د کرکې محصول:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62341
نجيب الله افغان
دخبریدو نیټه : 2014-12-07


 دنيا راته له کرکې ډکه ښکاري، زه د کرکې محصول يم،له کرکې په ډک کور کې مې سترګې رڼې کړي دي، په همدې کور کې ستر شوی یم، په همدې کور کې ځوان شوی او واده مې کړی دی، په همدې کور کې اوس د څو بچو پلار يم.
کله چې څوک د مينې، صبر او زغم خبره کوي ماته فلمي لوبغاړی ښکاري، ځکه موږ ته اوس هم مينه ،صبر او حوصله د فلم داستان ښکاري، موږ ته اوس هم په کلي ته ورته نړۍ کې ژوند خوند نه راکوي، موږ ته ښه ده چې په سپيره دښته کې پراته يو، له بارانونو پاتې شوې خوسا اوبو مو څښاک وي، د دښتو وچ او ترخه بوټي مو لکه د څارويو خوراک وي، او د بشری تمدن هرڅه راته سحر يا جاود ښکاره شي.
دا موږ چې د نړۍ له مخ پر ودې کاروانونو څخه دومره شاته پاتې يو علت يي همدا دی چې موږ سپیرو خاورو ته جوړ يو، د نورو ماشومان چې ښونځي ته په لاره وينم داسې انګيرم چې زموږ بچیان له دې کار سره بد ښکاري، بايد زموږ دومره بچيان ميږې وپيايي، په کلي کې دې يوې او خټې کوي.
د خلکو لوڼې چې وينم، ښونځي ته ځي، درس وايي، کتاب يا قلم ورسره وي، له ځان سره وبونګيږم( دا څه کفر دی، ښځه يا د کور ده يا ګور، ښځه د پردي کور شی ده چې پيغله شوه بس په ښه جګه بيه يي خرڅه کړه، ماړه سړي ته يي ورکړه چې په تن پټه او په نس مړه وي) موږ ته اوس هم ښځه د کرکې وړ ښکاري، ځکه که چيرې يو وار بیا د عربو د جاهليت دوره راشي او خلک لوڼي ژوندۍ خښې کړي نو پښتانه به يي پيلونکي وي او مخکښان وي.
زه اوس هم لمونځ د خدای لپاره نه بلکه د تربور لپاره کوم، زه اوس هم خیرات او زکات د خدای لپاره په مال کې د برکت لپاره نه ورکوم،بلکه کوښښ کوم فقير وګړی مې د تربور په کور کې ستاينه وکړي يا مې په عامو مجالسو کې ياد کړي چې پلانی ډير ښه سړی دی راسره يي مرسته وکړه.
زه اوس هم حج ته ددې لپاره ځم چې خلک راته حاجي و وايي، ماته د حج تر فرضیته له تربور سره د سيالي برابروالی مهم دی.
زه اوس هم په دې ارمان يم چې لس اته زامن مې وي، څو له تربور سره ښکر په ښکر شم، ماته د زوی کيفیت نه بلکه کميت معيار دی، ځکه که زامن مې ډير نه وي بیا به مې هرڅوک په سر ټکوي، يا که چيرې تربور يو يا دوه را و وژني دومره نور خو دې وي څو دیرش څلويښت کاله ددې بدۍ اور تازه وساتي.
دا ټول زه نه کوم، دا ټول زما خوښ نه دي،دا ټول هغه څه دي چې ماته له پلرونو او نيکونو پاتې دي، زما د نيکونو کړه وړه ماته تر قرآن، احاديثو، اسلام او عقيدې لومړيتوب لري، ځکه يي لومړتيوب نه لرلی ما د بل بچی نه واژه او په بدو کې به مې خپله خور يا لور نه ورکوله خو دا زه چې هرڅه کوم دا راته پاتې ميراث دی خو اوس مې ارمان دا دی کاش زما مېنه نوره میراته شي څو دا کړه وړه نور زما بچو ته په ميراث پاتې نه شي او زه يي د پای ټکی شم.
زه پښتون له ريښتونې پښتو ډک ښه ووم، نور مې له خرافاتي ژوند څخه زړه ډير تنګ شوی دی ځکه نور اوس رانه کرکه کوي، زه له نورو سره د سيالۍ وړ نه يم، زه په تيرو وياړونو شرميږم، ځکه نورو راته تورې وهلي دي په نړۍ واله کچه ياد شوي دي، ما امپراطوري کړې، زما تفکر ته نړۍ وال ګوټه په غاښ پاتې شوي دي، زه د مغل له درباره څو وارې خپل استدلال ژوندی را ویستی يم، ما انګريز، چنګيز مات کړی دی خو زه اوس د خوراک ډوډۍ نه لرم،اوس په لويو ښارونو کې تر نورو پښتانه سوالګر ډير دي، اوس تر څارويو موږ ډير مرو، اوس موږ د وياړ وړ نه بلکه د کرکې وړ یو.
نجيب الله افغان ـ د پښتون د بدوي ژوند يوه څنډه