لکه ږلۍ لکه باران غوندی پرې مه وريږه
دزړه په دشته مې دمينې سره غاټول شنه شوي
جانان ته وايه چې دمينې پسرلۍ دی راوړه
مينه وفااودښکلا ګلان پرې ټول شنه شوي
زما دوجود په هريورګ کې لکه وينه ګرځی
دلته دمينې ،محبت لمبې داور راغلي
ته شاعرنه يي چې دمينې سيپارې وليکی
دزړه جومات کې دمذهب جذبي په زورراغلي
دزرولښته ده لمبوکې يې رنګ نه بدليږي
دلته ثواب اوعذاب دواړه نن په شورراغلي