزوری کیږي او له امریکایانو د مرستې غوښتنه کوي، دا مهال دوه الوتکې راځي او د کرزي مقاومت د اوس لپاره پای ته رسي او اسلام اباد ته یې له ملګرو سره په الوتکه کې لیږدوي.
د کرزي ملګری سید دا مهال د طالبانو له لوري نیول کیږي خو له نیکه مرغه نوموړی له دغو کسانو سره پخوانی شناخت لري او دا یې د بیرته خوشي کیدو لامل کیږي. دا مهال د امریکا د دفاع وزیر خبر خپروي چې کرزی مو د هوا له لارې اسلام اباد ته راوړ او ژوند ته یې ګواښ و، هغه تر عبدالحق وروسته د طالبانو په لیست کې و، چې ویې وژني. خو د کرزي ورور احمدولي دا خبره تر پایه ردوي چې هغه اسلام اباد ته تللی و، دا خبرې د هغه حیثیت ته زیان اړولی شو. جیمز ډابنز د ولسمشر بوش له لوري د افغانستان په چارو کې ځانګړی استازی ټاکي څو د ټولو ډلو په موافقه په افغانستان کې یو واحده اداره جوړه کړي، ډوبینز لا وړاندې د کرزي په اړه اوریدلي وو، هغه پوه و چې کرزي هر اړخیزه سیاسي اړیکې لرلې، که څه هم شمالي ټلوالې او پاکستان هر یوه هڅه کوله خپل سړی ارګ ته ننباسي. د ای ایس ای مشر احسان الحق هم ډوبینز ته کرزی د افغانستان لپاره مناسب رهبر یاد کړی و، شمالي ټلواله له وړاندې له نوموړي سره بلده وه او عبدالله د هغه نوم په هغو ۲۰ کسانو کې یاد کړی و، چې په مهمو څوکیو کې یې کار کولی شوای. ډابینز ته دا حیرانوونکې ده چې پاکستان، ټلواله او نور ټول دې په هغه سره سلا وي، هغه پوهیده چې دا ټول یو له بله نه دي خبر چې ټولو کرزی یو مناسب رهبر د افغانستا ن لپاره بللی دی.
د امیراین په ۱۲ کسیزه امریکایي ډله طاللبان د برید پلان لري، په وردجې کې الوتکه کښینې او امریکایي او افغان سرتیري کښته کوي، دوی ټوله شپه مزل کوي څو د لعل محمد کور ته رسیږي، دا مهال شیرزی چې د کندهار په زمري شهرت لري، هم په کندهار کې خپل وسله وال فعالیت پیل کړی، د نوامبر په ۱۴مه کابل سقوط کړی او ترینکوټ او کندهار د سقوط په حال کې دي. پر سبا یې دوی ټول د امریکایي کوماندویانو سره د ترینکوټ په لور په ورځي، ترینکوټ ته تر رسیدو وړاندې، هغه ځای سقوط کړی او په لاره امیراین خپل یادښتونه لیکي. دوی ترینکوټ ته په داسې حال کې ننوزي چې د نړیوالو رسنیو ځکه ورته ډیر پام نه دی چې د هغوی تمرکز په کابل دی، په ترینکوټ کې په لښتیو کې مړي هم نه دي پراته کوم چې په کابل کې عرب او پاکستاني جنګیالي د شمالي ټلوالي له لوري وژل شوي وو. د کرزي ملګری سید غواړي چې ځان د ترینکوټ ښاروال کړي، د هغه دا څوکۍ لا پخوا خوښه وه.


