د پښتنو د ګډ وډ ژوند د اساسي قانون ۱۸۷۸ مې مادې د دوهمې فقرې تفسير

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62328

دخبریدو نیټه : 2014-12-06



 دوهمه فقره:«پښتانه دې د ښه ژوند پر ځای بد ژوند وکړي، دا زه نه بلکه په کليو کې ناست کې د څو پیړو مخکيني مفکرين وايي او متل بیا دا کوي چې دنيا فاني ده.»
دا فکر په تدريجي ډول موږ ته له نيکونونو را پاتې دی او له يو نسل څخه بل نسل ته لیږدول شوی دی او تر نن پورې په موږ حاکم دی، که مو په پښتون ميشتو سيمو لیدلي وي په ډيرو سيمو يا په بله وینا د هر ولایت هغه مرکزي نقطه چې يو ډول سوداګريز ارزښت لري، نور قومونه ميشت دي،هلته ښه مارکیټ، ښه ښونځی، ښه پوهنتون، ښه کور او... د نورو دی دا قومونه ددې لپاره نه دي ميشت شوي چې دوی ته دې ځای خوند ورکاوو يا زرګونو کلونه مخکې دا ځايونه لکه نن د ارزښت وړ و، بلکه په پښتون ميشتو سیمو کې تر ډيروه کاروبار په ټپه ولاړ و، پښتانه په نورو هیوادونو کې لګيا و خو په کلیو کې يي سوداګري، هټۍ او نور کاروبارونه د نورو قومونو په لاس کې و، زموږ کورونه د ډوډۍ خوړلو دسترخوان ته ورته و خو نورو له موږ پيسې ګټلې ولې موږ په پرديو ملکونو کې په ډير ذلت او سختۍ څو روپۍ را ګټلې او په کلي کې مو يو ډول نه مړ نه ژوندی ژوند کاوو.
که چيرې نن هم د پښتنو ژوند ته وګورۍ، پښتون ډيرې پيسې په دريو شيانو لګوي، په لکونو روپو د کور په جوړولو ځکه دی داسې انګيري چې که ښه کور ونه لري نو په کلي کې به يي سرټيټ وي خو دی په دې فکر کې نه دی چې تر ښه کوره ښه ژوند، زده کړې، په کاروبار او آرام ژوند سمبال اولاد ډير مهم دی،د غټ باروړونکي موټر اخيستل دا هم وګورۍ تر ټلوو ډير غټ موټر د پښتنو دي او دوی ته له سختيو ډک ژوند خوند ورکوي، يا هم په هوسي ډول بل واده کول چې دا واده هم د ده د کورنۍ سکون له منځه وړي،د مور ميرې سلوک رامنځ ته کيږي او ددې ډول کورنۍ پای او د پلار په نشتون کې بيلتون يي له ډيرو ستونزو سره مل وي.
دا درې ستونزې کلونه کيږي په پښتنو کې يي د دوی سکون له منځه وړ دی، ورشی په پښتونخواه او افغانستان کې د پښتنو کاروبار وګورۍ، دوی دوه کاره کوي يا يي غټې غټې لارۍ اخيستي دي له يو ځايه بل ځای ته بار وړي، پلار يي پکې سپين ږیری شوی دی او اوس همدا کار يي زوی، لمسي او وراره ته پاتې دی، يا هم په سعودي، عرب متحده اماراتو، ایران او پاکستان کې ځان خواروي او څو روپۍ ګټي، چې زموږ مټو نور هیوادونه د نړۍ په کچه بې ساري کړي دي خو موږ ته پاتې میراث يي په کور کې راته پروت، ناورغ او دردمن پلار، تره يا مشر ورور دی.
په بهر کې دا ګټونکي په ډير زحمت او سختۍ پيسې ګټي او په کور کې سل اتيا، شپیته، پنځوس او ديرش تنه ورته ناست دي څټي يي، اوس هم په ډيرو پښتون ميشتو سیمو کې په خپلو کليو کې د ټکسي چلول شرم دی،د کرنیزو حاصلاتو خرڅول ورته شرم ښکاري، او د زر روپو سبزي په دوه سوه په نورو پلوري او بیا يي نور بیرته پر دوی په زرګونو روپيو خرڅوي.
