د افغانستان په بشري سرچينو تحليلي کره کتنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62423
ميراغا ملت مل شېرزاد‎
دخبریدو نیټه : 2014-12-13


 داچې په افغانستان کې د بشري سرچينو ستونزه موجوده ده او مونږغواړو په همدې اړه تحليلي کره کتنه وکړو او هغه ستونزې چې اوس مونږ په دې برخه کې ورسره مخ يو يادونه وکړو او د هغې ستونزې مشخصول، چې په هغې کې د کټګوريو له مخې د افغاني ټولنې ستونزې په نښه شوې او بيا هغه عمده ستونزې چې زمونږ ټولنه يې په دې برخه کې لري، د حلالارې ښودل، د پرمختګ لارې په نښه کول او د دې سرچينو د مديريت په اهميت باندې رڼا اچول شوې. زمونږ په نظر بشري سرچينې هغه ته ويل کېږي، چې د يو سازمان يا دولت د کارونو د سرته رسولو په غرض سره د خاصو معيارونو په اساس منسجمې او په کار ګمارل کېږي او بشري سرچينې هغه دي، چې مثال يې د دولت په هر وزارت کې په ښه توګه تر سترګو کيدلای شي. خو متاسفانه زمونږ په هېواد کې ښې بشري سرچينې نه دي روزل شوې او يواځي ظاهري بڼه يې موجوده ده او په حقيقت کې د بشري سرچينو کار نه کوي، چې له امله يې موږ له پراخو ستونزو سره مخ يو.
د وګړو سره د کار کولو بهير عبارت له بشري منابعو څخه دی يا ټول انساني ځواک، چې په سمه توګه وروزل شي او کار لپاره د هغوی څخه مديريت وشي دبشري سرچينو په نوم ياديږي. ځينې هېوادونه د بشري منابعو د کمبود څخه سر ټکوي، چې د کمبود لامل يې درې شيان کيدای شي، اول جنګ، دويم مهاجرت او دريم نفوذ لرونکي هېوادونه. هغه ټولنې چې فعلاً د پرمختګ په حال کې دي، د هغوی بشري منابع عبارت له وګړو يا د نفوسو زياتوالی څخه دي، چې په ډېره چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې دي.
د نورو صنعتي او طبي سرچينو ترڅنګ د يو هېواد مهمه برخه بشري سرچينې دي. که چيرې د يو هېواد بشري سرچينې ستونزې ولري، له نورو سرچينو څخه هم په سمه توګه ګټه نه اخستل کېږي. دافغانستان د بشري منابعو ستونزې اوج ته رسيدلې دي، چې په لاندې ډول ورته ښودل کېږي.
په افغانستان کې د بشري سرچينو عمده ستونزې
- د بې سوادۍ د کچې لوړ والي، چې د زده کړو زمينه ورته نه ده برابره. لومړی خو دا چې زده کړو ته لاس رسی نه لري او که يې لري هم داسې امکانات ورته نشته، چې دوی له خپلې زده کړې د ځان او ټولنې لپاره ګټور تمام شي. په سني وخت کې د کار په بازار کې سيالي نه شي کولای.
- ورځ تربلې د بيکارۍ د کچې لوړ والی، هغه کسان چې زده کړې يې نه وي کړي، خو د هغوی له جملې څخه د هېواد په دننه کې ډېرو کمو کسانو ته د ابرومند کار امکان شته او نور يې په خارجي هېوادونو کې په غيري قانوني توګه د سختو اصولو او شرايطو سره کارکوي. هغه شمير کسان چې زده کړې يې هم کړې وي په هېواد کې ورته د کار زمينه ډېره کمه ده او زيات شمير د پوهنتون فارغان هم د خارجي هېوادونو مزدورۍ ته اړ دي.
- نفوس ورځ تر بلې زياتيږي، دا چې د هېواد نفوس ورځ تربلې په طبيعي ډول زياتيږي او ورسره د کار او زده کړو امکانات نه زياتيږي او د کار او زده کړو امکانات لا پسې محدوديږي، چې د بې کارۍ او بې سوادۍ کچه لوړيږي.
- د ماهرو او پوه کسانو کموالی چې د ملي انکشاف لپاره کار وکړي، د شته امکاناتو سره داسې ماهرکسان نه دی روزل شوي، چې هغوی د نړۍ په اوسني پرمختللي حالت کې د هېواد او ټولنې لپاره ماهرانه کار و کړي او شته منابع فعالې کړي.