کرزی له مشرانو سره په ترینکوټ ښار کې راټولیږي، او د ښار واک یې په لاس کې اخستی. امیراین کتل چې په کرزي قومي مشران راټول دي، چې ګوري یو پکې تور ټیټ سړی دی، او په امیراین کې یې سترګې خښې کړې دي، له کرزي پوښتې دا کس څو ک دی؟ هغه ورته وایي: دا یو طالب جنګیالی دی، هغه هر څه له لاسه ورکړي. امیراین ور ولاړیږي او د خپل پتلون تومانچې ته لاس کوي او هغه کس یې په ناز په شا په څپیړه وواهه، له دې سره ټول خاندي او د دواړو زړه بدوالی لیرې کیږي. هغه وایي کرزي به یوه اړیکه له خپل ورور، بله له شمالي ټلوالې او نورو سره ټینګوله، له هغه څخه یو کروندګر د یوه خره غوښتنه کوي چې د دوی د مقاومت ملاتړ وکړي، هغه وایي کرزي به سترګه هم وهله او له دې هر څه به یې خوند اخیست. له کرزي سره خلک خوښ ښکاري، ګرایګ چې د سي ای اې مامور دی او د کرزي د کسانو په ډله کې دی، له ولسي خلکو یو ورڅخه پوښتنه کوی چې هغه غواړي له کوم قوم څخه و اوسي؟ هغه ورته وایي چې غواړي یو حقیقي پوپلزی و اوسي، شاوخوا کسان ټول په لوړ غږ خاندي او ټولو ته دا ټوکه خوند ورکوي.
د سیمې او ګاونډ هیوادونو ترمنځ د افغانستان د اینده په باب خبرې پیلیږي، ددغو خبرو ځای ځکه عربستان یا ګاونډ هیواد نه ټاکل کیږي چې هغوی د طالبانو ملاتړ کړی، بالاخره د جرمني بن ښار ځکه ټاکل کیږي چې د برلین په پرتله د نړیوالو رسنیو له سترګو چپ دی. د یو ښکلي هوټل مشر ته ویل کیږي چې تر راتلونکې میاشتې د هوټل ټولې کوټې خالي کړي او د افغانستان د سرنوشت په اړه یو مهم کنفرانس پکې پیلدونکی دی. په کابل کې هرج مرج روان دی او نړیواله تولنه غواړي چې هر څومره ژر وي دا کار پای ومومي. رباني لا هم ځان ولسمشر باله، که څه هم د هغه واک تر پاڼو محدود و خو نړیوالې ټولنې طالبان په رسمیت نه وو پیزندلي، په بن کې د یو موقت حکومت پر جوړلو سلا وشوه، چې پکې به ازاده ټاکنو ته لاره هواره شي او ډیر تمرکز دادی چې څوک به رییس وټاکل شي. ملګري ملتونه د روم ډلې په شمول له ټولو اړخونو سره په تماس کې وو.
نړیوالې ټولنې وړاندې پر کرزي غور کړی و او د احتمالي نوماند په لیست کې ورسره وو. د شمالي ټلوالې له لوري له پښتون ولسمشر سره مخالفت کیږي چې ګنې د ازبیکو، تاجکو او هزاره وو حقوق به پایمال کړي. او ددې کار د مخنیوي تضمین غواړي، نو ځکه له کنفرانس وړاندې ملګرو ملتونو شمال ټلوالې ته زیاتې څوکې په حکومت کې منلې وې. د ظاهرشاه لپاره هم ځانکړی رول په نظر کې نیول شوی وو. کرزی په بن کنفرانس کې ګډون ونشو کړای. هغه دا مهال په ارزوګان کې دی او دیپلوماتان یې د نه شتون په اړه پوښتنې کوي. تر کنفرانس مخکې ماښام مهال یو ګډونوال له هغه سره اړیکه نیسي ورته وایي چې ښایي هغه په پام کې وي. ستار سیرت شکایت کوي چې د شمال ډلې څوکۍ زیاتې دی، هغه له لخضر ابراهیمې سره په عربي ژبه خبرې کوي. او ګیله کوي چې شمالې ټلوالې ته ولې دومره کلیدي وزارتونه ورکړل شوي. کنفرانس ۶ ورځې دوام کوي. او ۴ ډلو پکې ګډون کړی دی. طالبان کنفرانس ته نه وو وربلل شوي، شمالي ټلوالې د نورو پښتنو د ګډون غوښتنه نه منله او د طالبانو په ګډون بندیز لګوي.