په کليو کې د پښتنو نامنظم ژوند له دومره ستونزو ډک دی چې يو ګټندوی وي او سل څڼدويان وي، که چيرې يو ګټندوی ناروغ شي، ومري يا له سعودي او بل ځايه په کور شي بيا يي په کور کې بل ګټيالی او د مخې سړی نشته دی، د کور سکون له منځه ځي، په ځمکو، کور، خونو او نورو وسايلو يي سره دعوې وې، په خلاطونو روږدي ملایان او ملکان پکې ناست وي او بیا د دوی فيصلې کوي.
دا ډول ستونزې ددوی ټولنيز کړه وړه او کورنی جوړښت له دومره کرکې ډک کړي چې ان په بدۍ سره واوړي او په نورو کليو سره سر شي او ژوند يي له يو بل ټکر سره مخ شي، په کليو کې ناست مفکرين که چیرې ورته و وايي چې ټولنيز کړه وړه، له ګڼې ګوڼې ډک کورونه، د يو کس ګټل او د سلو څټل فکر غلط او له نني عصر سره سم نه دی دستي در باندې د شیطان،مضر او... نوم ږدي،دوی داسې فکر کوي چې په غټ کور کې ناست ټول وګړي خوښ دي خو داسې نه ده.
ددې ډول ژوند ښې ګڼې تر بدګڼو خورا ډيرې دي:
۱ـ زه غواړم په خپل بچې ښې زده کړې وکړم، خو په ټولو يي نه شم کولای، نو ددې لپاره چې د کور شته مصنوعي نظم له منځه ولاړ نه شي اړ يم چې خپل بچی همداسې پريږدم، په دې سره د فردي مسولیت او د خپل اولاد د روزنې او مديريت چار له منځه ځي.
۲ـ که غواړې يو کار وکړې او شونې ده ګټه هم پکې وي يا په شخصي لحاظ د کورنۍ د يو وګړي ښې ګڼه پکې وي خو د نورو نظر به خامخا منفي وي، او يا به درته اخطار درکول کیږي چې که چیرې بد شو نو بیا يي ځواب ورکونکی ته يي، نو دلته ته اړ يي له يو ډير ښه کار ان تعليم يا لوړو زده کړو هم تير شي ځکه نور درته مشوره نه درکوي، دا چې ډير پښتانه په پاکستان کې په مدرسو کې زده کړې کوي، پوهنتون يا خصوصي زده کړې نه کوي يو ستر لامل يي کورنۍ ستونزې او د لګښت يا ښې مشورې نه ورکړه ده.
۳ـ ددې پر ځای چې هرځوان تر واده وروسته د خپل سر شي او په خپله خوښه ژوند وکړي،کورنۍ تشکيل کړي، باید له ګڼې ګوڼې په ‌ډک او د څو فکرونو په لرونکي کور کې ژوند وکړي، دا کار له ده د ښه ژوند موکه اخلي، اولاد يي بې تعليمه پاتې کيږي، او يو ډول ټول لټ عادت کيږي.
په دې ماده کې تحصيل لرونکی يا روڼ اندی ځوان بايد په کور کې د خپل نيکه، مشر تره يا ګټونکي سترګو ته وګوري ځکه د ده خبره ترډيره مشرانو ته د خندا وړ وي، د کور مشر هغه لاره خوښوي چې يو وخت دی او تر ده وروسته يي زوی پرې روان و که چيرې ځوان پکې د ارام ژوند خبره کوي بیا نو ناشونې ده چې څوک يي ورسره ومني ځکه مشران وايي:« ما تر تاه څوجوړه ډير کالي زاړه کړي دي.».
ښه به وي د نړۍ تر بیلګو خپله بیلګه او د خپل ژوند کيسه درته وکړم:
زه په همداسې يوه کورنۍ کې را ستر شوی یم، يو وخت مو يو کس په بهر کې و، ټول ورته ناست و نور کاروبار نه و، ډير کم عايد مو له ځمکو اخيست، که به چیرې له بهر څخه پیسې راغلي نو موږ جامې درلودې،د ناروغ درملنه مو کيده خو که پيسې نه وای بیا بايد ټول لاس تر زنې ناست وی.
