پر ډېورنډ خندق کښل او د افغانیت توږل؛ پر یوه وخت !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62345

دخبریدو نیټه : 2014-12-07


 

هارون حکیمي


 د ناامنۍ پروژوي بحران؛ د ډېورنډ خیالي استعماري کرښه په ژور خندق اړوي، ولسمشر د پاکستان سره په ګډه د سرحدي عملیاتو نظامي طرحه منلې ده. یعني دا کرښه به؛ چي زموږ بهرنی سیاست یې پوله یا سرحد نه بولي؛ د سرحدي عملیاتو په طرحه کي تر نظر لاندي نیول کیږي. له پاکستانه د رحم خیالپلوونه وهل کیږي او ورو ورو د افغان ولس پر وجود د سرحد چاړه کشیږي.


له بلي خوا په پېژندپاڼو کي د افغان هویت افتخار چي د پېړیو په خواریو مو خپل کړی وو؛ د محافظه کارۍ تر خاموشۍ قربانیږي. سیاسیون مو ویره لري که چیري دا ږغ پورته کړي نو تاجک، ازبک او هزاره به خوابدي سي. په داسي حال کي چي دا محافظه کاري پر خپل ځان د جرم تور لګول؛ اقرار کول، لاسونه شاته تړل او مخ د هغو څپېړو ته نیول دي! یعني موږ په تېرو وختونو کي پر یادو قومونو دا نوم په زور تپلی وو او اوس یې نو باید جبران وکړو.
یابه زموږ په سیاسیونو کي د افغانیت پر فلسفه باور ختم سوی وي او په دې نامه سره به د کمترۍ احساس ور پیدا کیږي او یا به د روانو نازکو ټولنیزو، سیاسي او امنیتي حالاتو د انشعاب ویره احساسیږي. چي دا ټول دلایل زموږ د بې کفایتۍ څخه زیږي. او د یوې لویي توطیې سره همږغي او مرسته تمامیږي.

په هر حال؛ ددغو دوو لویو موضوعګانو په تړاو زما سره دوه نظرونه پیداسويدي:


اول:
که حالات نازک وي، محافظه کارۍ ته اړتیا پېښیږي او خبري په زغرده نه سي په ډاګه کېدلای نو تر داسي مهمو او حیاتي تصمیمونو دي د اوس لپاره ګام واړول سي او دا مسایل دي مناسب وخت ته پاته سي.


دوهم:
که د روانو حالاتو په څپو کي پر یادو موضوعګانو په همدې ډول؛ تصمیمونه نیول کیږي بیانو د افغان ولس ارام کښېناستل د ځان په وړاندي ظلم او جرم دی. ولس دي په خپله د خپلو داسي حرکتونو د لاري په دې هکله دریځ واضح کړي چي یواځي څو تنو یې له ارزښتونو او نامه څخه ناوړه سیاسي استفاده نه وي کړې. چي له بده مرغه اوس دا خبره د همداسي کړیو لخوا کاریږي.


په داسي حال کي چي افغانیت د یوه نه دی؛ د یوه د ګټي لپاره هم باید چي قرباني نه سي او د افغان د لوی وجود وېشل او هویت اخیستل د افغان هیواد د هر رښتیني وګړي په وړاندي ظلم دی.
ددغه ټکي د لا وضاحت لپاره؛ د سپوږمۍ راډیو له آرشیف څخه خپل یو لنډ پیغام را اخلم:

بې هویته شخصیت نیمګړی دی او هویت د شخصیت بنسټ دی.
د تاریخ له شا؛ بیا د اوسني افغانستان تر تر بنسټ ايښوولو که د اپګان، اوغان او افغان توری زموږ هویت وو؛ خو د لوی احمدشاه بابا په زعامت دا صفت د دې ټول هیواد استوګنو ته؛ د واحد ملت لرلو په نیت ورکړه سو.
په نړۍ والو قوانینوکي یواځي څوکلونه د یوه هیواد د تابعیت اخیستلولپاره بس دي خو زموږ پر زرګونوکلونو سربېره؛ شاوخوا درې پېړۍ اوړي چي د ګډ تابعیت، یو شان فرهنګ، واحد دین، یوې ریښې، یوې ویني او شیریکو ارزښتونوسره د ورورولۍ ګډ ژوند کوو.


افغانیت که نسبي دی کسبي هم دی؛ ددې هیواد ټولو وروڼو قومونو، په هر وخت کي د هیواد د ارزښتونو ساتنه او پالنه کړې ده. د هیواد د ټولو ارزښتونو اتموسفیر، د ټول اولس د میني ویني، احساس، عاطفې، زیار، کار، خوارۍ او قربانۍ شیریک محصول دی. دا د ټولو ګډ میراث دی.


د هیواد اساسي قانون او ملي سرود مو هم د حقونوپر تساوي او د تبعیض پر ممانعت بنا دی او پر ټولو د واحد افغانیت ږغ کوي.


د افغان اولس دښمنانو ته د خپلو شومو موخوپه وړاندي زموږ دا یووالی ستر خنډ دی؛ ځکه یې د تفرقې اچولو هڅي پیل کړي دي. د داسي شومو هڅوسره په هر ډول مرسته لوی خیانت دی او خاینین باید و رټل سي:

که تاجک دی که اوزبک دی يوافغان دی
 ددې خاورې هزاره ترکمن زما دی

 چې فکرونه دنفاق پالي په سرکي
 امتيازيې دوهلوکشتن زمادی.

ددې اولس د وېشلو پلان به هیڅکله د دښمنانو زړونه ساړه نه کړي؛ ځکه دلته ماضي شیریکه وه، حال شیریک دی او شیریک راتلونکي ته یوځای ور روان یو.


د ارواښاد بېنوا ابدي سرود د زړونو په وینوکي ږغیږي:


څوچي دا مځکه اسمان وي
 څوچـــي دا جهان ودان وي
 څو چي ژوند پر دې جهان وي
 څوچـــي پاته یو افغان وي
 تل به دا افغانستان وي.