کنفرانس د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر په وینا پلیږي، وروسته د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی لخضر ابراهیمي وینا کوي، وروسته افغان لوري خبرې کوي، د ټولو خبرې مثبتې دي. د ټولو خواوو له خبرو وروسته یوه نادره پیښه کیږي. ابراهیمي د غونډې د مشر په اوږه لاس ږدي ورته وایي چې د لنډو خبرو لپاره وخت ورکړي. زړو ابراهیمي مایک ته ټیټیږي وایي: (( یو بل څوک هم له افغانستان څخه له موږ سره خبرې کول غواړي)) د کنفرانس ګډونوال حیرانیږي، یو دم د کرزي غږ کنفرانس ته له اروزګان څخه په ژوندۍ بڼه رارسیږي. هغه د ۶ دقیقو لپاره خبرې کوي. امین وردګ د کرزي په خبرو توند عکس العمل ښيي او هڅه کوي له غونډې ووزي خو امین ارسلا یې مخه نیسي. هغوی د کرزي ملاتړ نه کاوه که څه امین د کرزي پلار ته یې د یو مشر په توګه خورا زیات احترام درلود.
طالبان مات شوي، ډیری طالبان د کرزي اړخ د ځان لپاره مصوون بولي، ځکه په نورو اړخوو کې یې ژوند مصوون نه دی، دا مهال ملادادالله هم کرزي ته تسلیم کیږي، هغه په اصل کې د اروزګان د چارچینو د ولسوالۍ دی، کله چې طالبان سقوط کوي هغه له اوزبیک جنرال دوستم سره معامله کوي چې عرب او پاکستاني جنګیالي ورته سپاري څو یې په امریکایانو وپلوري په مقابل کې نوموړي ته لاره ورکوي چې د هیواد جنوب ته لاړ شي. دادالله، د قومي مشر هاشم خان په واسطه کرزي ته ورځي او هغه ته د ۲ ولسوالیو په تسلیمۍ کې مرسته هم کوي. کرزی ملادادالله ته لیک ورکوي چې له مخې به یې پر هغه څوک کار نه لري، هغه وروسته کویټې ښار ته ځي او د کرزي ملګري، کویټه پریږدي او کویټه له دې وروسته یو طالب میشتی ښار کیږي.
کرزی له ترینکوټ څخه د طالبانو د وروستي مورچل په لور حرکت کوي، غواړي کندهار ښار د طالبانو له منګولو خلاص کړي، د زړو موټرو چې لوډسپیکرونه هم ورسره وو، د کندهار په لور حرکت کوي، معلم رحمت الله د اروزګان والي ټاکي. سید چې د کرزي د ډیر وخت او په ټول مقاومت کې ورسره مل و، او ډیر وخت له کرزي څخه ورک و دوی فکر کاوه چې هغه به وژل شوی وي، دا مهال له کرزي سره یو ځای کیږي او هغه هیله لري چې د ترینکوټ له نیول کیدو پس به ددې ښار ښاروال کیږي، کله چې په تصادفي ډول د کرزي له ډلې سره یو ځای کیږي، احساساتي دی، کرزي ورته وايي چې د اروزګان څوکۍ یې ټولې ویشلې دي او هغه له کرزي سره شخړه کوي وايي: (( تاسې ناځوانه یاست، زه نه غواړم له تاسې سره و اوسم )) غواړي له خونې ووزي خو کرزی یې مخه نیسي او دوه سوه زره کلدارۍ ورته نیسي.
کندهار ژوبل شوی، د بمونو اثار ښکاري، دا مهال روژه هم ده، او د بن د کنفرانس یوه اونۍ تیریدونکي ده، هغه د تلیفون له لارې د بن له ګډونوالو سره خبرې کوي، ملګري یې هیله لري چې هغه به د افغانستان اینده زعیم وي، خو کرزی د تلیفون په لیکه ورته وايي چې سیرت به د افغانستان راتلونکی ولسمشر وي، د هغه ملګري او ناست کسان په دې خبره پریشانه کیږي، او د عزیز په شمول ټول شکایتونه کوي هغوی وايي: (( سیرت پښتون نه دی، هغه له کلونو په افغانستان کې نه دی اوسیدلی، هغه په خټه ازبیک دی.)) عزیز ورته د ګواښ په بڼه وايي: که چیرې تاسو دا کار ونه کړئ، زه د طالبانو ملګرتیا کوم. همدا اوس له اعلیحضرت سره اړیکه ټنیګه کړه.)) قیوم کرزی چې په بن کنفرانس کې دی، د سیرت مشر کیدو غوسه کړی دی. د کنفرانس ځینو ګډونوالو ته د څوکیو په بدل کې سیرت ته رایه ورکړې وه، دا خبره پاچاخان هغه مهال کوي چې رایه سیرت ته ورکوي او وروسته بیا په خپله رایه پښیمانه: (( سیرت راته و ویل چې ده ته رایه ورکړم او په بدل کې يې ژمنه راسره وکړه چې زما ورور ته به د وزرات څوکۍ ورکړي. )) په دې سره ما کرزي ته دوکه ورکړه.
