انټی وار ډاټ کام (امریکا): افغانستان : د ښورښ ضد ناکامي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62417

دخبریدو نیټه : 2014-12-13

لیکوال : ایوان ایلینډ
 منبع : نېټه : ۹ / ۱۲ / ۲۰۱۴
 ژباړن : نثار احمد صمد

 

 ښایی په افغانستان کی د مختلفو ډلو تر منځ د واک شریکۍ موجوده حکومت په عراق کی د نوري المالکی د مهال غوندی بریالیتوب وګټي ، چی چندانی بری نه و . یوه پاییدونکې او د ودې وړ دیموکراسي هله ممکنه ده چی روڼ انتخابات یو منلی ګټندوی او یو صادق مخالف رامنځته کړی . هو ، یو وفادار مخالف کافی دی ، داسی نه چی هغه واکمنه ډله یا ډلی په وژونکي ډول وځپی . خو د افغانستان سیاسی کلتور د دغو لازمو شرایطو څخه یو لا هم نلری . د افغانستان وروستي انتخابات واضحأ فاسد وو ، او ځکه نو نامشروع دي چی له امله یې مخالف هم بې وفا دی . نو د همدې ناکامه پایلی له امله امریکا وروسته داسی وپتییله چی دوه متضاد کاندیدان یعنی اشرف غنی د پښتنو استاځی او عبدالله عبدالله د متباقی غیر پښتنو استاځی دې واک سره شریک کړی داسی چی غني به ولسمشر او عبدالله به اجرایًیه ریًس وی .
لاکن دیموکراتیک انتخابات باید هرومرو ګټونکی او بایلونکی ولری ، داسی چی ګټونکی به تګلاري جوړوی او د صادق مخالف انتقادونه به زغمی . خو لکه د مالکی د مهال په عراق کی چی وو ، دلته هم بیلابیلی افغاني ډلی چی هڅه کوی د واک د شراکت په قرارداد کی د ګډ حکومت څخه برخمن سی ، د نوی کابینې په سر نه سره جوړیږی . هغوی آن دا هر څه په داسی حالاتو کی کوی چی د یو نه بخښونکي حقیقت له مخی د هیواد د امنیتی بس ټایرونه ورڅخه وتونکي دي . دا د سیاست پوهانو یو بل هغسی حال دی چی خپله باجه (سرینده) وهی خو هلته روم د خپلی غلطی دیموکراسۍ په لمبو کی سوځی چی د سیاسی جوړجاړي رښتیانی کلتور نلری .
بلخوا د طالبانو ځان وژونکو بې پروا بمی حملو د مرکز یعنی کابل اطمینان او سکون ګړَه بَوَلی دی ، حال دا چی د هیواد په نورو سیمو کی د طالبانو حملې په مني کی د پخوا برعکس زیاتی او توندي سوي دي چی افغان پوځ او پولیس یې بې فایدې کړي دي . د طالبانو د همدې زړه ورو فعالیتونو علت دی چی امریکا به افغان امنیتی ځواکونو ته د بم وریو کومک ورکوی ، خیر دی چی د همدې میاشتی په پای کی به یې ځمکنیً جنګی مأموریت پای ته رسیږی .
ځکه نو امریکا ، چی له مخکی یې لا په لسګونو بلیونه ډالره په جنګ او د افغان امنیتی ځواکونو په روزنه کی مصرف کړي دي ، او هم یې په بوجیو روپۍ د چا خبره په انکشافی برخو کی مصرف کړي دي چی خوشی ضایع کېدونکي دي ، بیا هم لګیا ده نوری پیسې د دې بایللی مرام د موږک غار ته وراچوي .
