لیکوال : کریستووف سیدوو
سعودي عربستان د ایران په وړاندې د تېلو جګړه پیل کړه
د تېلو ملا ماتوونکې جګړه په خپله سعودي عربستان ته په میلیاردونو ډالرو پریوځي . عرب شیخانو دغه تاوان په ځان منلي دی، تر څو خپل زوړ دښمن ایران ته یوه سخته ضربه ورکړي . سعودي عربستان د خپل پمپولو تکیک سره په لنډ مهال کې خپل مهم ملګري متحده ایالات ته هم ستر زیان ورواړوي .
ریاض ـــ په نړیوال بازار کې یو بیرل اومه تېل په ۸۵ امریکایي ډالرو پلورل کیږي . په اوسط ډول د اومو تېلو بیه باید همدومره وي . د دې لپاره چې سعودي عربستان ډیر تاوان ونه کړي اوسمهال د تېلو بیه ۷۲ ډالرو ته راټیټه شوي ده. د سعودي عربستان د تېلو وزیر علی النعیمي په ویانا کې د تېلو د صادروونکې هیوادنو ټولنې اوپک په غونډه کې د تېلو لږ استخراجولو مخه ونیوله، لږ ورسته ده وویل، چې دا یوه هوښیاره ، پریکنده او پر ځاې پریکړه وه .
سره له دې چې د اوپک ټولنې کولي شول، د تېلو په تولید کې کمښت راولي او د دوی د پریکړي سره به دتېلو بیه بیرته جګې شوي وای . خو د سعودي عرب د شاهي دولت چارواکې له دغو نقدو پیسو څخه تیر شول . سعودیان کولي شي دتېلوسره داسي یوه لوبه وکړي او ورسره ستر زیان هم وزغمي . د سعودي عربستان په شان د تېلو د تولیدوونکې او صادروونکې هیوادو په منځ کې بل داسي دولت نشته . شاهي دولت په خپلو مالي زیرمو باندې، چې اټکل ۷۳۵ میلیارده امریکایې ډالره کیږي، ډډه لګولې . د دوی شتمني د اپل ګرځنده تیلفون کمپني څخه چې اوسمهال د نړۍ تر ټولو ستره او ارزښتمناکه کمپني ده ، د اټکل له مخي څلور ځلې ډیره ده .
د همدې امله سعودي عرب کولي شي د خپل سیالانو په وړاندې په نړیوال مارکیټ کې د تېلو بیو په جګړه کې دغري ووهي . د ا جګړه د نورو په پرتله د ایران، روسي او متحده ایلاتو په وړاندې پیل شوي ده .
ایران ادعا لري، سعودي زموږ په وړاندې د تېلو جګړه پیل کړي .
د تهران شیعه رژیم په منځي ختیځ کې د سعودي عریستان ستر سیال هیواد دی . دوواړه دولتونه هڅه کوي، چې په یمن، لیبنان، سوريه ، عراق او بحر ین هیوادو کې خپله اغیزه ولري . سعودي عرب د خلیچ سیمې په سړ ه جګړه کې تېل د وسلې په څیر استعمالوي .
د ایران د دولت بودیجه یا کورني عواید په سلو کې اویا د تېلو د پیسو څخه تمویل کیږي . ولسمشر حسن روحاني په خپله یوه وینا کې د بود یجې په اړه وویل، چې ده په ۲۰۱۴ کال کې د یو بیرل اومه تېلو بیه ۱۰۰ امریکایي ډالره اټکل کړي وو. اوس دی مجبور دی، چې په یوه بیرل اومو تېلو کې شل سلنۍ لږ عواید ترلاسه کړي . هسې هم دایران اقتصاد د لانجمن اتومي پروګرام او د نړیوالو بندیزونو له امله د ګدایي کچي ته رسیدلي دی، دایران اقتصاد به د تېلو په جګړه کې لا نوره کمزورۍ شي .
په تهران کې حکومت د ریاض د تېلو سیاست په جوتو ټکو غندلي . دوی وایي، دا ز موږ په وړاندې د سعودي عرب یوه جګړه ده . دا خبره څووخته د مخه د ایران د انرجي کمیسیون معاون ناصر سوداني وکړه .دی وایې، دوی غواړي نه یواځې زموږ څخه په سوریه، عراق، یمن کې غچ اخلي، بلکې دوی د شیخ النمر د اعدام په اړه زموږ غبرګون په بدل کې هم خپل غچ اخلي .