په پای کې ۱۱ رایې سیرت ګټلې، ۲ کرزي او یوه هم امین ارسلا. ځینې کسان ورته مبارکي وايي خو ځینې د سواليې په نظر ورته ګوري. واک ته د کرزي د رسیدو هڅه ناکامیږي، ګډونوال هیښ دي ځکه هغوی ددې پلوي نه دي چې د روم زړو ته باچاهي وسپارل شي. د رباني لپاره سخته ده چې خپله څوکۍ اوزبیک ته خوشې کړي، عبدالله له کابله د تلیفون په لیکه په لوړ غږ وايي: (( دا زموږ لپاره یو لوی ناورین دی، پریکړه ژر لغوه کړئ. ))
هڅه کیږي چې د روم ډلې نظر ته تغیر ورکړي، په دې اړه لومړی کس چې ګام پورته کوي زلمی خلیلزاد دی، خو د روم ډله وایي چې دا ستونزه دوی نه ده جوړه کړې، یونس قانوني چې د شمال ټلوالې په استازولۍ په کنفرانس کې برخه لري، او مخکې ورسره د کورنیو چارو د وزارت ژمنه شوې، دیپلوماتان هله هیښ شول چې ویې وویل: (( دا سمه ده، سیرت وګمارئ دا یو ښه انتخاب دی. )) قانوني یو څه وايي او ټلواله بل څه غواړي، دا ځکه چې سیرت قانوني اخستی و. وروسته له اعلیحضرت سره اړیکه ټینګیږي، هغه ته سیرت وایي چې دا کس باید پښتون وي، او پر همدې موافقه شوې، وروسته ابراهیمي له اعلیحضرت سره خبرې کوي او بیا ظاهر شاه سیرت ته وایي چې : (( کرزی انتخاب کړئ، هغه زما د زوی په څير دی، هغه په افغانستان کې یواځینی کس دی.) له ساعتونو خبرو پس سیرت د ظاهرشاه خبره مني. سیرت په لوړ غږ وايي: (( ابراهیمي د امریکا ګوډاګی دی. ددې تر شا د سي ای اې لاس دی.)) سیرت نور نه غواړي چې خنډ شي او د خپګان په بڼه له کنفرانس څخه چې ډیر اوږد شوی هم وو، وزي. خلیلزاد ورته د ۳ څوکیو وړاندیز کوي، د سترې محکمې ریاست، د ولسمشر مرستیالي او په عین وخت کې د عدلیه وزارت او د راتلونکې افغان لویې جرګې مشري، چې درې واړه د سیرت له لوري ردیږي.
په پای کې پر کرزي پریکړه کیږي او لومړی زیری برهان د الدین رباني ورباندې کوي د تلیفون پر کرښه ورته وایي: (( زه موافق یم چې خپله څوکۍ تاسې ته وسپارم، تاسې څه پکې وایاست؟ ) )کرزی یې له ملګرو مشوره غواړي هغوی ټول د مایوسۍ په انداز د هو سر ورته ښوروي.