په کابل کې ډير وارې ښه ښه کاروبارونه له موږ خطا شول،ځکه د نورو خوښه نه وه، زه د کورنۍ يوازنی وګړی ووم چې لاس په کار شوم، تر پوهنتون وروسته مې هوډ وکړ چې باید يو کاروبار ولرم، څو روپۍ مې پټې را ټولې کړې وې په يوه دوکان کې مې بندې کړې، په کور کې مې نظريات ډيرو ته د منلو وړ نه و، کورنۍ بیل کړم، په توره شپه يي له کوره وشړلم ‎، د خپلو همځلو په منځ کې پلار، تره، د تره زامنو او وروڼو دومره ورټلم چې کله را و وتم پيښمانه، ناهيلی، زړه نازړه او له سخت ډار او وهم سره مخ ووم.
کابل ته راغلم، له شریک دوکانه بیل شوم، خپل دوکان مې خلاص کړ، د ژوند په لومړيو دوو دريو مياشتو کې مې ستونزې ډيرې وې، ښاري ژوند راته نوی و، په کور کې به ټول يو ډول په کلي پسې خفه و،او په ټول کې مو فکري خفګان د ژوند پر هوساينه خپل څادر غوړولی و، خو کرار کرار له ژوند سره عادي شو، په يو کال کې له کرايي کوره د خلاصون لوري ته ولاړو، کور مې جوړ کړ، دوکان مې کرار کرار ښه شو،تر نورو مې ډير کار کاوو، د جمعې په ورځ به مې هم دوکان خلاص و، ان کورته د راتګ پر مهال به مې ټکسي چلوله څو يو لوري ته راته کرايه پاتې شي او بل لوري ته سل دوه سوه روپۍ نورې هم وګټم.
زموږ د شپیته کسيز کور هغه نظم چې زه يي قرباني شوم او يو ډول په سپين سترګي، د ښځې د خولې د سړي او په ټول کې د يو ډیر بې حيا انسان په نوم مشهور شوم په دوو کلونو کې مات شو، پلار او تره سره بیل شول، يوه ډله ځوانان راته بیکاره پاتې شول، په کلي يوازې څو جريبه ځمکې ته کيناستل، ځوانان مو کرار کرار د استخباراتي جګړې ښکار کیدل او ځينې به ان د شپې هم په کور کې نه و څو تنو يي يوازې د خيټې له غمه د خلاصون په موخه مدرسو، ايران، پاکستان او نورو ځايونو ته مخه کړه.
خو اوس اوس په دې منځ کې نيږدې ټول ځوانان زما په فکر شوي دي، دوه يي په کلی کې دوکان کوي، درې وروڼه مې له ماسره دي،دوه يي له پوهنتون څخه خلاصيدونکي دی، وړوکی ورور مې په کابل کې د يو ستر ښونځي اول نمره دی، زوی مې دوهم نمره دی او لور مې چې په دريم ټولګي کې ده درې کاله سر په سر د نجونو د ښونځي ممتازه شاګرده ده، پلار مې چې زه يي د شپې ورټلم او ويل يي(( ته زما زوی نه يي، ته حرامي يي،په دين دنيا دې شرمينده غواړم.)) اوس ما تر ټولو ښه بولي، خبرې ته مې ډير غوږ نيسي، نه يوازې زما بچيانو ته بلکه د نورو زامنو له بچيانو سره يي چلند ديکتاتورانه او په فالونو او خرافاتو ولاړ نه دی، او په ټول کې مو ژوند تر ټولو کلیوالو مفکرينو ښه دی.
نو په ټول کې پښتون ټبره ته د کلیوالو افکارو دې تحميلي منلو ډيرې ستونزې جوړې کړي دي، د سر سړي را پکې کم دي، هيڅوک خپل اولاد په خپله خوښه نه شي روزلی او همدا لامل دی چې زموږ تیر او شته نسلونه له سختې انزوا سره مخ دي او دې انزوا موږ د سخت افراطیت، تندلاري توب او شاته پاتې والي سره مخ کړي يو او تل اول د ځان او بیا يوازې او يوازې د خپل ټبر په غم کې کيږو،ځکه موږ له نورو ډير لرې لا هم د فيل په غوږ کې ويده هغه بشر يو چې خرافات را باندې حاکم دي.
د همدې افکارو د له منځه تګ او په معاصر ډول د پښتون ژوند د سمبالښت په هيله


 نجيب الله افغان ـ کابل ـ د دردونو او خرافاتي ژوند د فلمي خيال پلو يوه څنډه