د سعودي عربستان یوې محګمې په اکتوبر کې یو شیعه ملا ته د اعدام حکم وکړو . پر النمیر تور دی، چې ده له ډیر و کالونو څخه د کتاف په سیمه کې چې د تېلو ډیرې بډایې سر چینې لري او د سعودي عربستان شیعه لږکې په کې استوګن دي، نیمه خپلواکې غوښتله .
د۲۰۱۱ کال څخه را په دې خوا د ده په مشرۍ په تر سره شویو لاریونونو کې ډیر شمیر وګړې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او وژل شوي دي .
د ایران مشران په ډیره ځیر او اندېښنه سره ګوري . چې څنګه سعودي عربستان په ډیر قوت سره په اسیا کې خپل فارسي سیال څخه دتېلو عوایدو اصلي سرچینې ځان ته کوي . سعودي په اوږده موده کې چین، هندوستان او ویتنام ته په تیر اکتوبر کې د تېلو په تړونونو کې د سخاوت نه دک تخفیفونه وکړل، دا تخفیفونه ایران د تېلو بیو جګړې ته رابولي .
Fracking دلوبه یواځې د تېلو په جګو بیو باندې ارزې
روسیه لکه ایران د اوپک ټولنې غړې هیواد نه دی، دغه هیواد هم لکه ایران د تېلو د ټیټو بیو څخه کړیږي. د ۲۰۱۴ کال لپاره ماسکو هم د یو بیرل تېلو بیه په اوسط ډول ۱۰۴ امریکایي ډالره اټکل کړي وو. د دوی دغه اټکلونه ټول ناسم وختل، د هر یو ډالر په بدل کې روسیه د خپلو د اټکل شویو موخو سره سم په کال کې دووه میلیارده ډالر له لاسه ورکوي . د روس د ماليې وزارت د ستراتیجکو پلانونو جوړونکې ښاغلي مکسیم اورشینکن په دې ډول اټکل کوي .
په همدې روان کال کې به روسیه ته د ۶۰ نه تر ۸۰ میلیاردو ډالر و زیان ورسیږي، روسیه به دا توان ونه شي زغملي .
سعودي عربستان او د امریکا متحده ایالات په دې لټه کې دي، چې د تېلو مارکټ په ارزانه تېلو باندې ګرم ولمبوي . دوی به د تېلو بیو په راټیټولو سره خپل جیوستراتیجک سیال ایران نوره کمزوري کړي ؟ .
په ریاض کې د سعودي عربستان د تیلو سیاست د مرکز مشر ښاغلي رشید ابنامي وایي هو! .
دوواړه دولتونه غواړي، له دې لارې په ماسکو او تهران باندې فشار ډیر کړي، ترڅو دوی په سوریه کې د اسد رژیم له پلوي څخه لاس په سر شي .
ولې چې ډیر څه شي دا د ریښتیا یوه برخه ده، بله برخه يې په اوږد مهال کې د تېلو ټیټه بیه د متحده ایالاتو په ګټه نه پیروځي . ځکه متحده ایالات د خپل لانجمن میټود د Fracking – Methode سره به د تېلو نوي زیرمې وتړلي شي .
د چارو تحلیلوونکې په دې باور دي، چې واشنګتن ته به دغه ګران بیه پروژه هغه مهال ارزښت ولري ،کله د یو بیرل تېلو بیه لږ ترلږ ه په ۸۰ ډالره وي او که څه هم د امریکایانو ګټه په کې لږ وي .
دFracking میټود له لارې یو بیرل تېل ترلاسه کول، لکه چې په منځني ختیځ کې یو بیرل تېل د څلورځلې څخه ډیر په ځمکه کې کته پورته پمپ شي .
سعودي عربستان نه یواځې خپل زړو دښمن تهران زیانمنوي، بلکې خپل مهم ملګري په واشنګتن کې هم. په لنډ مهال کې سعودي باید پریکړه وکړي ،چې د تېلو بیو لوبه نوره همداسي پرمخ بیولي شي کنه او د سعودي شاهي دولت کولي شي، په بهرني سیاست کې خپل مهم ملګري متحده ایالات د تېلو په ټیټه بیه کې له ځانه خواښینۍ کولي شي .