دا مهال نوموړی کندهار ته د تلو تکل لري، کندهار ته په لاره د ۳۰ کسیزه د طالبانو له ډلې سره مخ کیږي او جګړه نښلې، لږ شیبه وروسته حالت سمیږي او جګړه پای ته رسي. کرزی لومړی شاولیکوټ ته ځي، له ملانقیب سره ګوري او هغه هڅه کوي طالبان کرزي ته تسلیم کړي. کرزی کندهار ولایت ته د شیرزي له ورتګه خبریږي او اندیښمن کیږي، هغه خپل سري کارونه کوي او د چا خبرو ته غوږ نه ږدي، هغه ځان د کندهار پاچا او هر کاره بولي. دا مهال د بن کنفرانس له ګټو ستونزو وروسته په بریا پای ته رسیدلی دی. وروستۍ ورځ ربانی راضي نه دی له څوکۍ کښته شي او هغوی ددې په مقابل کې د ډیرو څوکیو غوښتنه کوي. نوموړی هغه مهال له واک څخه لاس په سر کیږي، چې د کور ترڅنګه یې راکټ لګیږي! د وزارتونو شمیر ۲۹ ته رسي .
د بي بی سي خبریاله ( لیس دوسیټ ) له کرزي سره اړیکه ټینګوي او مبارکي ورته وایي، که څه هم هغه مخکې خبر دی خو له هغې سره داسې خبرې کوي چې ګڼې اوس دې خبر کړ. طالبان چې نور د مقاومت سیک پکې نه دی پاتې، تر ۲ ورځو مقاومت وروسته ۱۰ تنه د ملاعمر په استازولۍ ملانقیب ته ورځي. هغه ورته وایي چې ملاعمر ولې نشته؟ هغوی وایي چې د نوموړی په استازیتوب خبرې کوي. تر یوې ورځې سختو خبرو وروسته پریکړه کیږي چې تسلیم شي، کرزي ته ملانقیب ددوی په اړه خبر ورکوي. ددې لس کسیزې ډلې مشري ملاعبیداله کوي. مخکې تر دې چې دا د سولې خبرې پایله ورکړي امریکا مداخله کوي، او کرزي ته اجازه نه ورکوي چې هغوی سره وګوري. کله چې دا ډله له کرزي سره ګوري، یو په یو امریکایانو چورلکه هلته ورځي او په طالبانو وسلې راباسي، د کرزي کسان یې د ویشتلو مخه نیسي. دا ۱۰ کسان له خبرو مخکې د کرزي د کسانو له لوري د کرزي په امر تلاشي شوي هم وو. طالبان کرزي ته یو لیک هم سپاري چې هغه یې د یو زعیم په توګه پکې منلی دی. طالبانو په راډیو هم دا منلې وه چې هغوی نور تسلیم شوي دي. کله چې دا ډله له کرزي رخصتیږي له کرزي سره ملاعبیدالله ژمنه کوي چې کسانو ته به یې ډوډۍ رالیږي او بیا یې ورته ۲۵۰۰ ډوډۍ هم ورلیږلې وې، هغه کرزي ته دا هم ویلي وو: (( لا هم په کندهار کې پاکستانیان او عربان شته، که چیرې پر تاسې برید وشو، له موږه یې مه انګیرئ، موږ هیڅکله نه غواړو پر تاسې برید وکړو، عربان او پاکستانیان دا کار کوي. ))
جان محمدخان چې لا هم د طالبانو په زندان کې دی دا مهال د طالبانو له لوري خوشي کیږي او په زاړه موټر کې چې ملاعبیدالله هم ورسره دی، کرزي ته راوستل کیږي، کله چې هغه د کرزي په لور ورځي کرزي ته وایی: (( ټول طالبان ووژنه)) کرزي له ملانقیب سره د کندهار ولایت د والي کیدو خبره خلاصه کړې وه خو کله به چې د هغه کسان پرمخ تلل، د شیرزي کسانو به یې مخه نیوله. هغه نه غوښتل کندهار بل چاته تسلیم شي او د امریکایي کمانډو ملاتړ هم ورسره و. هغه هڅه کوي چې ملانقیب امریکایانو ته طالب وروپیژني. کله چې کرزي له شیرزي سره په تلیفون خبرې کوي ورته وايي: (( زه نه حامد کرزی پيژنم او نه هم ملانقیب، کندهار زما دی.)) د هغه په راتلو هغه د سولې ژمنه چې له طالبانو سره شوې وه له منځه لاړه او امریکایانو په سوله باور نه لاره او د کرزي له لاسه یو مهم ولایت ووت. کرزي په یوه چورلکه کې کابل ته له کمو کسانو سره ځکه راځي چې شمال ټلوالې ته دا روحیه ورنکړي چې پر هغوی باور نه لري.
