د افغانستان اوسنی وضیعت د تحمل وړ نه دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62295

دخبریدو نیټه : 2014-12-02


امین الله عادل
د افغانستان اوسنی وضع او ګونګ حالت د تحمل وړ نه دی. د افغانستان دوست او دښمن باید معلوم شی. دښمن ته یې باید د ټولو لخوا دښمن او دوست ته یې باید دوست وویل شي. له ولس سره باید د روانې مرموزې جګړې اړونده د پردې تر شا خبرې شریکي شي او هغوی په دې پوهه کړی شي چې آیا دا جګړه په ریښتیا هم د اسلام او د کفر جګړه ده او که نه اقتصادي او د بهرنیو استخباراتو جګړه ده. تر کله به همداسې دسیاستوالو پټ پټونی روان وي او ولس به په وینو کې لمبېږي!
نور باید ولس د چارواکو او بهرنيانو د پټو معاملو قربانی نه شي. دا ولس د موجوده حکومت په موده کې پوره دیارلس کاله په یوه او بل نامه ووژل شو. بمباران شو. و ځپل شو. اولادونه او زامن یې ووژل شول او په زندانونو کې واچول شول، کورونه یې ړنګ شول. له علم او پوهې محروم شول خو لا تر اوسه ورته روښانه نه شوه، چې دا ټول د څه لپاره. پخواني ولسمشر، چې له بهرنیانو سره د صحنې اصلي لوبغاړی ؤ تل دا د پردو جګړه بلله او له پاکستان او امریکې سره ډېرې پټې او ښکاره ناندارۍ وهلې او بالآخره یې ایلهدومره خوله چوله کړه: "چې ددې جګړې په مقابل کې پاکستان د ډیورنډ کرښه او خارجی سیاست کنټرول غواړي".
دې ناورین ته یو لوری د بهرنیو کړیو او خارجِو استخباراتو دسیسي او پلانونه وايي او بل طرف یې بیا سوچه د اسلامي عقیدي جګړه بولي حال دا چې اصلي کرټران په دواړو خواوو کې روغ رمټ ناست او د افغانانو ترمنځ د سریله وژونو تماشاوې کوي. یوه خوا د عربی او اورپايی هېوادونو له چکرو مزې اخلي او بله خوا بیا د پیسو په ټولولو لګیا او په واک کې د خپلې بقا په لټه کې دي. یوازې غریب او بېوزله ولس دی چې په کور یې اور بل دی.
د حکومت سیاسي او نظامي چارواکي او د وسله والو مخالفینو مشران او د دوی تر شاو ولاړ حمایه کوونکي په دې ښه پوهېږي، چې اصلي خبره څه ده. په دې یې سر خلاص دی، چې آیا دا جګړه په ریښتیا هم د کفر او اسلام جګړه ده او که نه دا د بهرنیو استخباراتو او اقتصادي ګټو جګړه ده. مګر یوازې عام ولس دی، چې د حکومت ملایان ورته یوه مسله کوي او دمخالفینو ملایان ورته بله مسله کوي او ولس په دوو کې هک پک دي، چې د چا ومني. دواړې خواوې خپلو ژوندیو ته غازیان او مجاهدین وايي او وژل شویو ته شهیدان مګر عام ولس بیا حیران دي، چې په چا وژاړي او چا ته اصلي شهید ووایي.
حکومت طالب ته د پاکستان او آی اس آی ګوډاګی وایی او طالب پولیس او ملي اوردو ته د یرغلګرواجیران وایي. په مینځ کې یې عام ولس کړيږي.
طالب ، چې ځان د ولس اصلي استازی بولی بیا دا د ماشومانو، ښځو او بې وزله خلکو څه ګناه، چې هره ورځ په وینو کې لمبېږي؟
د ښوونځي او جومات څه ګناه چې یا ورانېږي، تړل کېږي او سوځول کېږي، یا له سره نه پرېښودل کېږي!
د ولس د هرې ښېرازۍ او خدمت مخه ولې نیول کېږي. ولس د ژوند له سهولتونو محرومېږي، نو آیا څوک له خپلو خلکو او خپلې خاورې سره همداسې کوي!
پولیس چې ځان د ولس اصلی بچی بولي:څنګه کېدای شي، چې یو طالب په کلیو او بانډو کې پټېدلی شي او د ځان لپاره په زور او رضا ځای پیدا کولی شی او په ډاډه زړه  ګرځېدلی شی مګر یو پولیس نه شي کولی چې د خلکو په منځ کې ځان خوندي کړي او له عامو خلکو کومه وېره ونه لري.؟!
ولس چې په هر ځای کې په اصلي حقیقت پوهه شوی، په یو غږ را وتلی او له خپلې سیمې څخه یې دفاع کړي. مګر په تېرو دیارلسو کلونو کې چې څه تېږيږي اصلي حقیقت یې حکومت پټ کړی، ولس يې عملا پر ځان بې اعتماده کړی او هغه یې د مرموزې جګړې قرباني کړی دی. ترکله به افغان ولس ددې مرموزې جګړې ښکار وي!
تېرو کلونو ته په کتو سره ولس خپل صداقت او همکاري ښوولې خو ټوله ناغېړي په حکومت کې ده. له یوې خوا د حکومتي ادارو فساد، د عامه وګړو ځورول، ولس ته اساسي خدمتونه نه وړاندې کول او په تشو وعدو د خلکو تېر ایستل او د چارواکو د شخصي اغراضو په خاطر له مخالفینو سره مرسته کول دي او له بلې خوا همدغه بې وسه ولس د مرموزې جګړې په لمبو کې سځول د همدغه حکومت په لوی لاس ترسره کېږي!
د پردې تر شا یو ډول خبرې کېږي او په ښکاره بیا خبره بل ډول وي، افغان حکومت ولس ته باید ددې جګړې حقیقت په عملي ډول روښانه شي. افغان چارواکي باید خپل ولس ته له پاکستاني چارواکو سره خپلې استخباراتي ناندرۍ او بحثونه ولس ته کټ مټ ښکاره کړي، چې آیا هغوی دا ټول امکانات، روزنځایونه او پناځایونه د خدای لپاره برابروي که د اسلام په نامه ددې ولس او خاورې تبا کول غواړي!
دا جګړه که د هند او پاکستان ده او یا که د امریکا او نورو استخباراتي کړیو ده په افغانانو دې په یوه او یو بل نامه نه تپل کېږي او نه دې نور بې وزله افغان ولس پکې کړول کېږي.