- ښوونیزسازمانونه په باکيفيته روزنه کې پاتې راغلي، چې داسې اشخاص وروزي چې هم د خپلې کورنۍ اوهم د ټولنې اقتصاد ته ګټه ورسوي. د افغانستان د اوسنۍ ښوونې او روزنې محصول اوس هم د ټولنې په اوږو بار دی او ټولنې ته يې ګټه نه رسيږي.
- د انګيزې نشتوالی چې وګړي د ملي پرمختګ لپاره کار وکړي، په هېواد کې دا هم لويه ستونزه ده، چې د هېواد په رغونه او هېواد ته په کار کولو کې کوم امتياز او هڅونه نشته، چې له مخې يې وګړي نور هم تشويق شي او د هېواد په رغونه کې سيالي وکړي.
- د هېواد ځوانه طبقه او ماشومان د ښه ژوند او تغذيې څخه بې برخې دي، چې د هېواد راتلونکي لپاره سالم فکر وکړي. که دې ستونزو ته مونږ پاملرنه وکړو او د ښې پيژندنې لپاره د ګټګوريو له مخې يې ځينې ستونزې په لاندې ډول يادولای شو.
- د بشري سرچينو د مديريت کمزورتيا ليدل کېږي، چې په اوسنيو ادارو کې د پورته نه ښکته او يا د ښکته نه پورته کوم سالم او با ارزښته مديريت کم ليدل کېږي، چې دا مهمه پديده خپل اصلي ماهيت ته ورسوي.
لومړی: د جنډر له نظره د افغانستان ترنيمايي نفوس زيات ښځينه دي او په افغاني ټولنه کې د فساد، کلتوري، امنيتي او اقتصادي بدو اغيزو له کبله دغه قشر د هېواد په جوړونه کې ونډه نه اخلي او د ټولنې په اوږو بار دي.
دويم: دهېواد د نفوس يوه برخه ماشومان دي، چې د هېواد په جوړونه او اقتصاد کې تر اوسه ونډه نه لري. په دوی سمه پانګه اچونه نه کېږي، چې په راتلونکي کې د هېواد په ګټه تمام شي. د دوی له ډلې زياتره يې سخت او شاقه کارونه ترسره کوي، چې په نتيجه کې يې د روحي او رواني ستونزو سره مخ کېږي. ډيری يې معتادان او د ټولنې په اوږو بارکېږي.
دريم: د هېود مهمترينه طبقه چې ځوانان دي، ډېرې ستونزې لري، زياته برخه یې بې سواده دي او که ځينې يې سواد هم لري د زده کړې د ټيټ کيفيت له وجې نه شي کولای چې ځانته کار پيدا کړي او يا له دولسم ټولګي څخه پورته زده کړې د عدم ظرفيت له وجې نه شي کولای، چې له دې کبله د بل کسب د زده کيدو هم پاتې او د سواد کچه يې ټيټه پاتې کېږي.
څلورم: د هېواد هغه برخه وګړي، چې سواد لري او د دولت په لوړو څوکيو کار کوي، دوی هم زياتره ډېرې ستونزې لري. ډېره برخه يې په فساد، تعصب او ګوندبازۍ اخته دي، ځيني يې بهرنيو کړيو ته وفاداره دي او د نورو خلکو موخې پرمخ وړي او ملي روحيه نه لري، چې له مخې يې د هېواد په پرمختګ کې رول ولوبوي.
پنځم: د هېواد زياتره وګړي د تيرو درېوو لسيزو جګړو له وجې معيوب او معلول دي او نه شي کولای چې د نورو روغو خلکو په څير خپلې ورځنۍ چارې په خپله سرته ورسوي، د نورو خلکو مرستې ته اړتيا لري او په اوږو يې بار دي.