کرزی واک ته ورسید، هغه په ډیره لیوالتیا وايي چې خپلو ملګرو ته یې مهمې څوکۍ ورکړې وې. هغه کندهار خپل سیال ته پريښود، چې له هغه سره امریکایان ملګري وو. نور ولایتونه یې هم هغو کسانو ته ورکړل چې نوموړي ته وفاداره و. د کتاب لیکواله میرمن وایي دا سیستم راته له فساد دک او په سلیقې ولاړ ښکاره شو. خو کرزی ورته اندیښمن نه و. هغه خپل ملګری محمدشاه د خپل امنیت مسول ټاکلی و او په ولسمشرۍ ماڼۍ کې به په کلیوالۍ بوټانو کې ګرځیده. هغه دا دنده د وړتیا نه بلکې د ملګرتیا په اساس ترلاسه کړې وه. احمدولي هم په یو مناسب رول کې دی خو په وروستیو کې په غیررسمی توګه د کندهار پاچا وو. هغه په دې ډول په ټول هیواد حکومت کاوه، کرزي ته طالبان تسلیم شول او جګړه یې پریښوده، خو د سولې په دې خبرو کې امریکا مداخله وکړه او هغوی بیرته د جګړو کرښو ته لاړل، په ۲۰۰۲ کال کې د کرزي له ۵ مرستیالانو یې یو ووژل شو، چې ګڼ شمیر پوښتنې یې تر شا پریښودې، کرزی د هغو جنګسالارانو په منځ کې ژوند کاوه چې دده په څیر د طالبانو له لاسه له وطن څخه تښتیدلی وو.
اکثره والیان به د هغه غوږونه او سترګې وې، او هغوی به دخپلو تربګنیو د پاللو لپاره امریکایانو ته غلط معلومات ورکول. او د پخوانیو طالبانو استوګنځایونه به یې ورښودل. د بیلګې په ډول د ملااحمدشاه قضیه یادوي: (( هغه د طالبانو قومندان و، نوي حکومت ته تسلیم شو. خو د شیرزی په وخت کې د ملي امنیت له لوري ونیول شو، چې پښې او لاسوه او بدن یې د ډیرو وهلو له لاسه پړسیدلي و، هغه بیا دقومي مشرانو د مداخلې په پایله کې له بنده خلاصیږي. میرمن په دې اند ده چې کرزي د امیرعبدالرحمان خان په څیر واک او حکومت کاوه.
که د ارزوګان، کندهار او هلمند تیرو دیارلس کلنو جګړو ته وګورو ویلای شو چې کرزي تر ډیره پر خپلو کسانو تکیه کړې، هغوی بیا په خپل وار د امریکایانو پر مټ خپل مخالفتونه پاللي، د حکومت د ناکامۍ او فساد یو دلیل د همدې ملګرتیا پالل ګڼلی شو. د سویل کې له ګرځیدو راته جوته شوه چې ډیر واک د بهرنیو سرتیرو په واک کې و، او هرې شخړې له پخوانیو خصومتونو سره اړیکه درلوده.
د پایلې په توګه باید ووایم چې روان حالت کې په جګړه کې د غربیانو شتون تر سوال لاندې دی. ایا هغه څه مو چې ګړي د همدې ارزښت یې درلود؟ کله چې سرتیرو جګړه کله هغوی فکر کاوه چې له ځواکمنو طالبانو سره جګړه کوي، خو دا فکر یې غلط ثابت شو، د ترهکرۍ پر وړاندې جګړه له هغه مغشوشوونکې وه چې ورته د سیاستوالو او پوځي جنرالانو له لوري ویل شوي وو. ایساف د یوې ناکامې ستراتیژۍ تر تطبیق وروسته بله ناکامه ستراتیژي تطبیقوله. هغه جنرالان چې د دیوالونو شاته ناست وو، هغه حیران وو. ایا بد خلک په زندانونو کې دي که د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې؟


پای