ما په خپل کتاب کی چی عنوان یې و « د ښورښ ضد ناکامي : ولی زړونه چندانی نه ګټل کیږی » څرګنده کړې وه چی ولی سترو ځواکونو ته د دغسی ښورښي ضد جنګونو ګټل خورا مشکل دی . خصوصأ دا هر څه په داسی حال کی دي چی د افغانستان پخوانۍ سابقه او قضیه د امریکا د حکومت په مخ کی پرته وه او د داسی وسلوال مبادرت خطرونه یې ښه لیدل . لکه څنګه چی حتی د میلاد څخه له آخوا زمانې راهیسی هیڅ کوم بهرني ځواک افغانستان نه دی فتح کړی ، په نولسمه او د شلمی پیړۍ په لومړیو کی درې ځله د برتانیې ناکامه هڅی او بیا د شلمی پیړۍ په اتیایمه لیسزه کی د شورویانو پر سر رالوېدنه هم له دې جملې څخه دي .
د تاریخ له مخی ، پایداره دیموکراسي د خپل تل څخه راټوکیږی او لوییږی داسی چی موجود سیاسی جوړجاری د مؤسساتو څخه وړاندی په مناسب کلتور سره دیموکراتیک واک وچلوي نه بل څه . علاوتأ ، دیموکراسي هغه مهال د پایښت لږ فرصت لری که یو بهرنی ځواک هغه په وچ زور وترپی ، خصوصأ په هغو هیوادو کی چی پخوا یې هیڅ دیموکراتیک عنعنات نه وی لرلي . همداراز ، د یو طرفه اکثریت واک او لیبرال دیموکراسي تر منځ یو فرق موجود وی چی له امله یې د اکثریت والاوو ظلم منځته راځی لکه په عراق کی چی پیښه سوه . په دغسی توپیر کی ټول مهم اقلیتی حقونه او د قانون واک تضمین وی .
ډیر ځله د دې له پاره چی رښتیانۍ لیبرال دیموکراسي پخپله پایداره او اوږدمهاله سی ، نو باید د یو خاص ټولنیز عاید یوه سطح رامنځته سی چی یوه ځواکمنه سیاسی منځنۍ طبقه به راوټوکوی چی هغه به چارواکو او مسؤلینو ته په غیږ ورځی ؛ خو نه عراق او نه هم افغانستان دغسی سطحې ته نه دی رسېدلی . په عراق کی د جنګ پرله پسې کلونو او هم نړیوالو سپماییزه بندیزونو د داسی نیکمرغۍ وینی څښلی دي ؛ خو افغانستان بیا یو ډیر مسکین او بې وزله هیواد پاته سوی دی .
ځکه نو په افغانستان کی د څه نا څه لسو زرو امریکایی ځمکنیو پوځیانو پاتېدل ، او هم د امریکا هوایی حملې هر څه داسی بریښوي لکه امریکا چی یو ځل بیا په همدې جګړه ورګډیږی تر څو د شراکت دغه ناپایداره حکومت د طالبانو څخه چی بیا ځواکمن سوي دي ، وساتی .
هو ، امریکا په عراق کی د خپلی وتنی تر نېټې وروسته آن بېله دې چی یو څه پوځیان یې پرې یښي وی ، دا دی یو ځل بیا ځان په دام کی راګیروی . په دغسی مصنوعی هیوادو کی چی شقاق او نفاق هم ولری ، لنډ مهاله شخړي ، که امریکا پکښی اخته وی یا نه ، د قار او غضب تر پولی رسیږی .
نو که طالبان له هغه څه نه سبق واخلي چی امریکایی ضد تروریسټانو ته د پناه ورکولو له امله راوپرځول سول ، او که په آینده کی هم تر خپل واک لاندی سیمو کی بیا دغسی کار ونکړی ، نو امریکا هم باید خپل مبادرت (بوختیا) محدوده کړی او یوازی کله کله د تروریسټانو د روزنی کمپونه او ځایونه بم وري کړی . ځکه نو امریکا باید خپل پرې یښي ټول ځمکني پوځیان بیرته راوباسی او هم د افغان امنیتی ځواکونو په ګټه هوایی حملې پای ته ورسوي تر څو په دغه چټی ، بې ګټې او ناپایه جبه زار کی چی ډیر مخکی لا بایلل سوی دی ، بیا راګیر نسي ، پای