د حل لارې
 دا او دې ته ورته ستونزې د دې لامل شوې، چې بشري پانګه سخته زيانمه او بحراني حالت کې قرار و لري. د دې ستونزو د حل لپاره لومړی بايد موجوده وضعيت وڅيړل شي او ور پسې په هغه ځای پانګونه وشي، چې په بنسټيزه توګه پرې يادې ستونزې هواريږي. زمونږ په نظر يواځنۍ لار يې د ښوونې او روزنې د کيفيت او ظرفيت لوړوالی دی، ځکه چې ښوونه او روزنه ده، چې د هېواد د نورو ادارو لپاره بشري ځواک توليدوي. که چيرې د دې ادارې ښه والي ته پام لرنه وشي، چې کيفيت لرونکي اشخاص ټولنې ته وړاندې کړي. ښه رهبران هم د ښې ښوونې او روزنې څخه منځته راځي. ښه رهبر کولای شي، چې په يوه اداره کې اړين بدلونونه منځته راوړي. اشخاص د کاري اړتياوو په بنسټ وګماري. د پوهنې وزارت تر څنګ درې نور وزارتونه هم مسول دي، چې د بشري پانګې د ښه والي لپاره لومړی سره همغږي شي او بيا يې د پرمختګ لپاره هر اړخيز قدمونه پورته کړي. دا درې وزارتونه( د اقتصاد وزارت، لوړو زده کړو وزارت او کار او ټولنيزوچارو وزارت) په دې برخه کې له همغږۍ څخه وروسته ټولې ستونزې مشخصې او بیا ورته لومړيتوبونه وټاکي. د لومړيتوبونو له ټاکلو وروسته د بشري پانګې د ښې روزنې، امکاناتو او ښه کار پيدا کولو لپاره يو داسې ميکانيزم رامنځته کړي، چې بشري پانګه ښه وروزل شي اوهم ورڅخه لازمه ګټه پورته کړي.
د بشري سرچينو ستونزې په يوه ټولنه کې ترټولو جدي ستونزې دي، ځکه د نورو ټولو ستونزو د زياتو الی او کموالی لامل بشري ستونزې کيدلای شي. که په يوه ټولنه کې ښه بشري پانګه موجوده وي، هغه کولای شي، خپلې ټولې سرچينې فعالې کړي او که بشري پانګه موجوده نه وي، ټولې پانګې په نشت حساب دي. لکه په افغانستان کې چې اوس ښه بشري پانګه نه لرو او نورې منابع مو په هېواد کې شته، خو د بشري سرچينو د نشتوالي له امله نورې ټولې سرچينې غيري فعالې دي، نو اړتيا بشري منابعو ته زياته ده، چې نورې سرچينې فعالې کړي او د هېوا د په رغونه کې ترې کار واخلي.
دا چې زمونږ په هېواد کې د بشري منابعو ستونزه ترټولو جدي ستونزه ده او په افغانستان کې نه يواځي دا چې د بشري منابعوڅخه ګټه نه اخستل کېږي بلکې همدا بشري منابع يا نا فعاله پاتې کېږي او يا د دولت او ټولنې لپاره په منفي اړخ کې فعاليږي او د دولت او ټولنې ضد او په تاوان کار کوي، چې لومړی لامل يې د پوهې د کچې ټيټوالی او د هغوی روزنې ته نه پاملرنه ده. رښتيا هم که مونږ بشري منابع ونه روزو او فعالې يې نه کړو د هېواد او ټولنې په ګټه ترې کار وانه خلو، نو د ټولنې لپاره به همدا کسان ډېر تاوان رسوي. که موږ د بشري منابعو روزنه وکړو او د هغوی لپاره کار موجود نه وي، بيا هم زمونږ بشري منابع د هېواد په ګټه نه دي.
زمونږ په نظر په مشخص ډول د دې ستونزو د حل لارې په لاندې ډول دي.
- د بې سوادۍ د کچې ټيټوالي لپاره بايد دولت د خلکو لپاره واقعي زمينه برابره کړي، نه د اوسنۍ سواد زده کړې په ډول چې تجارتي شکل لري او ټولنه هم بايد په دې برخه کې خپل مسوليت ترسره کړي.
- د بې کارۍ د ستونزې حل په دې ډول کيدای شي، چې ښوونيز مرکزونه معياري شي، چې داسې محصول رامنځته کړي، چې په اوسني وخت کې برعلاوه له دې، چې د ندې د سرته رسولو لپاره وړتيا ولري، بايد په خپله د کار د پيداکولو باعث هم وګرځي.
- د نفوس د ورځ تربلې زياتوالي ستونزه داسې حل کيدای شي، چې د کاري منابعو او نسلي توليد ترمنځ يو معقول تناسب رامنځته شي او مور او پلار ته پوهاوی ورکړل شي، چې د بې تناسبه زيږونې، چې د ماشوم او مور په صحت او روزنه بده اغيزه لري په نظر کې ونيول شي او عملي يې کړي.
- د ښوونيزو سازمانونو د کيفيت د ټيټوالي ستونزه، چې ډېزه لويه ستونزه ده، بايد په ټولو اړخونو( نصاب، استاد، وړتياوو، علايقو او تقاضا او عرضه) په برخو کې د وخت سره سم تجديد نظر وشي، چې د دې ستونزې حل رامنځته شي.
- د انګيزې د نشتوالي د ستونزې د حل لپاره بايد دولت، والدين، ټولنه، ښوونکی، علما، مخور او شتمن د اسلامي ارزښتونو په اساس ښوونيز محلونه او د ښوونې او روزنې پلويان په مادي او معنوي لحاظ وهڅوي.
- د بشري سرچينو د مديريت د ستونزې حل، زمونږ په نظر د ولت او اړونده کسان بايد زمونږ انساني سرچينې د ښوونې او روزنې څخه وروسته فعالې او مديريت کړي.
د بشري سرچينو مديريت
 د دې لپاره چې موږ په خپلو موخو کې کامياب وو، لازمه ده چې د خپلو بشري سرچينو ښه مديريت وکړو. په بيلابيلو اداري سرچينو کې د کارځواک ته پرمختيا ورکول او د شخصي او اداري موخو لاسته راوړل په داسې ډول چې خپل ځان ستراتيژيک، اخلاقي او ټولنيز مسول په توګه وپيژنو بايد بشري سرچينې ښې مديريت کړو.
د بشري سرچينو د مديريت اهمیت هغه وخت معلوميږي، چې مونږ خپلې ټولې انساني منابع ښې وروزو، مديريت يې کړو او هغه تشه چې اوس يې مونږ د انساني سرچينو په برخه کې لرو ډکه کړو نوموږ ته به يې ارزښت ښه څرګند شي او بيا داسې بشري سرچينې، چې هغه رښتيا هم بشري فعالې سرچينې وي او د هغې په وسيله نورې ټولې سرچينې فعالې کړي، چې د دې منابعو درلودل په اصل کې د ټولو منابعو درلودل دي. که انساني منابع څوک ونه لري او نورې ټولې منابع ولري، يا به يې فعالولای نه شي او يا به يې په استعمال نه پوهيږي، ګټه به ترې نه شي اخستلای، نو لازمه ده چې په دې برخه کې ښه مديريت وشي.
د انساني سرچينو د مديريت لپار لاندې انځورنه ښه وضاحت کوي، چې لومړی انځور انساني سرچينو د منظموالي، د ويم انځور د انساني سرچينو د کنټرول او دريم انځور د انساني سرچينو د فعالولو څرګندونه کوي.


د انساني سرچينو د استفادې له څرنګوالي څخه اصلي شرط د هغې څخه مناسبه ګټه اخستل دي. ټولو منابعوته دوام او پراختيا ورکول. په افغانستان کې د سرچينو د دوامداره د روزنې لپاره اقدام کول، چې راتلونکي لپاره په هره برخه کې ښې انساني سرچينې ولرو او د دې سربيره د انساني منابعو څخه مناسبه او پرځای ګټه اخستل او داسې نو ټول په ښه مديريت سره کيدلای شي.
د بشري سرچينو او متخصيصو افرادو په درلودلو سره مونږ لا اوس هم د نورې نړۍ سره سيالي نه شو کولای او په ټولو برخو کې مونږ خارجي متخصصينو ته اړ يو، چې دا لويه ستونزه ده او د دې ستونزې له منځه وړلو لپاره د بشري سرچينو فعالولو ته زياته اړتيا ده، چې مونږ د بشري سرچينو د توليد په مرکزونو باندې کار وکړو، چې په دغه برخه کې ستونزې له منځه لري کړو او ورسره ټولې نورې منابع هم فعالې کړو. د بشري يا وګړيزو سرچينو د درلودلو، ښه روزولو، اهميت او ارزښت په اړه افغانستان کې ډېر ابتدايي کارونه اوس تر سترګو کېږي، چې په هغې کې د ښوونې او روزنې کيفيت ته په توجه باندې ټينګار کېږي. مونږ بايد د بشري سرچينو د توليد په منابعو کار وکړو او په هغې سمه پانګه اچونه وکړو، چې زمونو ټولو دولتي ادارو ته مسلکي اومتخصيص وګړي وروزو. په دې اړه اوس د دولت او خلکو سره دا مفکوره پيدا شوې، چې مونږ ټولې سرچينې لرو، خو انساني سرچينې نه لرو؛ نو مونږ ته لازمه ده، چې د بشري سرچينو د روزلو په وړاندې بايد هغه ټولې خنډونه له منځه يوسو چې زمونږ بشري پانګې ته يې زيان اړولی دی